تر زېږېدو دمخه د ماشوم کوژدن

د کم عمره واده د پايلو له امله زياتره د نجونو ژوند تباه کیږي.

تر زېږېدو دمخه د ماشوم کوژدن

د کم عمره واده د پايلو له امله زياتره د نجونو ژوند تباه کیږي.

In Afghanistan, the most common ages for girls to get married are 15 and 16.
In Afghanistan, the most common ages for girls to get married are 15 and 16. © Chris Hondros/Getty Images

بي بي اسما لا په زانگو کې وه چې پلار يې له هغې څخه څو کاله مشر هلک ته په نامه کړه.

کله چې اسما پنځلس کلنه شوه، نامزد يې په ايران کې له کار څخه راستون شو، ترڅو هغه د غور ولايت د فيروزکوه د ښار په لفرا کې په خپل کاله کې وگوري.   

بي بي اسما وويل، د هلک پلار يې کورنۍ ته د هغې د واده د ولور په بدل کې څو پسونه او يوه غوا ورکړه چې ټوله بيه يې شاوخوا سل زره افغانۍ  کېده.

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: «زه لاړم چې له څا څخه اوبه راوړم. هغه هلته راغی او يوې کوټې ته يې يوړم او هلته يې راباندې جنسي تېری وکړ. هغه بېرته ايران ته لاړ او له خپلې کورنۍ يې وغوښتل چې بل واده ورته وکړي. هغه بله نجلۍ واده کړه.»

د افغانستان په ځينو سيمو کې د ماشوم کوژده کول يو دود دی. کله ناکله  په نامه کول (دکوژدن لومړنۍ ګام ) هغه مهال پر ځای کيږي چې لا ماشوم د مور په گېډه کې وي. دغه اعمال له کم عمره ودونو سره نژدې تړاو لري او پايلې يې زياتره د ښځو ژوند له گډوډۍ سره مخ کوي.  

سره له دې چې د افغانستان ملي او شرعي قوانين حکم کوي؛ واده بايد د هلک او نجلۍ په موافقه سرته ورسيږي، خو دود خپل کار کوي.  

د هېواد د مدني قانون د ١٧ مادې له مخې په افغانستان کې د واده قانوني عمر ١٦ کلني ده، خو کېدای شي د مور او پلار په خوښه په ١٥ کلنۍ کې هم سرته ورسيږي.  

د ملگرو ملتونو د يو رپوټ له مخې، چې د ٢٠١٦ کال د جولای په مياشت کې خپور شو، وموندل شوه د افغانستان ډېری نجونې له ١٩ کلنې دمخه وديږي. په دغه ودونو کې ٤٠ سلنه هغه نجونې شاملې دي چې عمرونه يې ١٠ – ١٣ کلونو تر منځ دي.

شبنم سينا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د حقونو د څانگې مرستيالې وويل، کوچنيان د دغه راز ودونو له ناوړو پايلو څخه ډېر سخت کړيږي.

هغې وويل: «د ميندو په گېډو کې د ماشومانو کوژده د قانون او شريعت له مخې يو جرم دی.» هغې زياته کړه، دا کار د هغوی له بشري حقونو څخه يو څرگند سرغړاوی دی.

سيما د يو ١٤ کلن کوچني ماشوم د بېلگې په راوړلو وويل چې د خپل د تره له لور سره يې له واده کولو مخالفت کړی و. د هغه کورنۍ د مرستې لپاره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون ته مراجعه کړې وه.  

هغې وويل: «د فيروزکوه اوسيدونکی، ميراجان آن له زېږېدو دمخه د خپل پلار او تره تر منځ د شرط له مخې د خپل د تره له لور سره کوژده شوی و. د تره لور يې له هغه سره يوځای د يوه کور تر چت لاندې لويه شوې وه، خو هلک اوس وايي چې آن مخ ته يې کتلای نشي او باور نه کوي چې هغه به يې راتلونکې مېرمن شي.»

نوموړي هلک د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسيون ته وويل، کله چې د واده له پلان څخه خبر شو، نو نه يوازې يې خپله د تره لور بدې راغله، بلکې پلار او تره يې هم بد راغلل. هغه زياته کړه، که د کوژدې پر ماتيدو يې وس ونه رسېد، نو دويمه ښځه به واده کړي.

سيما د يوې بلې پېښې يادونه وکړه، چې د ٢٠١٦ کال په اکتوبر کې د افغانستان د بشري حقونو په حوزوي څانگې کې ثبته شوې ده.

هغې وويل: «د راضيې مور، راضيه د خپل اوښي زوی ته هغه مهال کوژده کړه، چې راضيه لا د هغې په نس کې وه. اوس راضيه اتلس کلنه شوې ده. هلک هم لوی شوی او له يوې بلې ښځې سره يې واده کړی، خو راضيه نه پرېږدي چې له بل چا سره واده وکړي.»

راضيه نه غواړي دويمه مېرمن شي. کورنيو يې پر دښمنۍ پيل کړی. سيما وويل، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د ښځو چارو له وزارت او ځايي عدلي څانگو څخه غوښتنه کړې چې د نوموړې کوژدنې د ماتېدو لپاره لاس په کار شي.  

د ښځو د چارو د وزارت د حقوقو د څانگې رئيسه، عزيزه عدالتخواه دا مني چې په ودونو کې د دواړو لورو موافقه شرط دی.

هغې وويل: «له زېږېدو دمخه د ماشومې نجلۍ د کوژدې کولو مبتذل دود هم ناقانونه او هم له شريعت سر مخالف عمل دی. د خندا وړ دا دود يوازې د هېواد په لرې پرتو کلو او بانډو کې موجود دی چې د خلکو د پوهې کچه پکې ټيټه ده، په اسلامي لارښونو نه پوهيږي او د هېواد له قوانينو څخه خبر نه دي.»

هغې يادونه وکړه، پر دغه دود په ٢٠٠٩ کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د منځه وړلو په قانون کې بنديز لگول شوی و او هغه چا ته پکې د دوو کلونو د سزا ورکولو حکم شوی و چې کم عمره نجونې ودوي.

سره له دې چې ولسمشر نوموړی قانون لاسليک کړی و، چې له جنسي تيري څخه نيولې تر جبري ودونو پورې ټولې سرغړونې يې منع کړې وې، خو د ٢٠١٣ کال د می په مياشت کې پارلمان رد کړ او تر اوسه بې اغېز پاتې دی.

يو شمېر مبارزه کوونکي د دغه عمل په وړاندې ديني نيوکې لري.

د ښځو د حقونو فعالې، حميرا ثاقب وويل: «د هغه چا کوژده کول يو غير اسلامي او غير انساني عمل دی، چې لا د مور په نس کې او زيږېدلي نه وي، ځکه واده د دوو لويانو تر منځ د گډ ژوند يو تړون دی. د کوچنيانو ودول له شريعت سره مخالف عمل دی، ځکه د قانوني واده شرايط يې پوره کړي نه وي.»

ثاقب زياته کړه، د نارينه او ښځې د واده لپاره د تر ټولو ټيټ مناسب عمر په اړه بايد دوه اصله په پام کې ونيول شي؛ چې يو يې ديني اصل او بل يې رواني اصل دی. دادواړه يو د بل بشپړوونکي دي.

نوموړې يادونه وکړه، قران کريم د واده کوم ځانگړی عمر ټاکلی نه دی، خو د «بلوغ»، «موافقت ته رسيدل»، «د واده پوره والی» او د «بشپړ پخوالی»کلمې پکې کاريدلي دي.

ديني عالمان له دې نظر سره موافق دي. د حج او اوقافو د وزرات يوه سلاکار، کرامت الله صديقي وويل: «د ماشوم تر زېږېدو دمخه کوژده کول، چې زموږ په هېواد کې سرته رسيږي، د اسلام له نظره غيرقانوني دي. واده يو تړون دی، چې اصلي شرط يې د دواړو لورو تر منځ موافقه جوړوي.»

صديقي دا هم وويل، خلک پر دې نه پوهيږي چې جبري ودونه د اسلامي قوانينو له مخې د منلو وړ نه دي.

هغه وويل: «د دغه ناوړه عمل په وړاندې د خلکو د معلوماتو د کچې د لوړلو لپاره د حج او اوقافووزارت يو څه کارونه سرته رسولي دي. د کم عمره ودونو، د دښِمنو کورنيو د پخلا کېدو لپاره د نجونو د جبري ودولو او د مېړه او ماندېني د حقونو په اړه د ديني عالمانو له خوا سيمينارونه او کنفرانسونه جوړ شوي دي. په ورته وخت کې د معلوماتو د لوړولو لپاره کتابونه او مقالې ليکل شوې  او په جوماتونو کې د تبليغ او د رسنيو له لارې اعلانونه خپاره شوي دي.»

د ټيټ عمر ودونه يو لړ روغتيايي او ټولنيز اغېز هم لري. د زده کړې له دوام څخه د نجونو مخه نيول کيږي او زياتره له ذهني کړاو سره مخامخ وي.  

د کابل د رواني روغتون ډاکټر، سيد نجيب جاوېد وويل: «انسان له واده دمخه رواني او جسمي دواړو ودې ته اړتيا لري. د ټيټ عمر واده يا له زېږېدو دمخه کوژده نجونو ته رواني زيان رسوي.»

هغه په دوام وويل: «مېړه او ښځه بايد د واده په اړه ښه فکر وکړي، که نه، نو له سختو ننگونو سره به مخ شي. مېړه او ښځه به تل په خپلو کې ناندرۍ وهي او دا کار به د هغوی پر ماشومانو هم ناوړه اغېز وکړي. اولادونه به يې عصبي او شرمندوک لوی شي او په ټولنه کې به د گوښه توب احساس کوي.»

ثاقب يادونه وکړه، د ټيټ عمر واده د نجونو او ځوانو ښځو په فزيکي سوکالۍ ويجاړوونکی اغېز کوي.

هغې وويل: «تر ټولو لومړی، د ماشومتوب واده د نجونو روغتيا ته زيان رسوي. اميندواري د نجونو بدن ته زيان رسوي او د ١٥ – ١٩ پورې ځوانو ميندو د مړينې عمده لامل جوړوي. څنگه چې تر شل کلنې کښته نجونو بشپړه بدني وده نه وي کړې، د دې خطر هم شته چې ناسالم اولادونه نړۍ ته راوړي او يا يې اولادونه د زيږون پر مهال يا له زېږېدنې لږ وروسته مړه شي.»

«دويم، د ټيټ عمر ودونه نجونې د هغوی د ماشومتوب د پېر له فرصتونو څخه بې برخې کوي. زياتره کوچنيان، په تېره بيا نجونې، له واده وروسته ښوونځي ته نشي تللای چې دا کار د هغوی فرصتونه محدودوي او د بېوزلۍ په کندې کې يې اچوي.»

Frontline Updates
Support local journalists