افغانستان: هغه ځای چې کېدای شي زيږون پکې د مړينې لامل شي

د طبي اسانتياوو د لږوالي له امله د ميندو د مړينې شمېره لوړه پاتې ده.

افغانستان: هغه ځای چې کېدای شي زيږون پکې د مړينې لامل شي

د طبي اسانتياوو د لږوالي له امله د ميندو د مړينې شمېره لوړه پاتې ده.

City of Sharan, capital of the Paktika province in Afghanistan. (Photo: IWPR)
City of Sharan, capital of the Paktika province in Afghanistan. (Photo: IWPR)

د آی ډبليو پي آر له څېړنې جوته شوه، چې هر کال په سويل ختيځ ولايت، پکتيکا کې د مور په نس کې د ماشوم د څارنې د نشتوالي له امله په سلگونه ميندې د ماشوم د زيږولو پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

د ټول ولايت په کچه يوازې يوه ښځينه ډاکټره موجوده ده. د پخوانيو ناسمو دودونو له امله زياتره اميندوارې مېرمنې د روغتيا څارنې مسلکي نارينه ډاکټرانو ته نه ورځي.

د زيږون پر مهال د ميندو د مړينې په اړه د رسمي شمېرنې د نشتوالي له امله د آی ډبليو پي آر يوه خبريال د ډاډ وړ شمېرو د راټولولو په موخه هغه ولايت ته په تگ راتگ کې پوره اته مياشتې تېرې کړې او په شپږو ولسواليو کې يې په دې اړه لږ تر لږه له شل، پنځه ويشتو تنو ځايي اوسيدونکو سره مرکې سرته ورسولې.

هر مرکه شوي شخص ويلي، سږکال له لسو څخه تر دېرشو پورې مېرمنې د ماشوم د زېږون پر مهال يا له زيږون وروسته سم له لاسه مړې شوې دي.

د روغتيا څارنې ځايي چارواکي د شرايطو سختوالی مني، خو وايي تر دې د زياتې مرستې وس نه لري. د پکتيکا په ٢٢ ولسواليو کې يوازې شپږ ولسوالۍ يو څه امنې دي.

دا ولايت چې د پلازمېنې کابل، سويل ختيځ ته ١٧٠ کيلومتره لرې پروت دی، شاوخوا ٥٥٠ زره نفوس لري. په دې ولايت کې يوازې درې روغتونونه، شبږ کلينيکونه او د لومړنيو مرستو د روغتيا څارنې  ١٨ مرکزونه شته، چې اساسي درملنه چمتو کوي.

زياتره دا مرکزونه د روغتيا څارنې د يوې افغانې ناحکومتي موسسې له خوا تموليږي چې حکومت پکې ډېره لږه ونډه لري.

د پکتيکا يوازنۍ ښځينه ډاکټره، هما د ولايت د مرکز، ښرنې په يوه دولتي روغتون کې کار کوي. 

افغانستان د نړۍ په کچه د مور ماشوم د مړينې تر ټولو لوړه کچه لري.

د نړيوال بانک د ٢٠١١ – ٢٠١٥ کلونو د شمېرو له مخې په هرو لسو زرو اميندواره ميندو کې ٣٩٦ تنه د زيږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د رسمي شمېرو د نشتوالي له امله، په ځانگړي ډول د هېواد په لږو امنيت لرونکو سيمو کې، د کره شمېرو لاسته راوړل ناشونې خبره ده.

د ولايتي شورا غړې، حنيفې کټوازۍ وويل، د آی ډبليو پي آر له ارزونې سره سره د زيږون پر مهال د ميندو د مړينې شمېره تر دې پورته ده.

هغې وويل: «زه تر بل هر چا زيات د پکتيکا د ښځو د ستونزو په اړه پوهېږم. په ډاډ ويلای شم په دې ولايت کې د ښځو حالت تر هغې ناوړه دی، چې خبريالان يې په اړه رپوټ ورکوي.»

«که چېرته موږ د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې په اړه په سم ډول څېړنه وکړو، نو له شک پرته به ډېره لوړه وي.»

