د دماغي ستونځو د علاج لپاره سخته درملنه
هغه کسان چى رواني ستونځى لري په يوه زيارت کى په ځنځير تړل کيږي، او په دى هيله دي چى دوديزه طريقى به يي روغ کړي.
د دماغي ستونځو د علاج لپاره سخته درملنه
هغه کسان چى رواني ستونځى لري په يوه زيارت کى په ځنځير تړل کيږي، او په دى هيله دي چى دوديزه طريقى به يي روغ کړي.
دل آغا چى له ملا څخه له يوى ونى څنګ ته ناست په ځنځير تړل شوى و، او د خپلو خوړو لپاره په انتظار کى و چى هغه وچه ډوډۍ ، مالګه او تور مرچ و.
وخت او ناوخت به يي هڅه کوله چى پر هغه بل سړي ډبرى وولي چى له څنګ ته ونى سره تړلى و او سندرى يي ويلى.
دا لسمه ورځ وه چى دل آغا په زنځيرونو تړلى و، او نورى ٣٠ ورځى لا پاتى وى. هغه ډيرى زارۍ وکړى چى کور ته ولاړ شي، او ويل چى زه اوس ښه يم. زه به د پرهيز په تعقيب سره دا پاتى ورځى په کور کى تيرى کړم. دا به ښه وي ځکه خلک مى دلته اذيت کوي.
دل آغا يو له ٥ کسانو دى چى په افغانستان کى د ميا علي بابا په زيارت کى له ونى سره په زنځير تړل شوى دى، خو يوه هم کوم جرم نه دى کړى. پر دوى د دماغي ناروغۍ د درملنى پروګرام پر مخ وړل کيږي.
دا زيارت چى د جلال آباد ختيځ لور ته ٣٠ کيلومتره ليرى د ثمرخيلو په سيمه کى دى، له ٣٠٠ څخه زيات کلونه يي له موجوديت کيږي، چى د هغو کسانو درملنه هلته کيږي چى په دماغي ناروغيو اخته وي او يا پرى پيريان او نورى ارواه ګانى ناستى وي.
افغانان خپلى کورنى له ليريو ځايونو لکه د افغانستان له شمال، پاکستان او ايران څخه دلته راولي ځکه دوى په دى باور دي چى درملنه به موثره وي او يا هم دوى کوم بل متبادل نه لري.
سربيره پر دى چى ٤٠ ورځى له زنځيرونو سره تړلي وي او محدود پرهيز کوي، ناروغانو ته اجازه نه شته چى خپلى جامى بدلى کړي او يا هم صابون وکاروي. د دوى ويښتان او نوکان بايد پرى نه شي. يو موظف کس د دوى شاوخوا پاکوي.
دا درملنه کلک مذهبي جز لري، مجاورين له قران څخه ايتونه ناروغ ته لولي، او بيا تاويزونه چى پرى د قران آيتونه ليکل شوي ور په غاړه کوي.
د جګړى، وچکالۍ او بى ورزګارۍ په کلونو کى په افغانستان په دماغي ناروغيو د اخته کسانو شمير زيات شوى. د جلال آباد په روغتون کى درى يا څلور تنه ذهني ناروغان په يوه داسى خونه کى اچوي چى د يوه کس لپاره وي، پداسى حال کى چى نور بيا بهر له ونو سره تړلي وي. ډيرو دغو کسانو ته لږه توجه کيږي.
کابل يو روغتون لري چى عصري درملنه پکښى کيږي، خو يوازى د ٦٠ بسترونو سره د خلکو غوښتنو ته ځواب نه شي ويلى. ډير لږ ډاکتران په دغه برخه کى روزل شوي او دغه راز ډير محدود درمل پيدا کيدى شي.
د ميا علي بابا په زيارت کى درمل او مشورى ورکول نه شته. لومړنۍ تګلاره همدا ګوښيتوب او محدود پرهيز او عبادت دى. همدا تګلاره د افغانستان د نورو برخو په کوچنيو زيارتونو کى هم کارول کيږي.
د زيارت بنسټ د ميا سيد علي شاه له خوا ايښودل شوى چى د ميا علي بابا په نامه شهرت لري چى په ١٦٢٥ کال کى زيږيدلى و. هغه ته د يوه سپيڅلي کس په توګه درناوى کيږي، او کومه درملنه چى هغه ښوولى له يوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شوى.
دوى د صوفيزم د چشتي ښوونځي تګلاره تعقيبوي چى د اسلام په دين کى موهومي مذهبي برخه ده. د زيارت چارى د نژدى ٧٠ کورنيو د غړو له خوا پرمخ وړل کيږي چى په جلا وقفو کى د ناروغانو ساتنه کوي.
همدارنګه هلته هره ورځ د شخصي ناروغيو او ستونځو د حل د مرستى لپاره خلک راځي.
غلام حيدر مياخيل چى ٤١ کلن دى اوس د دغه ځاى ساتونکى هم دى. هغه وويل پداسى حال کى چى د ميا کورنۍ لاهم د چشتي له اصل ميتود څخه کار اخلي ، دوى په رښتيا سره هم نه پوهيږي چى ميا صاحب څه ډول دى ته وده ورکړه، ځکه له هغه راهيسته هيڅوک هم داسى توانمندي نه لري چى هغه درلوده.
دا دهغه يوازينۍ دنده ده. هغه وويل: زه ځمکه نه لرم چى خپله کورنۍ پرى وساتم. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل زه په زيارت کى د خپل کار له امله چى په بيلا بيلو وقفو کى يي تر سره کوم عوايد لاس ته راوړم. د ناروغانو کورنى د درملنى لپاره د ورځى ٣٥ کيلوګرامه غنم او ٥٠ پاکستاني روپۍ چى ٨٥ سنټه کيږي ورکوي.
د کورنۍ بل غړى ٦٠ کلن ميا عفا ګل د تعويذونو د ورکولو او د آيتونو د لوستو مسوليت لري. هغه وويل د ناروغانو شمير په سرعت سره کميږي. اوس د ورځى له ٦٠ څخه زياتى کورنى زيارت ته نه راځي.
د ګاونډي کلي چاردهي د روغتيايي مرکز مشر ، ډاکتر ګل حبيب حسيني فکر کوي د هغو کسانو شمير کميږي چى په زنځير تړل کيږي ځکه د افغانستان په دغو برخو طبي آسانتياوى ښه کيږي.
هغه وويل، تير کال زيارت ١٨ ناروغان تړلي. حسيني په زيارت کى د شرايطو په هکله انديښمن دى ، په ځانګړي توګه چى هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي چى ناروغ ته درمل ورکړي.
هغه او نور ډاکتران وايي په دغه اعلاج درملنه نه کيږي، که څه هم ښايي داسى ښکاره شي چى ګټور اغيز لري، ځکه ناروغان کمزوري او خاموشه کيږي.
خو غلام حيدر د ډاکتر ادعاوى ردوي چى دا درملنه موثره نه ده او وايي، په تيرو ١٠ کلونو کى ما ٥٥ کسان د ٤٠ ورځو لپاره تړلي او ٤٥ يي روغ شوي. هغه وويل، د دى لپاره چى اغيز ولري بايد درملنه په شديده توګه تعقيب شي.
فضل رحيم ناصري چى د ننګرهار د طب په پوهنځي کى د سايکالوژي يا ارواح پوهنى استاد دى څرګندوي ، د هغو کسانو ډيرى چى داسى ښکاري روغ شوي ، هيڅکله هم په دماغي ناروغۍ اخته نه و، ځکه دوى دلته له دى امله راوړل کيدل چى په کورونو کى ستونځو دوى په غصه او ستومانه کول.
ناصري وويل: هغه کسان چى په رښتيا سره ناروغه دي، دا درملنه يوازى يوه وقفه ده. ليوني کسان چى ډير په حرکت کى وي او د وينى فشار يي لوړ وي ، د تور مرچو او وچو خوړو په ورکولو په زيارت کى کمزوره کيږي . او هغه مهال چى د دوى د حرکت کچ راولويږي، خلک فکر کوي چى دوى روغ شول. هغه زياته کړه د دوى دماغي ستونځى بيا بيرته راځي.
زموږ خبريال يوه ميرمن وليده چى په زيارت کى مړه شوى وه. د هغى خاوند هغه دلته راوړى وه، او فکر يي کوه چى هغه له دماغي پلوه ناروغه ده. هغه چا چى د هغى پاملرنه کوله په دى پوهيدلى و چى طبي درملنى ته اړتيا لري، خو مخکى له دى چى ډاکتر ته يوړل شي هغه مړه شوه.
له بهر څه د نظر اخيستو لپاره د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى له پيتر وينتيوجل سره خبرى وکړى چى د هيلت نيټ انترنيشنل د دماغي ناروغيو د پروګرام د هماهنګۍ مشر دى. هغه ډير ځله زيارت ته هغه مهال تللى چى د ننګرهار په ولايت کى يي د دماغي ناروغيو سروى کړى، او هغه دا مهمه بولي چى له سيمه اييزه خلکو سره داسى کار وشي چى د هغوى د دودونو او د کلتور لپاره د منلو وړ وي.
هغه فکر کوي ، داسى ښکاري چى زيارت له هغو خلکو سره مرسته کوي چى خپګان لري او يا هم پرى پيريان ناست وي.
هغه وويل: هلته ناروغان د يوازيتوب احساس نه کوي، او داسى فکر کوي چى له خداى تعالى څخه مرسته تر لاسه کوي. په زيارت کى خاموشي وي او دوى د نورو خلکو له شور څخه آزاده وي او ځکه نه په غصه کيږي. دا يو داسى چاپيريال دى چى خلک د کسانو خيال ساتي او هره ورځ شرايط ورته وي.
خو وينتيويجل د دماغي ناروغۍ، ذهني قضاياو او د مرګي ناروغيو د جديوالى په اړه چى کله نا کله يي په زيارت کى درملنه کيږي انديښمن دى.
هغه وويل: دا خلک درملو ته اړتيا لري . د ميا علي بابا په شان د مشهورو وليانو درناوى او هغه زيارتونه چى په معجزه يي ډول کار کوي ، په افغانستان کى د مسلمانانو د دودونو يوه منل شوى برخه ده. خو ډير زاړه پاله روحانيون دغو دودونو ته زيږ نظر کوي ځکه چى دوى ولسي دودونه چى اکثره د اسلام د دين له راتلو څخه وړاندى دي د دوديز مذهبي عقايدو سره ګډوي.
طالبانو دا زيارتونه خپلى افراطي تګلارى ته د سپکاوي په توګه ليده، او زيارتونو ته د تلو لپاره يي د خلکو د هڅونى مخه نيوله.
په جلال آباد کى د طورخم د هډى د جومات امام مولوي عبدالعزيز زموږ خبريال ته وويل: د ميا علي بابا په زيارت کى د خلکو تړل يو مشرکه دود دى . که چيرى څوک دا درملنه پخپله په زيارت پورى وتړي، نو دا د يوه ځاى له عبادت سره برابر وي ، او دا هغه څه دي چى اسلام يي محکوموي.
امام څرګنده کړه چى مسلمانان په سعودي عربستان کى د سپيڅلو ځايونو ليدو ته د دى لپاره نه ځي چى د معجزه اي علاج طمع کوي. هغه وويل: که چيرى دا ښه کار واى ، نو خلک به مدينى ته د پيغمبر (ص) زيارت ته ورتلل..