افغان مېرمنې په عام ډګر کې له ژوند څخه بې برخې دي
په عام ډګر کې د نه ګډون له امله ښځې د ګوښه توب له ناوړه حالت ته سره مخ دي.
افغان مېرمنې په عام ډګر کې له ژوند څخه بې برخې دي
په عام ډګر کې د نه ګډون له امله ښځې د ګوښه توب له ناوړه حالت ته سره مخ دي.
د افغانستان د غور په لویدیځ ولایت کې ښځې وايي، په بشپړ ډول په عام ډګر کې له ژوند څخه ایستل شوي دي، په سیمه ییز حکومت کې هیڅ ونډه نه لري، عدلي سیستم او پرېکړه نیوونکي له ډاره ډک حالت لري.
د غور ولایت د خپلواک اداري سمون او ملکي خدماتو د کمیسیون د یوه سلاکار، محمد شعیب خلیلي د وینا له مخې د سمیه ییزو ۹۰۰۰ حکومتي مامورینو په لیکه کې یوازې ۲۷ تنه مېرمنې کار کوي.
د ټول ولایت په سر یوه ښځینه څارنواله کار کوي، د غور والي، غلام ناصر خاضع وویل، د ۷۰ کسیز ټیم په ډله کې یوه ښځه کار کوي.
غور د افغانستان د ټولو وروسته پاتې ولایتونو له ډلې څخه یو ولایت دی. د دغه ولایت ځینې سیمې د مخالفانو په لاس کې او په بشپړ ډول د حکومت له کنترول څخه بهر دي. جنسي نابرابري پکې پراخه ده.
د «بد» دود ترڅنګ، چې د دوو کورنیو تر منځ د تربګنیو د منځه وړلو لپاره پکې قرباني شوې کورنۍ ته د متعرضې کورنۍ د یوې نجونې په ورکړه پای ته رسیږي، د ټیټ عمر یا جبری ودونه یوه بله لویه ستونزه ده.
هغه د ګوتو په شمېر مېرمنې، چې په دې نارینه برلاسې ټولنه کې د دندو د سرته رسولو امکان تر لاسه کوي، کله ناکله د مرګ له خطر سره مخ کیږي.
د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې یو سهار د پولیسو افسره ۳۰ پنجګل د فیروزکوه په غازي دره کې له خپله کوره بهر د موټر سایکل سپرو له خوا وویشتل شوه.
پنجګلې د کورنی تاوتریخوالي په څانګه کې کار کاوه. مور یې، زلیخا وویل، هغه مازې له دې امله ووژل شوه، چې یوه ښځه وه.
زلیخا وویل، لور ته يې دوې ځلې په تلیفون کې د مرګ ګواښونه شوي وو. په وایس مېل کې يې هم ورته ویل شوي وو: «لومړی داچې ته یوه ښځه يې او بیا د پولیسو افسره يې. له دې امله موږ ته ستا کار د زغم وړ نه دی.»
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، سیما جوینده، چې په ۲۰۱۵ کال کې يې شپږ میاشتې د غور د والی په توګه کار کړی وویل، ښځې نه یوازې زده کړې او روغتیا ته لاسرسی نه لري، بلکې له عدالت څخه هم بې برخې دي.
هغې وویل: «ښځې د دې لپاره خلق شوي چې د نارینه جنسي اړتیا پوره کړي او په همدې سترګه ورته کتل کیږي.» نوموړې په دوام وویل، ښځې په دغه ولایت کې د څارویو په څېر پېرودل کیږی او پلورل کیږي.
(وګورئ: ناوې ګانې د غواگانو په بدل کې پلورلې کيږي)
جوینده پخپله هغه د چا خبره «اخلاقي جرمونو» ته د سختې سزاورکولو له امله تر نیوکو لاندې وه. د هغې د ولایت پر مهال په فیروزکوه کې له هغه وروسته چې محکمې یو هلک او نجلۍ ته د زنا په تور د درو وهلو سزا ورکړه، هغې افغاني رسنیو ته وویل، دغه سزا له اسلامي شریعت سره سمه وه.
اوسنی والي، خاضع ومنله چې ښځې په دغه ولایت کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي.
هغه وویل: «د غور په حکومتي ادارو کې ښځو وظیفوي مصؤونیت نه لري.»
هغه زیاته کړه، زده کړې ته د نه لاسرسي له امله ښځې په غور کې د نارینه ګانو په پرتله لږه زده کړه لري. له دې امله هم د تصمیم د نیولو له حلقې څخه بهر دي.
همدارنګه په دغه ولایت کې د نجونو ۳۹ ښوونځیو په شتون د ښځو لپاره د غور د لوړو زده کړو انستیتوت په نامه یوازې یوه موسسه موجوده ده، چې نهه کاله مخه پرانیستل شوې ده.
د فیروزکوه اوسیدونکې لیلما په ۲۰۱۶ کال کې له کمپیوټر ساینس څخه فارغه شوې، خو د دندې په موندلو کې ورسره بخت ملګرتیا نه کوي.
هغې وویل، د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په میاشت کې یې په ښاروالۍ کې یوه اداري پوست ته غوښتنلیک وړاندې کړی او د غور ښاروال، محمدعارف قاضي زاده ورسره مرکه هم کړې وه.
د مرکې پر مهال، هغه لیلما ته واوروله، که غواړي چې پر دندې وګمارل شي، ښايي خپل کرکټر او اخلاق سم کړي.
لیلما وویل: «ما د ښاروال په خبرو ټکان وخوړ او بیا ښاروالۍ ته لاړه نشوم.»
قاضي زاده تاییده کړه چې لیلما ته يې داخبره کړې، خو ويې ویل، کومه بده غوښتنه يې نه درلوده.
د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په میاشت کې لیلما د سلطان راضيې په دولتي ښوونځې کې د ښوونکې په توګه د کار غوښتنلیک وړاندې کړ. هغې وویل، کله يې چې د خپلې مقررۍ مکتوب د غور د پوهنې ریاست ته یوړ، نو د پوهنې رئیس، خلیل احمد مبارز رد کړ.
کله چې آی ډبلیو پي آر له مبارز څخه په دې اړه وپوښتل چې ولې لیلما ونه منل شوه، نو له تبصرې يې ډډه کړه.
په غور کې د پوهنتون د نشتوالي له امله یو شمېر نجونې په نورو ولایتونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
زیات شمېر زده کړه لرونکې نجونې وايي، له زده کړو وروسته په غور کې کار نشي موندلای. هغوی د دغه کار لوی لامل تعصب بولي.
څلورویشت کلنه قندي ګل د فیروزکوه د دره شیخان اوسیدونکې ده. هغې وویل، په ډېرو کړاوونو يې په ۲۰۱۶ کال کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو له پوهنځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ، خو تر اوسه يې کوم کار موندلی نه دی.
قندي ګل له فراغت څخه وروسته له ځنډ پرته د پوهنې په ریاست کې یو اداري او وروسته د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې د ټولیزې کارکوونکې پوست ته غوښتنلیک وړاندې کړ، خو یو غوښتنلیک يې هم نتیجه ور نه کړه.
هغې وویل: «د غور ولایت چارواکي له ښځو کرکه لري. له دې امله مې دنده تر لاسه نه کړای شوه.»
څلورویشت کلنه فاطمه هم دوه کاله دمخه له هرات پوهنتون څخه فارغه شوې، خو تر اوسه وزګاره ده.
هغې وویل، د غور د والي په دفتر او د پوهنې په ریاست کې مې د کار لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړل، خو د هغوی شرط دا و چې باید درې کلنه کاري تجربه ولرم.
هغې وویل: «درې کلنه کاري تجربه به څنګه ولرم چې نوې له پوهنتون څخه فارغه شوې یم.»
د نوموړي ولایت د ښځو د چارو رئیسې، هاجرې بشیري وویل، د کار د لټون په مخ کې د دغه راز خنډونو رامنځته کولو د ښځو او نجونو د لوړو زده کړو مخه نیولې ده.
هغې وویل: «د غور ولایت نجونې اوس له دولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته، د دې پرځای چې زده کړو ته دوام ورکړي، د واده په فکر کې کيږي، ځکه ډاډمنې دي چې د پوهنتون تر فراغت وروسته به هم بې روزګاره پاتې وي.»
د مدني حقونو سیمه ييز فعال، ګل اقا رامش آی ډبلیو پي آر ته وویل، په سیمه ییز حکومت کې د ښځو د استازیتوب نشتوالی ښځې نورې هم ګوښه کوي او د ناسم چاپېریال د رامنځته کېدو لامل کیږي.
رامش وویل: «د غور ولایت مېرمنې نه غواړي حکومتي ادارو ته آن د شکایت لپاره لاړې شي.»
د غور د ولایتي شورا غړې، انیسې غیور وویل، د ولایتي شورا په پنځلسو تنو غړو کې یوازې درې تنه ښځې دي او خپل ځان ورته د شورا غړې نه ښکاري.
هغې وویل: «موږ درې تنه ښځینه غړې په ولایتی شورا کې کوم اجرایوي واک نه لرو، له دې سره سره زیار کاږو چې د ښځو موضوعګانې راپورته او عدالت تامین کړو.»
دغه د ګوتو په شمېر مېرمنو چې ځانونه يې دغو لوړو څوکیو ته رسولي دي په عامه ژوند کې د ښځو پر ګډون ټینګار کوي. د څارنوالۍ په ۳۷ تنو کارکوونکو کې عبیده شرار یوازنۍ څارنواله ده چې د جنسیت موضوعګانې پر مخ وړي. هغه وايي، پروسږکال د هغې په څانګه کې ۷۰ قانوني دعوې ثبت شوې وې.
شرار وویل، د ښځینه څارنوالانو د نشتوالي له امله ښځې عدالت ته نشي رسېدلای. د محافظه کاره دودونو له امله ښځو ته ډېره ګرانه ده چې له نارینه څارنوال سره ازادانه خبرې وکړي، په تېره بیا کله چې خبره د کورني تاوتریخوالي په څېر حساسو موضوعګانو ته رسیږي.
هغې وویل: «ډېر ځله نارینه څارنوال پر هغو قضیو نه پوهیږي چې یوه ښځه يې ورته بیانوي. د دې تشې له امله قضيې په سم ډول نه هواریږي. دا یوازې ښځې دي چې له دې امله تر ناوړه اغیز لاندې دي.»