Taleban Threaten Voters

Taleban Threaten Voters

Thursday, 16 September, 2010

په ټول هیواد کې یوشمیر زیات کسان وایی چې دوی به د طالبانو د ګواښونو د زیاتیدو له امله  د شنبې د ورځې په ټاکنو کې ګډون ونه کړی .

د کابل په سهیلی نا امنه  ولایت وردکو کې طالبانو د سیمې اوسیدونکو ته ګواښ کړی چې د شنبې په ورځ دی له خپلو کورونو څخه نه راووځی کنه وبه وژل شی محمد فهیم و وردکو ولایت اوسیدونکی وایی "زموږ ډیر کلیوال به د ټاکنو په ورځ د رایی ورکولو لپاره د رایی ورکولو مرکزونو ته لاړ نشی "

د محمد فهیم په وینا د رایی ورکولو یو مرکزچې زموږ کور ته نږدې په یو ښوونځی کی وو د امنیتی ستونزو له کبله خلاص نشو او د ټاکنیزو کمپاینونو پوسترونه هم لږ تر سترګو کیږی او هیڅ یو کاندید د وردکو په بازار کې کمپاین نه دی کړی

په داسې حال کې چې  افغان پولیس اردو او ناټو ځواکونو د ټاکنو د امنیت ساتلو ته تر ټولو زیات ارزښت ورکړی دی خو له دی سره سره بیاهم د 6835 رایی ورکولو مرکزونو څخه 1019 مرکزونه تړل شوی دی  خو بیا هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون خلک رایی ورکولو ته بولی

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists