Taleban Threaten Voters
Taleban Threaten Voters
په ټول هیواد کې یوشمیر زیات کسان وایی چې دوی به د طالبانو د ګواښونو د زیاتیدو له امله د شنبې د ورځې په ټاکنو کې ګډون ونه کړی .
د کابل په سهیلی نا امنه ولایت وردکو کې طالبانو د سیمې اوسیدونکو ته ګواښ کړی چې د شنبې په ورځ دی له خپلو کورونو څخه نه راووځی کنه وبه وژل شی محمد فهیم و وردکو ولایت اوسیدونکی وایی "زموږ ډیر کلیوال به د ټاکنو په ورځ د رایی ورکولو لپاره د رایی ورکولو مرکزونو ته لاړ نشی "
د محمد فهیم په وینا د رایی ورکولو یو مرکزچې زموږ کور ته نږدې په یو ښوونځی کی وو د امنیتی ستونزو له کبله خلاص نشو او د ټاکنیزو کمپاینونو پوسترونه هم لږ تر سترګو کیږی او هیڅ یو کاندید د وردکو په بازار کې کمپاین نه دی کړی
په داسې حال کې چې افغان پولیس اردو او ناټو ځواکونو د ټاکنو د امنیت ساتلو ته تر ټولو زیات ارزښت ورکړی دی خو له دی سره سره بیاهم د 6835 رایی ورکولو مرکزونو څخه 1019 مرکزونه تړل شوی دی خو بیا هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون خلک رایی ورکولو ته بولی