افغانستان: د شپږ کلنې کوچنۍ نجلۍ د ودولو غندنه
موضوع تر دې کچې ناوړه وه چې د خلکو غوسه يې راوپاروله.
افغانستان: د شپږ کلنې کوچنۍ نجلۍ د ودولو غندنه
موضوع تر دې کچې ناوړه وه چې د خلکو غوسه يې راوپاروله.
د ښځو د حقونومدافعانې داسې يوه پېښه، چې شپېته کلن زاړه ديني عالم ته دې يوه شپږ کلنه نجلۍ واده شوي وي، بې مثاله گڼي.
د هرات ولايت د اوبې ولسوالۍ د يوه جومات ملا امام، سيد عبدالکريم له هغه وروسته پر اووه کاله بند محکوم شو چې درې مياشتې دمخه يې له غريب گل سره واده وکړ. د غريب گل پلار ملا عبدالقادر ته څلور کاله د بند موده ورکړل شوه.
مبارزه کوونکي وايي، د بند دا موده ډېره کمه ده او گوته يې وڅنډله چې دا کار به په دې ولايت کې د ښځو د حقونو موجود حالت نور هم پسې ناوړه کړي.
د کم عمره نجونو ودول په افغانستان کې يوه عادي خبره ده، خو دا پېښه دومره جدي وه چې د واده په ځای، د گهر د کلي يو شمېر اوسيدونکو امام په زوره له هغه ځايه وشاړه.
وروسته بيا نوموړی امام د گاونډې ولايت غور مرکز، فيروزکوه ته په يوې نژدې سيمه کې ونيول شو.
غور د افغانستان تر ټولو وروسته پاتې ولايت دی چې ځينې لرې پرتې سيمې د دولت له کنترول څخه بهر دي.
کم عمره او جبري ودونه يوه لويه ستونزه ده. همدا راز بله ستونزه په بدو کې د يوې نجلۍ يا ښځې ورکړه ده چې د دوو کورنيو يا قومونو تر منځ د اوږدو ناندريو او تربگنيو د له منځه وړلو لپاره پکاريږي.
د عبدالکريم واده يو ځل بيا د خلکو غوغا راپورته کړه.
د درۀ قاضي د کلي اوسيدونکي، جان محمد وويل، عبدالکريم د استوگنې لپاره د جولای د مياشتې په ٢٥ ده ته راغی او هغه کوچنۍ نجلۍ يې د خپلې لور په نامه هغه ته وروپېژندله.
محمد وويل: «ما هغوی حجرې ته يوړل او د ماښام ډوډۍ مې ورته ورکړه. کله چې راغلم له سيدکريم څخه وپوښتم څه شي ته خو اړتيا نه لري، څراغ بل و. ما د کړکۍ له لارې وليد چې هغه ځان لوڅ کړی و ... کوټې ته ننوتم، د هغه لاسونه مې وتړل او پوليسو ته مې خبر ورکړ. خلک پر هغه ډېر په غوسه شول او د هغه پر وهلو، ډبولو يې لاس پورې کړ. وروسته پوليسو له ځان سره يوړ.»
د نوموړي ولايت د جنايي پلټنو رئيس، محمد عظيم وکيلي وويل: «ځايي خلکو موږ ته د جولای په ٢٥ خبر راکړ چې يو ٦٠ کلن زوړ سړی يې له يوې شپږ کلنې نجلۍ سره د جماع په حالت کې ليدلي دي . زموږ پوليس سيمې ته ورغلل او هغوی دواړه يې د پلټنو لپاره راوستل. موږ پلټنې پيل کړې او مو وندله چې دې شپېته کلن سړي واقعا له شپږ کلنې غريب گل سره واده کړی دی.»
وکيلي وويل، د روغتون ډاکټرانو وويل، چې شپږ کلنې نجلۍ ته رواني زيان رسېدلی، خو بدني زيان ورته نه دی رسيدلی.
د پنځو اولادونو پلار، عبدالقادر اقرار وکړ چې خپله لور يې د اقتصادي ستونزو له امله پر عبدالکريم پلورلې ده.
عبدالکريم، چې د مخه يې واده نه و کړی، د پوليسو په وړاندې اقرار وکړ.
هغه وويل: «ما نوموړې د هرات د اوبې د ولسوالۍ د گهر د کلي د ٤٠ تنو اوسيدونکو په موجوديت کې واده کړې وه. ما د غريب گل پلارته دوه وزې، يوه بورۍ وريژې، يو بوتل غوړي او يو څه خوږه ورکړې وه.»
د گهر کلي مشر، حاجي عبدالظاهر آی ډبلي پي آر ته وويل، «کله چې قادر خپله لور سيد کريم ته ورکړه، موږ موافقه ونه کړه او د هغه له پرېکړې سره مو مخالفت وکړ، ځکه نجلۍ ډېره کوچنۍ وه، خو هغه زموږ خبرو ته غوږ ونه نيو. وروسته مو واورېدل چې سيد عبدالکريم د غور ولايت د پوليسو له خوا د کوچنۍ نجلۍ د ودولو په تور نيول شوی دی.»
