د افغانستان تاریخي ځایونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي

د کمزوري امنیت او بې پروايۍ له امله سیمه ییز تاریخي ځایونه د تل لپار د ورکېدو له خطر سره مخ دي.

د افغانستان تاریخي ځایونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي

د کمزوري امنیت او بې پروايۍ له امله سیمه ییز تاریخي ځایونه د تل لپار د ورکېدو له خطر سره مخ دي.

The north-western province of Badghis has many ancient sites and remains. (Photo: Chris Hondros/Getty Images)
The north-western province of Badghis has many ancient sites and remains. (Photo: Chris Hondros/Getty Images)
Wednesday, 28 February, 2018

د لویدیځ ولایت بادغیس چارواکي ګوته څنډي چې که د ګرانبیه لرغونو خزانو د ساتلو لپاره بېړني ګامونه وانخیستل شي، نو د ورکېدو له خطر سره مخ دي.

ځايي خلک وايي، د شمال لویديځ ولایت باد غیس لرغونې خزانې او منظرې د بامیانو له خزانو او منظرو سره، چې د کورنیو او نړیوالو ګرځندویانو لپاره مشهور ځایونه دي، سیالي کوي.   

(وګورئ: توریزم په بامیانو کې د پرمختګ په حال کې)

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست سرپرست، سیدعارض شیدا وویل: «په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۶۰ تاریخی او د ګرځندویانو د مینې وړ ځایونه موندل شوي او ثبت شوي دي.» نوموړي زیاته کړه، د دغو ځایو یو شمېر د ملي میراث د ځایونو په توګه لست شوي دي.

هغه په دوام  وویل، له دې سره سره هر کال شاوخوا ۲۰۰ تنه کورني لیدونکي بادغیس ته راځي او د هغې د طبیعی ښکلا، زیارتونو او لرغونو یادګارونو ننداره کوي.

په دغو ځایونو کې د ناریمن کلا، چې د بادغیس له قلعه نو څخه ۲۵ کیومتره وړاندې د یوې غونډۍ پر سر پرته ده. باور دی چې دغه کلا د چنګېزخان له وخته راپاتې ده. د بالامرغاب د موریچاق کلي شاوخوا ته لرغوني پاتې شونې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کاله لرغونتوب لري.     

په نورو تاریخي ځایونو کې د قادس د ولسوالۍ په لنګر کلي کې د غیاث الدین مقبره واقع ده. د دود له مخې د امام علي اولادې د ښخیدو ځای دی، په داسې حال کې چې د شاه مشهد د مدرسې پاتې شونې په جوند ولسوالۍ کې په ۱۹۷۰ کال کشف شوې. دغه ځای د تیموریانو د دورې د تزئینو شوو خښتو د ودانې یوه بېلګه ده.

چارواکي وايي، زیاتره دغه ځایونه د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې واقع دي. د دغو ځایونو لیدل ستونزمن دي. د کمزوري امنیت له امله هم په زیاترو سیمو کې د دغه هنري ځایونو لوټل هغې ته په پرله پسې ډول زیان رسوي.

د بادغیس ولایت د فرهنګ او هنر رئیس، عبدالاول حبیبي وویل، خلکو د ژمي له یخې او لمده بل  څخه په ګټې اخیستنې د نریمان د کلا په څېر تاریخي ځایونه کندلي او انتیک او لرغونی څېزونه يې ترې پاکستان او نور سیمو ته انتقال کړي دي.

حبیبي وویل: «له دې ولایت څخه د ځايي زورواکو له خوا د تاریخي هنري کارونو قاچاقول چارواکو  ته یو رښتینی سرخوږی پیدا کړی دی.»

هغه په دوام وویل، په بادغیس ولایت کې داسې کوم موزیم نشته چې تر لاسه شوې لرغونې خزانه پکې وساتل شي. یو شمېر يې ګاونډي ولایت هرات لېږل کیږي او یا د ولایت په مرکز کې د قلعه نو په تحویلخانه کې ساتل کیږي.

هغه وویل: «د ۲۰۱۰ کال راهیسې د لرغوني هنر شاوخوا ۶۰ ټوټې د هرات موزیم ته وړل شوي او پاتې ۵۰ توکي لا تر اوسه په بادغیس کې پاتې دي.»

شیدا وویل، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د بادغیس د تاریخِي ځایونو د بیارغاوني لپاره په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط څخه تر ۱۶ کاله وروسته پورې کومه بودجه نه ده ځانګړې کړې.

په دې معنا چې پر چور او چپاول سربېره نور تاریخي ځایونه د ساتنې او څارنې د نشتوالي له امله ډېر زیات زاړه شوي او یا له مخالفانو سره یې په جګړه کې زیانونه لیدلي دي.  

د بېلګې په توګه، موریچاق په ۲۰۱۶ کال هغه مهال له ډېر خطر سره مخ شو، چې طالبانو د هغه سیمې کنترول په خپل لاس کې ونیو.

د فرهنګي چارو شنونکي، حبیب الله مرغابي وویل، د افغانستان حکومت نه دی توانیدلی چې په لرې پرتو ولایتونو کې د سیمه ییز تاریخ او ګرځندوی په اړه ستونزې هوارې کړي. د دې پاتیوالي له امله ارزښتمنې سرچینې ضایع شوې او ملي شتمنۍ د ویجاړېدو له خطر سره مخ ده.

هغه وویل: «که چېرته وضع دوه کاله نور هم په همدې ډول دوام ومومي، نو د دغو اثارو ښکلا او ارزښت به ډېر سخت زیان ومومي.» هغه وویل، د دغه سرچینو د استخراج لپاره ډېر عملي ګامونه موجود دي، چې حکومت يې ښايي پورته کړي.

نوموړي په دوام وویل: «د ګرځندویانو د صنعت د بیا کتنې او غوړېدو تر ټوله ښه لار د امنیت تأمین، د تاریخي یادګارونو ساتنه او حفظ او مراقبت، د نشراتو او بروشورونو خپرول دي، چې ګرځندویان ځانته راکاږي. دا کار د ګرځندوی عصري زېربنا جوړوي. په دې کار کې د هوټلونو، پارکونو، د ساعت تېرۍ د ځایونو او د سپورت د مرکزونو جوړول شامل دي. همدارنګه ګرځندویانو ته د لارښوونکو روزل شامل دي چې د اړوندو تاریخي اثارو په اړه هغوی ته کره معلومات چمتو کړي.»

نوموړي په دوام وویل، پخوا بادغیس ته ډېر ګرځندویان راتلل، زیاته يې کړه: «بادغیس ته به تل کورني او همدارنګه د نیپال، جاپان، سویډن ... بهرني لیدونکي راتلل، چې دلته به په کلاګانو او حصارونو کې اوسیدل او عکسونه به يې اخیستل.»

د سیمې خلک وايي، کېدای شي د جوند په ولسوالې کې د ابپودا Abpoda د نندارې سیمه د بامیانو د «بند امیر» د سیمې په  توګه «ملي پارک» ونومول شي. د پیستالق د غرونو لړۍ، چې د «پستې» د باغونو او زړه وړونکې منظرې له امله مشهورې دي، د ملي شتمنۍ او د اقتصادي سرچینې په توګه رامنځته شي.    

د دغه طبیعي سرچینو په ویجاړولو کې د قانون نشتوالي هم لاس لرلی دی. د پیستالق غرونه یو مهال د پستو پر څه دپاسه ۹۰ زره هکتاره ځنګلونو پوښل شوي وو، خو ځايي زورواکو د دغه سیمې زیاته برخه د خپل ځان کړې او اوس يوازې په  ۳۰ زره هکتاره ځمکه کې د پستو ونې پاتې دي.   

د دغه ولایت په نورو ځایونو کې سترګې راکښونکی سبزک غاښي د غرونو لړۍ پر داسې ونو ډکې دي چې اوړی او ژمی شنې وي. دغه سیمه هم د ونو د وهلو له امله خرابه شوې ده.

ځینې ځایي خلک په رسمي ډول وايي، هغوی ته د خپل ولایت د راتلونکي طبیعي ښکلا لپاره په زړه کې کومې هیلې پاتې نه دي.

د بادغیس ولایت د والی د دفتر رئیس، شرف الدین مجیدي وویل، اوس يې د دغه ولایت د ګرځندوی د ځايي صنعت د غوړېدا لپاره یو پلان تر لاس لاندې نیولی دی.

هغه وویل: «ځايي حکومت په پام کې لري، د موزیم لپاره یوه ودانۍ جوړه کړي او ۱۱۰ لرغوني هنري اثار پکې وساتي، چې دمګړۍ په هرات موزیم او قلعه نو کې ساتل کیږي.» هغه زیاته کړه، د هغوی ریاست د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره یوه غونډه په پام کې نیولې چې د تاریخي اثارو  د ساتلو لپاره یو پلان جوړ شي. دغه کار به د ۲۰۱۹ کال په بودجه کې ونیول شي.

Frontline Updates
Support local journalists