افغاني ياغياتو ته د ايران د ملاتړ لاسوندي (شواهد) مخ په زياتېدو دي

آيا ايران د امريکا د متحده ايالتونو په وړاندې د جګړې لپاره افغاني خاوره کاروي؟

افغاني ياغياتو ته د ايران د ملاتړ لاسوندي (شواهد) مخ په زياتېدو دي

آيا ايران د امريکا د متحده ايالتونو په وړاندې د جګړې لپاره افغاني خاوره کاروي؟

Monday, 30 July, 2007
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "زموږ موخه د بهرنيانو او د افغانستان د حکومت په وړاندې جهاد کول دی. ډېر مسلمانان له نورو هېوادونو څحه دلته ددې کار لپاره راغلي دي."



له ايران سره د افغانستان د ګاونډي ولايت، فراه يو اوسيدونکي ځان د "لشکر محمد رسوالله" د يو جهادي سازمان د غړي په توګه معرفي کړ او ويي ويل، دا ډله د ايران تر ملاتړ لاندې ده.



هغه وويل: "زموږ په ډلې کې يو زيات شمېر ايرانيان شته. د هغوی زيات شمېر ايراني بلوچان دي. هغوی وايي، چې د امريکا په وړاندې د جهاد لپاره راغلي دي."



په دې وروستيو وختونو کې په ايران باندې د افغانستان دننه جګړې ته د لمن وهلو او ياغيانو ته د وسلو او نور ملاتړ د چمتو کولو د تور د پورې کولو له امله د کابل او تهران تر منځ کش و ګړب زيات شوی دی.



په کابل کې د امريکا (د متحده ايالتونو) سفير، ويليام ووډ په دې وروستيو کې دا تورونه له خبريالانو سره په يوې غونډې کې په ډاګه کړل. په ايراني حکومت باندې د وسلو د چمتو کولو په اړه هغه په ټينګار وويل، چې تهران له دې ستونزې څخه ښه خبر دی.



هغه وويل: "په ښکاره ډول يوه اندازه وسلې او مهمات له ايران څخه د طالبانو لاسونو ته ورځي. موږ باور لرو، ددې وسلو اندازه او کيفيت هغومره دی، چې بايد د ايران حکومت د هغې په هکله خبر وي."



د افغانستان د لويديځ زون لپاره د پوليسو قوماندان، جنرال رحمت الله ساپي آی ډبليو پي آر ته وويل، په هرات ولايت کې داسې وسلې نيول شوي، چې په څرګنده ورباندې د "ساخت ايران" نښه لګېدلې ده. هغه، د امريکا د سفير په څېر دا کار په افغانستان کې له زياتيدونکي تاوتريخوالي سره د ملاتړ يوه نښه وبلله.



هغه وويل: "په دې وروستيو کې موږ د وسايطو ضد پنځه ميانونه کشف کړل، چې د (:SPI سپاه پاسداران ايران) نښه پرې لګېدلې وه. دا وسلې د هرات ولايت د تيرکش په سيمې کې، چې د ايران له پولې دوه کيلومتره دې خواته پرته ده، د پوليسو لاس ته ورغلې دي."



همدارنګه د غور ولايت امنيه قوماندان، سمونوال شاجهان نوري وويل، چارواکو ته په روسيې او ايران کې د وسلو د وسايطو او پرسونل ضد 40 ماينونو په ګډون يوه ډيپو لاس ته ورغلې ده. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ دا وسلې د نورو پلټنو لپاره پلازمينې ته لېږدولې دي."



ايران د افغانستان په ناکرارو پېښو کې له لاسوهنې څخه سر غړوي او په (خپلو) دښمنانو باندې د تهران په وړاندې د خپلوموخو لپاره د کمپاين په اچولو تورونه لګوي.



په هرات کې د ايران قونسل، محمد علي نجفي منش وويل: "د اسلامي انقلاب له برياليتوب راهيسي لويديځ د ايران په وړاندې په روانې جګړې لاس پورې کړی دی."



نوموړي زياته کړه: "هغوی په ايران باندې په منځني ختيځ کې د لاسوهني او له بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه پورې کوي، خو اوس غواړي په ايران باندې د جګړه ييزو تبليغاتو له لارې په افغانستان کې په خپلو بايلې باندې پرده واچوي."



له لويديځ، په تېره بيا د امريکا له متحده ايالتونو، سره اړيکې د 1979 کال د انقلاب راهيسي خړپړ شوي، چې امريکا پلوی رضا شاه پهلوي له ايران څخه وتښتېد او د ايت الله روح الله خميني اسلامي رژيم واک ته ورسېد. د 1979 کال د نومبر په مياشت کې يو شمېر ايراني ملېشو په تهران کې د امريکا په سفارت کې تقريبا 70 تنه امريکايي دپلوماتان برمته کړل او له يو کال څخه د زياتې مودې لپاره يي وساتل.



له دوو کلونو راهيسي کله چې محمود احمدي نژاد د ايران ولسمشرشوی، اړيکی لا نورې هم پسې خړې پړې شوې دي.



ايراني قونسل د هلمند ولايت په شمال کې پرتې ولسوالۍ موسې کلا ته ګوته ونيوه، چې د طالبانو لاس ته ورغلې، حکومتي چارواکي يي له هغه ځايه شړلي او په استوګنو باندې يي خپل رژيم تپلی دی او د افغاني سرتيرو يا بهرنيو ځواکونو له خوا ورسره مقابله نه ده شوې. هغه ټينګار وکړ، چې ددې څرګندې ماتي له امله د ايران په وړاندې د تورونو لړۍ د "سپي د لکۍ ښورولو" ته پاتې کيږي.



د منش د وينا له مخې د افغانستان امنيت او ثبات په څرګند ډول د ايران په ګټه دی.



هغه وويل: "د ايران اسلامي جمهوريت افغانستان ته په مثبته سترګه ګوري. د افغانستان کورنی امنيت ايران ته ډېر زيات اهميت لري. موږ افغانستان ته 560 مليونه امريکايي ډالره مرسته ورکړې ده، څنګه کېدای شي، چې موږ هغه سبوتاژ کړو؟"



هغه دا خبره په کلکه رده کړه، چې ګوندې نيول شوې وسلې دې ايرانۍ وي.



هغه وويل: "زموږ ټولې وسلې د دفاع د وزارت تر مستقيمې څارنې لاندې جوړې او ايراني استخباراتو ته ورکول کيږي. په ټولو وسلو باندې د (دفاع) د وزارت نښه شته، خو په دې (نيول شوو) وسلو د (SPI) نښه لګېدلې ده. دا د ايران په اسلامي جمهوريت باندې د يو بلې توطئې نښه ده."



نوموړي زياته کړه، لويديځ غواړي د افغانستان او ايران ترمنځ موجودو ښو اړيکو ته زيان ورسوي.



هغه ټينګار وکړ: "زه باوري يم، چې دا هڅې به بريالۍ نه شي."



تر دې دمه خو منش په حقه و. د افغانستان ولسشمر حامد کرزي په پرله پسې توګه نه ده منلې، چې د خپل لويديځ ګاونډي هېواد په وړاندې په تورونو پورې کولو کې ځان ورکډ کړي او په دې وروستيو ختونو کې يي يو ځل بيا پخلی کړی، چې افغانستان او ايران ښه ملګري او شريکبانډي دي.



د هېواد دننه د ايرانيانو او ياغيانو تر منځ د ګډې مرستې شواهد ورځ په ورځ جوتيږي، خو دا لا څرګنده نه ده، چې ددې کار تر شا د ايران لاس شته او که نه.



په هرات کې د ملي امنيت په رياست کې يوې سرچينې، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يي خبرې کولې، د افغانستان په لويديځ کې په حکومتي ضد هڅو کې د ايران د اغېز پخلی وکړ.



هغه وويل: "موږ معلومات لرو، چې د لشکر محمد رسول الله او همدارنګه د جهاد انصار او نورو ډلو تر نومونو لاندې د ايران بلوچان د سپاه پاسدارانو په مرسته له فراه څخه تر هراته پورې فعال دي."



هغه زياته کړه، په دې ډلو کې ګومارل شوو خلکو ته په افغانستان کې په منځني ډول د 60 څخه تر سلو ډالرو معاش په پرتله د مياشتې له 200 څخه تر 1200 امريکايي ډالرو پورې ښايسته ښه معاشونه ورکول کيږي. "له دې امله هغوی له دې ډلو سره يوځای کېدلو ته هڅول کيږي."



خو هيڅوک هم په زغرده د تهران په حکومت باندې ددې هڅو د ملاتړ پړه نه اچوي. هغه ځوان چې د لشکر محمد د ډلې غړی دی، وايي چې د هغه ملګري په خپلواک ډول فعاليت کوي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "د ايران بلوچان او نور ايرانيان وايي، هغوی په خپله خوښه د امريکا په وړاندې د جهاد لپاره راغلي دي. هغوی د ايران د حکومت له خوا را استول شوي نه دي."



