افغاني نجونې درناوی غواړي
د افغانستان په سويلي ولايت، کندهار کې د بنسټ پالو دودونو له امله هلکانو ته د نجونو په پرتله ارزښت ورکول کيږي.
افغاني نجونې درناوی غواړي
د افغانستان په سويلي ولايت، کندهار کې د بنسټ پالو دودونو له امله هلکانو ته د نجونو په پرتله ارزښت ورکول کيږي.
گل غوټۍ دوه ورونه او درې خويندې لري. هغې وويل، پلار يې يوازې د خپلو زامنو خيال ساتي او د لوڼو هغومره پروا نه لري.
نوموړې وويل، مور يې ډېرې هڅې وکړې چې غوټۍ تر دولسم ټولگي پورې زده کړو ته دوام ورکړي، خو هڅو يې نتيجه ورنه کړه، پلار يې لا له وړاندې هغه له ښوونځي وايستله او د يو لوړ ولور په وړاندې يې واده کړه.
غوټۍ وويل، په پايله کې د هغې ژوند ډېر خواشينوونکی شو.
هغې وويل: «دا يوازې زه نه يم. پلار او ورونه مې زما له ټولو خويندو سره په ترېو تندي خبرې کوي. هيڅوک زموږ خبرو ته غوږ نه ږدي او په غوښتنو مو ځان نه پوهوي. هغوی وايي، موږ په نورو کورونو پورې اړه لرو، ځکه ژر يا وروسته وديږو.»
په سويلي ولايت کندهار کې د محافظه کاره دودونو له امله نجونې د کورنيو له پامه غورځېدلې او ارزښت نه ورکول کيږي. معمولا نجونې له واده وروسته له خپلو خسرگنيو سره اوسيږي، په داسې حال کې چې هلکان په خپلو کورونو کې پاتې کيږي او د خپلو ميندو او پلرونو مرستندويان وي.
د کندهار د ښځو د چارو رئيسې، رقيې اڅکزۍ وويل، وضع په ټول کندهار کې خرابه ده، خو په لرو پرتو سيمو کې په ځانگړي ډول ډېره ناوړه ده.
هغې وويل، هره پلا چې د معلوماتو د پراخولو د پروگرامو لپاره ولسواليو ته ځي، د هر عمر مېرمنې د تعصب خبرې کوي.
هغې وويل، کله چې يوه نجلۍ نړۍ ته سترگې پرانيزي، ټوله کورنۍ پرې ملنډې وهي او مور او ماشوم ته ښکنځلې کوي.
د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسيدونکي، ولي محمد برالا په خپله ژبه وويل چې د لوڼو په پرتله ورته زامن ډېر گران دي.
نوموړي په دوام وويل، پر هغوې [زامنو] ډېر وخت لگوي او کوښښ ورسره کوي، ځکه زامن د ميندو او پلرونو د زړېدو پر مهال د هغوی د لاس همسا دي.
محمد وويل، د لور زوکړه له خپگان پرته بل شی نه دی، خو که چېرته هلک پيدا شي، نو خوشالي کوي او په ډزو يې لمانځي.
هغه وويل: «زه په خپله د زوی په زوکړه ډېر خوښيږم، ځکه کله چې لوی شي، نو د کورنۍ او زما د عزت او احترام لامل کيږي. نجلې تل زموږ د اوږو بار وي اوهيڅکله، آن تر واده وروسته يې له غمونو نه خلاصيږو.»
د مدني ټولنې فعال، عبدالعزيز اکرمي وويل، د تعصب دغه عمل نه يوازې د نجونو د زده کړو د پرمختگ په وړاندې خنډ کيږي، بلکې رواني ستونزې هم رامنځته کوي.
هغه وويل: «کله چې يوه نجلۍ وگوري، له ورور سره يې ښه چلن کيږي او له دې سره نه کيږي، نو د کرکې احساس پکې پيدا کيږي او په پای کې له ټولنې گوښه کيږي.»
د صالحې په نامه د کندهار يوې بلې اوسيدونکې له هغې سره يوه خوله ده، وايي، يوازې له دې امله چې نجلۍ ده، د پلار، مشرانو ورونو او ترونو له ترټنې سره مخامخ ده.
کله چې يې وپوښتل، بايد يو څه درناوی يې وشي، ورته وويل شول، نجونې يا د کور دي يا د گور. يوازنی حق يې دا دی چې وخوري او واغوندي.
صالحې وويل، هغې د خپل ځان د تثبيتولو لپاره له خپلې کورنۍ پيل وکړ او تسليم نشوه.
نوموړې په دوام وويل: «ټولو نجونو ته پکار ده چې د دغه راز ناوړ چلن په وړاندې ودريږي. بايد د خپلو کورنيو مشرانو ته وښيي چې نجونې هم خدای پيدا کړي او د خدای د نورو مخلوقاتو په څېر حقونه لري.»
په کندهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د څانگې مشرې، شگوفې سهار وويل، زه په کورنيو کې د نجونو پر ستونزو ښه پوهيږم.
هغې وويل: «موږ د کورنيو له مشرانو سره هم خبرې کوو، خو دا يوه دوديزه ټولنه ده او د ښځو د حقونو غوښتل پکې انقلاب بلل کيږي.»
سهار زياته کړه، په دې رياست کې هره اوونۍ يوه يا دوې پېښې رارسيږي چې د نجونو لاسونه پکې له زده کړو څخه لنډ شوي وي. کېدای شي رښتينې شمېره تر دې ډېره لوړه وي.
هغې وويل، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د عامه خبرونې پروگرامونه، ورکشاپونه او پوسټرونه چې د نجونو په وړاندې د تعصب څرگندونه کوي، ډېر محدود اغېز لري.
سهار وويل، دا به ډېره اغېزمنه وي چې که چېرته امامان او ملايان د جمعې د ورځې په ويناگانو کې د اسلامي شريعت له مخې دا ډول اعمال وغندي.
د مولوي عبدالباري مدني په نامه يو ديني عالم له دې خبرې سره موافق دی چې خدای هلکانو او نجونو دواړو ته په يو نظر گوري.
نوموړي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم يو مبارک حديث نقل کړ، چې وايي، که هلک برکت دی، نجلۍ رحمت دی.
مدني وويل، دودونه د نجونو په وړاندې تعصب ته لمن وهي، خو گوته يې وڅنډله چې دا يوه ستره گناه ده.
هغه په دوام وويل: «اسلام ټولو هغو کورنيو ته په کرکه گوري چې د هلکانو او نجونو تر منځ توپير کوي. هغه څوک چې هلکان تر نجونو غوره بولي، بايد توبه وباسي، که نه، سخته سزا به وگوري.»