افغان امنيتي ځواکونه د متحده ايالتونو له وتلو ډاريږي.

افغان امنيتي ځواکونه د متحده ايالتونو له وتلو ډاريږي.

Wednesday, 30 January, 2008

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ميوند صافي ليکنه

يوه ورځ يو ملګري مې، چې خبريال و، راته وويل غواړي د يوې مهمې پرېکړې په اړه راسره خبرې وکړي. 

د کيسې تر شا کيسه

اصلي مضمون:  افغان امنيتي ځواکونه د متحده يالتونو له وتلو ډاريږي.

د کيسې ترشا کيسه  د آی ډبلي پي آر د کار او د هغو ننګونو څرګندونه کوي، چې لا د کار په هماغه پيل کې زموږ نوي همکاران  ورسره مخامخ کيږي.

د کيسې تفصيل:

هغه ماته وويل، مور مې راته هره ګړۍ تليفونونه کوي، چې امريکايان وځي، ته دې هم  دنده پرېږده او کور [تګاب ولسوالۍ] ته راشه. هغه انګيري چې ‌طالبان به بيا واک تر لاسه کړي او ښايي له حکومت سره ورته د کار کولو له امله زيان ورسيږي.   

هغه ماته وويل: ((ما مې خپلې مور ته وويل، زه يو خبريال يم، نه يو پوځي سړی. خو مور مې ټينګار کوي، که دنده پرې نږدي وبه دې نه بښم. ته چې نه يې، زه به دې دنده څه کړم ؟))

ملګري مې راڅخه وپوښتل څه وکړي. ما ورته وويل د امريکانو وتل له مازې يوې اوازې پرته بل څه نه دي.

په دې خبره د هغه باور نه کېده. زموږ خبرو اترو زما يوې پوښتنې ته د ځواب له ويلو سره مرسته وکړه، چې يو مهال به مې ذهن ته راتله. کله چې به په تګاب کې خپل کلي ته لاړم  نو يو شمېر ځوانان چې ما پېژندل او د پوليسو په ليکو او اردو کې يې کارکاوه، زياتره به په خپلو کورونو کې وو. ما به فکر کاوه کېدای شي رخصتي راغلي دي، خو اوس وپوهيدم چې هغوی هم خپلې دندې پرېښې دي.. 

دا هغه مهال و، چې ماته يې د يوې کيسې د ليکنې مفکوره راپيدا شوه.

لومړی ددې رپوټ ليکل يوڅه ستونزمن کار و. ځکه له دندې تښتېدلي سرتيري او پوليس مرکې ته نه حاضريدل او له دې ډارېدل چې حکومت ته يې د استوګنې ځای څرګند نشي او بېرته يې دندو ته ونه ليږي. له بلې خوا هغه خلکو نه غوښتل له ما سره خبرې وکړي، چې دندې يې پرېښې وې، ځکه هغوی نه غوښتل طالبان او ځايي خلک وپوهيږي، چې دوی په امنيتي ځواکونو کې دنده درلوده. زياترو يې خپلو کليوالو ته ويلي وو، چې د کار لپاره ايران ته تللي.   

د کاپيسا ولايت د حکومت له کنترول څخه په بهر سيمه کې ياغيان شپه او ورځ ګزمې کوي.

کله چې ما د تګاب، اله سای او نجراب په څېر ناکراره سيمو کې له خلکو سره مرکې وکړې، په رښتيا يې دا احساس درلود چې بهرنيانو په افغانستان کې ماتې خوړلې ده، طالبان بېر ته واک ته راستنيږي او له حکومت سره د کارکوونکو خلکو سر او مال په خطر کې دی. 

ماسپښين مهال له پروان ولايت څخه کاپيسا ته وخوځېدم، ترڅو خپل ځای ته د ماښام په تياره کې ورسيږم.

کله چې مو موټر تګاب ولسوالۍ ته ورسېد،  څو موټر مو ولېدل چې د سړک پر غاړې  ولاړ وو او د ډزو غږونه مو تر غوږه شول. سپرليو وويل سړک د جګړې له امله بند دی..

کله چې ډزې بندې شوې، بيا وخوځېدو. لږ وړاندې مو قومي ملېشې وليدې چې په ښي مټو يې ځانګړی نښان تړلی او په مورچلونوکې ناست وو.

هغه مهال چې مو عمومي سړک پرېښود او د سيند هغه بلې غاړې ته د کلي په سړک روان شو، يو شمېر نور خلک مو په پوځي وزمه جاموکې وليدل. ځينو يې پکول خولۍ پر سر کړې وې. هغوی طالبان وو.. 

هغوی پرسړک خپاره شول  اوکله چې زموږ موټر ته رانژدې شول، موټر يې ودرولو او په تالاشۍ يې پيل وکړ. ما له سر او مخ دستمال تاو کړ او بهانه مې وکړه چې ګوندې ناروغ يم. له نيکه مرغه زما طالع وې چې زموږ د موټر په وروستۍ څوکۍ کې يو شمېر ښځې ناستې وې. طالبانو د هغوی له امله ټول موټر تالاشي نه کړ.   

د طالبانو سرتيري ډېر په غوسه وو، ځکه قومي ملېشو د هغوی يو تنوژلی او مړی يې له ځان سره ساتلی و. طالبانو هم د يوې قومې ملېشې مړی له ځان سره ساتلی و، چې ويشتلی او مړ کړی يې و.  

ماښام تياره د خپل ملګري کور ته ورسېدم. هغه شپه مو د امريکايي ځواکونو د وتلو او د خلکو د نظر په اړه خبرې اترې وکړې. له هغه او د هغه له انډيوالو سره له خبرو ما ته پته ولګېده چې زما ګومان پرځای و. زياترو ځوانانو خپلې حکومتي دندې پرېښې وې. 

بل سهار زه او زما ملګری له کوره ووتو ترڅو هغوی ومومواو مرکه ورسره وکړو.

يو ځوان مو وليد چې په خپله ځمکه کې يې قلبه کوله او پخوا يې په ملي اردو کې دنده درلوده. لومړی بيخي منکر شو، چې ګوندې سرتېری و، خو زما ملګري وروسته قانع کړ او له ما سره يې خبرې وکړي. هغه ومنله چې په اردو کې يې دنده درلوده. هغه د کونړ په ولايت کې و چې د امريکايانو د وتلو اوازې خپرې شوې. دا داسې يو کار و چې د [اردو] په مورال يې ډېرې منفې اغېزې وکړې. 

هغه وويل، له همدې امله يې وپتېله دنده پرېږدي، تر څو د طالبانو له محاکمې سره مخامخ نشي. هغه ټينګار وکړ چې په کيسه کې يې اصلي نوم ونه ليکل شي.

ماسپښين يو کلي ته لاړو چې هلته يو واده پيل شوی و.واده په درز روان و، د کلي ځوانانو اټنونه کول، چې په وسلويوه سمباله ٢٥ کسيزه ډله راغله. هغوی طالبان وو. د هغوی په رارسېدو واده ته راغلي ټول خلک چوپ شول.   

ما خپل ملګري ته وويل ځه چې ځو. داسې ونشي چې بهرني پوځونه بريد وکړي. هغه يوه سړي ته ګوته ونيوه او راته ويې ويل لومړی له هغه سره د خپلې ليکنې په اړه خبرې وکړه.

دا ځوان، چې سپين رنګه جامې يې اغوستې وې، خپل ځان اسد راوپېژاند. هغه په هلمند کې په ملي اردو کې دنده درلوده.

هغه موږ ته وويل: ((ما غوره بلله په خپل هېواد کې مړ شم، نه دا چې  د متعصبو او تنګ نظرو ايرانيانو لپاره کار وکړم.  کله چې امريکايانو خپل وتل اعلان کړل، ملګرو او خپلوانو مې اړ ايستم چې په اردو کې خپله دنده پرېږدم.))

هغه وويل د افغان اردو د سرتېرو مورال ډېر رالويدلی دی، ځکه خلک په ټينګه په دې باور دي، چې کله امريکايان ووځي، نو طالبان به واک ترلاسه کړي او له هغه چا سره به په بېرحمۍ چلن وکړي چې له بهرنيانو سره يې کار کړی وي.

د خپل ملګري کورته د ستنېدو په لاره مو يو سړی وليد چې د پکول خولۍ يې پر سر وه، په خپل باغ کې ولاړ او يو مرغه يې په لاس کې نيولی وه. زما ملګري وويل دا سړی يو مهال د اردو ډګروال و.

کله چې هغه ته ورسېدو، ما خپل ځان وروپېژانده.

هغه په خندا وويل: ((هلکه، هرچا ته مه وايه چې خبريال يې. ته اوس د تګاب په ولسوالۍ کې يې، نه په کابل کې.)) هغه خپل نوم وانخيست، خو په اردو کې يې د خپلې دندې د پرېښودو لاملونه په هکله وويل. ((زه دلته باغونه او ډېرېځمکېلرم. هغه مهال چې امريکايانو د خپلو وتلو په اړه وويل، ما دا [مال او شته] د يو څو افغانيو لپاره له لاسه نشو ورکولای، چې اردو يې راکوي. ځکه کله چې طالبان بيا واک ترلاسه کړي، نه يوازې زما شته به راڅخه واخلي، بلکې د کفر ټاپه به راباندې هم ولګوي او وبه مې وژني. ما له هغې څخه دمخه خپله دنده پرېښوده.))

ما له خپل ملګري سره شپه تېره کړه او د ټوپک د ډزو په اورېدو سهار دوخته له خوبه پاڅېدم. زما ملګری، چې لا له وخته پاڅېدلی و، په ماپورې وخندل او ويې ويل: ((ويده شه، دا زموږ د هرې شپې کار دی. طالبان پر بهرنيانو بريدونه کوي او بهرنيان بيا په خپل ټول زور په غرونو ډزې کوي.))

سره له دې هم زه ډېر ډارېدلی وم او سهار دوخته د چای له څښلو پرته کابل ته راروان شوم.

دلته مې د دفاع او کورنيو چارو له وزارتونو سره اړيکې ونيولې، خو هغوی له تبصرې کولو ډډه وکړه او بښنه يې وغوښته. زه پوه شوم چې هغوی زما د پوښتنو ځوابونه، نه درلودل. په پای کې مې خپل رپوټ چمتو کړ او په ډېرو کورنيو رسنيو کې يوځل بياخپور شو.

Afghanistan
Women
Frontline Updates
Support local journalists