هير شوي قربانيان: له فلم جوړوونکو سره خبرې اترې

په فلم کې د آی ډبليو پی آر له ښکېلو کارکوونکو سره مرکې او په افغانستان کې نندارې ته د فلم د اېښودلو په اړه د خلکو غبرګونونه

هير شوي قربانيان: له فلم جوړوونکو سره خبرې اترې

په فلم کې د آی ډبليو پی آر له ښکېلو کارکوونکو سره مرکې او په افغانستان کې نندارې ته د فلم د اېښودلو په اړه د خلکو غبرګونونه

Wednesday, 4 April, 2012

آی دبلیو پی آر- افغانستان
هغسې چې دا لومړی مستند فلم  د  ۱۹۷۸- ۲۰۰۱ کلونو تر منځ د دوو لسيزو جګړو په بهير کې له بشري حقونو څخه د سترو سرغړونو پېښې رانغاړي، هير شوي قربانيان هغه افغانان له سخت حالت سره مخامخ کړل چې په خپلو سترګو يې دا ظلم او وحشت ليدلی و.
په افغانستان کې نندارې ته د فلم  په وړاندې کولو د  آی ډبليو پي آر فلم د سختو  غبرګونونو لامل شو. د فلم د نندارې پرمهال خلکو د هغه وحشت او ظلمونو له امله ژړل  چې د بېلابېلو ځواکونو له خوا سرته رسېدلي او په خروار  کې د موټي په اندازه  و.        
دا هم وګورئ:
هير شوي قربانيان
د آی ډبليو پي آر مستند فلم د جګړې په جنايتونو او نورو سرغړونو رڼا اچوي چې د لسګونو کلونو اوږدو جګړو په بهير کې رامنځته شوي دي.

هغسې چې سريزه يې ښيي، فلم د تېرو سرغړونو په اړه د بشپړو رپوټونو يوه ټولګه ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون چمتو کړي وو. دا مستند فلم، چې د يو شمېر اوسنيو سياستوالو نومونه يې د تېرو جرمونو د سرته رسوونکو په توګه ياد کړي، محفوظ ساتل شوی دی.
هير شوي قربانيان  د انسانانو څېرې او غږونه په تاوتريخوالي کې ښکېلو ولسي خلکو ته ښيي چې يا يې پخپله کړاوونه زغملي او يايې د سترګو په وړاندې خپلوان مړه شوي دي. 
همدارنګه دا فلم په افغانستان کې د انتقالي عدالت په اړه د خلکو نارې سورې پياوړې کوي او زياتره له هېواده بهر چا نه وې اورېدلې چې وکړای شي د جګړې  جنايتونه او نورې سرغړونې په ګوته  او جبران او مجازات يې ډاډمن کړي.  لکه څرنګه چې د آی ډبليو پي آر اديتور، حفيظ الله ګردش وايي، نوموړی فلم چارواکو ته دا پيغام رسوي چې بايد ددې جرمونو په وړاندې ګامونه واخلي. که دا کار وکړي، نو خلکو د پام وړ ملاتړ به ترلاسه کړي.

Frontline Updates
Support local journalists