د غور غږ په نامه پېژندل شوی ژورنالست

د آی ډبليو پي آر همکار د فساد او تاوتريخوالي د بربنډولو د زړور کار له امله وستايل شو.

د غور غږ په نامه پېژندل شوی ژورنالست

د آی ډبليو پي آر همکار د فساد او تاوتريخوالي د بربنډولو د زړور کار له امله وستايل شو.

 Investigative journalist and IWPR contributor Mohammad Hassan Hakimi. (Photo: IWPR)
Investigative journalist and IWPR contributor Mohammad Hassan Hakimi. (Photo: IWPR)

د افغانستان په لويديځ کې د غور ولايت، خبريالانو ته يوه ستونزمنه سيمه ده.

غور د افغانستان تر ټولو ورسته پاتې ولايت دی، لرې پرتې سيمې يې د وسله والو ډلو په لاس کې او په بشپړ ډول د حکومت له کنترول څخه بهر دي. د ښځو حقونه او زده کړې ته لاسرسی پکې په ډېر ناوړه حالت کې دی. د سيمه ييزو چارواکو تر منځ د فساد له امله د ښوونځيو عمومي سيستم د سقوط په درشل کې دی. 

څيړنيز خبريال او د آی ډبليو پي آر همکار، محمد حسن حکيمي ته خپل کار تر ټولو مهم دی.

د څلورو اولادونو ٣١ کلن پلار، چې کار يې د بشري حقونو د سرغړونو او د حکومت پر فساد څرخيږي، وايي: «يوازنی زور، چې د ظلم، بې عدالتۍ، چلوټۍ او زورواکۍ (دکتاتورۍ) په وړاندې مقاومت او د هغې له قربانيانو سره مرسته کولای شي، رسنۍ او ژورنالستان دي.»

پروسږکال نوموړي د څارويو په وړاندې د واده په موخه د نجونو او ښځو د پلورلو په اړه د څېړنې په شپږمياشتني کار کې د غور ډېرو لرو پرتو ولسواليو ته سفرونه وکړل او په لسگونو قومي مشرانو او همدارنگه د ملېشو له قواماندانو سره يې مرکې او خبرې اترې وکړې. (وگورئ: افغانستان: ناوې د غواگانو په بدل کې پلورل کيږي)

د ٢٠١٦ کال په يوه بل رپوټ کې نوموړي له هغه وروسته د ښځو د بشري حقونو له فعالانو سره خبرې اترې کړي، چې يوه ٦٠ کلن افغان ملا، شپږ کلنه نجلۍ ځانته واده کړې وه. (وگورئ: افغانستان: د شپږ کلنې کوچنۍ نجلۍ د ودولو غندنه

هغه وويل: «ما ته تر دې کچې جدي گواښونه رارسېدلي چې ډاډه وم هرو مرو وژل کېږم. دېری وختونه له ډېر ډار سره مخ وم. په خوب کې به نا ارامه وم خو کله به چې ويښ شوم، ځانته مې ويل، خپل کار ته به دوام ورکوم.»

حکيمي وويل، له ژورنالېزم سره يې مېنه له هغه وخته پيدا شوې وه چې لا د ښوونځي زده کوونکی و. د غور ولايت د سلطان علاوالدين غوري د لېسې په نهم ټولگي کې و چې د «هېواد د مدني ټولنې ځوانان» په نامه لومړنۍ فعاله ډله يې جوړه کړه.

د هغه د ژورنالېزم لومړنۍ تجربه په غور کې د «صدای عدالت» په نامه خصوصي رادېو سره پيل شوه.

هغه ويل: «زه د خپلې ځوانۍ په بهير کې ډېر نيوکه کوونکی وم او د دې احساس راسره و، د هر هغه ناسم کار په وړاندې خپل غږ پورته کړم، چې مخې ته مې راځي. له دې امله له رادېو او مدني ټولنې سره د کار د پيل راهيسې دوې ځلې د غور د چارواکو له خوا بندي شوم.»

په پوهنتون کې د ټولنيزو علومو له لوستلو وروسته، حکيمي په ٢٠١١ کال کې له آی ډبليو پي آر سره په کار پيل وکړ. 

هغه وويل: «بايد ووايم چې آی ډبليو پي آر ته د څېړنيزو رپوټونو ليکلو ماته د ژورناليزم د نړۍ دروازه پرانيستله. دمگړۍ هغه څه چې پرې ډاډمن يم، دا دی چې د ژوند پاتې برخه به د څيړنيزو رپوټونو په جوړولو کې تېره کړم.»

حکيمي په ٢٠١٢ کال کې د آی ډبليو پي آر لپاره په خپل لومړني څيړنيز رپوټ کې د غور د زده کړې نيمگړي سيستم ته مخه کړه، چې د غور سيمه ييز حکومت ناسوبو ښوونکو ته مياشتني معاشونه ورکول او زياتره زده کوونکي ښوونځي ته له راتگ او د ازموينې له تېرولو پرته لوړو ټولگيو ته بريالي کېدل. (وگورئ: افغانستان: د غور اروايي ښوونکي)

د نوموړي رپوټ له خپرېدو وروسته گام واخيستل شو او څو تنه چارواکي له دندې گوښه شول. هغه مهال چې ٢٠١٦ کې يې پرهمدغه موضوع بیا هم څیړنیز رپوت جوړاوه ويې ليدل چې د دغه ولايت زياتره ښوونځي تړلي وو.

(وگوري: افغانستان: د غور ولايت د ښوونې او روزنې سيستم سقوط ته نژدې دی.) 

حکيمي وويل، سيمه ييزو چارواکو کله ناکله د مخالفينو په پرتله د هغه د کار په وړاندې زيات گواښونه متوجه کول.

هغه وويل: «مخالفانو راته د مرگ گواښونه کول، خو حکومتي چارواکو، چې د ولسواکۍ پلويان وو او زموږ د ولس په معاشونو چليدل د رسنيو او مدني ټولنو د فعالانو په پرتله ما ته په ډېره ترخه سترگه کتل. هغوی هڅه کوله د عدالت غږ چوپ کړي او د خلکود حقونو مخه ډب کړي. ما له دې امله چې د هغوی له نېمگړيتاوو څخه پرده پورته کړه، څو څو ځلې بند ته واچول شوم.»

د آی ډبليو پي آر د څيړنيز رپوټ د برخې اډيتور، منير مهربان وويل، حکيمي يو ځانگړی شخص دی.

هغه وويل: «د هغه زړورتيا او د خطر پر غاړه اخيستلو زه حيران کړی يم. د هغه يوه وړتيا د فساد رابرسېره کول و او دا کار له ځايي خلکو سره د هغه پر رسمي او غير رسمي تړاو ډډه لگوي. په غور کې د هغه ډېر درناوی کيږي او په خلکو کې ډېر نفوذ لري. که د غور د والي په اړه پوښتتنه وکړې،  ښايي يو يا دوه تنه يې وپېژني، خو که د حکيمي په اړه پوښتنه وکړې، هرڅوک يې پېژني. هغوی يې د «د غور د غږ» په نامه يادوي.»

حکيمي د آی ډبليو پي آر په مناظرو کې برخه اخيستې. عادي هېوادوالو ته يې پر عامه دريځ رڼا اچولې وه، ترڅو له حکومتي چارواکو او فعالانو څخه سختې پوښتنې وکړي. 

هغه وويل: «د غور خلک له آی ډبليو پي آر سره دومره اشنا دي چې شکمن يم نورې موسسې به دومره شهرت ولري. ځايي خلکو د دې انسيستوت مناظرې ډېرې معلوماتي بللي.»

همدارنگه حکيمي آی ډبليو پي آر ته پر ليکلو سربېره نورو افغاني رسنيو ته هم ليکنې کوي او د ځايي خپرونې ٢١ مياشتنۍ مسؤول چلوونکی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون په گډون د بشري حقونو نورو موسسو هم د نوموړي د کار ستاينه کړې. نوموړي د لندن او توکيو په کنفرانسونو کې د افغان ژورناليزم په اړه ويناگانې کړي دي.

نوموړی اوس د افغانستان د ژورنالستانو د اتحاديي د ټاکل شوي استازي په توگه کار کوي. همدارنگه په غور کې د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د موسسې مشري کوي.

پر حکومت له توندو نيوکو سره سره افغان پارلمان او د غور ولايتي شورا، د غور والي او نور ځايي  چارواکي د حکيمي د کار ستاينه کوي.

حکيمي په خندا وويل: «دا بريا ما ته بس دی چې د غور والي د ولايت خپلو رئيسانو ته وايي، سم کار وکړئ، که نه، نو حکيمي ته به ستاسو د کار په اړه ووايم.»  

کوم شی چې هغه ته ارزښتمن دی، دا دی، چې د خپل رپوټ له امله په يوه موضوع کې پرمختگ مشاهده کړي.

هغه د يوه ځايي سړي د يوې پېښې يادونه وکړه، چې لور يې د بل قوم يوه سړي ته واده کړې وه.نوموړي له ده  څخه د مرستې غوښته وکړه، ځکه د هغه خپلوانو او ولسوال غوښتل دا سړی د دود د ماتولو له امله له ولسوالۍ څخه وشړي.

حکيمي وويل: «ما ډېر ژر د دې پېښې په اړه يو رپوټ چمتو کړ او په رسنيو کې مې خپور کړ. د کابل چارواکي له دغې موضوع څخه خبر شول او ځايي چارواکو ته يې گوته وڅنډله چې د دغه کار مخه ونيسي. په نتيجه کې هغه سړی په خپلې ولسوالۍ کې پاتې شو.»

په يوې بلې موضوع کې د ډله ييز جنسي تېري په اړه يو ويډيويي رپوټ هغه ډله تر محکمې ورسوله.

هغه په دوام وويل: «د ځايي ملېشو يوه قوماندان او پنځو تنو وسله والو پر يوې کوچۍ مېرمنې جنسي تېری وکړ. کوچنيانو د غور په مرکز کې د اعتصاپ خيمه ووهله، خو چا پرې غوږ ونه گرولو. ما د هغې يوه ويديو جوړه کړه او کله چې خپره شوه، امنيتي ځواکونو هغه قوماندان او وسله وال ونيول. هغوی هر يو له پنځو څخه ١٥ کلونو بند پورې بنديان شول.»

هغه وويل، هغه باور چې هغه د غور په خلکو کې پيدا کړی، د پياوړتيا يوه بله سرچينه ده.

هغه وويل: «کله چې په ښار يا کلو کې گرځم، ټول خلک مې پېژني او تود هرکلی مې کوي. هغوی راته د اوږد عمر غوښتنه کوي او له الله غواړي چې په خپل حفظ کې مې وساتي. هغوی ماته وايي: «حکيمي، ته زموږ بېوزلو د حقونو مدافع يې.» دا خبرې ما ته له تصور پورته قوت راکوي.»

نوموړي ژورنالست وويل، هغه په ځانگړې ډول پر دې وياړي چې هيڅکله يې د کار په اوږده موده د چا بډې او سوغاتونه منلي نه دي.

د کار سرته رسولو د حکيمي له شخصي ژوند څخه غچ هم اخيستی.

هغه وويل: «زما ځينو ملگرو هڅه کړې ما ته قناعت راکړي چې ژوند مې له خطر سره مخامخ نه کړم. يو شمېر نور زما له رپوټونو څخه متاثر شوي او فکر يې کړی چې هغه خپاره نه کړم. په دې توگه ځينو ملگرو او خپلوانو مې راسره اړيکې پرې کړي دي.»

د غور ولايت د ښځو د اتحاديې مشرې، فرېدې ناصري وويل: « د حکيمي د کار او فعاليت بيانول ساعتونه، ساعتونه وخت ته اړتيا لري. خو زه هغه په يوه جمله کې وايم چې په ټول غور او آن په ټول افغانستان کې به د هغه په څېر فعال او متحرک خبريال وجود و نه لري.»

Frontline Updates
Support local journalists