د ځوانانو مناظره: په کندوز کې د رايه ورکوونکو د خونديتوب ډاډ

د ځوانانو مناظره: په کندوز کې د رايه ورکوونکو د خونديتوب ډاډ

په افغانستان کې د محمد عيسی اريا ليکنه 

افغان امنيتي پوځونو په شمال [ختيځ] ولايت، کندوز کې رايه ورکوونکو ته ډاد ورکړی چې د ولسمشرۍ لپاره په دويم پړاو ټاکنو کې به د جون په ١٤ په خوندي چاپېريال کې رايه ورکړي.

په سيمه کې د پوليسو وياند، سيد سرور حسيني ادعا وکړه چې ياغيان وسلې او بشري ځواک نه لري چې له حکومتي پوځونو سره مخامخ جگړه وکړي او له دې امله يې خپله جگړه ييز تکتيک بدل کړی دی.

په کندوز کې د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې گډون کوونکو محصلان ته د وينا پر مهال هغه وويل، هغه ته همدا اوس رپوټ رسېدلی چې د مخالفينو په وړاندې د ورستيو عملياتو په اړه يې معلومات درلودل.

حسيني وويل، د طالبانو د ډلې ١٧ تنه جنگيالي د هغه په وينا "چاڼيزو عملياتو"کې وژل شوي، چې موخه يې ولسوالۍ دويم پړاو ټاکنو ته خوندي کړي.

هغه محصلانو ته وويل: "دمگړۍ، چې زه له تاسو سره خبرې کوم، زموږ پوځونه [د ياغيانو تر لاس لاندې سيمو کې] په چاڼيزو عملياتو بوخت دي. له نېکه مرغه موږ يو څو دقيقې دمخه يو رپوټ تر لاسه کړ چې په کندوز کې د طالبانو امنيتي مشر له خپلو ١٦ تنو جنگياليو سره ووژل شو."

د آی ډبليو پي آر مناظره د جون په پنځمه نېټه جوړه شوې وه او پر حسيني سربېره د ټاکنو د خپلواک د سيمه ييز کميسون د عامه پوهاوي د څانگې مشر، حميدالله بلوچ او د مدني فعال، رحمت الله حرمت يې ويناوال وو. 

حسيني د غونډې برخوالو ته وويل، امنيتي پوځونه ډاډمن دي چې رايه ورکوونکي به په خوندي چاپېريال کې رايه ورکړي. هغه وويل، طالبان يا له لرې واټن څخه پر حکومتي پوستو بريدونه کوي او يا د سړک د غاړې بمونه ږدي.   

هغه ټينگار وکړ پوليس د سړک د غاړې بمي چاودنو مخنيوی کوي. د سړک د غاړې د ماينونو د مخنيوي په موخه په کندوز کې څو عملياته سرته رسېدلي دي. 

حسيني وويل: "د مخالفانو د بريدونو د زياتوالي لامل د هوا تودوالی دی."نوموړو محصلانو ته پوليسو د خپل مرکز د تليفون شمېرې ورکړې چې په بيړني حالت کې له هغوی سره اړيکې ونيولای شي. نوموړي زياته کړه: "وسله والې ډلې په ونو او ځنگلونو کې ځانونه پټوي." 

له ويناوالو څخه د شفافيت او د ټاکنو په پايلو کې د درغليو د اغېز په اړه هم پوښتنې وشوې.

يو محصل، منهاج رحيمي وپوښتل، د اپرېل په پنځمه له لومړي پړاو ټاکنو څخه څه درس اخيستل شوی.

بلوچ وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون له هغو ستونزو وروسته په ولايت کې د رايې ورکولو ١١٨ نوي مرکزونه جوړ کړي، چې د رايې اچولو د مرکونو په وړاندې د خلکو اوږدې ليکې جوړې شوې. اضافي رايپاڼې هم د رايې ورکولو ٤٠ مرکزونو ته استول شوي دي.

هغه وويل: "له ټاکنيزو درغليو سره د مبارزې يوازنۍ لاره د نوماندانو، څارونکو او ولس په غاړه ده چې د رايې ورکولو څارنه وکړي."

همت زياته کړه: "زه باور لرم، د افغانستان هر فرد به د ټاکنو [له څار] سره مرسته وکړي."

محمد عيسی آريا د کندز پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists