افغانستان: د مېندو د مړینې ډاروونکې شمېرې

روغتیايي مرکزونو ته په لږ لاسرسي لرلو سره، امېندوارې ښځې لا بیا هم هیله منې دي.

افغانستان: د مېندو د مړینې ډاروونکې شمېرې

روغتیايي مرکزونو ته په لږ لاسرسي لرلو سره، امېندوارې ښځې لا بیا هم هیله منې دي.

A newborn baby sleeps inside the Neonatal ward at a Kabul hospital. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
A newborn baby sleeps inside the Neonatal ward at a Kabul hospital. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

د سویل ختیځ ولایت پکتیکا روغتیايي چارواکي په یاد ولایت کې د د مېندو د مړینې د مهلکې کچې د زیاتوالي خبرداری ورکوي، چې د اټکل له مخې هره میاشت له ۸۰ څخه تر ۹۰ پورې زېږیدونکي ماشومان د زوکړې په مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغانستان په نړۍ کې د مېندو د مړینې له کبله تر ټولو لوړه کچه لري. له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، له هرو ۱۰۰۰۰ امېندواریو څخه ۳۹۶ یې د مور په مړینې سره پای ته رسیږي.

دا وضعیت په پکتیکا ولایت کې په ځانګړي توګه سره خراب دی، چیرې چې امنیت یې ډېر خراب او وګړو ته یې یوازې د ګوتو په شمېر روغتونونو او کلینیکونو له خوا خدمات وړاندې کېږي.

د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس، ولي ګل وویل چې دلته ښځې ډېر کم د زېږون وړاندې خدماتو ته لاسرسی لري. هان دلته هغه بنسټیزې کړنچارې لکه د امېندوارتوب معاینات لا چا نه پيژندل.

نوموړې د جګړې او سولې د رپوټ ورکوونې انستیتوت (IWPR) ته وویل: «موږ د دې ولایت د ۲۵۰۰۰۰ ښځو لپاره یوازې یوه ښځینه ډاکتره لرو.»

(همداشان دا رپوټ ووینئ: افغانستان: چیرته چې زېږون مرګ راولي)

 که څه هم په پکتیکا کې د مېندو د مړینې په اړه کوم رسمي ارقام نشته، خو د ولي ګل په اټکل هره میاشت له ۸۰ تر ۹۰ پورې ماشومان د زېږون په مهال مري، چې دا شمېره په کال کې ۱۰۰۰ ته رسیږي.

ولي ګل وايي: «موږ دا ټولې ستونزې منو چې شته، او هېڅکله به یې رد هم نه کړو.

د ښځینو ناروغیو متخصصه، زینب له تیر کال راهیسې په پکتیکا ولایت کې کار کوي. نوموړې وایي چې د محافظه کاره دودونو له مخې دا یوه ډېره د شرم وړ خبره ده چې یوه ښځه دې د امېندوارتوب په مهال او یا هم د زېږون په مهال طبي مرسته وپلټي.

نوموړې زیاتوي: «ځینې امېندوارې ښځې یوازې هغه مهال ډاکتر ته ورځي چې د دوی روغتیايي وضعیت بې اندازې زیات خراب شي او یا هم کله چې د دوی ماشوم وژل شوی وي. ښځې په عمومي توګه د خپل امېندوارتوب په مهال د درنو لاسي کارونو تر سره کولو ته دوام ورکوي. د هغوی خوراکي رژیم هم زیاتره ډېره کمزوری وي او دا په خپله د هغوی روغتیايي ستونزې ور زیاتوي.»

دا د ۱۹ کلنې نازمینې، چې د یوسف خېل ولسوالۍ د میست د کلي اوسیدونکې ده، زېږول شوی ده. د هغې مېړه، اسلم چې هغه هم د همدې کلي اوسیدونکی ده اوس مهال د ننګرهار په پوهنتون کې د اقتصادي پوهنځی وايي.

نوموړې وایي چې د امېندوارتوب په مهال یې د خپل مېړه د کورنۍ د ۴۰ غړو لپاره دری وخته ډوډ‌ۍ تیاروله او همداشان به یې د کور د دریو غواوو لپاره دری وخته اوبه او واښه ورکول.

نازمینه چې د خپلې کورنۍ لپاره یې لوبیا، بامیه او پټاټي پخولې، زیاته کړه چې که به یې چیرته د خپل ځان لپاره کوم بل دیګ پخاوه، نو هغوی به اجازه نه ورکوله، که څه هم چې د امېندوارتوب په مهال کې نوموړې پروتین لرونکو خوړو او یا هم تازه ترکاریو ته اړتیا درلوده.

یوه ورځ، کله چې د هغې وخت پوره شوی و، نو نازمینې څخه ډېرې وینې ولاړې. نوموړې وایي چې دوه ورځې همداسې تیرې شوي او هېچا د دې غم و نه خوړ تر هغه چې د هغې اوښی، علي خان راغی او هغه یې د یحیی خېل ولسوالۍ ته یوې تکړه ولادي ډاکترې ته یوړه. که څه هم، هغې ډېرې هڅې وکړي، خو و یې نشوای کولای چې دا زېږون په بریالیتوب سره تر سره  کړي.

