ښځينه انجينيرانې تاريخ بيارغوي
د افغانستان په نارينه برلاسي ټولنه کې تاريخي پروژه د ښځو برياوې نندارې ته وړاندې کوي.
ښځينه انجينيرانې تاريخ بيارغوي
د افغانستان په نارينه برلاسي ټولنه کې تاريخي پروژه د ښځو برياوې نندارې ته وړاندې کوي.
په کابل کې د دارالامان لويه ماڼۍ، چې د کورنۍ جگړې په لسيزو کې ويجاړه شوې، له اوږدې مودې راهيسې په پلازمېنې کې د يوه سکليټ په بڼه ولاړه ده. د دغه ماڼۍ د بياودانولو کار، چې په ١٩٢٠ کلونو کې د شاه امان الله خان د واکنمۍ پر مهال جوړه شوې، د ٢٠١٦ کال د می په مياشت کې د ١٦ مليونو امريکايي ډالرو د ودانولو يوې پروژې په دې ارمان پيل کړ چې راتلونکې نسل ته د جگړې پر ځای د بيارغاونې د يو سمبول په توگه پاتې شي.
د ښځينه انجينرانو يوې ٢٧ کسيزې ډلې ته د ماڼۍ دغه پروژه د دې ښکارندويي هم کوي چې په نارينه برلاسې ټولنې کې ښځې هم کولای شي بريا ترلاسه کړي.
د انجينيرۍ فارغې، معصومې دليجان، چې له تېر يوه کال راهيسې د دارالامان په پروژه کې کار کوي، وويل: «له يوې خوا پر دغه ماڼۍ کار پر ځان زموږ باور لوړوي او له بلې خوا نورو ښځو ته يوه ښه بېلگه هم کېدای شي.»
نوموړې په دوام وويل: «په دغه راز تاريخي ځای کار کول زما په ژوند کې زما تر ټولو ښه تجربه ده. زموږ د اړتيا وړ ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوي دي، د بېلگې په توگه، زموږ کاري فضا، زموږ امنيت، د ښځينه همکارانو په وړاندې زموږ د نارينه ملگرو مناسب چلن او داسې ډېر نور.»
د وږمې خرم په نامه يوې بلې انجينرې وويل: «زه په دغه پروژه کې په کار کولو دېره خوشاله يم. په دغې پروژې کې د ښځو رول ښايي خلکو ته يوازې سمبوليکه بڼه ولري، خو دا سمه نه ده. په حقيقت کې ښځې د دغې تاريخي ماڼۍ په بياودانولو کې ډېر مهم رول لوبوي.»
نوموړې په دوام وويل، د دغه کار موخه د پيسو لاسته راوړل نه دي.
هغې وويل: «موږ په دغه پروژه کې د کار په وړاندې کوم ځانگړی بخشش (بونس) نه غواړو. معاشونه مو د ښار د پراختيا او کور جوړولو د عادي کارکوونکو د معاشونو په څېر دي.»
د افغانستان ښځينه انجينرانې وايي، که سمه مرسته او ملاتړ ور سره وشي، نو په دې ډگر کې به رښتينی اغېز ولرلای شي.
د حيرانتيا خبره خو دا ده چې په افغانستان کې له کوره بهر د ښځو د کار په وړاندې پرتو خنډونو ته په پام په حکومتي پروژو کې د ښځينه گومارل شوو انجينرانو سلنه له يو شمېر پرمختللو هېوادونو سره د پرتلنې وړ ده.
د ښاري پراختيا او کور جوړولو د وزارت د وينا له مخې په افغانستان کې د ښاري پراختيا په لسو پروژو کې ١٠٤٧ تنه انجنيران په کار بوخت دي.
له دغه ډلې څخه ١٠٥ تنه يې ښځې دي، چې د انجينيرۍ، مهندسۍ او مديريت په برخو کې کار کوي.
