افغانستان: په انتقامي بريدونو کې ښکېل ولسي خلک
د دولتي امنيتي ځواکونو او د هغوی د مخالفينو دواړو خپلوان وايي، د هغه بل لوري له ځوا ځورول کيږي.
افغانستان: په انتقامي بريدونو کې ښکېل ولسي خلک
د دولتي امنيتي ځواکونو او د هغوی د مخالفينو دواړو خپلوان وايي، د هغه بل لوري له ځوا ځورول کيږي.
دېرش کلنه گل خانم د پروان ولايت د شينواري په ولسوالۍ کې له هغه وروسته د کور پرېښودو ته اړ ايستل شوه چې څلور کاله دمخه يې مېړه طالبانو وواژه.
هغه اوس د جبل السراج ولسوالۍ د اشابې په سيمه کې په تاري کيږدۍ کې له خپلو پنځو تنو اولادونو سره د کنگل وهونکې ژمي په يخې هوا کې شپې او ورځې تېروي.
نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «يوه ورځ طالبانو زما د مېړه موټر ودرولو، له موټره يې راکوز کړ او له دې امله يې وواژه چې زما لېور، عبدالمالک د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و. ما يو گړ هم ونه کړۤ ځکه ډاره شوې وم چې کېدای شي ما هم ووژني.»
اوس په داسې حال کې چې د مخالفانو له ډاره بېغمه ښکاري، خو د خپلې کورنۍ د اعاشې او اباتې په چمتو کولو کې سرگردانه ده.
گل خانم وويل: «لېور مې راسره مالي مرسته کوي، خو هغه پيسې چې راکوي يې، زما کار پرې نه کيږي.»
د هغې دوې لوڼې او درې زامن، چې له درېو کلونو څخه تر ١٣ کلونو پورې عمرونه لري، ټوله ورځ خس او خاشاک راټولوي چې خپله خېمه پرې توده کړي
اته کلن رفيع الله ويل، هغه په ډېره مينه ښوونځي ته تللو، خو وپوهېد چې کورنۍ يې اوس ډېره بېوزلې ده او نشي کولای لوست ته دوام ورکړي.
هغه وويل: «تره مې پوليس دی، پلار خو مې نه و، نو طالبانو مې ولې راته پلار وواژه؟»
د آی ډبليو پي آر درې مياشتنۍ پلټنې څرگنده کړه چې په پروان ولايت کې څومره ولسي وگړي د مخالفو ځواکونو د غچ اخيستونکو بريدونو ښکار شوي دي. يو شمېر يې له کورونو څخه تېښتې ته اړ شوي، په داسې حال کې چې يو شمېر نور يې وژل شوي دي.
آی ډبليو پي آر دا هم موندلې، د هغو ځايي خلکو کورنۍ، چې غړي يې د طالبانو له ليکو سره يوځای شوي د دولتي امنيتي پوځونو له خوا په نښه شوي دي. په ځينو پېښو کې له حکومتي کنترول څخه بهر سيمو څخه مازې په راتگ خلک تر شک لاندې نيول کيږي.
له زياتو لاسوندو سره سره دواړه لوري د دغه راز تاکتيک له کارولو څخه انکار کوي.
ستراتيژيکې موخې
د کورنيو چارو د وزارت د وياند مرستيال، نجيب دانش وويل، دغه ځورونه يوه لاره ده چې مخالفان پرې ځايي خلک ډاروي، ترڅو له دولت سره کار ونه کړي.
نوموړي په دوام وويل: «طالبان امنيتي پوځونو ته د زيان رسولو په موخه د هر راز تاکتيک له کارولو څخه کار اخلي. د هغوی د کورنيو غړو ډارول او گواښول د هغوی مخالفانويو تاکتيک دی. د طالبانو موخه دا ده چې د فشار او زور راوړلو له لارې امنيتي ځواکونه بې زړه او وډاروي.»
کله ناکله خک يوازې له پوليسو يا اردو سره د تړاو له امله په ډله ييز ډول له منځه وړل شوي دي.
په پروان کې د امنيتي پوځونو د گډ بېز قوماندان، الوزی احمدزي آی ډبليو پي آر ته وويل: «د شينواري، سياگرد او کوه صافي په ولسواليو کې د طالبانو له خوا له شلو څخه زيات خلک مازې له دې امله وژل شوي چې د کورنۍ غړي يې د ملي پوليسو او ملي اردو د ځواکونو په ليکو کې کار کوي.»
احمدي په دوام وويل: «د ٢٠١٦ کال د دسمبر د مياشتې په دويمه اوونۍ کې طالبانو د پروان ولايت شينواري د ولسوالۍ د اشتر په سيمه کې د امنيتي پوځ د يوه غړي د دوو ورونو په گډون درې تنه خپلوان ونيول او وروسته يې درې واړه ووژل.»
احمدي وويل، په بله يوه پېښه کې د امنيتي پوځونو خپلوان د طالبانو د گواښونو له امله په زوره د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ ايستل شوي.
هغه وويل: «د سياگرد د ولسوالۍ د يخ درې د سيمې ٤٢ کورنۍ او د شينواري د ولسوالۍ د قول هير د سيمې ٣٥ کورنۍ اړ ايستل شوې چې په پرتله ييز ډول خوندي سيمو، لکه هوفيان شريف، تتمدرې او د سياگرد ولسوالۍ مرکز ته وکوچيږي. ځينې کورنۍ آن کابل او نورو سيمو ته تللې دي.»
آی ډبليو پي آر د دغه راز گواښونو له امله له لسگونو تښتېدلو کورنيو سره مرکې وکړې.
شپېته کلنه بي بي عايشه د شينواري ولسوالۍ د «کهنه ده» اوسيدونکې ده، خو اوس د ولايت په مرکز کې په يوه کرايي کور کې اوسيږي.
هغې وويل: «طالبانو زما اتلس کلن ځوان زوی له دې امله وواژه چې له هغوی سره يې له يوځای کېدو څخه ډډه کړې وه. جگړه مارانو هغه حکومت ته پر جاسوسۍ تورن کړ. زه يوازې له خپلو پنځو لمسيانو او نگور سره له خپله کوره وتښتېدم او د پروان ولايت مرکز ته راغلم. که تښتېدلی نه وای، موږ به هم طالبانو وژلي وو.»
هغې وويل، د هغې تجربه ډېره ځانگړې تجربه ده، زياته يې کړه: «طالبان د هغه چا کورنۍ ځوروي، شکنجه کوي او آن وژني يې، چې له افغان حکومت سره کار کوي.»
د پروان ولايت د مرکز، هوفيان شريف اوسيدونکي، د پنځوس کلن عبدالصمد په نامه يو قومي مشر وويل: «د امنيتي پوځونو دوه سوه کورنۍ، چې له هغې ډلې څخه ٣٠ کورنۍ د ځايي پوليسو د افسرانو خپلوان دي، د شينواري له ولسوالۍ څخه د پروان ولايت مرکز، هوفيان شريف او تتمدرې سيمو ته کوچېدلي دي. نوموړې کورنۍ اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»
پاتې شوې کورنۍ د ټپي کېدو يا د تښتونې له خطر سره مخ دي.
د شينواري ولسوالۍ د قول هير د سيمې اوسيدونکي، نور محمد وويل: «له دې امله چې ورور مې په سيمه ييزو پوليسو کې کار کاوه، مېرمن يې طالبانو ونيوه او اوس يې له مېړه غواړي خپله مېرمن طلاقه کړي، ترڅو يو طالب يې ځانته په نکاح کړي.»
تر شک لاندې اشخاص
د پروان ځايي اوسيدونکي پر حکومتي ځواکونو هم پړه اچوي چې له مخالفانو سره تړلې کورنې په نښه کوي.
ميرزاگل، چې زوی يې شپږ کاله دمخه له طالبانو سره يوځای شوی، وويل، امنيتي ځواکونه په منظم ډول له دې حقيقت سره سره هغه ځوروي چې له خپل زوی سره هيڅ اړيکې نه لري.
د پروان ولايت د سياگرد ولسوالۍ د قمچاک د کلي اوسيدونکي، نوموړي ٤٠ کلن سړي وويل: «ما ته امنيتي ځواکونه گواښونه کوي، په ځانگړي ډول، سيمه ييز پوليس، مازې د دې لپاره چې زوی مې له طالبانو سره دی. زوی مې له ما جلا ژوند کوي او له ما سره هيڅ اړيکې نه لري.»
ميرزاگل په دوام وويل: «کله چې د سياگرد بازار ته لاړم، ځايي پوليسو ونيولم. له ما څخه يې پوښتنې گروېگنې وکړې او همدا يې ويل، زوی دې ولې له طالبانو سره دی. ما ورته وويل، زوی مې زما خبره نه اوري او هر هغه څه کوي چې زړه يې غواړي.»
دا ځورونه تر دې کچې رسېدلې چې نشي کولای د بندي کيدو له ډاره سياگرد ته لاړ شي. هغه وويل، د هغه د بل زوی، سيد محمد په گډون د هغه د کورنۍ نور غړي هم پر نښه شوي دي.
هغه وويل: «پروسږکال چې کله د خوړو د پېرودلو لپاره په خپل موټرسايکل بازار ته لاړم، سيمه ييزو پوليسو مازې په دې پلمه ونيولم چې ورور مې د طالبانو له ليکو سره يوځای شوی دی. سيمه ييزو پوليسو راڅخه موټرسايکل او نغدې پېسې واخيستې او له ډېرو ورځو تېرېدو وروسته يې له بنده خوشې کړم.»
ميرزاگل وويل: «خسر مې د سياگرد په بازار کې د گازو پلورلو دوې هټۍ لري، پوليسو ورته په دې پلمه وسوځلې چې لمسی يې له طالبانو سره کار کوي. هغه له ډاره له خپلې سيمې څخه وتښتېد.»