نازمینې وویل چې له هغه وروسته که څه هم وینو مې جریان درلود خو د دوو ساعتونو لپاره په خراب سړک باندې په موټر کې د پکتیکا د مرکز روغتون ته ځان ورساوه.

«په داسې حال کې چې د ماشوم ککرۍ زما په نس کې وه او دوه پښې یې را وتلې وه، خو ډاکترانو زه عملیات کړم او ماشوم یې د باندې را واېست او لا بیا هم ژوندی و.»

د یوسف خېل ولسوالۍ د یوسف خېلو د کلي یوه شل کلنه اوسیدونکې، مدینه هم دا ځورمنه تجربه لرلې ده. نوموړې له خپل کلیوال، نواب سره تیر کال واده وکړ او له واده دری میاشتې وروسته امېندواره شوه.

نوموړې وایي: «ما د خپل امېندوارتوب نهه میاشتې د غواګانو په ځای کې تیرې کړي. هلته ما ته دنده راکړل شوې وه تر څو د خپل خسر د دوو اوزو او څلورو غواوو ساتنه مې کړې وای.»

نوموړې مکلفه وه تر څو هره ورځ هغو لپاره ریشقه او واښه وشکوی او هغوی ماړه کړي، شیدې تر ولوسي او مستې ترې جوړې کړي. په اوونۍ کې یو ځل به هغې د هغوی ځایونه ښه پاکول.

مدینه وايي چې دوه اوونۍ وړاندې مې دړد احساس کړ او خواښې مې د کلي یوه باتجربه ښځه، بخت جماله را وغوښته او له هغې څخه یې د ماشوم د زېږون په اړه مرسته وغوښته.

مدینه اضافه کوي: «بخت جمالې ونشوای کولای چې ما ته پر خپلې ماشومې لور باندې ولادت راکړي او له کبله یې زما لور مړه شوه.»

شریفه چې د خیربین د کلي اوسیدونکې ده، وایي چې زه پر دې نه پوهیدم چې زه دې امېندواره یم تر هغه چې د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر په میاشت کې کار ته ولاړم.

له هغه وروسته له داسې ستونزو سره مخ شوم، چې هان میړه مې د سیمه ایز دود برخلاف چې ښځه نشي کولای په روغتون کې ولادت وکړي، زه یې د پکتیکا مرکزي روغتون ته په موټر کې ورسولم. خو د اکټوبر په لسمه نېټه لا زما زوی مړ شوی و.

نوموړې زیاتوي: «زه نه پوهیدم چې زما وخت څه مهال پوره کېږي، او له همدې کبله وه چې زما زوی مړ وزېږیده.»

په دا شان شرایطو کې باید ښځې زیاته هڅه وکړي تر څو هر ډول د لاسرسي وړ خدماتو ته لاسرسی ولري، که څه هم هغه ډېر لومړني خدمات وي.

۲۵ کلنه نادیه چې په اصل کې د کاپیسا ولایت اوسیدونکې ده او دوه کاله وړاندې کله چې یې له یوه سیمه ایز کس سره واده وکړ، نو پکتیکا ته راغله.

نوموړې چې په کابل کې د قابله ګۍ دوه میاشتنی کورس لوستی دی، اوس مهال له مرکز ښرنې څخه ۵۰ کیلومتره لرې د یحیی خېل په بازار کې یو روغتیايي مرکز لري.

نادیه وایې چې هره میاشت له ۴۰ تر ۶۰ پورې امېندوارې مېندې ویني او له هر زېږون څخه ۲۵ امریکايي ډالر اخلي.

نوموړې زیاتوي: «یوازې زما په کلینیک کې، په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۸ د مړو زېږول شویو ماشومانو موارد راغلي دي.» نوموړې دا ټول د هغو سختو فزیکي کارونو پایله بولي چې امېندوارې ښځې یې کولو ته مجبوريږي.

زیاتره ښځې، هغه څه چې دوی یې هیله لري هغه نا روزل شوي سیمه ایزه زړې ښځې دي کوم چې د زېږون په مهال د مرستې تجربه لري.

۵۸ کلنه بي بي زاهده چې د مشخېل د کلي اوسیدونکې ده، وایي چې که څه هم نالوستې ده او هېڅ راز د قابله ګۍ رسمي روزنې یې نه دي تر لاسه کړې، خو د شاوخوا نږدې کلیو له امېندوارو ښځو سره د زېږون په مهال د مرستې کولو ۲۰ کلنه تجربه لري. نوموړې وویل چې زه له خپلو پیرودونکو څخه هېڅ کوم مشخص مقدار پیسې نه وړم، خو هر هغه څه چې دوی یې راکوي، هغه منم.

زاهده په افغانستان کې د ماشوم د زوکړې د عمومي پایلې په اړه داسې وویل: حقیقت دا دی چې په ځینو مواردو کې، دواړه هم مور او هم ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists