مجرمو مېرمنو ته د هرات د محبس د استوګنې د ځای چمتو کول

په داسې حال کې چې د نيوکه کوونکو په وينا د هرات د محبس شرايط نرم دي، محبس په پام کې لري [له محبس] بهر ژوند ته بنديان چمتو کړي.

مجرمو مېرمنو ته د هرات د محبس د استوګنې د ځای چمتو کول

په داسې حال کې چې د نيوکه کوونکو په وينا د هرات د محبس شرايط نرم دي، محبس په پام کې لري [له محبس] بهر ژوند ته بنديان چمتو کړي.

Friday, 9 December, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، سهر عظيمي ليکنه

فيروزې هڅه وکړه په هرهلاره چې شونې وي د جبري واده مخه ونيسي. يو مهال يې پلار ته وويل چې راتلونکی ميړه يې په نيشه يي توکو روږدی دی، خو پلار يې له دې خبرې سره مينه ونه ښوده.  ورسته په لويديځ ښار، هرات کې د ښځو چارو رياست ته ولاړه، خو هلته هم ورته چا غوږ  ونه نيوه. 

په پای کې له کوره ووته. پلار يې په غبرګون کې د قانون له حکم سره سم له کوره د تښتيدو له امله د «اخلاقي جرم» په وړاندې بندي کړه. 

له بند څخه تر وتلو وروسته د مېرمنو د استوګنې ځای ته لاړه، خو کله چې له هغه ځايه له خپلوانو سره د اوسېدو په موخه ووته، له ځنډ پرته بېرته په محبس کې واچول شوه.

هغې ته اوس پته ولګېده چې د هرات د محبس د ښځو په څانګه کې ورته ژوند له بهر ژوند څخه ښه دی.  

هغې وويل: «زه تلويزيون ګورم اوکولای شم،  له خپلو ملګرو سره ټوکې ټکالې وکړم او وخاندم. خواړه ښه دي، رواني او فزيکي فشار راباندې نشته. دلته ولې خوښه ونه اوسم؟ محبس له هغه چا سره تر ژوند ډېر ښه دی چې مينه ورسره نه لرې.»  

د هرات د محبس د ښځو په څانګه کې لږوډېر۱۴۰  ښځينه بنديانې اوسيږي، چې زياتره يې د «اخلاقي جرم»  په تور بنديانې شوي يا يې له قاچاق وړونکو سره يې د نيشه يي توکو په وړلو راوړلو کې مرسته کړې ده.

په افغانستان کې اسانه تعريف کېدونکې اصطلاح «اخلاقي جرم» زياتره هغو ښځو ته کارول کيږي، چې له کوره تښتي او يا له واده سرغړونه کوي. دا کړنې په مدني قانون کې  جرم نه ګڼل کيږي، خو د محکمو لپاره يوه عادي خبره ده چې تورنو ښځو ته تر يوه کاله پورې ورته د بند سزا واوروي.   (د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: افغان مېرمنې د جبري ودونو له امله له کوره تښتي.)

په داسې يوه هېواد کې چې د محبس شرايط پکې زياتره ښه نه دي، د هرات محبس د هغې د ښه کولو او معياري کولو لپاره زيار ايستلی دی.

د محبس رئيس، عبدالمجيد صادقىوويل، ښځينه بنديانې تلويزيون کتلای او رادېو اورېدلای شي. د دې تر څنګ د کمپيوتر د زده کړې، د  ورزش  ميدان او له ميندو سره د اوسيدونکو ماشومانو لپاره  وړکتونهم شتون لري    

يو بل ستر پروګرام نارينه او ښځينه بنديانو دواړو ته د داسې مهارتونو زده کړه او روزنه ده چې تر بند وروسته د ژوند پر مخ وړلو کې ترې ګټه  واخيستلای شي. ښځينه بنديانې د ګنډ جوړول، خياطي، غالۍ اوبدل او بوټ جوړول زده کوي او له خرڅلاو څخه يې خپله ونډه ترلاسه کوي. (د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: د هرات بنديان له بند وروسته ژوند لپاره روزنه تر لاسه کوي.)

په محبس کې د اسانتياوو د راوستلو لپاره د «ندای زن» په نامه د ښځو يوې ډلې ډېر زيار ايستلی دی. همدا رنګه يې هغو ښځو ته د بند د مودې له تيرولو وروسته د استوګنې خوندي کورونه جوړ کړی دي، چې نه غواړی بېرته خپلو کورنيو ته ستنې شي.  

د نوموړې موسسې مشرې، ثريا پاکزاد وويل: «دا کار موږ  او په هرات کې له ښځو سره کارکوونکو  نورو  موسسو ته د وياړ ځای دی. موږ د ښځو د حقونو د ساتلو په برخه کې برياليتوب تر لاسه کړی دی. موږ به هيڅکله پرېنږدو چې په محبس کې دا لاسته راغلې اسانتياوې له منځه لاړې شي.»

دا هماغه څه دي چې د محبس د چارو په اړه يې نيوکه کوونکي په ګوته کوي. د هرات د څارنوالۍ مشره، ماريا بشير، چې په افغانستان کې په دې دريځ کې يوازنۍ مېرمن ده، ګوته څنډي چې له بنديانو سره ډېر نرم چلن به هغوی بيا د جرم سرته رسولو ته وهڅوي.  نوموړې په ځانګړي ډول د بيا بيا جرم سرته رسوونکو ته د سختو شرايطو غوښتنه کوي. 

د هرات پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استاد، عبدالروف مخلص له دې سره موافق دی چې د بنديانو شرايط له «افراط» څخه ډک دي. د حبس موخه ښايي ډارول او مخه نيول وي.

هغه وويل: «د محبس چارواکي بنديانو ته دا پيغام رسوي چې که دا اسانتيا يېموخوښيږي، نو کولای شي يو جرم سرته ورسوي.» 

زيات شمېر هراتيانو ورته احساسات څرګند کړل.

دوه پنځوس کلن عبدالسلام هټيوال وويل: محبس د پښېمانۍ [توبې] ځای دی. داسې ځای دې نه اوسي چې خلک ورته د بېرته ستنېدو لپاره زړه ښه کړي.»    

د ۴۶ کلنې شکريې نعمتی په نامه يوې مېرمنې وويل، خلک به د «محبس» د نامه له اورېدو ډارېدل، خو اوس خبره هغسې نه ده.

هغې زياته کړه: «سره له دې چې زه له بنديانو سره د ناوړه چال چلن مخالفه يم، خو د داسې اسانتياو سره موافقه هم نه يم، چې په ټولنه کې د جرمونو د زياتيدو لامل شي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د هرات د څانګې مشر، عبدالقادر رحيمي دا خبره رد کړه چې انساني چال چلن د جرم د بيا سرته رسولو لامل کيږي. 

هغه وويل: «فکر نه کوم د «هرات د محبس» اسانتياوې به خلک بيا د جرم سرته رسولو ته وهڅوي. کله چې د محبس چاپېريال ستونزمن وي، نو بنديان به ټولنې ته په بېرته ورستنېدو نهيلي او تر نورو ګوښه وي.»  

په محبس کې د هيروينو د قاچاق په تور بندي، ۴۴ کلنې ګلثوم  وويل، د محبس دننه شرايط چې هر څنګه وي، وي به، خو نشي کولای [له بند څخه] خوشې کېدو ته انتظار وباسي.

هغې وويل:«که محبس آن جنت وي، بيا هم زندان دی.»

Frontline Updates
Support local journalists