د بلوچو قومونه د تهران له حکومت سره د مخالفت مخينه لري. بلوچان، د عراقي کرديانو په څېر ځانونه مظلوم لږه کي بولي. هغوی د ايرانيانو د شيعه ډېره کيو په څېر جلا مذهب لري. بلوچان د بنسټپالو طالبانو په ګډون د زياترو افغانانو په څېر سنيان دي.



د فراه امنيه قوماندان سمونوال سيداقا ثاقب دا مني، چې حکومتي چارواکو ايراني بلوچان په سرحدي سيمو کې څو څو ځلي په پوځي فعاليتونو ليدلي دي، خو په باوري توګه دا نه شي ويلای، چې ګوندې هغوی دې د ايران د حکومت له خوا راليږل شوي وي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "زموږ څېړنې دوام لري."



ثاقب زياته کړه، چې يو شمير ايرانيان په سيمې کې د مخالفينو په مرکزونو باندې د بمياريو په مهال وژل شوي دي.



ثاقب آی ډبليو پي آر ته وويل: "طالبانو د بکوا د ولسوالۍ خلکو ته د ايرانيانو مړى ښوولي دي او ورته يي ويلي چې هغه د امريکايانو په وړاندې د جهاد لپاره راغلى وو. دا مازې يو تاکتيک و، چې خلک د حکومت او بهرنيو ځواکونو په وړاندې راپاڅوي."



په هرات کې د ايران قونسل، منش دا مني، چې په ايران کې بلوچان شته او د مرکزي حکومت مخالف دي. خو هغه برعکس ادعا وکړه، چې هغوی د امريکا د متحده ايالتونو او برتانيي له خوا د تهران د کمزوري کولو لپاره لمسول کيږي.



هغه وويل: "که چېرته (دا بلوچان) د ايران له پولو ورهاخوا فعاليت کوي، دا ځکه چې هغوی د هېواد دننه ځای نه لري او ايرانيان د هغوی ملاتړ نه کوي."



دا لوبه د نړيوالې دپلوماسۍ يوې لوړې کچې ته رسيدلې ده.



د سياسي چارو لپاره د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو مرستيال، نيکولاس برنس تېره مياشت سي اين اين (CNN) ته ويلي و، چې په افغانستان کې نيول شوی وسلې له نړيوال قانون څخه د ايران د سرغړونو "انکار نه منونکي شواهد" دي. هغه همدارنګه دوسلو چمتو کول نېغ په نېغه په حکومت پورې اړوند وبلل.



هغه وويل: "دا (وسلې) د پاسداران انقلاب د مرکزي قوماندې له خوا چمتو کيږي، چې د ايران د حکومت يوه بنسټيزه اداره ده."



د برتانيې د دفاعي چارو مرستيال، ديس براون هم په دې وروستيو وختو کې د بلومبرګ خبري آژانس ته ويلي و، چې افغانستان ته وسلې له ايران څخه راځي.



د نوموړي خبري آژانس له خولې هغه ويلي و: "موږ په بريالۍ توګه له ايران څخه افغانستان ته د وسلو راليږل ليدلي دي."



په هرات کې يو سياسي شنونکي محمد رفيق شهير آی ډبليو پي آر ته وويل، چې ايران په افغانستان کې دوه لوبې کوي. شهير وويل، له يوې خوا ايران غواړي دافغانستان له مرکزي حکومت سره مرسته وکړي او تراغېز لاندې يي راولي، په داسې حال کې چې له بلې خوا د ياغاينو د ملاتړ له لارې امريکا ننګوي.



هغه وويل: "د افغانستان اوسنی رژيم د طالبانو د سني سخت دريځه رژيم په پرتله ايران ته ډېر ګټور دی. د ايران او لويديځ د اوږدې مودې ناندريو ته وګورئ. د امريکا متحده ايالتونه د ايران ستراتيژيک دښمن دی او ايران هڅه کوي بهرني ځواکونه، په ځانګړې توګه امريکايان او برتانويان، مخالفينو ته د وسلو او نورو امکاناتو د ورکولو له لارې وننګوي."



هغه زياته کړه، ايران هيله لري، له امريکا سره له بلې لارې جګړه وکړي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "ايران هيله لري، د افغانستان جګړه ډېره اوږده شي، ترڅو امريکايان هلته په ګونډو شي. ايران (پر ايران باندې) د امريکا د متحده ايالتونو د بريد شونتيا ګوري، له دې امله غواړي جګړه په افغاني خاورې کې دوام وکړي. دا به د هغوی لپاره په ايران کې د دننه جګړې په پرتله لږه اسانه پرېوزي."
Frontline Updates
Support local journalists