Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

وژل شوى خبريال تلپاتې ميراث شاته پرېږدي

په داسې حال كې چې د عبدالصمد روحاني خپل خپلوان او دوستان د هغه په مړينې ماتم كوي، د هغه ژورنالست ملګري د هغه په پل باندې د پل د ايښودو د هوډ پخلى كوي.
By IWPR
: ((كه چېرته مې وژل كيدل په برخه وي، نو وبه وژل شم.))



ګواښنې او ترهونې د روحاني په وړاندې د هرې ورځې يوه خبروه. د جون د مياشتې په اوومه نېټه د هغې وژنې په هلمند كې د ژورنالستانو ټولنه ولړزوله.



د څو مياشتو راهيسې روحاني ته د طالبانو له خوا ټليفونونه راتلل او په هغه باندې يي د هغوى په وړاندې د ډېر سخت او د هغوى د مخالفينو، افغان حكومت او د هغې د نړيوالو دوستانو په وړاندې د ډېر نرم سلوك پړه اچوله.



روحاني خپل دوست او ملګري، محمد الياس داعي ته ويلي و: ((زه بايد دا ووايم، چې زه په خپلو رپوټونو كې بايد متوازن واوسم. زه د يوه راپور ټول اړخونه تر پوښښ لاندې راولم. ما هغوى ته ويل، چې دهغوى او همدارنګه د حكومت او بهرنيانو ټولوغږونه به اوروم.))



ناپلوي او بې پرېتوب د ياغيانو لپاره، په تېره بيا په لومړيو وختونو كې، هغومره لومړيتوب نه درلوده.



روحاني به په خندا ويل: ((هغوى به ماته ښكنځل كول. هغوى به ويل، ’آيا ته نو دومره يي، چې زموږ او د امريكايانو توپېر نه شي كولاى؟’))



ګواښونه هغومره زيات شول، چې روحاني د خونديتوب په خاطر له خپل كور څخه په كابل كې د بي بي سي دفتر ته راغى. خو له خپلې سيمې څخه ورته ليرېوالى ګران وبرېښېد او ډېر ژر بېرته هلته ستون شو.



هغه څو مياشتې له هلمند څخه ۱۲۰ متره وړاندې په كندهار كې چې له لښکرګاه څخه زيات خوندي بلل کيږي، تم شو. خو له هغې سره سره يې هلمند ته په تګ ټينګار كاوه.



شفيع، چې د خپل ملګري په څېر په بي بي سي كې كا ركوي، وويل: ((هغه (روحاني) له خپل ولايت سره زياته مينه درلوده او په واقعيت پسې ګرځېد. هلته په كندهار كې نه شو پاتې كېداى، ځكه بېرته (هلمند ته) راغى. زه په دې پوهيدم، چې هغه ته د تليفون له لارې ګواښونه كېدل، ځكه كله ناكله يي ما ته په غلطۍ كې تليفونونه كول.))



د روحاني مسلكيت دومره لوړ و، چې كله ناكله به د طالبانو هم خوښيده. د سيمه ييزو خبريالانو د وينا له مخې (طالبانو) په فعال ډول د هغه له وركېدو وروسته د هغه لټون وكړ او د جون په اتمه يي د مړي له موندلو وروسته د هغه وژنه وغندله.



د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي د افغانستان د خپلواكو ژورنالستانو د انجمن مشر، رحيم الله سمندر ته وويل: ((موږ د هغه په مړينې خورا زيات خواشينې يو. موږ له ژورنالستانو سره ناوړه چلن نه كوو. ژورنالستان بې پري خلك دي. هغوى هغه خلك دى، چې زموږ غږ نړۍ ته رسوي.))



په تېرو اتلسو مياشتو كې په سويل كې د طالبانو ځواكونو د ګابريلو تورسيلو او دانيال ماستروجياكومو په نومونو دوه ايټالوي ژورنالستان تښتولي و. هغوى دواړه د افغان حكومت له خوا، دوى ته د يو لړ امتياز وركولو څخه وروسته خوشي کړاى شول. خو دوى د ماستروجياكومو د موټر چلوونكى، سېداغا او ژباړونكى سيد اجمل نقشبندي ووژل.



خو له ګواښونو او ځورونو سره سره له دوو كلونو را په دې خوا چې په هلمند كې جنګونو زور اخيستى، د كوم ژورنالست د وژلو ګوته طالبانو ته نيول شوې نه ده.



د آى ډبليو پي آر له خوا روزل شوي خبريالان له طالبانو سره منظمې تليفوني اړيكې لري. دې خبريالانو، ولسي وګړو ته د رسيدلو زيانونو، د شتمنيو د ويجاړيو او د ښوونځيو د سوځولو په هكله د رپوټونو د چمتو كولو لپاره له هغوى څخه د خوندي تګ راتګ اجازه تر لاسه كړې.



د روحاني د مړينې له امله د هلمند ژورنالستان د خطر احساس كوي. يوه يې ځان پټ كړ او يو شمېرنور په دې فکر کې شول، چې له دې مسلك سره خداى پاماني وكړي که څنګه.



ډيرى خلكو ته ترټولو د انديښنې وړ خبره خو داده، چې روحاني د لښكرګاه له منځ څخه، چې د حكومت تر كنترول لاندې او يوه خوندي سيمه بلل کيږي، تښتول شوى دى.



شفيع وويل: ((دا جوته ده، چې روحاني په رڼا ورځ په لښكرګاه كې د ښار له زړه څخه وتښتول شو. دا داسې يوه سيمه ده، چې بايد د حكومت تر كنترول لاندې وي. زه له دې وروسته په لښكرګاه ځان خوندي نه ګڼم.))



د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، ښاغلي جانګل خان آى ډبليو پي آر ته وويل چې هغه د ځايي ژورنالستانو د خونديتوب لپاره خپله وسه كړې ده.



هغه وويل: ((حكومت هرچېرته د ژورنالستانو د مصؤنيت مسؤوليت لري. ما ژورنالستانو ته څو څو ځلې ويلي دي، چې كه تاسو په يو ځاي کې ځانونه خوندي نه بولى نو ماته خبر راكوى. زه به امنيتي څانګې پرې خبرې کړم. همدا راز ما هغوى ته ويلي، كه چېرته خطرناكو سيمو ته د تللو نيت لرئ، نوماته خبر راكړئ. په هغوى (ژورنالستانو) باندې پام کول د حكومت د دندو څخه شميرل کيږي.’))



خو روحاني په كوم خطرناك ماموريت باندې نه و تللى. هغه د ولايت په مركز كې و. د ولايت له مركز او د هلمند په رود باندې تر بولان پورې د هغه تښتوونكي بايد لږ تر لږه له درېو امنيتې او تالاشي پوستو څخه تېر شوي واى.



د جون د مياشتې په نهمه د هلمند ولايت د ژورنالستانو د خپلواكې ټولنې له خوا يوې خپرې شوې بيانيې دا وضعيت ((د حكومت بشپړه ناكامې)) بللې ده.



نوموړي انجمن د بشپړې څېړنې غوښتنه كړې او ګوته يي څنډلې كه دا كار ونه شي، نو دا ټولنه به ډېر جدي ګامونه پورته كړي.



د افغانستان د خپلواكو ژورنالستانو د ټولنې مشر، رحيم الله سمندر آى ډبليو پي آر ته وويل چې د هغه ملي ټولنه هم يو بيانيه خپره كړې او غوښتنه يي كړې، چې حكومت بايد په دې اړه بشپړه پلټنه پيل كړي.



سمندر وويل، د روحاني مړينه به له ياده ونه ايستل شي.



هغه وويل: ((حكومت له داسې پيښو څخه د مخنيوي په اړه هيڅ كار نه دى تر سره كړى. هغوى بې پروا دي. كه په دې پېښه كې هم بې پروا پاتې شي، نو موږ به لاريونونه وكړو. موږ به د نړى دروازې وټكوو. موږ به د لوږې په اعتصاب لاس پورې كړو.))



د هلمند والي، محمد ګلاب منګل ژمنه وكړه، چې د روحاني وژنه به هغه پام ځانته ور واړوي، چې حق يي لري.



هغه د جون د مياشتې په نهمه ژورنالستانو ته وويل: ((ما يوشپږ كسيز كميسون د موضوع د پلټنې لپاره ټاكلى دى. موږ به قاتل پيدا كړو. زه دا ژمنه كوم، چې هغه به پيدا كړو.))



د هلمند ژورنالستان که څه هم تر فشارلاندې دي، خو د خپل كار دوام ته هوډمن دي.



تسل وويل: ((يو شمېر ژورنالستان د تليفونونو له لارې ګواښول كيږي. كه دا كار دوام وكړي، نو ښايي ډېر ژر به په ګوتو كې قلم ونه ګورئ. كله كله ځان ته وايم، څومره سخته ده، له ياده يي وباسه. خو بيا د ټولنې په وړاندې زموږ مسؤوليت دى او بايد يو څه ورته وكړو. زه خپل كار ته دوام وركوم.))



داعي ورته نظر درلود. هغه وويل: ((كه چېرته حكومت د ژورنالستانو غم ونه خوري، كه چېرته د هغوى امنيت خوندي نه شي، نو ښايي له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان شو. زه تلولى او ډېر اندېښمن يم. دا ددې معنا نه لري، چې له دندې لاس واخلم. زه د خپلو خلكو لپاره كار كوم، د سولې لپاره، د بيارغاونې لپاره. خو زما ژوند هم ارزښت لري. دا يوه ريښتونې بدمرغي ده.))



جانګل ژورنالستان د خپل كار د دوام لپاره وهڅول.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((اوس ټول افغانستان ترهګرۍ نيولى دى. خو دا بايد د ژورنالستانو مسلكي ژوند تر اغېز لاندې رانه ولي. كه يو څوك ووژل شي، نو دادې معنا نه لري، چې هغه نور بايد له ډګر څخه ووځي. نه، هغوى بايد پر خپل ځاى پاتې

شي او ثابته كړي، چې هيڅ شى هغوى له لارې نه شي اړولاى.))



زياتره د ډار احساس له دې امله دى، چې د هلمند ژورنالستان نه پوهيږي، دا وژنه چا تر سره کړې ده. سره له دې چې هغوى لومړى د حكومت په څېر په طالبانو شك درلود، خو وروسته جوته شوه، چې طالبانو دا كار نه دى كړى.



شفيع وويل: ((موږ نه پوهيږو، چې دښمن څوك دى. داسې خلك شته، هر كارچې كولاى شي، كوي يي او بيا لاس په طالبانو پاكوي. ژورنالستان تر ګواښ لاندې دي، هغوى بېوزلي شوي دي.))



ډيرى هغو ژورنالستانو چې مرکې ورسره شوې دي وويل، چې روحاني خپلو رپوټونو ووژلو.



شفيع وويل: ((زه نه پوهيږم، چې حقيقي قاتل څوك دى. خو ډېر داسې خلك شته، چې انتقاد نه شي منلاى. داسې زيات شمېر كسان شته، چې حقيقت نشي اورېدلاى. قاتل هغه وو، چې د روحاني رپوټونه يي خوښ نه و او له دې امله يي هغه وواژه.))



ددې كار انګېزه د خبريال په شخصي ژوند كې نه شي لټول كېداى. هغه يو چوپ، ارام او سخت كاره رپوټ ليكونكى و. هغه په لښكرګاه كې له خپلې دويمې مېرمنې او خپلې دوه كلنې لور، زهرا او شپږ مياشتني زوى عمران سره اوسېد.



د تسل د وينا له مخې روحاني خپل تخلص له هغې وروسته انتخاب كړ، چې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د مدرسې طالب و.



هغه په ۲۰۰۱ كال كې د طالبانو د رژيم له رانسكورېدو او د انتقالي حكومت له جوړېدو وروسته د خبريالۍ ډګر ته راغى.



د يو شاعر په توګه هغه د بست د فرهنګي ټولنې د رامنځته كوونكى او فعال غړى و. په دې فرهنګي ټولنې كې د هلمند ټول روڼ اندې راټول شوي و.



له روحاني څخه دوې كونډې پاتې شوي. د تسل د وينا له مخې هغه يو واده د كورنۍ په خوښه او بل يي په خپله خوښه كړى و. د اسلامي شريعت او افغاني دود له مخې يو سړى كولاى شي چې آن څلور ښځې ځانته په نكاح کړي.



تسل وويل: ((لومړى واده ورته پلار كړى و. خوهغه به ماته تل دا ويل، چې غواړم په خپله خوښه واده وكړم. نوځكه يي دويم واده وكړ.))



روحاني له خپل هېواد او خپل ولايت سره ځانګړې مينه درلوده. په هلمند كې د وضعې او شرايطو له امله خورا ځورېده.



داعي وويل: ((كله چې به ورته د جګړې او وژلو په هكله له يوكلي څخه كوم خبر راورسېد، نو سر به يي په لاسونو كې ونيو او ډير به ځوريده او ويل به يې ’دا كړاو په كله پاى ته رسيږي؟ كوم پاى به ولري؟’))



د ده داسې احساس به دده ملګري دده ستايلو ته اړ ايستل.



تسل وويل: ((که څه هم روحاني ووژل شو خو زه به خپل كار ته دوام وركړم. زه له روحاني څخه زيات نه يم. ))

More IWPR's Global Voices