ميرزاگل وويل، نورې ٢٠ کورنۍ ورته معلومې دي چې د امنيتي پوځونو له ډاره د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ايستل شوې او په نورو ولايتونو کې اوسيږي.
نوموړي وويل: «که چېرته امنيتي پوځونه مو شگنجې او ځورولو ته دوام ورکړي، نو له طالبانو سره به يوځای شو.»
ځينې نور وايي، هغوی د امنيتي پوځونو له خوا له دې امله ډارول شوي چې د مخالفانو تر کنترول لاندې سيمو څخه راغلي.
پنځه شپېته کلن غلام محمد د پروان ولايت د سياگرد ولسوالۍ په «غارو» سيمه کې ژوند کوي. دا سيمه د طالبانو په ولکه کې ده. هغه وويل، هر مهال چې د ولايت مرکز ته ځي، د امينتي ځواکونو تر شک لاندې وي.
هغه وويل: «څو څو ځلې امنيتي ځواکونو بندي کړی يم او پوښتنه يې راڅخه کړې: ولې له داسې سيمې څخه ښار ته راځي چې د طالبانو په لاس کې ده؟ يوه پلا امنيتي ځواکونو آن نهه مياشتې بندي کړم. ورسته له هغه يې خوشې کړم چي هيڅ لاسوندي يې پر ما ونه موندل.»
د بشري حقونو د څارنې د ٢٠١٦ کال د رپوټ له مخې مخالفان ٨٠٠٠ ولسي وگړو ته د مرگ ژوبلې د رسولو مسؤول بلل شوي.
په ٦٨٧ مخيز رپوټ کې يادونه شوې چې حکومت د بشري حقونو په برخه کې لږ پرمختگ کړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون اجرايوي رئيس، موسی محمودي وويل: «د ولسي خلکو د ژوند او شتمنيو ساتنه بايد په سياسي او پوځي عملياتو دواړو کې يو لومړيتوب وي. له بده مرغه دې ټکې ته پام نه کيږي. دا موضوع بايد له ريښې ښه شي او سمون ومومي.»
د پروان ولايت د عالمانو د شورا مشر، مولوي عبدالرحيم شاه حنفي وويل، قران غچ اخيستل منع کړي دي. دا کار دولتي او مخالفانو دواړو ته راجع دی.
هغه وويل: «اسلام په جگړې کې ښکېلو لورو ته اجازه نه ورکوي چې پر ولسي او بېچاره خلکو بريد وکړي او مرگ ژوبله ورته واړوي، چې په جگړې کې يې برخه نه وي اخيستي، آن که دا ولسي خلک کافر او غير مسلمان هم وي.»
د پروان ولايت د والي مرستيال، شاه ولي شاهد اعتراف وکړ چې د امنيتي پوځونو کارکوونکي په نښه شوي، خو له دې يې غاړه وغړوله چې گوندې غچ اخيستونکی اقدام سرته رسېدلی وي.
هغه وويل: «طالبانو د امنيتي پوځونو د کورنيو څو تنه غړي وژلي دي، خو حکومتي چارواکو د طالبانو خپلوان نه ځورولي او نه يې ورته گواښونه کړي دي. د هغوی دعوه بې بنسټه ده.»
داسې بريښي چې د پروان ولايت امنيه قوماندان، محمد زمان مموزی د هغه ضد خبره کوي. نوموړي د يوې پېښې يادونه وکړه چې څو مياشتې دمخه رامنځته شوې وه.
هغه وويل: «پروسږکال د پروان ولايت په سياگرد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو خپلوان طالبانو يرغمل نيولی و. افغان پوليسو د طالبانو يو خپلوان برمته کړ. له څو ورځو وروسته کله چې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو د خپلوانو غړی خوشې کړ، پوليسو هم په بدل کې د طالب جنگياليو د خپلوانو غړی خوشې کړ.»
آی ډبليو پي آر همدارنگه له هغو لسگونو کورنيو سره مرکې کړي چې طالبانو ورته گواښونه کړي دي. وسله واله ډله هم دغه تورونه ردوي.
د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد وويل، دا دولتي پوځونه دي چې انتقامي بريدونه او غچ اخيستونکی کمپاينونه سرته رسوي.
نوموړي آی ډبليو پي آر ته د تيليفون پر ليکه په يوې مرکې کې وويل: «د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د شينواري، سياگرد او کوه صافي په ولسواليو کې د طالبانو د خپلوانو دېرش تنه غړي شکنجه شوي، ټپي شوي او آن وژل شوي.»
نوموړي په دوام وويل: «که چېرته د امنيتي پوځونو د خپلوانو غړي زموږ د ډلو له خوا شکنجه شي، وځورول شي يا ټپي شي، موږ د دغه راز پېښو څېړنه کوو. زموږ پاليسي موږ ته اجازه نه راکوي چې له دغو کورنيو سره ناوړه چلند وکړو.»