افغانان د ژوند د پايښت لپاره لاس اوپښې وهي

له يو شمېر کاري پروژو سره سره پر حکومت تور پورې کيږي چې د ازاد بازار د اقتصادي سياست په رامنځته کولو يې د بېروزګارۍ کچه لوړه کړې ده.

افغانان د ژوند د پايښت لپاره لاس اوپښې وهي

له يو شمېر کاري پروژو سره سره پر حکومت تور پورې کيږي چې د ازاد بازار د اقتصادي سياست په رامنځته کولو يې د بېروزګارۍ کچه لوړه کړې ده.

په افغانستان کې د آى ډبليوپي آر د خبريال، حفيظ احمدمياخېل ليکنه

د شهباز په نامه يو سړى د ميرويس ميدان په څلورلارې کې د هرې ورځې په څېرد کار له توکو سره په دې تمه  ولاړ دى چې څوک به يې د کار لپاره بوځي. 

نوموړي آى ډبليوپي آر ته وويل:"نهه تنه کورنۍ را په غاړه ده. څه پيسې بايد پيدا کړم چې ماشومانو ته مې پرې ډوډۍ واخلم. خو کارنشته.سهار راځم او ماښام بېرته (خالي لاس) ځم."

د٦٠ کلن شهباز په څېر په سلګونه خلک د افغانستان د پلازمينې،  د کابل  ښار په څلور لارو کې خپلې ورځې تېروي، چې څوک يې د کار لپاره له ځان سره بوځي.

د هغوى دا حالت په افغانستان کې د مليونونو نورو خلکوپه څېر دى، چې نشي کولاى په دې بېوزلي جګړه ځپلې هېواد کې د ژوند د پايښت لپاره څه لاس ته راوړي.

افغان حکومت د هغوى له وضعې څخه ځان خبر بولي او له خپلې وسې سره سم زيار کاږي چې پر کار باندې د ګومارلو لپاره د اړتيا وړ روزنه چمتو او روزګار ورته پيدا کړي، خو په پاى کې بيا هم د خصوصي سکتور کاري  لاره کنترولاى نشي.   

نيوکه کوونکي وايي حکومت  د ازاد بازار د اقتصادي سياست له لارې پخپله ځانته پر دندو د ګومارلو ستونزې راپيدا کړي، ځکه  سوداګر يې پريښي چې له هېواده بهر مالونه وارد کړي او خپل کورنى صنعت دړې وړې کړي.

د احصايي مرکزې اداره وايي د  ٢٠٠٩ کال راهيسې شاوخوا نهه مليونه خلک په بېوزلۍ کې ژوند تېروي.

د کار او  ټولنيزو چارو د وزارت مرستيال، واصل نور مومند وويل: "نهه مليونه ډېر خلک دي چې په  بېوزلۍ کې ژوند تېروي.  دا د اندېښنې خبره ده. هغوى د ورځې يو امريکايي ډالر عايد لري."

د افغانستان د نفوسو اوسنۍ شمېره شاوخوا شپږويشت مليونه ده. دا شمېره د احصايي مرکزې ادارې اټکل کړې ده، چې د هېواد ناامنې سيمې په کې شمېرل شوې نه دي. په ٢٠٠٩ کال کې ملګرو ملتونو دا شمېره ٢٨ مليونه اټکل کړې وه.

واصل نور مومند وويل، درې عشاريه پنځه مليونه وګړي د کار کولو وړتيا لري، خو هغوى بېروزګاره دي، چې عموما نارينه ګان دي.

د متحده ايالتونو په مشرۍ د ٢٠٠١ کال له يرغل او له طالبانو راوروسته جوړې شوې ادارې له  دوو لسيزو وروسته د اقتصادي پرمختګ هيلې رامنځته کړې.

مرستې راسر شوې او يو شمېرپانګه والوپه هېوادکې د پانګې له اچولوسره مينه وښوده. له دې امله کډوالو له پاکستان او ايران څخه خپلوکورونو ته په راستنېدو پيل وکړ. د کلونو په تېرېدو نوموړې هيلې مړاوې شوې او طالبانو يو ځل بيا زور پېدا کړ. لويديځ ملاتړى حکومت بېوسې او له فساده ډک شو. له دې امله يې پرمختګ غړند او د عامه خدمتونو په وړاندې کولوکې پاتې راغى.  

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد، سيد مسعود وويل: "کله چې موږ دنده له لاسه ورکړو، له بېوزلۍ سره مخامخ کيږو، چې د ټولو جنايتونو زېږنده ده."

د اطلاعاتواو فرهنګ د وزارت مرستيال، ظاهر غوث وايي چې بېروزګاري زياتې ستونزې زيږوي او د بېوزلۍلامل کيږي. ځوانان د کار په هيله بهرنيو هېوادونو ته ځي، يا د نشه يي توکو په ناقانونه کارونې بوختيږي او يا هم له طالبانو سره يوځاى کيږي.  

نوموړي زياته کړه: "موږ ويلاى شو چې بېروزګاري ددې ټولو ستونزو مور ده."

په داسې يوې ټولنې کې چې د ځوان نسل شمېره يې  زياته او د لوستوکچه يې ټيټه وي، د ځوانانو لپاره د کار او دندې موندل يوه جدي اړتيا بلل کيږي.  د افغانستان د ځوانانو د ټولنې مشر، غلام داود شعيب په کابل کې د رسنيو يوې ورستۍ غونډې ته وويل، چې چارواکي په ستونزې سترګې پټوي.

مومند وويل، هلې ځلې روانې دي چې په دولتي او خصوصي سکتور دواړو کې دندې پيداکړي. د هغه وزارت په تېرو څلوروکلونو کې څه دپاسه دوه نيمومليونو ځوانانو ته دندې موندلې دي.

حکومت زيار ايستلى چې د حرفوي او مسلکي زده کړو او کورسونو له لارې د ځوانانو مهارتونه  او وړتياوې لوړې کړي. ددې پروګرامونو له لارې په ٢٠٠٩ او ٢٠١٠ کلونو کې ١٠٨٠٠٠ ځوانانو ګټه اخيستې ده.  

مومند زياته کړه، ځوانان ځکه د کار له مارکيټ څخه بهر پاتې شوي چې هغوى نشي کولاى په ځان کې د اړتيا وړ کار وړتيا پيدا کړي.

نوموړي وويل: "دولتي او خصوصي سکتورونه دواړه  مهارت لرونکي اشخاص پر کار ګوماري. زموږ زياتره ځوان نسل دا وړتياوې او مهارتونه، نه لري."

هغه زياته کړه: "موږ د ملسکي او حرفوي زده کړو يو پروګرام لرو چې د ټولو ولايتونو ٢٤٠٠٠٠ ځوانانو لپاره په پام کې نيول شوى دى. د کار لپاره د ځوانانو د چمتو کولو په موخه مو د افغانستان په ټولو برخو کې د حرفوي زده کړو ٢٤ مرکزونه جوړ کړي دي."

يوازې د ليسو فارغان نه دي چې د کار موندل ورته سخت دي.

اصحاب الدين، تېرکال د ننګرهار پوهنتون د کرنې له پوهنځي څخه فارغ شوى دى. هغه اوس بېروزګاره دى. له پلار سره په کرکيله کې مرسته کوي.

هغه وويل: "زموږ له ټولګي څخه د ٨٣ فارغانو په ډله کې يوازې يوڅو تنو دندې موندلې دي. هغه څوک چې له چارواکو سره اړيکي لري، دندې موندلى شي، خو زما پلار يو کروندګر دى او زه په حکومت يا بله کومه موسسه کې څوک نه پېژنم، چې دنده راته پيدا کړي."

اصحاب الدين نهيلى دى چې ولې يې خپل دومره وخت پر زده کړو تېرکړى دى.

هغه وويل: "دا هېواد کار او پوهې ته اړتيا نه لري. دلته يوازې جګړه په کار ده او بس."

د مسعود په څېر شنونکي پر حکومت پړه اچوي چې نشي کولاى له بهر سره د سياليو کولوپه موخه فابريکې جوړې کړي. 

سره له دې  چې پخوا پانګه والو د افغانستان په بېلا بېلو برخو، په تېره بيا د هرات په خوندي ولايت، کې فابريکې جوړې کړې وې، خو زياتره يې له کاره لويدلې دي. شنونکي وايي سيمه ييزو فابريکو نشواى کولى له بهر څخه له راوړل شوو توکو سره سيالي وکړي، ځکه  بهرني مالونه د زور واکو سوداګرو له خوا له ګمرکي محصول پرته هېواد ته راوړل کيږي، چې زياتره يې پخواني جنګ سالاران دي  او اوس تر سياسي لوبغاړو جوړ شوي دي. 

مسعود وايي په نتيجه کې فابريکي، آن د کابل او هرات په څېرو ښارونو کې، له افلاس سره مخامخ شوې. افغانستان د يو توليدوونکي هېواد پر ځاى پر بهرنيو مالونو ډډه ولګوله.

هغه وويل: "حکومت بايد مصرفوونکى اقتصاد پر مؤلد اقتصاد واړوي. بايد فابريکې جوړې شي او خلکو ته کار او روزګار پيدا شي. که چېرته حکومت کرنه پر پښو ودروي، نو هر يو افغان به د کا رخاوند شي."

مومند ټينګار وکړ چې حکومت او خصوصي سکتور د بېروزګارۍ د کچې د راټيټولو لپاره پر يوې ګډې ستراتيژۍ موافقه کړې ده.

هغه وويل: "يوازې د کرنې وزارت کولاى شي اتيا سلنه ځوانانو ته روزګار پيدا کړي، په داسې حال کې چې د کانونو او سوداګرۍ وزارتونه به په کانونو او فابريکو کې پر کار هغوى ته د ګومارلو زمينه چمتو کړي. "

د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت مرستيال، غلام محمد ايلاقي څرګنده کړه چې د روزګار چمتو کول او د نوو فابريکو جوړول د لومړيتوبونو په ډلې کې دي، خو د مومند پر پرتله ډېر محتاط و او ويې ويل د بازار په اقتصاد کې حکومت پر خصوصي سکتور زرو نشي راوړلاى..

هغه وويل: "موږ ددې ستونزو په اړه  د وزيرانو غونډې ته يو لړ وړانديزونه کړي دي، خو هغوى د ازاد بازار (سياست) يوه پلمه وړاندې کړې ده."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists