افغانان د سولې پر لارو چارو خبرې کوي
يو شمېر خلک سوله د داسې يوې تگلارې پايله بولې چې له پورته څخه پيل او کښته ته راشي، خو ځينې نور يې د افرادو دنده بولي چې کار ورته وشي
افغانان د سولې پر لارو چارو خبرې کوي
يو شمېر خلک سوله د داسې يوې تگلارې پايله بولې چې له پورته څخه پيل او کښته ته راشي، خو ځينې نور يې د افرادو دنده بولي چې کار ورته وشي
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه
د افغانستان د درېو ولايتونو د لرو پرتو کلو اوسيدونکو ساعتونه، ساعتونه پلې يا د څارويو په سپرلۍ لاره وهلې چې ووايي سولې هغوی ته څه معنا لري.
د شمال ولايت، بلخ؛ د لويديځ ولايت، هرات او په مرکزي افغانستان کې د دايکندي ولايت ښځو او نارينه گانو دواړو په څو مناظرو کې، چې د «سوله د خلکو له نظره» تر سرليک لاندې جوړې شوې وې، برخه واخيسته. نوموړې مناظرې د دې لپاره رابلل شوې وې، چې افغانان پکې د سولې په اړوند خبرې وکړي. دا مناظرې د آی ډبليو پي آر د پروژې له خوا د افغانې روغه جوړه: د مدني ټولنې د ښکېلتيا له لارې د سولې تامين او د باور رامنځته کول، تر سرليک لاندې جوړې شوې وې. (د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: سولې ته له کارکوونکو افغانانو سره مرسته)
د ثبات د ټينگښت لپاره د مخکني شرط په توگه دې ته اړتيا ليدل کيږي چې بايد يو رغنده، اغېزمن او مسؤول حکومت رامنځته شي، خو هغسې چې گڼو ويناوالو ورته گوته ونيوله، پخپله د شخړې موجوديت د يوه ښه حکومت رامنځته کېدل ستونزمنوي.
د هرات په مناظره کې د نوموړي ولايت د تخنيکي خدمتونو د رياست مشر، عبدالکريم زرگر وويل، د اعتبار او شفافيت په څېر اصول د جگړې په موده کې بيخي له منځه تللي دي.
هغه وويل: «که سوله نه وي، خلک له حکومت نه د حساب کتاب غوښتلو په څېر له خپلو مدني حقونو څخه بې برخې کيږي.»
د دايکندي په مرکز، نيلي کې، چې ١٣٠ تنه پکې په يوه جومات کې راغونډ شوي وو، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون سيمه ييز مشر وويل، خلک يوازې په سولې کې «د مساوي فرصتونو، برابرو حقونو او ټولنيزې سوکالۍ» څخه خوند اخيستلای شي.
د بشري حقونو چارواکي، محمد جواد دادگر وويل، جگړه هغه مهال په افغانستان کې پای ته رسېدای شي چې حکومت پکې د قانون نظام حاکم کړي.
په مناظرو کې د سولې د عالي شورا استازو گډون کړی وو چې په هېواد کې له طالبانو سره د خبرو اترو پرمخ وړونکې مسؤول ارگان دی.
په دايکندي کې د سولې د عالي شورا غړي، سيد حبيب الله هاشمي وويل، نوموړې موسسې ونه کړای شول په دې برخه کې کوم پرمختگ وکړي.
له هغه وپوښتل شول، ولې له يوې داسې موسسې سره، چې په اند يې کومه بريا نه لري، کار کوي. هاشمي پر لوړو پوړو حکومتي چارواکو پړه واچوله چې د پرمختگ ټولې لارې يې تړلي دي.
نوموړي پر پخواني ولسمشر، حامد کرزي تور پورې کړ چې د مخالفينو په وړاندې يې ډېر نرم دريځ غوره کړی و.
هغه وويل: «حکومت د طالبانو په وړاندې يو ثابت او پرېکنډه دريځ نه درلود. له دې امله د شورا ټول فعاليتونه بې اغيزې و.»
په نوموړو درېو مناظرو کې نورې راپورته شوې موضوعگانې د موسسو په پرځای په شخصي کچه د تفاهم او گډ ژوند په اړه د افرادو رول و.
د بلخ ولايت په مرکز، مزارشريف کې په يوې مناظرې کې د سولې د عالي شورا يو بل استازي په دې بهير کې د ښځو د رول په لوبولو ټينگار وکړ.
نفيسې غياثي وويل: «که چېرته يوه افغان مېرمن په بېوزلۍ کې ژوند کوي او خپل ماشومان په محروميت کې لويوي او کولای شي د خپلو ستونزو په وړاندې لکه يو غر ودريږي، نوکولای شي د سولې په تامين کې ښه منځگړيتوب وکړي.»
د بلخ ولايت دښځو چارو د رياست کارکوونکې، سهيلا ساعي وويل، کورنيو تړاوونو، که ښه دي يا خراب، د پراخې ټولنې خوځنده ځواک جوړ کړی دی.
ساعي وويل: «سولې ته انتظار به تر هغه مهاله يو خوب وي، ترڅو د کورنۍ دننه زغم او ځان سرښندنه د تاوتريخوالي او جگړې ځای ونه نيسي.»
دا رپوټ د آی ډبليو پي آر د پروژې د مناظرو د لړۍ: افغانې روغه جوړه: د مدني ټولنې د ښکېلتيا له لارې د سولې تامين او د باور رامنځته کول، پر بنسټ چمتو شوی دی.