د مجاهدينو د برياليتوب د ورځى په نمانځنه کى هيجان نه و
ډير لږوکابليان و چى د ښار د پخوانيو حکمرانانو د لاس ته راوړنو د يادونى په اړه يي د نمانځنو لپاره هيجان درلود.
د مجاهدينو د برياليتوب د ورځى په نمانځنه کى هيجان نه و
ډير لږوکابليان و چى د ښار د پخوانيو حکمرانانو د لاس ته راوړنو د يادونى په اړه يي د نمانځنو لپاره هيجان درلود.
دا اوونۍ د مجاهدينو د بري ورځ د نورو ملي رخصتيو په شان عادي او له سمبوليزم ډکه وه. خو د ډيرو ښاريانو لپاره دغه تصور هغه ترخه يادونه راياد کړل چى د کمونستانو له شړلو وروسته د مجاهدينو په وخت کى تر سره شوي.
د دغى رخصتۍ موخه د ١٩٩٢ کال د اپريل د ٢٨ نيټى ياددونه وه، يعنى هغه ورځ چى مجاهد ځواکونو له کمونست رژيم څخه چى د مسکو له خوا يي ملاتړ کيده او ١٣ کآله يي حکومت وکړ، د پلازمينى کنترول تر لاسه کړ.
دغى ترخى او اوږدى جګړى له ټولو سيمو او مليتونو څخه افغانان د يوى ګډى داعيي لپاره سره راوکښل. که څه هم له برياليتوب وروسته، په هيواد کى سم له لاسه څلور کلنه کورنۍ جګړه پداسى حال کى پيل شوه، چى د مجاهدينو مشران د واک لپاره يو د بل پر ضد په ناوړه توګه سره په جګړه شول.
افغانان يو متل لري: روسانو کابل وران نه کړ، خو دا کار يي د مجاهدينو په لاس وکړ. د کمونستانو د واکمنۍ پر مهال ، دغه ٢٥٠٠ کلن ښار وساتل شو او پراختيا ورکړ شوه. خو د مجاهدينو د جګړى پر مهال، نژدى ٦٠٠٠٠ ښاريان ووژل شول او د ښار ډيرى تاريخي ودانۍ د جګړى، ډزو، سوځونى ، لوټ او تالان له امله ونړيدى او ورانى شوى.
اوس چى د پخواني شمالي اعتلاف عسکر او قومندانان چى د طالبانو پر ضد وجنگيدل او ځانونه لاهم مجاهدين بولي، د دفاع او کورنيو چارو په وزارتونو کى لاهم دندى لري، اوسيدونکي د ځنيو عسکرو او پوليسو له خوا د واک د ناسمى کاروونى او فساد په اړه شکايتونه کوي.
د اپريل په ٢٨ نوي پوځ څخه له ٣١٠٠ څخه زياتو عسکرو د استقلال په جاده يا د خپلواکۍ په کوڅه کى رسم ګذشت يا پريډ وکړ چى د هغه په ترڅ کى د عيدګاه له جومات څخه چى لوى جومات دى او په ځانګړو مراسمو کى کارول کيږي د محمود خان څلور لاري ته ، چى يو جنرال و او د برتانيا پر ضد جنګيدلى وخوځيدل.
د جومات د شاو خوا ځمکه د ورانو شويو ودانيو له پاتى خاورو او ډبرو څخه انبار ده چى د کورنۍ جګړى پر مهال وران شوي و. او د ښار پورته برخى ته وکتل شي په لږ واټن کى د نادرشاه مقبره ده ، چى د مجاهدينو له خوا په زياته پيمانه تالا شوى.
په دغه رسم ګذشت کى عادي خلکو ته اجازه نه وه ورکړ شوى. خلکو يوازى له راديو او تلويزن څخه معلومات تر لاسه کولى شو، چى هغه هم يوه کوچنۍ لږکۍ ده چى راديو او تلويون لري. په دغه نمانځنه کى سخت امنيت د افراطيونو له خوا د متداوم بريد او حملى منعکسونکى دى.
د کابل په مرکزي برخه کى دوکاندارانو پداسى حال کى شکايت کوه چى پوليسو ورته حکم کړى و چى د دوکانو مخه پاکه ، يو ملي بيرغ وځړوي، او د سهار له خوا دوکانونه وتړي.
دوى حتى په دى ډاډ نه درلود چى په څه ډول بيرغونه وځړوي. د بيلګى په توګه ځنيو په عمودي ډول د ځړولو پر ځاى په افقي ډول له تور، سور او زرغونه پټۍ سره ځړولى و څرنګه چى د ظاهرشاه په وخت کى و.
په بيرغ کى تور رنګ په افغانستان کى د ظلم او زياتي تاريخ څرګندونه کوي. سور د هغو د وينى استازيتوب کوي چى د خپلواکۍ لپاره جنګيدلي دي، او زرغون د اسلام او خپلواکۍ.
داسى ښکاريده چى ډيرو ښاريانو په نمانځنو کى دلچسپي نه درلوده، او ډيرو لږو ميلى کولى ، ځکه ميلى اکثره د کورنيو د عمومي رخصتيو ، برخه جوړوي. خلکو ويل دوى د خپلواکى د ورځى نمانځنۍ ته ترجيع يا لومړيتوب ورکوي.
د افغانستان د ملي سرود د غږولو پر مهال، عسکرو د توپچي ٢١ ډزى وکړى. خو د ځنيو اوسيدونکو لپاره، دغه غږ د کورنۍ جګړى پر مهال د ورځنۍ بمبارۍ يادونه کوله، چى ښار نه شو کولى آن خپل مړي ښخ کړي.
د قند آغا په نامه يوه دوکاندار چى ټول عمر په پلازمينه کى اوسيدلى او له خپل عمر څخه چى ٤٥ کاله دى مشر ښکاري وويل: دا هغه ښار دى چى د مجاهدينو په نوم وران شو. او نن دوى دلته نمانځنى کوي موږ د هغو توغنديو تبادله نه شو هيرولى چى د کابل د ورانۍ او د ښاريانو د مړينى سبب شول.
په ولاړو کسانو کى چى د رسم ګذشت ننداره يي کوله پنځه تنه مجاهد مشران و چى د شوروي د اشغال پر ضد جنګيدلي چى پکښى برهان الدين رباني هم و چى د کورنۍ جګړى پر مهال ولس مشر او دجمعيت اسلامي د ډلى مشر و. هغه مهال چى طالبانو واک تر لاسه کړ او هغه يي له کابل ويست، هغه د شمالي ټلوالى مشر شو.
د مجاهد کيدو افتخار په تيره لسيزه کى له منتځه ولاړ، او اوس ځينى کابليان دا کلمه له کرکى سره يادوي. کله چى دوى رښتوني مجاهدين وايي نو هغوى ته اشاره کوي چى له شورويانو سره جنګيدلي.
٤٠ کلن مياه ګل يو له دغو جنګياليو څخه و. هغه د ١٤ کاله جګړى پر مهال پر پښى ټپي شو، او د د ١٩٩٢ کال د اپريل د مياشتى د برياليتوب له امله ډير خوشحاله شو. خو هغه مهال چى کورنۍ جګړه پيل شوه نو هغه په جګړه کى برخه وا نه خيسته، ځکه هغه باور لري چى د خپلو تر منځ جګړه ګناه ده. د جنګ پر ځاى هغه د شاتو يا عسلو مچۍ ساتلى.
١٨ کلن حبيب اله وايي ، هغه د نمانځنو په فکر کى هم نه دي او د خپل خوړو پلورلو په دوکان کى ډير بوخت دى. هغه وايي زه پخپله کورنۍ کى ٨ يتيمان ساتم، او که چيرى زه ٣٠ افغانۍ (٦٠ امريکايي سنټه) وګټم، نو زه ١٠ ډوډۍ پرى رانيولى شم.
خو د ٦١ غونډ افسر جګړن روزه دين د دغى رخصتى پر نمانځنه خوښ و او وياړ يي کوه. هغه د جنگ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د روسانو پر ضد له جهاد وروسته موږ هڅه وکړه چى حکومت جوړ کړو او لا يي هم دفاع کو.
هغه وايي : اوسني بهرني قواوى دلته د سولى د راوستو لپاره راغلي، او که د بل څه لپاره راغلي وي نو موږ کولى شو د هغوى مخه ونيسو تر څو له خپلى آزادۍ څخه محرومه او بى برخى نه شو.
د کابل د پوليسو چارواکى محمد موسى چى د ١٩٨١ کال راهيسته د کورنيو چارو په وزارت کى کار کوي وويل، هغه خوښ و چى دا نمانځنه په سوله اييز ډول تر سره شوه. خو هغه د کمونستانو د پير په رايادولو وويل: د ١٩٩٢ کال څخه وړاندى نمانځنى ښى وى. د کابل حالت د نن په شان نه و. خلک بى کوره نه و، او د خلکو تنخواه ګانى کافي وى. که څه هم هغه وويل: اوس چى جنګ نه شته دا هم ښه خبره ده.
د ولس مشر حامد کرزي وينا کورنيو جګړو ته مبهمى او ناڅرګندى اشارى وکړى. هغه وويل: زموږ د شهيدانو هيلى تر سره نه شوى او دليل يي داخلي او بهرني طوطعى وى.
کرزي د يوه داسى ملت په يو ځاى کولو يا يو موټي کولو کى ستونځى درلودى او په هم هغه کچ چى غرونه يي ناهمواره دي په هم هغه کچ د سياسي او توکميزه توپيرونو له امله ويشل شويدى. دا د دى لپاره و چى اکثره د هغه احکام نه پلي کيږي آن دننه په کابل کى.
خو هغه د ملي يووالي غوښتنه وکړه ، او ويي ويل، اوس د دى وخت رارسيدلى چى يوه بل ته لاس ورکړو او د بيا ودانونى په جهاد کى برخه واخلو.