د نوموړي وزارت وياندې، نيلوفر لنگر وويل: «د ښځينه انجنيرانو شمېره، چې اوس په ساحه کې کار کوي، د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.» هغې وويل، د دارالامان په ماڼۍ کې کار کوونکې مېرمنې زياتره د عملي کار پر ځاي د ډيزاين په برخه کې کار کوي.
د نوموړې پروژې مشر، سيد ضيا حسيني، چې د ښاري پراختيا او کور جوړولو د وزارت ستر سلاکار هم دی، وويل، د دارالامان پراختيا سمبوليکه بڼه لري.
هغه وويل: «دا لومړی ځل دی چې د يوه تاريخي او لرغوني ځای بياودانول د افغاني انجنيرانو او کارکوونکو له خوا سرته رسيږي. د دغو پروژو ٢٥ سلنه کارکوونکي ښځينه دي.»
دارالامان، چې د ١٩١٩ او ١٩٢٩ کلونو په منځ کې جوړ شوی، زياتره د جرمني او فرانسوي مهندسانو په لاسونو ودان شوی و. دارالامان د يوه داسې پاچا د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی چې لا تر اوسه يې په هېواد کې برتانوي نفوذ ته د پای د ټکي د ايښودلو له امله ستاينه کيږي.
د افغانستان د علومو د اکاډمۍ غړي او تاريخپوه، حبيب الله رفيع وويل: «شاه امان الله خان غوښتل چې کابل د دغه ماڼۍ په ودانولو يو په زړه پورې ښار وگرځوي، ترڅو بهرنيو سيلانيانو ته د رښتينې ښکلا يوه پلازمېنه وي.»
په دارالامان کې په ١٩٧٩ کال کې د شوريانو تر يرغل راوروسته د دفاع وزارت مېشت و. دا ماڼۍ د ١٩٩١ او ١٩٩٢ کلونو تنظيمي جگړو کې سخته زيانمنه شوه، چې کمونيستي نظام ته يې د پای ټکی کېښود. له هغې وروسته د دوو لسيزو لپاره بېکاره پروت دی.
تمه ده چې دارالامان د نوي حکومت يوه برخه او د هغې ترڅنگ د گرځندويانو پام ځانته واړوي. د افغانستان ملي موزيم د دغه ماڼۍ څنگ ته پروت دی.
ولسمشر اشرف غني د ٢٠١٦ د دسمبر په مياشت کې د دغه پروژې د دويمې برخې په پرانيستې غونډه کې گډون کوونکو ته وويل: «د دغه پروژې د کار تر پشپړېدو وروسته به دا ماڼۍ به يو ملي موزيم شي او د بهرنيو مېلمنو د هرکلي او استوگنې لپاره به د يو مرکزي او تاريخي ودانۍ په توگه وکارول شي.»
د ودانولو بدلون
د افغانستان زياتره بنسټونه بيارغاونې ته اړتيا لري او هغه مهال به تلپاتې او د کارونې وړ وي چې ښځو ته په پراختيايي پروژو کې د رول لوبولو فرصت ورکړای شي.
هغې وويل: «د ودانولو په کار کې د ښځو په وړاندې خنډونه او محدوديت نشته. هغوی د خپلې تجربې او تخصص له مخې گومارل کيږي، نه د خپل جنسيت له مخې.»
له ښاري سيمو بهر وضع ډېره پېچلې ده. خلک ډېره محافظه کارانه انگېرنه لري او د خاورې ډېره برخه د وسله والو مخالفانو په لاس کې ده.
د کلو د پراختيا او بيارغاونې د وزارت وياند، اکبر رستمي وويل، ښځې د دې وزارت په بېلابېلو ادارو کې په کار گومارل شوي دي.
د فرهنگي حساسيتونو له مخې هغوی معمولا په ډيزاين، د کيفيت په اداره او نورو اړوندو انجنيري برخو کې په کارونو بوختې دي.
هغه وويل: «د ودانولو په کارونو کې نارينه انجنيران تر ښځينه وو انجنيرانو ډېر فعال دي. تاسې پوهيږئ، په افغانستان کې ډېرې امنيتي، فرهنگي او ټولنيزې ستونزې موجودې دي، چې له امله يې ښځې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې کار نشي کولای.»
په عملي برخه کې ښځې د ټولنيزې پراختيا د شوراگانو غړې هم دي چې د افغانستان د ټولو سيمو په کلو کې د وزارت له خوا رامنځته شوې دي. دغه شوراگانو ته پيسې ورکول کيږي چې د ځايي اوسيدونکو د اړتيا وړ بنسټيزې يا کرنيزې پروژې پلې کړي.
رستمي زياته کړه: «په حقيقت کې ښځې د پراختيايي شوراگانو د ودانولو د پروژو ٣٥ سلنه برخه جوړوي. د هغوی گډون يوازې په خوندي سيمو پورې محدود دی، ځکه په ناامنوسيمو کې هغوی کار نشي کولای. زياتره دا پروژې په کلو کې پلې کيږي چې له امله يې په سيمه ييزو پروژو کې د گوتو په شمېر ښځې کار کوي.»
د افغاني ښځو انجنيرانو د ټولنې رئيسې، ذکيې وردک وويل، حکومت ته پکار ده چې ښځينه انجنيرانې په فعال ډول وهڅوي او مرسته ورسره وکړي.
وردک وويل: «موږ پروسږکال له لومړۍ مېرمنې، لورا غني سره يوه غونډه درلوده. له هغې مو غوښتنه وکړه چې د سوداگرو مېرمنو لپاره يوه ځانگړې بودجه په پام کې ونيسي.»
دغه ټولنه په دې موخه جوړه شوې چې له نوو ښځينه انجنيرانو او نورو فارغانو سره د دندې په موندلو کې مرسته وکړي. وردک وويل، هغې د ٢٠١٤ او ٢٠١٦ کلونو تر منځ يو شمېر ځوانې فارغانې د لوړو زده کړو او روزنې لپاره بهرنيو موسسو ته ورپېژندلي دي.
نوموړې په دوام وويل، له هغې سره سره د غړيتوب کچه رالوېدلې. په ٢٠١٣ کال کې د نوي ٩٠ غړو څخه اوس يوازې ٣٥ تنه پاتې دي.هغې د دې کار لامل د خپلو غړو لپاره د دندې په موندلو کې د ستونزو موجوديت وباله.
هغې وويل، معاشونه تر دې کچې ټيټ دي چې نشي کېدای کومه د ارزښت وړ پروژه په لاس راشي.
هغې وويل: «زه د سوداگرۍ د اجازه ليک په ترلاسه کولو کې کومه ستونزه نه لرم، خو په دې ورځو کې د پروژو تر لاسه کول ستونزمنه خبره ده. که څه هم د يو شمېر وزارتونو له خوا ځينې پروژې ښځو ته ځانگړې شوې، خو بيه يي ډېره ټيټه ده.»
«نارينه گان که دفترونه نه لري، هم کار کولای شي. که د هغوی کيفيت هم لوړ نه وي، خو له هغې سره سره بيا هم پروژې تر لاسه کولای شي.»
بنسټپاله دودونه هم د دې لامل شوي چې ښځې انجنيرانې په کاري ځواک کې مستقيما د شامليدو پر ځای منځگړې رامخته کوي.
هغې وويل: «زه د يوې سوداگرې مېرمنې په توگه يو د پروژې مدير، سيمه ييز مدير، د کيفيت مدير او نور همکاران لرم. خو زه د يوې ښځې په توگه نشم کولای د کار په ساحه کې د خپلو همکارانو د کارونو نظارت وکړم او ويې څارم.» هغې وويل، کله ناکله دا کار له کچې وتلی زيان رامنځته کوي.
«په دې توگه ښځې نشي بريالۍ کېدای او له زياتو مالي ستونزو سره مخ کيږي. جنسيتي تعصب په رښتيا هم کارونه ستونزمنوي.»