د نجلۍ پر زيږېدو خپگان

که چېرته ميندې د زامنو پر ځای لوڼې وزيږوي، کېدای شي له زيږه او ناسم چلن سره مخامخ شي.

د نجلۍ پر زيږېدو خپگان

که چېرته ميندې د زامنو پر ځای لوڼې وزيږوي، کېدای شي له زيږه او ناسم چلن سره مخامخ شي.

په پکتیا کې دای ډبلیو پی ار تر روزنې لاندې خبریال عبدالله مخلص لیکنه

شغلې هغه مهال له بد مرغیو سره لاس او ګریوان شوه چې نجونې وزیږولې .

د پکتيا ولايت د گرديز د ښار اوسېدونکې، شغلې وويل: «د هرې نجلې د زيږېدو پر مهال درد نه ځورولم، خو له همغې شیبې  يوه اوونۍ له ځنډ پرته پرله پسې ژړېدم. د کورنۍ هر غړي  پېغور راکاوه او ناوړې خبرې راته کولې . خواښې مې گواښلم او ويل به يې(( ته د زوی لايقه نه يې. زوی ته مې بله ښځه واده کوم. د هغوی خبرې د ټوپک له ډز زياته ټپي کولم. خواښې به مې راته ويل، ته خدای ښه پېژندلې يې چې داسې سپېره یی پیدا کړې یی او ښکنځلې به يې راته کولې.))

افغاني ټولنې له ډېر پخوا راهيسې پر لور د زوی زيږېدو ته ارزښت ورکوي. دا چلن اوس په ښارونو او په زده کړه لرونکو کورنيو کې ټیټې کچې ته رسیدلی  خو له هغې سره سره  دا دود لا پخپل قوت  ژوندی دی. هلکانو ته د کورنيو د اقتصادي خونديتوب د ضمانت کوونکي په سترگه کتل کيږي، په تېره بيا په پښتنو کې، د پښتنو د ټولنيز قانون له مخې  هلکان په راتلونکې کې د کورنۍ د عزت او حقونو ساتندويان دي.   

نو له همدې امله  د زوی پيدا کېدل په جشنونو لمانځل کيږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ښځو د څانگې مشرې، زرمينې شمس وويل: «کله چې يوه نجلۍ وزيږي، مور ته يې پيغورونه ورکول کيږي او آن وهل ډبول کيږي. د دويم واده امکان هم موجود وي.» 

شمس وويل، د هغې ادارې ته د ناوړه چال چلن او سرغړونو جدي رپوټونه رسېږي. کله ناکله ښځې سختې ټپي او آن وژل کيږي. نوموړې زياته کړه، د بشري حقونو خپلواک کميسون زيار کاږي د رسنيو او اسلامي عالمانو سره د گډ کار له لارې نوموړی چلن بدل کړي.

د ښاپېرۍ په نامه يوې ځايي مېرمن وويل، د لور زيږېدل يې د تاسف وړ يو حالت و.

هغې وويل: «کله چې يوه نجلۍ وزيږي، مورته يې هغه خواړه نه چمتو کيږي، چې د نارينه هلک د پيدا کېدو پر مهال يې مور ته چمتو کيږي.»

نوموړې وويل: «کله چې يې ماته وويل، زيږېدلی ماشوم لور ده، نه يوازې ما، بلکې  خواښې او  ايندرور مې په ژړا شوې. وريندارې مې راباندې ملنډې وهلې او ويل يې: که ته چېرته ښه ښځه وای، نو هلک به دې زيږولای وی. هر چا را سره ظلم کاوه، مېړه مې راته ويل، بله ښځه کوم؛ ځکه ته راته زوی نه زيږوي.»

د خالقيار د نسايي ولادي کلينيک ډاکټر، زرغون روشن وويل، د کورنۍ غړي تل ډاکترانو ته وايي چې هڅه وکړي زوی نړۍ ته راشي.

