نهيلو او ناخوښه افغانانو طالبان وشړل
په شمال ختيځو سيمو کې له هغه وروسته ياغيان وشړل شول، چې د سړک جوړولو پروژه يې بنده کړه.
نهيلو او ناخوښه افغانانو طالبان وشړل
په شمال ختيځو سيمو کې له هغه وروسته ياغيان وشړل شول، چې د سړک جوړولو پروژه يې بنده کړه.
په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمد فهيم ليکنه
د کاپيسا ولايت د نجراب د ولسوالۍ اوسيدونکو د طالبانو په وړاندې په يو غيرعادي مقاومت کې هغوى هغه مهال له خپلو سيمو څخه وشړل چې د بيارغاونې په کارونو کې يې له لاسوهنې څخه سپږمو ته راغلل.
د افغانستان په شمال ختيځ کې د کاپيسا ولايت زياته برخه د طالبانو ترګورت لاندې راغلې وه، خپل قانون يې نافذ کړى او زياتره د مرستندويو پروژو د پلي کېدو مخه يې نيوله.
د يو قومي مشر، ٥٣ کلن تورخان د وينا له مخې هغه مهال په نجراب کې موازنه خرابه شوه، چې طالبانو د خوستي د سړک د جوړولو د شرکت دوه تنه انجينران وتښتول.
قومي مشرانو او د نوموړي شرکت د امنيت څانګې طالبانو ته يو ليک واستاوه او ګوته يې ورته وڅنډله چې که انجينرانو ته کوم زيان ورسېد، نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
تورخان وويل: "طالبانو د اخطار له امله انجينران ونه وژل، خو د خلاصون په وړاندې يې د پيسو غوښتنه وکړه."
نوموړي وويل، له هغه وروسته چې ځايي خلکو له افغان چارواکو سره اړيکې ونيولې، "موږ ته وسلې راکړل شوې او د هغوى [طالبانو] په وړاندې مو جګړه پيل او انجينران مو خوشې کړل."
هغه زياته کړه، د طالبانو قوماندان ، چې په سيمه کې د ياغيانو له فعاليت څخه ناخوښه و، د خپلو پخوانيو ملګرو په وړاندې يرغل کې د سيمې له خلکو سره ملګرى شو.
تورخان وويل: "د نجراب د ولسوالۍ د طالبانو د ملاتړ لپاره له نورو ولسواليو څخه طالبان راغلل، خو ګټه يې ونه کړه. په پاى کې هغوى له نجراب څخه وتلو ته اړايستل شول."
د خوستي د سړک ودانولو د شرکت امنيتي مشر، اکبر جبار وويل، دواړو لورو ته د اګست د مياشتې د ٢٨ نېټې په جګړې کې مرګ ژوبله واوښته. له هغه وروسته ياغيان وتښتېدل.
هغه وويل، سيمه اوس خوندي ده. د ودانولو کارکوونکي ډاډه دي چې د خلکو ملاتړ ورسره دى او د ودانولو کار به دوام ومومي.
هغه وويل: "زموږ د انجينرانو له تښتولو وروسته دا پېښه څرګندوي چې خلک د خپل هېواد له ودانولو سره ډېره مينه لري. دا يو لوى درس دى. موږ بايد تل پر خلکو ډډه ولګوو."
د نجراب ولسوال، سلطان محمد ساپي وويل، له غبرګون ښودلو ډېر خوشحال شوم.
هغه وويل: "د طالبانو په وړاندې د خلکو غبرګون څرګنده کړه، چې هغوى له خپله هېواد سره مينه لري او غواړي د ودانۍ شاهد يې اوسي. هغوى پتېلې د هغه چا په وړاندې ودريږي، چې د بياودانولو د کار په مخکې خنډ کيږي. دا له حکومت څخه د هغوى د ملاتړ ښه بېلګه ده."
د طالبانو يو قوماندان د نوم د نه ښودلو په شرط آى ډبليو پي آر ته وويل، ياغيانو ځکه د سړک د جوړولو د کار مخه ونيوله چې امريکايانو پر هغې ګزمې کولې او د ياغيانو په وړاندې يې عمليات کول.
هغه وويل، د نجراب په پېښه کې "موږ ددې لپاره سيمه پرېښوده چې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله ونه رسيږي. زموږ پلان دادى چې ځايي خلک وپوهيږي او که خداى کول، په نژدې راتلونکې کې به بېرته سيمه تر خپل کنترول لاندې راولو."
د نجراب ولسوالۍ د امنيت امر. عبدالغفار حيدري ټينګار وکړ چې دا کار نه کېدونکى دى او له طالبانوسره به د خلکو دښمني دوام ولري.
هغه وويل: "موږ ډاډمن يو طالبان ددې وړتيا نه لري چې نور عمليات ترسره کړي او سيمې ته راننوزي. زموږ مرکز د طالبانو د عملياتو د مخنيوي وړتيا لري. که داسې کوم يو کار پېښ هم شي، ايتلافي پوځونه او ملي اردو به زموږ مرستې ته راودانګي. که اړتيا پېښه شوه، نو مرسته به ترې وغواړو."
تورخان وويل، سره له دې چې د نجراب پر ولسوالۍ د طالبانو د ډېر ژر بريد ګواښونه رارسيدلي، خو ځايي خلک نه ډاريږي.
هغه وويل: "زموږ ټوپکونه هم ګولۍ لري. هغه مازې کوتکي نه دي."
ځايي خلک وايي، اوسيدونکي له طالبانو سره د بهرنيانو له ملګرتيا وروسته له زياتو ستونزو سره لاس ګرېوان شول. د هغوى په اند بهرنيان عربان، پاکستانيان، ازبيکان او چيچنيايان وو.
د ٦٥ کلن شاه اغا په نامه يو قومي مشر، خپه برېښېده، شاوخوا ترې يوه ډله وسله وال ځوانان ولاړ وو او ياغيان يې غندل، ويې ويل: "په سر کې هغوى افغاني طالبان وو، له موږ سره يې په پرتله ييز ډول ښه چلن کاوه او د بياودانولو د فعاليتونو په وړاندې يې مخالفت نه کاوه."
"وروسته چې کله بهرني طالبان راغلل، حکومتي او د مرستندويو موسسو د کار کوونکو په وهلو ډبولو يې پيل وکړ. آن هغه يو شمېر خلک يې ووژل چې د جاسوسۍ ګومان يې پرې کاوه. له بهرنيو طالبانو سره زموږ خپل طالبان هم ظالمان شول. له خلکو سره يې په داسې يوې لارې چلن پيل کړ چې تر هغې دمخه يې نه کاوه. د بېلګې په توګه، له خلکو يې ډوډۍ غوښتله او جامې يې پرې پرېمنځلې."
شاه اغا له غوسې څخه خپله پګړۍ پر ځمکې وويشته او په دوام يې وويل: "ګاونډي هېوادونه، نه غواړي زموږ هېواد ودان شي. آيا موږ انسانان نه يو؟ آيا موږ سړکونو، کلينيکونو، ښوونځيو، روغتونونو، ډاکټرانو او انجينرانو ته اړتيا نه لرو او د يو پرمختللي او عصري ژوند حق نه لرو؟ ترڅو به خپل ناروغ د لسو تنو په واسطه په کټ کې عمومي سړک ته [پر اوږو] راوباسو؟"
سياسي شنونکي احمد سعيدي وويل، افغان حکومت بايد دا پېښه په پام کې ونيسي او زيار وباسي خپل دريځ پياوړى کړي. که ياغيان له هغه حکومت سره وجنګيږي، چې د خلکو ملاتړ ولري، هيڅکله نه بريالي کيږي. .
سعيدي زياته کړه: "دا د [ولسمشر حامد] کرزي د حکومت لپاره يو ښه درس دى. هغه بايد له دې پېښې عبرت واخلي. هغه بايد پر حکومت د خلکو باور زيات کړي، خلک بايد له حکومت سره ډېر واټن ونه لري او پرخلکو ډده ولګوي."
افغانانو په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رانسکورېدو تود هرګلى وکړ، خو له هغه راهيسې له رامنځته شوي پرمختګ څخه خواشيني دي.
زيات شمېر خلک شکايت کوي چې پخواني جنګ سالاران لا تر اوسه زور چلوي او [حکومت] تر فساد لاندې کږيږي. ولسي خلکو ته زياتې مرګ ژوبلې، چې زياتره په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو په غاړو اچول کيږي، د خلکو او سياسي ادارې تر منځ درز پيدا کړى دى. .
سعيدي له دې سره موافقه لري چې دا پېښه به د طالبانو راتلونکى برياليتوب په نښه کړي.
هغه وويل: "که خلک له حکومت سره د نجراب د ولسوالۍ په څېر په نورو ځايونو کې ملاتړ وکړي، نو د حکومت مخالفين به پاتې راشي... حکومت دې ته اړتيا لري چې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي او مخالفينو ته ماتې ورکړي."
دا لا څرګنده نه ده چې آيا طالبان به نجراب ته د راستنېدو هڅه وکړي، که نه، خو خلک وايي، خوشحال دي چې له هغوى څخه بېغمه شول.
د پچغان اوسيدونکى، ٢٢ کلن احمدشاه وايي له نوې لاسته راغلې ازادۍ څخه خوښ دى.
هغه وويل: "موږ به بازار ته د طالبانو له ډاره نه تلو.که چېرته به يې ونيولو، نو وژلو به يې. اوس له ډار پرته د ورځې او آن د شپې له خوا بازار او د ولسوالۍ مرکز ته ځم."