ښځې له خپل ولایت لرې بندیانې شوي

په کونړ ولایت کې دښځینه زندان دنشتوالي له امله بندیانې مجبورې دي چې د بند موده په نورو ځایونو کې تېرې کړي.

ښځې له خپل ولایت لرې بندیانې شوي

په کونړ ولایت کې دښځینه زندان دنشتوالي له امله بندیانې مجبورې دي چې د بند موده په نورو ځایونو کې تېرې کړي.

Prison guard stands as female inmates weave carpets in Herat's main prison. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)
Prison guard stands as female inmates weave carpets in Herat's main prison. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)
Tuesday, 27 February, 2018

د ننګرهار د محبس له دروازې بهر ۵۴ کلنه خاتونه په کتار کې په ډېر زغم ولاړه ده، ژاړي او د خپلې لور مرینه لیدو ته سترګې په لار ده.

خاتونې، چې ويي غوښتل خپل او د لور نومونه يې بدل شي، ترڅو معرفت يې پټ پاتې شي، وویل، لور يې د خپل مېړه د وژنې به تور پر شلو کلونو بند محکومه شوې ده. خاتونې وویل، مرینه په خپل ولایت، کونړ کې د ښځینه محبس د نشتوالي له امله د ګاونډي ولایت، ننګرهار محبس ته استول شوې ده.    

خاتونې د خبرو پر مهال ژړل، په تینګار يې ویل، چې لور يې بېګناه ده. هغې وویل: «که چېرته زموږ په خپل ولایت کې ښځینه محبس موجود وای، د خپلې لور د لیدلو لپاره به مې دومره ستونزې نه ګاللې. اړه به نه وم چې دلته د راتګ لپاره زیاتې پیسې ولګوم. همدارنګه د پېسو د لګولو پر ځای به مې کار کړی وو.»

هغې زیاته کړه «کله ناکله د پیسو د تر لاسه کولو لپاره هګې یا ماستې پلورم. هره میاشت راڅخه دا ټولې پیسې په تګ راتګ او پر هغو شیانو لګیږي چې لور مې ورته اړتیا لري.»

چارواکي د آی ډبلیو پي آر خبریال ته له مرینې  سره د مرکې لپاره محبس ته د ورتګ اجازه ور نه کړه. د تلیفوني مرکې له لارې مرینې  هم د خپل مېړه له وژلو څخه انکار وکړ.

هغې وویل، د هغې برخلیک له کور څخه لرې بندي کېدو نور هم ناوړه کړی، ځکه له خپلې کورنۍ سره اړیکې نشي نیولای. خاتونه کولای شي هغه د میاشتې یوځل وګوري.دا کار هم ډېر ستونزمن وي.

مرینې وویل: «زما د لیدلو لپاره چې زما مور کومې ستونزې ګالي، د حبس په پرتله ما ډېر کړوي. که چېرته په کونړ کې د ښځو محبس موجود وای، نو خپلوانو به مې کولای شول هره اوونۍ راسره وګوري او مور به مې له دومره ستونزو سره نه مخ کېده. خویندې او ورونه به مې هم لیدای شول.»

د ښځو د محبس د نشتوالي له امله په کونړ کې ښځینه ګناهکارانې خپلو خپلوانو، بندیانو او چارواکو ته ستونزې پېښوي.

پر جرمونو باندې د ښځینه محکومو شوو مېرمنو خپلوان شکایت کوي، مجبور دي چې د خپلو بندیانو د لیدنې لپاره ننګرهار ته لاړ شي او اوږد واټن ووهي. په داسې حال کې چې د دفاع وکیلان وايي د هغوی د قضیو څېړنه هم له خنډ سره مخ کیږي.

د ننګرهار چارواکي هم وایی، د ننګرهار په محبس کې د زیاتې ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره په کونړ کې ښځو ته د ځانګړي محبس جوړول یوه اړینه خبره ده.

چارواکی په کونړ کې وايي، ښځو ته د یو ځانګړي محبس جوړول په پلان کې نیول شوي، خو پر ودانولو يې لا تر اوسه پیل نه دی شوی.  

د حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد، خوشال جاويد، وویل، بندیان حق لري چې د خپل ولایت دننه خپلو کورنیو ته نژدې په بند کې وساتل شي.

هغه وویل: « د هغوی د جرمونو په پام کې نیولو پرته ، بندیان روغتیا څارنې او خوړو ته د لاسرسي، د اړتیا پر وخت ښځینه پولیسو او د خپلو کورنیو له خپلوانو سره د لیدلو حق لری.»

په کونړ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییزې نماینده ګې مشرې، هاشمې شریف وویل، ننګرهار ته د بندیانو لېږدونه د هغوی له حقونو څخه سرغړونه ، نه ده.

هغې وویل: «له کور څخه لرېوالی او د خپلې کورنۍ له غړو سره د نه لیدلو امکانات ناسم کار دی. خو دا کار هم دهغوي دحقوق دساتنې په موخه کېږي د ښځینه بندیانو له حقونو څخه سرغړونه ، نه  ده.»

آی ډبلیو پی آر د کونړ ولایت له یو شمېر حقوقپوهانو سره خبرې کړي. هغوی له دې سره موافق و چې د ښځینه بندیانو د محبس د نشتوالي له امله د هغوی څېړنې له ځنډ سره مخ کیږي. ځکه له خپلو مؤکلینو سره د خبرو لپاره جلال آباد ته راتګ راتګ کې وی چې دا کار دوخت ضایع کیدل او نورې ستونزې له ځانه سره لري .

د ننګرهار د استنیاف په محکمه کې د جنايي جرمونو مدافع وکیل اجمل ساپی  وویل: «د کونړ – کابل لاره د مخالفانو د موجودیت له امله خوندي نه ده.د سفر لپاره دا یو خطرناکه لاره ده، خو که وغواړو له خپلو مؤکلینو سره خبرې وکړو او خپلې څېړنې په مناسب ډول سرته ورسوو،  له دې لارې بله چاره نه لرو.»

د کونړ ولایت د استیناف د محکمې رئیس، قاضي جمال الدین وویل، ټول له دې سره موافق دي چې ننګرهار ته د ښځینه بندیانو وړل او راوړل د وخت او سرچینو ضایع کول دي.

هغه وویل: «هرکله چې د استیناف محکمه د کونړ ښځینه زندانیانو په اړه دپرېکړې چمتو والي ونیسي، باید مؤکلین يې له ننګرهاره راوستل شي او که حکم د هغوی په ضد صادر شي، وروسته بېرته هلته ولیږل شي.د ننګر هار – کونړ لاره هم له خطره ډکه ده او تګ راتګ د قاضیانو او څارنوالانو وخت ضایع کوي او د متهمینو د دوسیو په وړاندې خنډ رامنځته کوي.»

د ننګرهار د محبس رئیس، عبدالولي حصارک وویل: «زموږ محبس د موجود و بندیانو اوسیدو ته کوچنی دی. کله چې د نورو ولایتونو بندیان دلته راوستل شي، نو ګڼه ګوڼه وضع نوره هم  ناوړه کوي.»

د کونړ شمال ته پروت ګاونډی ولایت، نورستان هم محبس نه لري. دلته محبس ته اړتیا نشته، ځکه ټولې حقوقی دعواګانې د قومي منځګړتوب له لارې په مناسب ډول هواریږي.

د نورستان د ښځو د چارو رئیسې، زاهدې فیضان وویل، د ګوتو په شمېر خلک پر محاکمو باور لري. «ستونزې د قومي شورا او دیني عالمانو له خوا هواریږي.»

د کنړ والي ویاند، محمد سعید مومند د دې پخلی وکړ چې د دغه ولات کومه ښځه په ننګرهار کې بندي نه ده.

په کونړ ولایت کې ځايي خلک وايي چې ښځینه محبس ته خورا ډېره اړتیا موجوده ده.

د ولایتي شورا مشرې، روهینې مشواڼې وویل، هغې ته په دې اړه د ځايي ښځو له خوا ډېر شکایتونه رسیدلي دي.

هغې زیاته کړه: «موږ دا موضوع له مرکزي حکومت سره شریکه کړې ده او هیله لرو چې د محبس ودانۍ به ژر جوړه او ستونزه به هواره شي.»

مبارزه کوونکې برښنا شېرزۍ ګوته وڅنډله که چارواکو ونشو کړای یوه سمه ودانۍ جوړه کړي، نو فعالان به لارو او کوڅو ته راووځي.

هغې وویل: «که چېرته حکومت دغه ستونزه ژر هواره نه کړي، نو حقونه به د لاریونونو له لارې وغواړو.»

د کونړ د پولیسو قوماندان، فریدالله دهقان ژمنه وکړه چې د دغه ولایت د ښځو د محبس د ودانۍ پر کار به ژر لاس پورې شي.

هغه وویل: «په نزدې راتلونکې کې به کونړ د ښځو ځانګړی محبس به ولری. په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یوه درې پوړیزه ودانۍ بشپړه شي او د ښځینه بندیانواوسیدو ته به چمتو شي.»

Frontline Updates
Support local journalists