طالبان په ښوونیز نصاب کې بدلون اعمالوي

د فرهنگ او ترهگرۍ ضد مضامینو پر ځای اسلامي مضامین ځای په ځای شول.

طالبان په ښوونیز نصاب کې بدلون اعمالوي

د فرهنگ او ترهگرۍ ضد مضامینو پر ځای اسلامي مضامین ځای په ځای شول.

Afghan children walk to school in Logar province. (Photo: John Moore/Getty Images)
Afghan children walk to school in Logar province. (Photo: John Moore/Getty Images)

د لوگر ولایت زده کوونکي او ښوونکي وايی، طالبان په ځايي ښوونځیو کې خپل تعلیمي نصاب چلوي، زیاتره د دیني مضامینو تدریس ته لومړیتوب ورکوي چې خپل ملگري یې سرته رسوي.

مخالفې ډلې په ځانگړې توگه د فرهنگي مضامینو، لکه موسیقي، چې د هغوی په اند له اسلام سره تضاد لري، تر هدف لاندې نیسي. همدارنگه هغوی د هغو مضامینو تدریس نه مني چې پر ترهگرۍ او بنسټپالۍ څرخیږي، وایي دغه مضامین د هغوی د بدنامۍ لامل کیږي.

د خروار ولسوالۍ د مرکز د لیسې د لسم ټولگي زده کوونکي، عبدالباقي وویل، طلبانو ځینې مضامین له تعلیمي نصاب څخه لرې کړي او پر ځای یې اسلامي مضامین راوړي دي.

هغه وویل: «طالبان زموږ ښوونځي ته راغلل او ویې ویل، باید زده کوونکو ته اسلامي مضامین تدریس شی. دا ستونزه د لوگر ولایت په نورو ولسوالیو، لکه بره کي برک او خوشي کې هم لیدل کیږي.»

باقي زیاته کړه، مخالفان له نژدې څخه د ښوونځیو څارنه کوي او ناسوبو ښوونکو ته سزا ورکوي.

د څرخ په ولسوالۍ کې د هغه ځای اوسیدونکي، صدیق الله وویل، مخالفان د هغوی اولادونو ته په تدریس کې هم لاس وهي.  

هغه وویل: «طالبانو زموږ د ولسوالۍ به تعلیمي نصاب کې لاسوهنه کړې. ځینې مضامین يې له تدریس څخه ایستلي او نور دیني مضامین يې پر ځای راوړي دي.» هغه زیاته کړه، هغوی د دغه مضامینو د تدریس لپاره خپل دیني عالمان گومارلي دي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د دې پخلی وکړ چې ځینې مضامین يې له نصابه ایستلی او پرځای يې دیني مضامین راوړي دي.

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «موږ د ترهگرۍ پر ځینو [درسي] کتابونو بندیز لگولی او پر ځای مو دینی مضامین راوړي دي.» نوموړي زیاته کړه، هغوی د یو شمېر دیني مضامینو د تدریس لپاره خپلو عالمانو ته په ښوونځیو کې د تدریس دنده سپارلې ده.

د افغانستان د لږو امنیت لرونکو سیمو په ښوونځیو کې ورته لاسوهنې هم تر سره شوي دي.

په ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سکولر زده کړو ځای دیني مضامینو نیولی وو. نجونې ښوونځیو ته له تگ څخه بیخي منع شوې وې.

دغه موضوع د لوگر ولایت چارواکو بابیزه وگڼله، په داسې حال کې چې په ښوونځیو کې یې د طالبانو پر لاسوهنې اعتراف کاوه، ویل یې دا موضوع د خبرو اترو له لارې هواره شوې ده.  

د لوگر د ولایتی شورا غړي عبدالولي وویل: «د دې پر ځای چې طالبان ښوونځي وتړی، ښه دا ده چې د هغوی غوښتنې په پام کې ونیول شي او د خپلې خوښې دیني مضامینو تدریس ورزیات کړي.» نوموړي ټینگار وکړ، دا له مخالفانو سره د موافقت یوه عملي لاره ده.

د پوهنې د ریاست ویاند، شاهپور عرب وویل، د دغه موضوع په اړوند سیمه ییز مشران له مخالفانو سره په خبرو بوخت دي.

هغه وویل: «د سږکال په پیل کې د لوگر ولایت په لږو امنیت لرونکو سیمو کې د طالبانو له خوا د نجونو ښوونځیو ته یو څه گواښ موجود و. د یوې لنډې مودې لپاره یې د نجونو یو شمېر ښوونځي وتړل. خو وروسته دا ستونزه د قومي مشرانو له خوا هواره شوه.»

له تعلیمي نصاب څخه د ټولو مضامینو د ایستلو په اړه عرب وویل، د خبرو اترو له لارې دا موضوع هم هواره شوې ده.

هغه وویل: «موږ دا ستونزه د لوگر ولایت په یو شمېر لږ امنیت لرونکو سیمو کې مشاهده کړه، خو وروسته د قومی مشرانو او دینی عالمانو تر منځ د خبرو اترو له لارې هواره شوه. اوس یو شمېر دیني عالمان ښوونځیو ته ځي او دینی مضامین تدریسوي او پر بل کوم مضمون بندیز نه دی لگول شوی.»

د لوگر د والي ویاند، سلیم صالح ومنله چې دغه ستونزه په یو شمېر ولسوالیو، لکه: څرخ، بره کي برک، خروار او ازرې کې موجوده ده، خو ویې ویل د هغې د هوارۍ لپاره گامونه پورته شوي دي.

صالح وویل: «ځایي خلک د حکومت ملاتړ کوي او نه پریږدي چې طالبان ښوونځي وتړي او د ښوونې او روزنې بهیر له خنډ سره مخ کړي.»

هغه وویل: «زه منم چې کیدای شي طالبانو په یو شمېر ناامنو سیمو کې دا کار کړی وي، خو د لوگر د پوهنې د ریاست چارواکي او قومي مشران به وسله والې ډلې پرې نږدي ښوونیز نصاب بدل کړي.»

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس، کبیر حقمل د یوې پوښتنې په ځواب کې همدومره وویل، طالبان نشي کولای په تعلیمی نصاب کې لاس ووهی.

Frontline Updates
Support local journalists