د گوزڼ (پولیو) د واکسین پر سر جگړه
د طبي ډګر کارکوونکي دهغو ګونګوسو په وړاندې مبارزه کوي چې ګوندې واکسین د مسلمانانو په وړاندې د لویدیځ دسیسه ده.
د گوزڼ (پولیو) د واکسین پر سر جگړه
د طبي ډګر کارکوونکي دهغو ګونګوسو په وړاندې مبارزه کوي چې ګوندې واکسین د مسلمانانو په وړاندې د لویدیځ دسیسه ده.
د افغانستان په سویلی ولایت هلمند کې د روغتیا د برخې ماهران ګوته څنډي، هغه پرله پسې اوازې چې ګوندې واکسین ماشومانو ته خطر پېښوي، د ګوزڼ د مخنیوی په وړاندې د هڅو مخه نیسي.
طبي کارکوونکي د کلو د مشرانو او ملایانو په اړه، په تېره بیا په لرې پرتوسیمو کې رپوټ ورکوي، وايي [د ګوزڼ] په پېچکارۍ کې داسې وایروس موجود دي چې د لویديځو هېوادونو له خوا په ارادي ډول د مسلمانو هېوادونو خلکو ته د زیان رسولو لپاره جوړ شوي دي.
په افغانستان کې د یونیسف UNICEF ویاند، سید کمال شاه، وویل: «دغه راز منفي آوازې دځینو خلکو له خوا په ځینو حالاتو کې خپاره شوي.»
هغه وویل: «هغه کیسې چې موږ يې اورو، ډېرې هيښوونکي دي. موږ داسې بېلګې لیدلې چې پکې ادعا شوې واکسین قانوني بڼه نه لري او يا دا چې د ناروغۍ او عقامت لامل کیږي.»
«موږ اوریدلي چې خلک وايي دغه واکسین د څارویو متیازې دي او دا پروګرام د مسلمانانو په وړاندې د دسيسې لپاره جوړ شوی دی. زه نه پوهیږم ولې دغسې کار روان دی.»
د ملا د تیر ګوزڼ (Poliomyelitis)، چې د ماشومانو د ګوزڼ (infantile paralysis) په نامه هم یادیږي، یو شل او شوټ کوونکې ناروغي ده او لامل يې د ګوزڼ وایروس دی. دا ناروغي ساری ده او له ډکو متیازو سره د تماس او یا د پرینجي او ټوخي له لارې خپریږي.
کله چې څوک ونیسي، وایروس د ملا تیر ته ځان رسوي او د ګوزڼ لامل کیږي. سره له دې چې د دغه ناروغۍ په وړاندې کومه ځانګړې درملنه نشته، خو د ګوزڼ په وړاندې د څو څو ځلې واکسینولو له لارې د مخنیوي وړ ده.
نن د نړې په کچه د واکسینولو د پرګرامونو له لارې د ګوزڼ [پولیو] ناروغي یوازې په درېو هېوادونو: نایجریا، پاکستان او افغانستان کې پاتې ده.
په افغانستان کې یونیسف UNICEF هر کال تر پنځه کلنۍ کښته د سویلي ولایتونو یو عشاریه اوو ملیونو ماشومانو په ګډون، ۵.۵ ملیونه ماشومانو ته واکسین کوي.
په تېر کال کې په هېواد کې د ګوزڼ ۱۲ پېښې: پنځه په کندهار، درې په ننګرهار، دوه په هلمند او یوه، یوه په زابل او کندوز کې ثبتې شوې وې.
د هلمند ولایت د نهر سراج د ولسوالۍ اوسیدونکي، حاجي سلام آی ډبلیو پی آر ته د خپل پنځه کلن لمسي، سید رحمن د ناروغۍ کیسه وکړه.
سره له دې چې ماشوم پخوا دوې ځلې په هلمند کې واکسین شوی و، خو کورنې یې ورته د ملایانو له خولې، چې ویل يې پروګرام زیانمن دی، نور واکسین ونه کړل.
سلام وویل: «لومړی مې لمسي د لاسونو او لنګیو له شخېدو څخه شکایت پیل کړ. وروسته يې نشو کولای پر پښو وګرځی.»
«موږ نه پوهېدو چې ستونزه په څه شي کې ده، خو کله چې مو کلینیک ته یوړ، هغوی وویل چې ګوزڼ وهلی دی.»
«په هلمند کې ډېرې داسې کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه کوي. ډېری خلک شک لري چې واکسین په حقیقت کې د څارویو متیازې دي او د عقامت اوناروغۍ لامل کیږی.»
«اوس موږ د ګوزڼ د واکسین پر ارزښت او اهمیت وپوهیدو او په راتلونکې کې به د خپلې کورنۍ هر ماشوم واکسینوو.»
د روضيې په نامه یو دوه کلنه ماشومه د کندهار ولایت د لویې ویالې په سیمه کې له خپلې مور او پلار سره اوسیږي.
د هغې تره، صالح محمد له کندهار څخه هلمند ته راغلی و. هغه وویل د دوه کلنې ورېرې، روضیې نیم بدن يې ګوزڼ وهلی دی.
محمد دوام ورکړ: «ورور مې د ملایانو او نورو خلکو دروغو او اوازو بې لارې کړی و. د دې له امله يې خپله لور له ډاکټرانو او روغتیا کارکوونکو څخه پټه کړه، چې د واکسینولو لپاره يې کلی ته راغلي وو. اوس يې لور ناروغه شوې ده.»
«موږ د خپلې ورېرې له امله ډېر خپه یو، ورور مې هم ګډ وډ دی. هغه نه پوهېده چې ګوزڼ د درملنې وړ نه دی. د ګوزڼ په اړه درواغ او ناسم تبلیغات لا اوسه هم په افغانستان کې خپریږي او له امله يې کوچنیانو ته د اړتیا وړ ستنې نه وهل کیږي.»
«موږ پخپله دا موضوع ډېره جدي ونه ګڼله. کله چې پوهېدو بیا نو ډېر ناوخته و. اوس مو له لاسه هیڅ نه کیږي. ورېره مې شله شوې ده.»
د UNICEF کار کوونکي، شاه هم یادونه وکړه، ځینې کورنۍ چې د ناسمو تبلیغاتو له امله غولیدلې، خپل ماشومان له روغتیا کارکوونکو څخه پټوي.
هغه وویل، په ځینو حالتونو کې والدین ټینګار کوي چې ماشومان يې یا په کور کې نشته، یا ویده دي او یا وايي ناروغ دي او نورې ستنې ورته نشي وهلای.
نوموړي زیاته کړ: «په سیمه کې د ګوتو په شمېر خلک دی چې لا اوس هم د ګوزڼ د ناروغې په اړه د درواغو اوزې خپروي. آن ځینې دیني عالمان په دې برخه کې مسؤول دی.»
«کله چې د واکسینولو مهال رارسیږي، خلک ناسم معلومات ورکوي، کېدای شي د هغوی د امتناع خبره د پوهېدو وړ وي.»
شاه وویل، په لرې پرتو ولسوالیو کې د UNICEF کارکوونکي د ګوزڼ د خطر په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کوي.
هغه وویل، په کلیو کې پوسترونه ځوړندوو. له ځايي مشرانو سره غونډې کوو او په ورځپانو کې اعلانونه خپروو، تر څو خلک د واکسین پر ارزښت او اهمیت وپوهیږي.
هغه دا هم وویل، چې په هلمند کې د روانې جګړې له امله د واکسین د پروګرام پلي کول نور هم پسې ستونزمن شوي دی.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، فرید احمد فرهنګ ومنله چې د ګوزڼ د ناروغۍ د خطر په وړاندې خلکو ته د معلوماتو ورکولو کچه کمزورې ده.
هغه وویل: «موږ د هلمند له سیمه ییزو رسنیو سره څو څو غونډې کړي او غوښتنه مو ترې کړې چې خپلو لوستونکو ته د ګوزڼ د واکسین په اړه پوره معلومات ورکړي.»
د واکسین په ډګر کې طبي مسلکي کارکوونکي وايي، آن په ټولنه کې د خلکو له ناسزا سره مخ کیږي.
د خاتمې په نامه د روغتیا یوې کارکوونکې وویل: «کله چې موږ کورونو ته ځو، کورنې مو پر مخ دروازې تړي او وايي ماشومان نه لري.»
«یو شمېر يې وايي، واکسین د مسلمانانو په وړاندې یوه دسیسه ده. موخه يې د نفوسو د ډېروالي مخنیوی او د ناروغیو خپرول دی.»
«آن ځینې مېرمنې راته وايي، ماشومان يې د ګوزڼ د ناروغۍ له واکسین اخیستلو وروسته ډېر نامنونکي شوي دي.»
د عزیزي په نامه د ګوزڼ یوه بل واکسناتور وویل: «له موږ سره تل ناسم چلن کیږي او کورنۍ راسره غالمغال کوي. هغوی ادعا کوي چې موږ د هغوی د کوچنیانو ژوند ویجاړوو او یا ورته ناقانونه درمل ورکوو.»
«په ښارونو کې اوس کومه ستونزه نشته، دا د ولسوالیو خبره ده. موږ ډېره هڅه کوو چې د کورنیو له مشرانو سره وګورو.»
«له خبرو اترو وروسته زیاتره دې ته غاړه ږدي چې کوچنیان يې واکسین شي. »
د ګوزڼ یو واکسناتور، احمد ولي د دغه خبرو د یوې کیسې د بریالیتوب یادونه کوي. هغه وویل، په لښکرګاه ښار کې يې له څلورو ورونو سره ولیدل، چې ټولو ۲۵ اولادونه درلودل.
هغه وویل، ټولو ورونو د ماشومانو د واکسینولو خبره رده کړه. ویل يې چې واکسین د بهرنیانو متیازې دي.
نوموړې زیاته کړه: «په پای کې د دیني عالم په مرسته مو د کورنۍ مشران قانع کړل چې واکسین خوندي دي او راسره یې ومنله چې خپل کار ته دوام ورکړو.»