افغان ښځې له راتلونکو رای ورکولو څخه بې برخې دي

محافظه کاره دودونه همدا معنی ورکوي چې حتی زیاتره ښځې تذکرې لا نه لري.

افغان ښځې له راتلونکو رای ورکولو څخه بې برخې دي

محافظه کاره دودونه همدا معنی ورکوي چې حتی زیاتره ښځې تذکرې لا نه لري.

Officials and activists are warning that very few women are registering to vote in upcoming elections. (Photo:	Majid Saeedi/Getty Images)
Officials and activists are warning that very few women are registering to vote in upcoming elections. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)

د افغانستان په سویل ختیځ خوست ولایت کې چارواکي او مدني فعالان خبرداری ورکوي چې د را روانو پارلماني او د ولسوالۍ د شورا د ټاکنو لپاره ډېر کم شمېر ښځو خپل نومونه ثبت کړې دي.

په خوست ولایت کې د ټاکنو دخپلواک کمېسیون مشر، عبدالرحمن محبت وايي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د ګډون لپاره له ۱۳۰۰۰۰ ثبت شویو وګړو څخه یوازې ۲۳۰۰۰ یې ښځې دي.

د محبت په وینا چې په ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خوست ۴۰۰۰۰۰ وګړو رایه کارولې وه چې له هغې ډلې څخه ۱۲۰۰۰۰ یې ښځینه رای ورکوونکې وي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې په روان کال کې د خلکو دا کم شمېر نوم لیکنه دا معنی ورکوي چې کېدای شي پایلې یې هم هومره د اعتبار وړ نه وي سره له دې چې سیمه ایز خلک لا اوس د همدې پروسې پر روڼتیا باندې بې باوره دي.

د خوست سیمه ایز چارواکي هم په دې برخه کې د ښځو د کم شمېر ګډون له کبله اندېښمن دي.

خوست والي، حکم خان حبیبی وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې د دې ولایت په ۱۱۰۰ کلیو کې د واکسیناسیون سروې تر سره کړه، چې دا تر ټولو لومړنۍ او دقیقه د سیمه ایزو خلکو سروې ده. د روغتیا نړیوال سازمان د خوست د وګړو شمېر شاوخوا ۱.۵ میلیونه وګړي اټکل کړي، په داسې حال کې چې دا لا معلومه نه ده چې څومره به یې د رای ورکوولو د قانوني سن نه لاندې وي.

نوموړی وايي: «تر سروې وړاندې، موږ د خوست د وګړو په اړه دقیق معلومات نه درلودل. چې په دې سروې سره موږ ته جوته شوه چې زیاتره ښځې تذکرې هم نه لري، کوم چې اوس د رای ورکولو لپاره یو اساسي شرط بلل کېږي.»

د والي په وینا د برېښنايي تذکرو د وېش نه وړاندې باید لومړی تذکرې پر خلکو ووېشل شي او مرکزي حکومت باید د دې امر د پوره کېدو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

د حبیبی په وینا، «که چیرته حکومت په خوست کې ښځو ته د تذکرو د وېش په برخه کې پاتې راشي، نو د دې ولایت د وګړو نیمايي برخه به په راتلونکو ټولټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شي.»

د خوست یو شمېر اوسیدونکو وویل چې محافظه کاره دودونه هم د دې سبب ګرځيدلي تر څو ښځې تذکرې وانخلي.

د علی شیر ولسوالۍ د فقیران د کلي اوسیدونکی ۳۰ کلن ښوونکی، تمیم خاکسار بیا وايي چې په دې کلي کې شاوخوا ۷۰ کورنۍ اوسي.

د هغه په وینا، د کلي نارینه یوازې په هغه صورت کې د خپلو کورنیو د ښځینه وو لپاره تذکره اخلي، کله چې هغوی له هېواد څخه بهر سفر کوي.

نوموړي وویل: «زموږ په کلي کې، د کورنۍ نارینه هېڅکله د خپل کور ښځینه وو ته اجازه نه ورکوي تر څو تذکره واخلي.»

د دې ولایت د باک ولسوالۍ د پهلوان خېل د کلي یو قومي مشر ۵۱ کلن رحیم ګل وايي چې د سیمې ښځې یوازې په هغه صورت کې چې  سعودي عربستان ته د حج او یا هم پاکستان او هند ته د درملنې لپاره ځې بیا نو دپاسپورټ د تر لاسه کولو په خاطر تذکره تر لاسه کوي.

نوموړی وايي: «پښتنو ته دا ننګ ده چې د خپلو ښځو لپاره تذکره تر لاسه کړي. او زموږ د کلي په ۱۵۰ کورنیو کې هېڅ یوې کورنۍ تر اوسه پورې تذکره نه ده تر لاسه کړي.»

د خوست د ولایتي شورا غړې، نعت بي بي عمري وویل دا چې ښځې او نجونې په عادي توګه زده کړو ته له لاسرسي لرلو څخه بې برخې شوي دي، نو ځکه هغوی د خپلو حقونو په اړه بې خبرې دي او یا هم د تذکرو د تر لاسه کولو په اهمیت نه پوهیږی. چې په دې برخه کې ډېرې کمې ښځې پوهاوی لري.

نوموړي وايي: «په پوره ډاډ سره ویلای شم چې له هرو ۱۰۰ ښځو څخه ۹۵ سلنه تذکره نه لري.»

یو له همدې ښځو څخه ۲۶ کلنه زهرا ده چې د خوست ښار د قصر په سیمه کې ژوند کوي.

که څه هم نوموړې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې رای ورکړې، چې هغه مهال د رای ورکولو لپاره تذکره لرل کوم شرط نه و او اوس هم چې نوموړي لیک او لوست نشي کولای نو پلان هم نه لري چې په راتلونکې تلې میاشتې کې په ټاکنو کې ګډون ولري.

زهرا وايي: «زه نه پوهیږم چې تذکره څه شی ده او څرنګه یې ما ته ګټه رسیږي.»

Afghanistan
Elections, Women
Frontline Updates
Support local journalists