آى ډبليو پي آر مليونونو افغان رايه ورکونکو ته ځان رسوي

د ټاکنو په ستونزمن بهير کې د يو نوي ميتود له لارې افغانانو ته د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د ټاکنو په اړه معلومات واستول شول.

آى ډبليو پي آر مليونونو افغان رايه ورکونکو ته ځان رسوي

د ټاکنو په ستونزمن بهير کې د يو نوي ميتود له لارې افغانانو ته د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د ټاکنو په اړه معلومات واستول شول.

Afghan civilians and members of the Afghan National Army unload ballot materials from an Mi-17 helicopter in Jaghuri, in preparation for the September 18 election. (Photo: ISAF/U.S. Air Force Staff Sgt. Joseph Swafford/released)
Afghan civilians and members of the Afghan National Army unload ballot materials from an Mi-17 helicopter in Jaghuri, in preparation for the September 18 election. (Photo: ISAF/U.S. Air Force Staff Sgt. Joseph Swafford/released)
Wednesday, 8 September, 2010

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

د پارلماني ټاکنو په بهير کې د افغانستان دننه په مليونونو رايه ورکوونکو په خپلوګرځندو تليفونونو کې د آى ډبليو پي آر د يو نوي پروګرام د يوې برخې په توګه د ټاکنو په اړه خبرونه ترلاسه کړل.

د سپتمبر د اتلسمې نېټې د پارلماني ټاکنو دمخه او له هغې وروسته د هېواد دننه څه ناڅه ٢،٢ مليونو خلکو ته شاوخوا ٤ ، ٥ ليکلي پيغامونه ولېږل شول.

په پښتو او دري لس غوره شوي ليکلي پيغامونه SMS، چې د ټاکنو په اړوند يې معلومات درلودل، د ټاکنو د خپلواک کميسون IEC په مرسته د آى ډبليو پي آر له خوا چمتو شوي وو.

په نوموړې پروژه کې د ګرځنده تليفونونو د صوتي خبرونو له لارې متقابل غږيز سيستم Interactive Voice Response system, IVR هم شامل و، چې د ټيمونو له خوا د ورځې څو څو ځلې د کابل په دفتر کې اديتورانو ته استول کيدل او په مټ يې په زرګونو افغانانو د ټاکنو په اړه تازه خبرونه تر لاسه کول.

(د ګرځنده تليفون) کاروونکو به د وړيا شمېرې له لارې، چې د هغه / هغې په واک کې ورکول کېده، اړيکه نيوله. وروسته به يې له دې لارې په پښتو، دري او انګليسي ژبو غږيز رپوټونه اورېدل. د ورځې به په هره ژبه کې د ټاکنو په اړه پنځه رپوټونه چمتو کېدل او هر رپوټ به له دېرشو ثانيو څخه تر يوې دقيقې پورې دوام کاوه.

دمګړۍ په افغانستان کې متقابل غږيز سيستم IVR فعاليت کوي، خبرونه او نور تفريحي پروګرامونه ليږدوي، خو هغه ټول لګښت لري او ډېر ګران تماميږي.

د آى ډبليو پي آر نوښت يو نوى پروګرام دى، چې ډله ييزه پوستي تکنالوژي په کې شامله ده او کاروونکو ته يې په اتفاقي ډول زنګ وهل کيږي او خبرونه وراورل کيږي. ډېر معلومات او مهم خبري ټکي لري، چې وروسته د ليکلي پيغام په توګه خپريږي. د ګرځنده تليفون بله عمده کارونه د خبرونو او معلوماتو چمتو کول دي.

ددې نوښت د يوې برخې په توګه د مدني ټولنې موسسو ته ځانګړې روزنه ورکړشوى ده، ترڅو په راتلونکې کې د مدني زده کړو لپاره د ليکلي پيغام په کاروني پوه شي. د ټاکنو په بهيرکې دې ګروپونو د ازمېښت لپاره يو غير رسمي ټاکنيز پيغام واستاوه، ترڅو د رايه ورکوونکو د ميني او ګډون کچه معلومه کړي.

د افغانستان لپاره د آى ډبليو پي آر نوي ټاکل شوي مشر، پيتر آيشتيت، چې دمخه په افريقا کې د آى ډبليو پي آر اديتور و، وويل، نوموړې پروژه د هېواد په ډېرو ناکرار او بې ثباته سيمو کې خلکو ته د رسيدو يوه نوې لاره ده.

نوموړي وويل: "په زړه پورې ده چې يو ځل بيا له آى ډبليو پي آر سره د ژورناليزم او تکنالوژۍ په لومړنۍ ليکه کې کار کوم. په افغانستان کې د رايه ورکوونکو د ګرځنده تليفونونو پروژه د موجودې تکنالوژۍ د کارونې نوې لاره او طريقه ده چې خلکو ته په لېرې ځايونو او ناکراره سيمو کې خبرونه (اومعلومات) رسول کيږي."

"د نړۍ په هغو ډېرو سيمو کې چې آى ډبليو پي آر پکې کارکوي، ګرځنده تليفونونه د مکالمې يوازنۍ وسيله ده. د متقابل غږيز سيتم IVRپه کارونې موږ کولاى شو سم او کره خبرونه هر هغه چاته ورسوو چې ګرځنده تليفون لري."

"د رايې ورکولو د ګرځنده تليفون پروژې په افغانستان کې له فعاليدو وروسته ډېر ژر د کتنې وړ برياليتوب تر لاسه کړ او په ډېرو ځايونو کې د تعجب وړ ګرځيدلې ده."

"په نورو هېوادونو کې د خبرونو او ژورناليزم ددې تکنالوژۍ شونتيا بې بريده ده، په تېره بيا په هغو هېوادونو کې چې ظالم حکومتونه د معلوماتو په وړيا لېږدونې بنديز لګوي. په لنډ ډول دا د ژورنالېزم بله پوله ده" 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists