په هرات ولايت کې د کوچني عمر ودونه مخ په زياتېدو دي
فعالان گوته څنډي چې د عامه پوهاوي کمپاين ډېر لږ اغېز کړی دی.
په هرات ولايت کې د کوچني عمر ودونه مخ په زياتېدو دي
فعالان گوته څنډي چې د عامه پوهاوي کمپاين ډېر لږ اغېز کړی دی.
پنځلس کلنه ليلا د هرات ولايت د گذرې ولسوالۍ اوسيدونکې دوه کاله دمخه واده شوې او اوس يو شپږ مياشتنی ماشوم لري.
هغې وويل: «کله چې واده شوې، ښوونځي ته نشې تلای، له خپلو ملگرو سره لوبې نشي کولای او خپلې ټولې هيلې بايد له ياده وباسې. په تېره بيا چې کله مور شوې، نو بيا د ستونزو ډکه نړۍ درته پرانيستل کيږي او د ژوندانه پاتې برخه کړيږې.»
د ليلا مور وويل،(( زموږ کورنۍ په کم عمر د هغې ودولو ته بېوزلۍ اړ وايستله.))
هغې زياته کړه، لور يې د ماشوم زېږولو پر مهال زياتې ستونزې ولېدې.
د ليلا مور په دوام وويل: «ډاکټرانو وويل، هغه کمزورې او کوچنۍ ده، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي. موږ الله ته زارۍ وکړې چې زموږ د لمسي ژوند وژغوري.»
په لويديځ ولايت، هرات کې د جنيست د برابرۍ فعالان گوته څنډي، سره له دې چې د کم عمره ودونو د مخنيوي لپاره د عامه پوهاوي ډېر کمپاينونه سرته رسېدلي، خو بيا هم يې شمېره مخ په زياتېدو ده.
په افغانستان کې د واده قانوني عمر ١٦ کاله ټاکل شوی، خو کېدای شي د ميندو او پلرونو له رضايت سره په پنځلس کلنۍ کې هم واده شي.
د ملگرو ملتونو د ٢٠١٦ کال د جولای د مياشتې د يو رپوټ له مخې له نيمايي څخه زياتې افغاني نجونې له ١٩ کلنې دمخه وديږي. د دغو ودونو پوره ٤٠ سلنه شمېره نجونې له ١٠ – ١٣ کلونو پورې عمر لري.
د والي وياند، جيلاني فرهاد اټکل وکړ چې په هرات کې د ولايت له نيمايي څه زياتې نجونې قانوني عمر ته له رسېدو دمخه وديږي.
د ليلا په څېر کورنۍ تل بېوزلي د هغې د يو لامل په توگه يادوي.
د انجيل د ولسوالۍ اوسېدونکې، څوارلس کلنې صفيې وويل، پلار يې د هغه ورور ته د واده په بدل کې ورکړې ده. هغه اوس کوژدن شوې ده.
هغې په داسې حال کې چې له شنه دستمال سره يې لوبې کولې، وويل: «پلار مې د ورندار په بدل کې ورکړم. زه او ورور به مې دواړه ودونه وکړو.»
د صفيې مور، حليمې ومنله چې لور يې کوچنۍ او د واده نه وه، خو ويې ويل، بېوزلۍ دې حالت ته رارسولي دي. افغان زومان عموما په واده کې ولور ورکوي، چې کېدای شي کل ناکله ډېر لوړ وي.
هغې وويل: «لور مې د ښوونځي په اووم ټولگي کې ده. پوهېږم چې د هغې عمر ټيټ دی، خو مجبور و چې خپل زوی ته پرې بدل وکړو. په هرات کې ولور ډېر لوړ دی. بايد د ناوې کورنۍ ته مو ٥٠٠٠٠٠ يا د٦٠٠٠٠٠ افغانۍ ولور ورکړی وای.»
ځينې نور وايي د ولايت په زياترو برخو کې د امنيت د نشتوالي له امله کورنۍ دې ته اړ باسي چې خپلې لونې په کوچني عمر کې واده کړي.
په لويديځ زون کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د څانگې مشرې، فاطمې باقري وويل: «په ولسواليو کې د ناامنۍ له امله کورنۍ هڅه کوي خپلې لونې له وخت څخه دمخه واده کړي. په دې توگه به د خپلو مړونو تر ساتنې لاندې وي.»
د طبي څانگې کارکوونکي گوته څنډي چې پرله پسې او په کوچنې عمر کې اولاد راوړنه جدي پايلې لري.
د هرات ولايت د زېږنتون رئيسې، صالحې سلجوقي وويل: «که په ١٦ يا ١٨ کلنۍ کې يوه نجلۍ واده شي، بدن يې نشي کولای د اميندوارۍ پر مهال له ماشوم سره مرسته وکړي، که ماشوم وزيږي هم، هغه به ډېر کمزوری وي يا به يې مور د لنگون پر مهال ومري.»
هغې زياته کړه: «زما يوه ناروغه د ١٣ کالو وه، چې يوه ٤٠ کلن سړي ته واده شوې وه. دا د هغه درېمه مېرمن وه. ماته په داسې مهال کې راغله چې د نهو مياشتو حامله وه. هغه د ټيټ عمر او کمزورۍ له امله د مرگ له خطر سره مخ وه. شونې نه وه چې هغه ولادت وکړي. په پای کې مې د جراحۍ په عمل هغې ته ولادت ورکړ.»
نوموړې په دوام وويل، کورنۍ د داسې ودونو په روغتيايي اغېزو نه پوهيږي.
هغې وويل: «يوه ١٥ کلنه نجلۍ له خپلې ورندار سره ماته راغله. ستونزه يې دا وه چې حمل يې نه اخيسته. سره له دې چې ورته مې وويل هغه لا ډېره کوچنۍ ده، کورنۍ يې زما وانه اورېدل او زوی ته يې بل واده وکړ، ځکه هغوی يو زوی درلود او غوښتل چې څومره چې ژر کېدای شي، هغه اولاد ولري.»
په داسې يوه نهيلې کوونکې وضع کې ښکېلې نجونې کله ناکله له کوره تښتي يا ځان وژني.
شفيقه (مستعار نوم) په ١٤ کلنۍ کې د خپلې خوښې پر خلاف واده کړای شوه.
مور يې آی ډبليو پي آر ته وويل: «لور مې نه غوښتل چې واده شي. پلار يې د هغې پر واده ټينگار کاوه او ويل يې لويه شوې ده. په هغه ورځ چې کوژده شوه، چوپه وه، خو بله ورځ يې ځان ته اور واچاوه او موږ ونشو کړای ويې ژغورو. مړه شوه. »
هغې په داسې حال کې چې خپلې اوښکې د پوړني په پيڅکې پاکولې، وويل: «زه او پلار يې دواړه پر خپلې پرېکړې پښېمان وو، خو وخت تېر شوی و.»
رپوټ ناورکړل شوې سرغړونې
په هرات کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د منځه وړلو د کميسيون وياندې، سوميتا رضايي وويل، د ٢٠١٦ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې د ټيټ عمر او جبري ودونو يوولس پېښې ثبتې کړې دي. د ٢٠١٥ کال شمېرې اووه وې او د ٢٠١٤ کال څلور وې.
دا شمېرې په نوموړي ولايت کې د ټيټ عمر د ودونو د شمېر زياتوالی څرگندوي، خو هغې ټينگار وکړ چې هغه په هيڅ دليل د رښتينو شمېرو څرگندونه، نه کوي.
نوموړې په پای کې وويل: «په هرات ولايت کې د ټيت عمر او جبري ودونو په زرگونه ودونه شته، چې په اړه يې هيڅ خبر ورکړ شوی نه دی.»
د ښځو د غږ د ملاتړ په نامه يوې ناحکومتي موسسې رئيسې، مژگان انتظار هم وويل
، د کم عمره ودونو پېښې په هرات کې مخ په زياتېدو دي، دولتي شمېرې نا اړوندي دي، ځکه د زياترو په اړه يې رپوټ نه ورکول کيږي.
هغې وويل: «ثبت شوې پېښې په ويلو نه ارزي. څه شی چې په عمل کې گورو هغه فعاليتونه دي چې موږ يې د خپلې ادارې له لارې سرته رسوو. زه په زغرده ويلای شم چې شمېره ډېره لوړه ده.»
انتظار وويل، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون او د ښځو د چارو وزارت د کم عمر ودونو په وړاندې مبارزه کوي، خو وړانديز يې وکړ، هغوی ښايي له ډېر نژدې څخه په ولسواليو کې د ښځو له شورا سره کار وکړي، تر څو د هغه چا مرستې ته ورسيږي، چې ډېره اړتيا ورته لري.
هغې وويل: «ستره ستونزه پخپله حکومت دی، ځکه هيڅ مستقيم اقدام نه کوي. موږ گورو چې زياتره امامان په ازاد ډول کوچنۍ نجونې ودوي، چې حکومت کولای شي محکمې ته د دغو عالمانو په راکښلو يې مخه ونيسي.»
باقري وويل، هغه مرکزي موضوع چې ورسره مخ شوي، د ځايي کورنيو نه همکاري ده.
آن کله چې خپلوان وغواړي د کم عمره ودونو په اړه خبر ورکړي، نو د خلکو يا خپلو مشرانو له امله پر دې کار شرميږي.
هغې وويل: «له بده مرغه، قانون له موږ غوښتنه کوي، ترهغې پورې چې شکايت نه وي شوی، هغه موضوع دې تعقيب نشي. شکايت ته کومه اړتيا نشته. دا ودونه بايد اصلا جنايت وبلل شي.»
يوه پلا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون ته د ځايي چارواکو په مرسته کوم شکايت ورسېد.
هغې وويل: «موضوع د ښځو چارو رياست او د پوليسو قوماندانۍ او وروسته محکمې ته واستول شوه. د دې ادارو په مرسته موږ موضوع پاۍ ته ورسوله.»
د هرات ولايت د ښځو د چارو رياست له کم عمره ودونو سره د مبارزې په موخه يو لړ نوښتونو تر لاس لاندې نيولي دي چې د جوماتونو او ديني عالمانو په گډون د عامه پوهاوي پروگرامونه پکې شامل دي.
رضايي وويل، د هغې رياست د حج او اوقافو رياست په گډون خلکو ته پيغامونه رسوي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په ولسواليو کې د حقوقو له فعالانو او ديني عالمانو سره کار کوي.
د ولايتي شورا غړې، سکينې حسينی وويل، ملايان د کم عمره ودونو د مخنيوی په ملاتړ په ډلو کې تل ځانون نه ورگډوي. هغې زياته کړه: «ما په خپله له يوه عالم څخه اورېدلي چې خپله نهه کلنه لور يې واده کړې ده.»
د ديني چارو ماهران وايي، وضع ډېره پېچلې ده.
د هرات ولايت د حج او اوقافو رئيس، سيد عبدالوحيد آثمی وويل، اسلام د کوچني عمر واده منع کړی دی، خو يو څه استثنا پکې شته.
په دې برخه کې يو څه ځانگړنې شته، په دې معنا چې که ميندې او پلرونه ونه کړای شي خپل اولاد ته نفقه پيدا کړي او د دې ډاډ تر لاسه کړي چې له مېړه سره يې ژوند به ښه ډول تېريږي، بيا اجازه لري.
هغه وويل، د هغوی رياست او د ديني عالمانو ځايي شورا تل د کم عمره ودونو په وړاندې مبارزه کړې ده.
هغه وويل: «څوک چې موږ ته گوته نيسي، هغه د هغوی خپل نظر دی، خو موږ هيڅکله چوپ پاتې شوي نه يو. د دغه ستونزې د مخينيو لپاره مو کار کړی دي. خو دود، کلتور او بېوزلي داسې ستونزې دي چې له منځه وړل يې وخت ته اړتيا لري او په يوه ورځ کې هوارېدای نشي.»
دمگړۍ، د کم عمره ودونو قربانيانو ته بله کومه لار پاتې نه ده.
زهرا د ١٥ کالو په عمر د هغې پلار خپل ورور ته په بدل کې واده کړه. هغه اوس د هرات په محبس کې د اوږد مهاله بند سزا تېروي.
د هغې سترگې له اوښکو ډکې وې. هغې خپلې ماتې پښې او مات لاس ته گوته ونيوله چې دې حالت ته يې رسولې ده.
هغې وويل: «ما له واده وروسته د خپل مېړه ټول ظلمونه وگالل، خو ستونزه هغه مهال پيل شوه چې ورور مې خپلې مېرمن( زما د مېړه خور ته) ته طلاق ورکړ. د مېړه چلن مې راسره نور هم ناوړه شو. هره ورځ به يې په يوې پلمې پسې بله لټوله او تر دې بريده به يې وهلم چې نوره پر پښو ودرېدای نشوم. يوه ورځ مې وپتېله خپل ځان او خپل ماشوم ووژنم.»
هغې وويل: «يوه ورځ مې مېړه په کور کې نه و، درېم پوړ ته لاړم او له بام څخه مې له ماشوم سره يوځای ټوپ واچاوه. ماشوم مې مړ شو، خو زه پاتې شوم. اوس په مات لاس او پښه په محبس کې شپې ورځې تېروم. زما مېړه پر ما باندې د ماشوم د وژلو عريضه وکړه. ما ته سزا راکړل شوه او په دولس کاله بند محکومه شوم.»
نوموړې په ژړا وويل: «د دې هر څه لامل زما د ټيټ عمر واده و. که عمر مې ډېر وای، نو ژوند به مې داسې بدمرغه نه و.»