په افغانستان کې د ښځو ورځ: ژمنې، ژمنې

نوی ولسمشر وايي کارونه مخ په ښه کېدو روان دي.

په افغانستان کې د ښځو ورځ: ژمنې، ژمنې

نوی ولسمشر وايي کارونه مخ په ښه کېدو روان دي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

افغان ولسمشر، محمد اشرف غني د مارچ په اتمه، د ښځو له نړيوالې ورځې دمخه ويلي و، د ښځو د حقونو او برابرۍ په اړه پر خپلو ژمنو ټينگ ولاړ دی. 

د مارچ په پنځمې نېټې يوې جوړې غونډې ته غني وويل: «زما تر ټولو ستره ژمنه په ټولنه کې د ښځو په رول کې د بنسټيزو بدلونونو راوستل دي؛ په دې معنا چې ښځې د ادارې او مشرتابه دندې پر غاړه واخلي او د مشرتابه انحصار مات شي؛ د ښځو اقتصادي حالت ته پام واړول شي؛ د ښځو د روغتيا ځانگړې څارنه وشي؛ په دولت کې د ښځو ونډه زياته شي او د وراثت حق يې ډاډمن شي.»

د طالبانو له واکمنۍ ١٢ کاله راوروسته ښځو ته د برابرې زده کړې د چمتو کولو په اړه د حکومت کړې ژمنې له ريکارډ سره سمې راونه ختې. د حقونو يو شمېر فعالان وايي په دې برخه کې ډېر لږ څه لاسته راغلي، آن له لويو ښاري سيمو بهر تر دې هم لږې لاسته راوړنې موجودې دي. د دې گواښ هم موجود دی چې که له طالبانو سره د سولې په خبرو کې معامله تر سره شي، نو کېدای شي شاته تگ هم وشي. 

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استادې، شهلا فريد آی ډبليو پي آر ته وويل: «په تېره لسيزه کې د ښځو په اړه ډېرې چېغې ووهل شوې. له ښځو څخه د يوې پاليسۍ د آلې په توگه کار واخيستل شو، خو کوم بنسټيز کار ورته ونشو.»

فريد وايي د ښځو د حقونو په ډگر کې پرمختگ محدود دی او افغان مېرمنې په ټولنيز، اقتصادي او سياسي ژوندانه کې کوم رول نه لري.

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «د ښځو د حقونو په برخه کې يو څه کار سرته رسېدلی، خو مصنوعي بڼه يې درلوده او کم پايښته فعاليتونه وو. نن ښځې په ځينو برخو کې فعالې دي، خو دا ډار شته چې وضعه ډېره ژر بدله شي او ښځې ټول موجود حقونه له لاسه ورکړي.»

فريد اندېښنه څرگنده کړه، چې له طالبانو سره په روانو خبرو اترو کې به د ښځو پر قانوني حقونو سوداگري وشي.

په دې اړه د هغو افغانانو له خوا هم ورته نظر څرگند شو چې په يو شمېر پښتني سيمو کې يې په عمومي مناظرو کې گډون کړی وو. سلگونو گډون کوونکو ښځو د آی ډبليو پي آر له خوا په رابلل شوو مناظرو کې، چې د مارچ له اتمې نېټې سره يې سمون درلود، له ٢٠٠١ کال راورسته په لاسته راغلو لاسته راوړنو خبرې وکړې.

د کابل سويل ته د لوگر ولايت په يوې غونډې کې د پارلمان غړي، محمد اکبر ستانکزي وويل، د ښځو د حقونو په گډون د قانون واکمني د امنيت لپاره لومړنی شرط دی، خو د افغانستان په زياترو سيمو کې هغه نشته.

هغه وويل، په تېرو کلونو کې د ښځو په اړه ترلاسه شوې برياوې په هغو ولايتونو کې ورو ورو له منځه لاړې چې امنيتي وضع پکې ښه نه ده. نوموړې برياوې يوازې په ښاري سيمو کې پاتې دي.

په گاونډي ولايت، غزني کې د مارچ په دويمه نېټه څه ناڅه ١٥٠مېرمنې په خواجه عمري ولسوالۍ کې د خبرو اترو لپاره راغونډې شوې وې.

د نوموړې ولسوالۍ د ښځو د ټولنې مشرې، حسينې وويل: «داسې کلي او کورونه شته چې نه يوازې ښځې زده کړې ته نه پرېږدي، بلکې له کوره بهر ته وتلو ته يې هم نه پريږدي او له خپلو ټولو حقونو څڅه يې بې برخې کړې دي.»

د مدني ټولنې يوه فعال، محمد اياز وويل، غزني په عمومي توگه په افغانستان کې يوځانگړی حالت لري؛ ځکه له يو ځای څخه بل ځای ته توپير کوي.

هغه وويل: «د ښځو دريځ بايد په ټول هېواد کې په سم ډول تعريف شي. د بېلگې په توگه، د خواجه عمري د ښځو حالت د اندړو د ولسوالۍ د ښځو له حالت سره نشي پرتله کېدای، چې ښځې پکې له ډېرو بنسټيزو حقونو څخه بې برخې دي.»

په ورته وخت کې ويناوالو دا هم ومنله چې د کلونو په تېرېدو يو څه پرمختگ هم شوی.

د غزني د ښځو د حقونو يوې فعالې، وجيهې وويل: «که چېرته د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د ښځو وضعې ته وگورو، په ژوندانه کې يې ستر بدلونونه تر سترگو کېدای شي.»

ولسمشر غني د روانې اوونۍ په وينا کې وويل، د افغانستان د نجونو زده کړه ډېره اړينه ده؛ ځکه: «يوه لوستی نارينه يو نسل بدلولای شي، خو يوه لوستې مېرمن پنځه نسله بدلوي.»

د لويديځ ولايت، فراه د ښځو د چارو رئيسې، ليلما صديقي په ښوونځيو کې د نجونو په زده کړه کې پر پرمختگ رڼا واچوله.

نوموړې د مارچ په درېمه د جوړې شوې مناظرې برخوالو ته په وينا کې وويل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی لا «په پراخه کچه» دوام لري، زده کړه يې يو ځلېدونکی ټکی دی. 

هغې وويل: «که چېرته په ټول هېواد او په ځانگړي ډول په فراه ولايت کې له مخکنيو لسو کلونو سره د ښځو اوسنۍ وضع پرتله کړو، وبه گورو هغه پوهه او معلومات چې نن يې لري، هغه مهال يې نه درلود.» 

 

Frontline Updates
Support local journalists