هغه وويل: «د ښځې ورور، مېړه، اوښی، او د کورنۍ نور غړي موږ ته وايي که چېرته ماشوم، هلک وي، نو بخشش به درکړو. کله چې يوه  ناروغه زموږ روغتون ته راوړل شوه، مېړه يې راته وويل، که ماشوم هلک و، نو خپل موټر درته بښم . خو ما ورته وويل، دا کارونه ټول د خدای په لاس کې دي، موږ په دې اړه هيڅ مرسته نشو کولای.»

ډاکټر روشن زياته کړه، درمل د جنين د جنس په ټاکلو کوم رول نشي لوبولای.

په گردېز کې يوه سونوگراف، لعل محمد احمدزی د ورځې لږ تر لږه ٥٠ ناروغانې گوري او ورته حالت بيانوي.

هغه وويل: «زياتره وختونه چې کله ماشوم نجلۍ وي، نو ناروغ ته نشم ويلای. کله ناکله رانه خپه کيږي. خو که ماشوم هلک وي، نه يوازې خوشاليږي، بلکې نغدې پيسې هم راکوي.»

احمد زي وويل، خلک نه پوهيږي، جنس څنگه تعينيږي.

هغه وويل: «د خلکو د پوهې کچه ډېره ټيټه ده. هغوی په دې اند دي چې مور د زوی يا لور په رامنځته کولو کې لاس لري. د طب د علم له مخې دا عمل د پلار تخمه (سپرم) ټاکي. خلکو ته بايد وويل شي، مور نشي کولای د دې فيصله وکړي چې زوی راوړي يا لور.»

له روغتون څخه بهر د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکې، شيرين گل بې صبرانه منتظره وه.

هغې وويل: «زما شپږمه ورېره همدا اوس وزېږېده. ورور مې يو زوی هم نه لري. پر هلکانو خدای برکت ايښی. هغوی کار کوی او «تربگنۍ» ته ډېره گټه کوي. په داسې حال کې چې لور د اوږو پېټی دی. د ژوند تر پايه به يې پلار ته يو کړاو وي. اوس غواړم ورور ته مې بله ښځه وکړم، چې زامن ورته وزيږوي.»

د مدني ټولنې فعال او د پکتيا پوهنتون استاد، اسمعيل لاروی له دې سره موافق دی، چې پښتانه زامنو ته په ټولنه کې په ستر اهميت قايل دي. 

هغه وويل: «خلک بېوزلي دي. هغوی دې ته اړتيا لري چې پيسې وگټي. په دې ټولنه کې يوازې نارينه دا کار کولای شي. لويه ستونزه دا ده چې کله څوک ومري او زوی و نه لري، د ميراث موضوع راپورته کيږي.» ښځه که څه هم داسلام له نظره دمیراث مستحقه ده خو اکثر خلک په تیره پښتانه دا میراث ورته نه ورکوي  

لاروی د دې کار لامل د زده کړې نشتوالی بولي.

هغه وويل: «تر هغه چې خلک له دې ناپوهۍ څخه ځانونه ژغورلي نه وي، نو تر هغه به د لور زيږيدو ته د يوه بد او شرمناک څېز په سترگه کتل کيږي.»

اسلامي عالمان وايي دا دودونه د اسلام  له اصولو سره کوم تړاو نه لري.

د پکتيا ولايت د حج او اوقافو رئيس، مولوي محمدشاه وویل : «زه تل دا وايم چې دا راز چلن تر اسلام دمخه جهالت ته پاتې کيږي. دا کار د خدای په کارونو کې لاسوهنه ده. دا لويه گناه ده، چې څوک د خپلې لور په زېږېدو خپه اوسي يا د لور مور وگواښوي.»

د چال چلن بدلول وخت ته اړتيا لري. نجيبې، چې ژړل يې او اوښکې یی  د څادر پر پيڅکې پاکولې، وويل، تر اوسه يې ډېر غمونه گاللي دي. 

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «کله چې مې زوی وزيږېد، موږ ټول ډېر خوشاله وو. کورنۍ راباندې ښه پام درلود. ورسته مې له بده مرغه زوی ناروغ او بيا مړ شو. بل ماشوم مې لور وه. وروسته  مې ميړه بل واده ته چمتووالی ونيو. هيچا زما غم ته ونه کتل.» 

 

Frontline Updates
Support local journalists