طبي کارکوونکي او د روغتيا چارواکي په دې اړه د مرکې د ثبت په اړه زړه نازړه وو.

هغوی د نامه د نه څرگندولو په شرط د مړينې دا شمېره په کال کې د ولايت د دوه ويشتو ولسواليو په هرې يوې کې له ٢٠ – ٣٠ پورې ښودله.

هغوی دا څرگنده کړه چې د مړينې دا شمېره په رسمي ډول نه ده ثبت شوې.

د يوې ولسوالۍ د کلينيک آمر آی ډبليو پي آر ته وويل، هغوی د عواقبو د ډار له امله د اميندوارو مېرمنو د مړينې په رپوټ ورکولو کې زړه نازړه دي.  

هغه وويل: «د کابل چارواکي به مو د بې کفايتۍ په تور له دندو گوښه کړي.»

د خپگان کيسې

د يوسف خېلو د ولسوالۍ د زمري کوټ د کلي اوسيدونکي موټر چلوونکي، پنځه دېرش کلن خيالي جان آی ډبليو پي آر ته وويل، د ٢٠١٣ کال په اپرېل کې د هغه مېرمن، گل پامه په څلورم ماشوم اميندواره وه.

هغه وويل: «ماښام تياره له کاره کور ته راستون شوم. ډېر ستړی وم. ومې ليده، گل پامه، چې د اميندوارۍ نهمه مياشت يې وه، له درده چيغې وهي. د يوسف خېلو کلينيک ته مې يو نه وړه، ځکه هلته کومه ښځينه ډاکټره نه وه. په کلي کې مې يوه تجربه لرونکې مېرمن وموندله او هغه مې کور ته راوستله چې له مېرمنې سره مې په زېږون کې مرسته وکړي.»

خيالي جان، چې غږ يې له خپگانه ريږدېده، په دوام وويل: «نيمه شپه وه چې ښينه مې کوټې ته راغله او راته يې وويل، وروره، گل پامه مړه شوه، خو ماشوم يې ژوندی دی. سهار د کلي هديرې ته لاړم او گل پامې ته مې قبر وکېندلو. دمخه تر دې چې لمر وخېژي، د ځينو کليوالو په مرسته مې هغه ښخه کړه.»

خيالي جان، خپله نوې زېږېدلې لور، امينه پخپله په وچو شېدو لويه کړه.

هغه تېر درې کاله خپل ځان هغې ته وقف کړی و. هغه وويل، د بل واده اراده نه لري.

کله ناکله ځايي کلينيکونه نشي کولای په زېږون کې د مور ژوند وژغوري.

د خيرکوټ د ولسوالۍ د پاينده خېلو د کلي اوسيدونکې، ٢٥ کلنه غونچه له خپل مېړه، يارمحمد څخه د دوو لوڼو مور ده.

کله چې په درېم ماشوم اميندواره شوه، ورور يې عبدالله لس کېلومتره وړاندې د دود پرخلاف د خيرکوټ کلينيک ته يوړه.

هغه وويل: «کله چې کلينيک ته ورسېدم، نو ومې ليدل چې يوازې يو نارينه ډاکټر او نرس و. ډاکټر راته وويل، زه د ولادي نسايي ماهر نه يم. موږ کوم بستر نه لرو او هيڅ نه پوهېږو چې ستاسو له ناروغ سره څنگه مرسته وکړو. بهتره به وي بل کلينيک ته لاړ شئ.»

عبدالله وويل، داکټر ته يې عذر او زارۍ وکړې چې د خور ژوند يې وژغوري، خو گټه يې ونه کړه.

هغه په دوام وويل: «کله چې ډاکټر ځواب راکړ، ومې پتېله خور مې بل کوم ځای ته ورسوم، خو ومې ليدل چې د غونچې لاسونه ساړه شوي وو او زما غږ ته يې ځواب نه راکاوه. کله چې مې وخوځوله، حرکت يې ونشو کړای.»

دا ځوانه مېرمن وخته مړه شوې وه.

عبدالله وويل: «په غم  او خپگان مې غونچه بېرته کور ته يوړه او د کلي په هديره کې مو ښخه کړه.»

د دولت مکلفيت

په پارلمان کې د پکتيکا استازې، نجېبې بابکرخېل وويل، حکومت د اساسي قانون د ٥٢ مادې له مخې خپل مسؤوليت سرته نه رسوي. نوموړې ماده وايي چې ټولو خلکو ته بايد وړيا روغتيايي څارنه چمتو شي.

هغې وويل: «حکومت په بشپړ ډول پاتې راغلی دی او نشي کولای د پکتيکا خلکو ته روغتيايي خدمتونه چمتو کړي.»

هغې وويل: «زه له دې ادعاگانو سره همغږې يم چې د پکتيکا خلک خيالي ډاکټران او روغتونونه لري. په پکتيکا کې فساد په لوړه کچه دوام لري او له امله ډېری ماشومان او اميندواره مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

آی ډبليو پي آر د پکتيکا د عامې روغتيا له رئيس څخه وپوښتل، ايا هغه له دې خبر دی چې د مړينې د لوړې کچې لامل د روغتيايي خدمتونو په چمتو کولو کې د حکومت بې غورۍ ده.

گل وويل: «بايد ووايم چې موږ په پکتيکا کې له ډاکټر هما پرته بله کومه ښځينه ولادي او نسايي ډاکټره نه لرو. له دې امله اميندواره مېرمنې له لويو ستونزو سره مخ دي.»

«زه له دې سره موافق يم چې په پکتيکا کې د لومړنيو روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه ډېره لوړه ده. زه دا نشم ويلای چې هر کال د ٢٠٠ يا ٣٠٠ مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي، ځکه د پکتيکا د عامې روغتيا رياست د ميندو د مړينې کره شمېره په لاس کې نه لري.»

گل وويل، د زېږون پرمهال د مړينې د کچې د راټيټولو په لار کې اصلي خنډ دا دی چې ځايي نجونې معياري زده کړه نه لري او په ولايت کې د روان امنيتي کړکېچ له امله له بهر څخه روغتيايي کارکوونکي په دې ولايت کې کار ته زړه نه ښه کوي.  

نوموړي په دوام وويل: «په ټوله پکتيکا کې يوه نجلۍ هم نشي پيدا کولی چې له دولسم ټولگي څخه دې فارغه شوي وي. د نور ولايتونو ډاکټران په پکتيکا کې د امنيت د نشتوالي له امله ډاريږي، ځکه دې ولايت ته د راتگ لپاره زړه نه ښه کوي. حکومت به څه وکړي.»

هلې ځلې روانې دي چې په دې ولايت کې د مورماشوم د څارنې کچه ښه کړای شي. د دايه گانو د روزنې کار په ښرنې کې پيل شوی دی.

(د لا زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: د قابله گۍ د روزنې مرکز د لومړي ځل لپاره په يوه ولايت کې رامنځته شو)

داسې نجونې هم شته چې خپلې ټولنې ته د خدمت کولو هيله لري، خو په دې شرط چې موقع ورته په لاس ورشي.

د ماليزوی د کلي لس کلنه نجلۍ، هيلۍ د خيرکوټ د ولسوالۍ د بي بي عايشې د لېسې زده کوونکې ده.

د روغتيايي څارنې د نشتوالي له امله د هيلۍ مور له هيلۍ څخه وروسته د بل زېږون پر مهال مړه شوه.

هيلۍ يوه نمونه نجلۍ ده چې ځان يې خپلو زده کړو ته وقف کړی دی. هغه د خپلې هڅونې په لامل ډېره ښه پوهيږي. 

هغې وويل: «غواړم ډاکټره شم. که چېرته زموږ په کلينيک کې يوه ښځينه ډاکټره موجوده وای، نو نن به مې مور تر څنگ راته ناسته وای.»

Afghanistan
Women
Frontline Updates
Support local journalists