نوى جومات به د ښځو شمير زيات کړي

لومړى جومات چى د ښځو د عبادت لپاره به امکانات برابروي د کابل په مرکز کى جوړيږي.

نوى جومات به د ښځو شمير زيات کړي

لومړى جومات چى د ښځو د عبادت لپاره به امکانات برابروي د کابل په مرکز کى جوړيږي.

د کابل تر ټولو نوى او ستر جومات چى دا اوس مهال يي د جوړونى چارى تر سره کيږي چى پکښى ځانګړى برخه هم په پام کى نيول شوى تر څو ښځى وکولى شي عبادت وکړي چى دا کار به په افغاني کلتور کى نوي ابعاد رامنځ ته کوي.


په افغانستان کى ډيرو ښځو هيڅکله هم په جومات کى عبادت نه دى کړى، ځکه هلته د دوى لپاره امکانات نه دي چمتو شوي.


که څه هم په نورو اسلامي هيوادونو کى ، په جوماتونو کى ځانګړي ځايونه ټاکل شوي تر څو ښځى عبادت وکړي، کله خو دا ځايونه د يوى پردى يا د ديوال په وسيله له اصلي برخى څخه جلا کوي. دا جلاوالى د دى لپاره دى تر څو د لمانځه پر مهال د سجدى يا د ټيټيدو پر وخت د نارينه و نظر د ښځو خوا ته را ونه کښل شي.


د مخابراتو کارکوونکى ذکيه چى ٣٦ کلنه ده شکايت کوي چى ولى زموږ هيواد ، سره له دى چى ادعا کوي د نړۍ تر ټولو غښتلى اسلامي دولت دى د ښځو لپاره جوماتونه نه لري؟


د هغى ملګرى سونا د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى سره د خبرو په ترڅ کى د ډيرو په استازيتوب وويل چى د خپلو نارينه همکارانو سره په لمانځه کى ځان ناراحته احساسوي. هغه د دى انتظار باسي چى نارينه همکاران يي د ماسپښين لمانځه ته ولاړ شي او بيا هغه خپل لمونځ کوي.


اوس دا دواړه ميرمنى په ډير هيجان سره د کابل د مرکزي جومات د دريم پوړ د بشپړيدو ننداره کوي ، چى د ښځو څانګه به هم ولري. د نوى ودانى چى نوم به يي د هغه د ارواښاد مرستندوى حاجي عبدالرحمن نوم وي ، او منارونه به يي ٥٧ متره لوړوالى ولري، او آن د مخابراتو د وزارت له ١٨ پوړيزى ودانۍ څخه به هم لوړه وي. دا ودانۍ چى په ١٥ مياشتو کى به يي د جوړونى چارى بشپړى شي ، په يوه ځل به پکښى د ١٠٠٠٠ په شاوخوا کى لمونځ کوونکي ځايږي. ښځى به ځان ته جلا د داخليدو لار، د اوداسه ځاى او دغه راز په دريم پوړ کى د لمانځه ځاى ولري.


د جوړونى انجينير رحيم ګل وويل: دا جومات چى په پاکستان کى ميشت د يوه افغان مهندس له خوا ډيزاين شوى، د دغى سيمى لپاره به بى سارى وي. چت به يي ٢٩ ګنبزى ولري، او ٢٠ متره به يي يوازى قطر وي. د بهر ديوالونه او ځمکه به يي د مرمرو له ډبرو وي او دا به سپين مرمر وي چى له پاکستان څخه به راوړل شي، پداسى حال کى چى دننه د ديوالونو اوستنو لپاره با لرګى له امريکا څخه وارد شي.


د دى ټول لګښت چى ٣،٥ مليونه ډالره کيږي د حاجي عبدالرحمن د کورنۍ له خوا ورکول کيږي، چى دوى په کابل کى د برج سټون د ټايرونو د فرانچايز مالکين دي چى د شوروي له اشغال وروسته په ١٩٧٩ کال کى پاکستان ته تللي و.


عبدالرحمن د ٢٠٠٢ کال د نوامبر په مياشت کى وفات شو، چى د جومات د تهدابي ډبرى ايښودل يي وليدل، او د هغه ٣٢ کلن زوى انجينير شعيب ، په ٢٠٠٠ کال کى د جومات د جوړيدا د کار له پيل راهيسته په مکرر ډول کابل ته سفرونه کوي.


د طالبانو له ړنګيدو وروسته ښايي دا به د داسى لومړي جومات سمبول وي چى ښځى به ورځي ، خو شعيب داسى د پريکړى په هکله غږيږي چى هغى ته ډير مهموالى نه ورکوي. هغه وويل: زما د پلار غوښتنه وه چى د ښځو لپاره ځانګړى ځاى جوړ شي.


هغه په بهرنيو هيوادونو کى ډير داسى جوماتونه ليدلي و چى د ښځو لپاره جلا ځاى لري، د بيلګى په توګه په اسلام آباد د شاه فيصل جومات. نو ټولى کورنۍ په همدى سلا شوه.


دا جومات ، چى يوه لوى پارک ته نژدى جوړيږي ، ځمکه يي د طالبانو د رژيم له خوا دغى کورنۍ ته ورکړ شوى وه، چى ښځى يي د خپلى پنځه کلنى واکمنۍ پر مهال له کارځايو منع کړى وى.


په اسلامي قانون کى هيڅ شى هم په جوماتونو کى د ښځو د لمانځه مخالفت نه شي کولى. خو د افغانستان په محافظه کاره کلتور کى آن د طالبانو له ړنګيدو وروسته، لاهم ډير نارينه د دى مخالفت کوي چى ميرمنى يي پرته له اجازى له کوره ووځي.


د حج او اقافو په وزارت کى چارواکو دا ومنله چى،د افغانستان له ٩١٠٠ ثبت او راجستر شويو جوماتونو څخه د ښځو په ليرى ساتو کى دوى په ټوله اسلامي نړۍ کى ځانته دي. د جوماتونو د څانګى مشر مولوي کرامت اله صديق دا ومنله چى آن په مکۀ معظمه او مدينى منوره ، او نورو اسلامي هيوادونو کى ، د ښځو لپاره د لمانځه ځانګړي امکانات شته.


دانش کروخيل د جنګ او سولى د راپور ورکوونکى ټولنى سيمه ايز مسول مدير او خبريال دى.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists