ناوې ګانې دغواگانو په بدل کې پلورلې کيږي

فعالان وايي ناوې د څارويو په وړاندې تبادله کيږي.

ناوې ګانې دغواگانو په بدل کې پلورلې کيږي

فعالان وايي ناوې د څارويو په وړاندې تبادله کيږي.

Capital of Ghor - one of Afghanistan’s most underdeveloped provinces. (Photo: Hassan Hakimi)
Capital of Ghor - one of Afghanistan’s most underdeveloped provinces. (Photo: Hassan Hakimi)

د بشري حقونو موسسې او ځايي چارواکي وايي، نشي کولای د افغانستان په مرکزي لويديځ غورولايت کې د هغه دود پر وړاندې گام پورته کړي چې ښځې پکې د غواگانو او پسونو په بدل وديږي.

د غور ولايت درې سوه زره تنه نفوس لري او د افغانستان تر ټولو وروسته پاتې ولايت دی. ځينې لرې پرتې سيمې د وسله والو ډلو په لاس کې او په بشپړ ډول د حکومت له کنتروله بهر دي. 

په افغانستان کې زومان د ناوې کورنۍ ته په دوديز ډول د مهر په نامه ولور ورکوي. په غور کې زياتره کورنۍ د پېسو پر ځای څاروي يا تودې وسلې اخلي. د يو شمېر خلکو په وينا دا دود پر ښځو له هغه اسلامي پاملرنې څخه سرغړونه ده چې د واده پر مهال ورته چمتو او احتمالا د طلاق يا نورو بيړنيو حالاتو پر مهال ترې کار اخيستل کيږي.     

د آی ډبليو پي آر خبريال د شپږو مياشتو دننه څو پلا د تيورې، تولک، ساغر، پسابند، شهرک او دولتيار په گډون ځينو لرې پرتو سيمو ته تللی او له گڼ شمېر قومي مشرانو او د ملېشو له قوماندانو سره يې مرکې سرته رسولې دي.

سيمه ييز چارواکي وايي، نشي کولای د دې عمل مخه ونيسي، ځکه په ټولنه کې ژورې رېښې ځغلولې دي. هغوی وايي، د خلکو د چار چلن بدلون ، کلونه کلونه وخت نيسي. 

د دولينې د ولسوالۍ د حاجي نظر د کلي اوسيدونکی، عبدالعليم خوشاله و چې خپلې درې لوڼې، گلبدن، زينب او رقيه يې د ٢٥٠ غواگانو او پسونو، يوه کلاشنيکوف او درېو زرو ډالرو نغدو پيسو په بدل کې ورکړي دي.

عبدالعليم آی ډبليو پي آر ته وويل: «تاسې خبريالان د ولور د پيسو اخيستلو ته زموږ د نجونو پلورل وايئ. دلته له زوم څخه د څارويو ترلاسه کول يو دود دی او زما په اند دا يو ناسم کار نه دی.»

له هغه څخه پوښتنه وشوه، ولې ښځو ته اجازه نه ورکول کيږي چې ميړه په خپله خوښه وټاکي، په ځواب کې يې وويل: «موږ ته شرم دی له خپلو لوڼو څخه پوښتنه وکړو، چې له چا  سره واده کوي.»

د کاسي د کلي اوسيدونکي يو بزگر، نجم الدين خواشينی و خپله لور، لاله يې پر يوه ځايي سړي، محمد چې پنځه اولادونه يې درلودل، پلورلې ده. هغه وايي لا تر اوسه ورته ټول ولور نه دی رسېدلی.

هغه وويل: «محمد ته دا د شرم خبره ده، د هغه ښځه چې زما لور کيږي، نن سبا اولاد زېږوي، خو لا تر اوسه ورباندې د ولور دېرش پسونه پور پاتې دي.»

محمد وايي، نجم الدين ته مې څه دپاسه شپږويشت زره ډالره نغدې پيسې، چې د پسونو بيه کيږي، ور رسولي دي.

له هغه وپوښتل شول چې ولې يې پر دويم واده څه دپاسه دېرش زر ډالره لگولي دي، په ځواب کې يې وويل: «لومړنۍ مېرمنه مې نه ښايسته وه، نه هوښياره. غوښتل مې د قتاس د کلي تر ټولو ښايسته نجلې واده کړم او له ژونده خوند واخلم.» 

په محافظه کاره ولايت کې د ناوړو دودونو له امله ناواده شوي سړي او ښځې يا د کورنۍ نژدې خپلوان يو له بل سره ليدل کتل نشي کولای. د دې موضوع د معلومولو لپاره د آی ډبليو پي آر خبريال يوه زړه ښځه، بي بي، د پيسو په وړاندې وگومارله چې له لاله سره په پټه يوه مرکه ثبته کړي.

لاله وويل، هغه د يوه څاروي په څېر پلورل شوې ده.

نوموړې وويل: «په حقيقت کې زما پلار دلاله په نامه د يوې غوا په بدل کې دېرش غوايان تر لاسه کړل.» نوموړې زياته کړې وه، ډېر ځورېدلی ژوند لري.

«دا سمه ده چې زه واده شوم، خو يوه غوښتنه مې هم په پام کې نېول شوې نه ده.»

زياتره کورنۍ د ځايي ملېشو له قوماندانانو سره د خپلې لور واده ځانته د وياړ خبره بولي. له بلې خوا له هغوی څخه ډېر ولور هم تر لاسه کولای شي.

نصرالله  د دولانې د ولسوالۍ د غرک د کلي يو زورور سړی دی.

هغه پنځه دېرش کلن دی او اته ښځې يې کړي.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: «زه ډېرې پيسې، وسلې او ٢٠٠ تنه وسله وال سړي لرم. د غرک ټوله سيمه مې په لاس کې ده. څه چې مې زړه غواړي هغه کوم. ايا د دې ټولو په پام کې نيولو سره ولې اته ښځې ونه لرم؟ که په سيمه کې مې کومه نجلۍ خوښه شي، پلار ته يې د پسونو او غواگانو رمه ورکوم او په ډېره اسانۍ يې ودوم.»

ناوړه پايلې

سيد آرمان يو حقوقپوه دی او د امن کور [Safe House] له ادارې سره کار کوي، دا اداره د حکومت له خوا هغو نجونو او ښځو ته د استوگنې لپاره جوړه شوې چې بله چاره نه لري.

هغه وويل، د ٢٠١٥ کال د فبرورۍ له مياشتې څخه د ٢٠١٦ کال تر فبرورۍ پورې ٤٠ ثبتې شوې مېرمنې د دغه راز جبري ودونو قرباني شوې دي. 

هغه وويل: «په امن کور کې دغه اوسيدونکې څلوېښت مېرمنې، هغه مېرمنې دي چې د پلرونو له خوا زورورو اشخاصو ته د ډېرو څارويو په بدل کې ورکړل شوي دي. له دې امله چې دا مېرمنې له نوموړو اشخاصو سره ژوند نشي تېرولی، کورونه يې پريښي او د پنا اخيستلو لپاره د امن  کور ته وړل شوي دي.»

گڼ شمېر مېرمنې، چې له جبري ودونو سره مخامخ کيږي، خوندي ځای نشي موندلای.

د تېر کال يوه پېښه چې د هېواد دننه او بهر يې د خلکو پام ځانته اړولی و، د يوې نولس کلنې نجلۍ، رخشانې پېښه وه. رخشانه د زنا په  تور د غور له مرکز، فيروزکوه څخه ٤٠ کيلومتره وړاندې په غلمين کلي کې ووژل شوه. 

د ٢٠١١ کال د دسمبر په مياشت کې د هغې پلار د اوداک د کلي اوسيدونکې، عبدالکريم نوموړي يوه گوزڼ وهلي سړي، غلام ياسين ته د ٨٥ غواگانو او پسونو په بدل کې واده کړه. 

رخشانې د تېښتې هڅه وکړه، خو پوليسو ونيوله او بېرته يې پلار ته په لاس ورکړه. وروسته يې پلار د هغې پر ځای خپله اته کلنه لور، فاطمه ياسين ته واده کړه. 

نهه مياشتې وروسته عبدالکريم خپله لور، رخشانه د عبدالرزاق په نامه د خپل کلي پر يوه سپين ږيري شپانه وپلورله  لس غواگانې او ٦٠ پسونه يې ترې واخيسته. 

رخشانه له عبدالرزاق سره له دوو شپو تېرولو وروسته بيا وتښتېده. طالبانو د ٢٠١٥ کال په سپتمبر کې هغه او ورسره تښتېدونکی سړی ونيو او رخشانه د زنا په تور د خلکو په وړاندې سنگسار شوه. ورسره تښتيدونکي سړي ته د سلو متروکو وهلو سزا ورکړل شوه او خوشې شو.  

د هغې ظالمانه وژنه د يوې دوه دقيقه ييزه ويډيو له لارې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه.

(په دې اړه وگورئ: صحرايي محکمې د افغانستان د غور په ولايت کې ظالمانه عدلي پرېکړې کوي. https://goo.gl/WIKHvt)

د رخشانې مور، حنيفه وايي، غم يې لا تر اوسه تازه دی.

هغې وويل: «طالبانو زما لور زما د سترگو په وړاندې سنگسار کړه. ومې ليدل چې ټول مخ يې په وينو ککړ و. د هغې ځگيروي او چېغې مې اورېدې. سره له دې چې څو، څو ځلې مې له طالبانو وغوښتل، نوره يې په کاڼو ونه ولي، خو هغوی زما خبرو ته غوږ کېنښود.»

پلار يې، عبدالکريم اوس په زوره د هغې پر ودولو خواشينی دی.

هغه وويل: «دا زه وم چې رخشانه مې د هغې له خوښې پرته دوه ځلې وپلورله. زما لور طالبانو نه ده وژلې، دا زه وم چې هغه مې سنگسار کړه او ومې وژله. زه نه پوهېدم چې د لور پلورل به مې دغه راز پايلې ولري.»

په غور کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د څانگې مشر، جواد علوي وويل، په واده کې د لوڼو پلورل ډېره پخوانۍ خبره ده. 

هغه وويل: «دا موضوع اوس يو دود او دستور گرځېدلی. موږ د هغې پر وړاندې هيڅ مبارزه نشو کولای. زه پر دې پوهيږم چې د بشري حقونو له مخې د نجونو پلورل يوه ستره سرغړونه بلل کيږي. موږ نه د دغو پېښو څارنه کوو او نه يې په اړه کابل ته رپوټ ورکوو»

د افغانستان اساسي قانون نارينه او ښځو دواړو ته مساوي حقونه ورکړي. ځايي چارواکي هم وايي چې نشي کولای د دغه عمل په وړاندې کوم گام پورته کړي.

د غور ولايت پخوانۍ والي، سيما جوينده په ٢٠١٥ کال کې په يوې مرکې کې آی ډبليو پي آر ته ويلي وو: «د غور ښځې په اصل کې د خپلو ميړونو وينځې دي، نه مېرمنې.» 

«ښځې په هټۍ کې د ټوکرانو په څېر پلورل کيږي. دا کار د دې څرگندونه کوي چې هغوی څومره ناوړه حالت لري. زه شرمېږم ووايم، د داسې يو ولايت والي يم چې هلته يوه ځوانه نجلۍ د څو غواگانو بيه لري.»

پر جوينده له دې امله زياتې نيوکې کېدې چې پخپله، هغه د چا خبره، د اخلاقي جرمونو په وړاندې د سختو سزاگانو د ورکولو پلوي وه. نوموړې په فيروزکوه کې د محکمې له خوا پر متروکو د زنا په تور د تورنې جوړې د وهلو له حکم وروسته افغاني رسنيو ته وويل، دغه سزا له اسلامي قوانينو سره سمون لري.

نوموړې آريانا راډېو تلويزيون ته ويلي وو: «افغانستان يو اسلامي هېواد دی. غور د افغانستان يو ولايت دی. موږ نشو کولای د اسلامي شريعت او د خپل اساسي قانون د وينا مخالفت وکړو.»

اسلامي عالمان يادونه کوي، اسلامي شريعت لارښوونه کوي چې نارينه او ښځه دواړه بايد په خپله خوښه واده وکړي.

د غور د ديني عالمانو د شورا مشر، ملا نظام الدين حبيبي وويل: «د نجونو پلورل نه يوازې په اسلام کې منع دي، بلکې يوه ناوړه گناه هم بلل کيږي. څوک چې دغه کار سر ته رسوي، له سختې سزا سره به مخ شي.»

نوموړي وويل، د قاضي او دوو تنو شاهدانو په واړندې د نکاح د تړلو په گډون د شرعي قوانينو نور اړخونه په بشپړ ډول له پامه غورځول شوي دي.

حبيبي په دوام وويل: «په غور کې ما نه دي ليدلي چې کومه يوه نکاح دې د اسلامي شريعت له مخې وتړل شي. په نکاح گانو کې له نجونو څخه نه پوښتل کيږي، هغه سړی چې پلار يې ورته غوره کړی، د مېړه په توگه يې مني، که يې ردوي.»

دمگړۍ دغه عمل ژورې رېښې ځغلولي.

د فيروزکوه ولسوالۍ د قتاس په کلي کې يوه پلار آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه پر دې خواشينی نه دی چې خپله شل کلنه لور يې له يوه کلاشنيکوف او ١٥٥ پسونو سره بدله کړې ده.

هغه وويل: «ما خپله لور له دې امله وپلورله چې د يوه ټوپک بيه راته له لسو ناواده شوو لوڼو څخه دېره ده.»

Frontline Updates
Support local journalists