افغاني رسنۍ د اسانه لاسرسۍ غوښتنه کوي

ژورنالستان شکايت کوي چې چارواکي يې د کار په وړاندې پرله پسې خنډونه جوړوي.

افغاني رسنۍ د اسانه لاسرسۍ غوښتنه کوي

ژورنالستان شکايت کوي چې چارواکي يې د کار په وړاندې پرله پسې خنډونه جوړوي.

IWPR debate in Ghor province, November 2015. (Photo: IWPR)
IWPR debate in Ghor province, November 2015. (Photo: IWPR)
IWPR debate in Kabul province, November 2015. (Photo: IWPR)
IWPR debate in Kabul province, November 2015. (Photo: IWPR)

تېره مياشت د آی ډبليو پي آر د مناظرو د برخوالو د وينا له مخې افغان چارواکي له ملي قوانينو سره په څرگنده مخالفت کوي او په منظم ډول رسنيو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

سره له دې چې معلوماتو ته د لاسرسۍ قانون په  ٢٠١٤ کال تصویب شوی او دغه قانون په دولتي ادارو کې د بې شرطه شفافيت ژمنه کوي، خو د غور، فارياب، بدخشان او کابل ولايتونو د مناظرو برخوال وايي د نوموړي قانون احکام نه پلي کيږي.

په غور ولايت کې د ـ٢١ـ مياشتنۍ مجلې مسؤول چلوونکي، نبي ساقي گوت څنډنه وکړه  چې د معلوماتو له خپرولو څخه د چارواکو سرغړاوی دموکراسۍ ته يو مستقيم گواښ دی.  

هغه وويل: «لومړی؛ که چېرته ژورنالستان معلومات تر لاسه نه کړي، ولس به په تياره کې پاتې وي. دويم؛ حکومت د معلوماتو د پټ ساتلو حق نه لري. درېم؛ د ژورنالستانو په وړاندې د خنډونو جوړول د خلکو او دولت تر منځ واټن زياتوي.»

آزاد خبريال، عبدا لستار سنجر وويل، د غور چارواکي په پرله پسې ډول له رسنيو سره له همکارۍ سر غړوي.

هغه وويل: «کله که په دولت کې يو کار ناسم پر مخ لاړ شي او ژورنالستان وغواړي د هغې په اړه رپوټ ورکړي، دولت د معلوماتو له ورکړې څخه غاړه غړوي او خبريالان هم له ناسم چلند سره مخ کيږي.»

د مدني ټولنې فعال، فضل حق فايق وويل، حکومت د معلوماتو د آزاد بهير پر اهميت نه پوهيږي، آن که خبره د جگړې د مرگ ژوبلې په څېر د لږو مثبتو خبرونو په اړه وي.

هغه وويل: «حکومتي کارکوونکي د خبرونو او معلوماتو پر اهميت نه پوهيږي او نه پر دې پوهيږي چې د [کار] په اړه يې رپوټ ورکول په حقيقت کې د هغوی په گټه دي. د هېواد لپاره زموږ د امنيتي پوځونو او نورو [خلکو] سرښندنې له پېښېدو سره سمې بايد خبرې شي.»

په لاسي ډول د خولې د چوپ نيولو ادعا د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، فخرالدين آرياپور ناسمې وبللې.

آرياپور خپل ځان «د رسنيو د ملاتړ سرچينه» ياد کړ، زياته يې کړه: «ما ته هيڅ کومه موضوع، په ليکلي يا شفاهي ډول نه ده رارسېدلې، چې د کوم يو چارواکي له خوا پکې د نه مرستې ادعا شوې وي.»

په شمال لويديځ ولايت، فارياب کې ويناوالو ژورنالستانو د هغو ستونزو يادونه وکړه چې د چارواکو او مخالفانو له خوا ورسره مخ دي.

د سيمه ييزو ژورنالستانو د ا تحاديې مشر، محمد حسن سرداش وويل، خبريالان د چارواکو له خوا د وهلو ډبولو او د وسله والو ډلو له خوا د مرگ د گواښونو له خطر سره مخامخ دي.   

هغه وويل: «هر مهال چې د مخالفانو په اړه کوم جدي رپوټ خپريږي، موږ د مرگ له گواښونو سره مخ کيږو. د افغانستان د ملي امنيت شورا [دولت] په دې وروستيو کې له خپل دفتر څخه يو لړ ليکونه صادر کړي او لارښوونه يې کړې چې هيڅ يو ژورنالست دې د [پوځي] عملياتو پر مهال موجود نه وي او نه دې د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره له پوځي کارکوونکو څخه د معلوماتو لپاره لومړۍ ليکه ته ځي.»

سرداش په دوام وويل: «کله چې موږ ونشو کړای له ځايي چارواکو څخه معلومات لاسته راوړو، ولس ته معلومات نشو ورکولای. چارواکي دې [گډې مرستې] ته چمتو نه دي، له دې امله مو رپوټ يو اړخيز وي. بيا وروسته همدغه حکومت زموږ په وړاندې راولاړيږي.»

د مدني ټولنې فعال، احمد جاوېد کيوان د فساد په اړه د رسنيو د رپوټ ورکولو هڅې وستايلې، خو وايي  په دې اړه بنسټيز کار نه دی شوی.

هغه وويل: «په فارياب ولايت کې په خيانت، وينې تويولو، چور او چپاول او فساد کې د ککړو خلکو څېرې ولس ته نه دي ښودل شوي او خلک لا تر اوسه پر هغو اشخاصو باور کوي چې په حقيقت کې يې له ولس سره خيانت کړی دی.»

په فارياب کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون رئيس، سيد حفیظ الله فطرت وويل، معلوماتو ته لاسری يو بشري حق دی.

هغه وويل: «انسانان د خپل فکر، عقيدې او مفکورې د بيان آزادي او له خپلو بشري حقونو څخه د دفاع حق لري.»

په شمال ختيځ ولايت، بدخشان کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د رسنيو مشر، حقداد شريفي د بې شمېره ستونزو نومونه ياد کړل چې د هغه ځای ژورنالستان ورسره مخ دي. 

شريفي وويل: «د ژورنالستنو له زياترو شکايتونو څخه څرگنديږي چې چارواکي، ولس او پوځ، حکومتي او ناحکومتي موسسې پوښتنو ته ځوابونه، نه چمتو کوي او ځانونه داسې ښکاره کوي چې د رسنيو په وړاندې نه، بلکې يوازې د ځان په وړاندې مسؤول دی.»

د صديق لعلزاد په نامه يوه ازاد خبريال وويل، چارواکي پر خپلو حقوقي مسؤوليتونو باندې نه پوهيږي.

هغه وويل: «زياتره لوړ پوړي او ټيټ پوړي حکومتي کارکوونکي له قوانينو، په ځانگړي ډول د معلوماتو د ورکړې له قانون او د رسنيو له قانون  څخه خبر نه دي.» هغه زياته کړه، ځينې يې هڅه کوي پر يو شمېر ناخوښو حقيقتونو پرده واچوي.

پورته ادعاگانې د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، عبدالصمد شېرزاد ناسمې وبللې.

هغه وويل: «په دې ولايت کې د ژورنالستانو په لاره کې خنډونه، نه دي اچول شوي. که چېرته کومه ستونزه راپورته کيږي، موږ يې د بدخشان ولايت او اړوندې ادارې له چارواکو سره د ژورنالستانو د شورا په گډه مرسته هواروو.»

د افغانستان د ځوانانو د ټولنې مرستيال مشر، ساحل پيکار يادونه وکړه چې بايد رسنۍ هم د بې مسؤوليته رپوټونو په اړه يوه څه پړه پر ځان ومني.

پيکار وويل: «تلويزيوني کانالونو د خلکو فکرونه د خپلو مبتذلو سريالونو خپرونو ته اړولي دي. له دې امله خلکو د رسنيو په اړه ناسم احساس پيدا کړی او د ژورنالستانو دريځ يې تر پامه غورځولی دی.»

د کابل ولايت د چهاراسياب د ولسوالۍ امنيه قوماندان، نيک محمد هم وويل، ژورنالستان کله ناکله له پولې تېريږي.

هغه وويل: «يوه عملي ستونزه دا ده چې يوه حادثه پيښه شي او پوليس هڅه کوي سيمه کلابنده او امنيت ونيسي، خو خبريالان هڅه کوي [دننه د پېښې ځای] ته ځانونه ورسوي او رپوټ چمتو کړي. که چېرته پوليس او خبريالان له يو بل سره مسلکي چلند وکړي، هيڅ ستونزه به رامنځته نشي.»

Afghanistan
Media
Support our journalists