د خلکو د غوسې له امله د نوموړو دوو سړيو قضيه په ځانگړي ډول په ډېره چټکۍ پر مخ ولاړه.
د اگست په يوولسمه نېټه د غور ولايت محکمې کريم ته د اوو کلونو او قادر ته د څلورو کلونو د بند سزا ورکړه
د فيروزکوه د محکمې رئيس، غلام حضرت حديد وويل، «دا دوه تنه د اوږدې مودې پر بند محکوم شول، ... خو دا ورستۍ پريکړه نه ده. دواړه لوري کولای شي د بيا غور لپاره استيناف وغواړي.»
يو شمېر خلک له دې امله ډېر خوشال وو چې قضيه ډېر ژر پر مخ لاړه.
په غور کې د مدني ټولنې مشر، خدای يار واقف وويل: «دا لومړی ځل دی چې عدلي او امنيتي ادارو يوه قضيه له يوې مياشتې څخه په لنډه موده کې پای ته ورسوله. که نورې قضيې هم د دې قضيې په څېر چټکې په مخ ولاړې شي، نو له امله به يې په دې ولايت کې د جنايي پېښو کچه ټيټه شي.»
نورو مبارزه کوونکو وويل، سزا ډېره لږه ده.
په غور کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د چارې مشرې، فريدې ناصري وويل، د عبدالکريم د اوو کلونو د بند سزا بس نه ده.
هغې نیوکه وکړه چې کېدای شي د بښل شوو بنديانو په لړ کې ډېر ژر خوشې شي.
ناصري وويل: «په افغانستان په تېره بيا د غور په ولايت کې زموږ لويه او ډېره عامه ستونزه د لږ عمر ودونه دي. کله چې شپږ کلنه نجلۍ شپېته کلن سړي ته وديږي، دا د بشري حقونو څخه يوه جدي سرغړونه ده. دا ودونه د نجلۍ رواني وضع گډوډوي او کله ناکله په مړينې پای ته رسيږي.»
معصومه انوري د غور ولايت د ښځو د چارو رئيسه او د غور ولايت د گوتو په شمېر ښځينه کارکوونکې ده.
هغې وويل، د جنسيت تاوتريخوالي په ځانگړي ډول په غور کې خراب حالت لري، نوموړې يادونه وکړه، د دې ولايت څه ناڅه ٨٠ سلنه ښځې د هغوی له خوښی پرته واده شوي دي. د ښځو ډېره پراخه برخه د ميراث او عدالت ته د لاسرسي له حق څخه بې برخې دي. درې په څلورمه برخه نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې دي. (وگورئ: افغانستان: ناوې د غواگانو په بدل کې پلورل کيږي)
سره له دې چې پروسږکال ورته د نړيوالو پام واوښت، د رخشانې په نامه يوه ١٩ کلنه نجلۍ د يوې وسله والې ډلې له خوا سنگسار شوه.
(وگورئ: صحرايي محکمې د افغانستان د غور په ولايت کې ظالمانه عدلي پرېکړې کوي.)
د جون په مياشت کې د عزيز گل په نامه يوه واده شوې مېرمن، چې غوښتل له بل سړي سره وتښتي، په غور کې په ډزو ووژل شوه.
تېره مياشت د څلورو مياشتو اميندواره ١٤ کلنه نجلۍ وسوځول شوه.
د زهرا کورنۍ، چې هغه د جولای په مياشت کې د کابل د استقلال په روغتون کې مړه شوه، د اوښې له خوا ورته اور اچول شوې وه. دا داسې يوه پېښه ده چې هغه ترې انکار کوي.
انوري پر دې ټکې ټينگار کوي چې غواړي په غور کې د رښتينی عدالت شاهده اوسي.
هغې زياته کړه: «که د غريب گل له پېښې سره سم چل ونشو، زه به دنده پرېږدم.»
د غور د ښځو د چارو فعالې، لطيفې وويل، «په دې ولايت ښځې سنگساريږي، په گوليو ويشتل کيږي او سوځول کيږي. د نجونو اويا سلنه ښوونځي تړل شوي دي، چې زموږ د لوی خپگان لامل دی.»
نوموړې وويل، په غور کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي سرته رسوونکي اجازه لري په ښکاره وگرځي.
هغې وويل: «کله چې مې واورېدل يوه شپېته کلن سړي شپږ کلنې ماشومې سره واده کړې او دا بې گناه نجلۍ ريږدي او ژاړي، زه ډېره وځورېدم .»
د غور ولايت بله فعاله، گل بي بي وايي، حکومت د ښځو د حقونو په تامين کې پر خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی.
هغې وويل، د کابل نارې سورې يوازې د دې لپاره دي چې نړيواله ټولنه تر اغېز لاندې راولي، هيڅ کار د عمل جامه نه ده اغوستې.
هغې وويل: «ترهغه پورې چې دا راز ناوړه فرهنگي دودونه پر ټولنې برلاسي وي، موږ نشو کولای ښځو ته خپل حقونه ورکړو.»