په افغانستان کې په ښوونځيو کې د زهر شيندلو راز

په داسې حال کې چې بريدونه دوام لري، يو شمېر کورنۍ وايي له ښوونځيو څخه د خپلو لوڼو له ايستلو پرته بله چاره نه لري..

په افغانستان کې په ښوونځيو کې د زهر شيندلو راز

په داسې حال کې چې بريدونه دوام لري، يو شمېر کورنۍ وايي له ښوونځيو څخه د خپلو لوڼو له ايستلو پرته بله چاره نه لري..

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه

لا تر اوسه هم په افغانستان کې د نجونو په ښوونځيو کې د زهرو د شيندلو تر شا د لاس د لرلو خبره پټه پاتې ده. ميندې او پلرونه ښوونځيو ته د خپلو لوڼو د لېږلو له امله ورځ په ورځ پسې ډاريږي. ښکاري چې په دې بريدونو کې له ګازو څخه کار اخستل شو ى وي

په يوې تازه پېښې کې په کابل کې د اګست د مياشتې په ٢٨ د ذبيح الله عصمتي د ښوونځي ٤٨ تنه زده کوونکي او ښوونکي، په همغه سيمې کې د زهرجن ګاز له امله مسموم شول، چې درې ورځې دمخه پکې هم په ورته بريد کې په لسګونه زده کوونکي مسموم کړاى شوي وو.

د ليسې مرستيالې، منيژې آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه سهار له يو دهليز څخه تېرېده چې يو ناشنا بوى يې تر سپږمو شو. . ښوونکو او زده کوونکو په چغو پيل وکړ او هغه په منډه له هغه ځايه ووته.

هغې وويل: "کله چې بېرته په هوښ راغلم، نو په روغتون کې وم."

له تېرو دوو کلونو راهيسې د پروان، سرپل، بلخ، کندهار، کندوز، غزني او کاپيسا په ولايتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي. په دې پېښو کې څوک مړه شوي نه دي، خو نجونې  بېحاله او پرکاله شوي او کانګې يې کړي دي.

له دې پېښو څخه د يوې مسؤوليت هم چا پر غاړه نه دى اخيستى. 

په کابل کې د وروستي بريد په اړه د غبرګون پر مهال  د پوهنې وزارت وياند، ګل اغا احمدي وردګ وويل په دې اړه پلټنې لا تر اوسه  روانې دي. 

هغه وويل: "موږ ويلاى شو چې دا کار د پوهنې او د افغانستان د پراختيا د دښمنانو کار دى."

د کورنيوچارو د وزارت وياند، زمري بشري وويل، پوليسو په کابل کې د زهرو له شيندلو سره په تړاو کې تر ګومان لاندې يو شمېر خلک نيولي ، خو تر دې زيات  رسنيو ته څه نشي ويلاى." 

هغه وويل: "د کورنيو چارود وزارت مشرتابه پوليسو ته امر کړى چې د زده کوونکو د مسموميت د موضوع په اړه جدي پلټنه وکړي." نوموړي زياته کړه، د مسموم شوو افرادو د وينو سمپلونه د چيک لپاره لابراتوار ته استول شي دي.

د عامې روغتيا د چارو مسؤولينو وويل د کابل او کندوز په ولايتونوکې په ورته پېښو کې پلټونکو په وينه کې د اورګانوفاسفيټ توکي او پاتې شونې موندلي دي. 

د عامې روغتيا د چارو د وزارت وياند، نور اوغلي وويل: "موږ سمپلونه ترکيې ته استولې ترڅو ومومو چې د مسموميت په پېښوکې کوم راز کيمياويي توکي کارول شوي دي."

ارګانو فاسفيټ معمولا پر کروندو باندې په شيندل شوو درملو کې کاريږي او که څوک هغې ته ورنژدې شي، نو پرکالي، کانګې او تنفسي ستونزې ورته پيدا کيږي.

طالبانو د مسموميت د پېښو مسؤوليت پر غاړه نه دى اخيستى.  د [طالبانو د] غورځنګ يو وياند، ذبيح الله مجاهد په يوې تليفلوني مرکې کې آى ډبليو پي آر ته وويل،  داسې بريدونه بيخي منعه دي. 

هغه وويل: "سره له دې چې موږ د جګړې په شرايطو کې د نجونو له زده کړې سره مخالف يو، خو موږ د بيګناه نجونو او هلکانو مسمومول غندو او که د هغې سرته رسوونکو مو ونيول نو سزا به ورکړو.":  

ليکوال او سياسي شنونکي، وحيد مژده وويل  هغه  هم باور نه لري چې ګوندې طالبان به په مسموميت کې لاس ولري.

هغه وويل: "کېداى شي ددې پېښې تر شا د طالبانو د مخالفينو لاس وي. هغوى غواړي د طالبانو په وړاندې په داسې حال کې دښمني زياته کړي چې د سولې خبرې روانې دي." نوموړي زياته کړه، ياغيان پر خپلو دښمنانو باندې د بريد نورې لارې چارې لري.

داسې بريښي بريدونو خپلې موخې، چې د نجونو د زده کړې مخنيوى دى،  ترلاسه کړي وي.

سميع الله چې لور يې د ذبيح الله  عصمتي د ښوونځي زده کوونکې ده، وويل که وضعه سمه نشي نو کېداى شي خپله لور ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي.    

هغه وويل: "دا په ټوليز ډول د حکومت نيمګړتيا ده. هغوى د چاودنو مخه نشي نيولاى، هغوى ښوونځي خوندي کولاى نشي او که وضعه همداسې دوام ومومي، نو هيڅکله به مې لور پرې نږدم چې ښوونځي ته لاړه شي. زما د  لور ژوند د هغې له زده کړو څخه ډېر مهم دى."

د کاپيسا د ولايت د افتابې د ښوونځي يوې زده کوونکې، ليلما وويل، له هغه راهيسې چې دوه مياشتې دمخه زهر وشيندل شول، په ښوونځي کې د زده کوونکو شمېر لږ شوى دى.

هغې وويل: "زموږ په ښوونځي کې ٦٥٠ نجونو لوست کاوه. خو له هغه پېښې راوروسته د هغو نجونو شاوخوا نيمايي ښوونځي ته نه راځي."

د غزني ولايت د خشک د سيمې اوسيدونکي، حکمت الله وويل  دلته او په نوروځايونو کې د مسموميت له څو پېښو وروسته ١٣ تنه ماشومان خپلو ميندو او پلرونو له ښوونځيو څخه ايستلي دي.

هغه وويل: "ما خپله خورزه، چې د شپږم ټولګي زده کوونکې وه، ښوونځي ته پرې نښوده. که چېرته زموږ  د نجونو عزت او امنيت خوندي نشي، نو زده کړه به يې څه ګټه ونه لري."

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists