سړي تښتونې د افغانستان په شمال کې مخ په زياتيدو دي

په جنايي پېښو کې سوداګر په زياتيدونکي توګه تر بريد لاندې راځي، چې د شنونکو په وينا به اقتصاد ته زيان ورسوي.

سړي تښتونې د افغانستان په شمال کې مخ په زياتيدو دي

په جنايي پېښو کې سوداګر په زياتيدونکي توګه تر بريد لاندې راځي، چې د شنونکو په وينا به اقتصاد ته زيان ورسوي.

Mazar-e Sharif used to be regarded as safe, but businessmen here and in other parts of northern Afghanistan are increasingly at risk of being kidnapped. (Photo: Daniella Peled)
Mazar-e Sharif used to be regarded as safe, but businessmen here and in other parts of northern Afghanistan are increasingly at risk of being kidnapped. (Photo: Daniella Peled)
Friday, 26 November, 2010

په افغانستان کې دآی ډبليو پي آر د خبريال، قيوم بابک ليکنه

محمد داود د افغانستان په شمال کې د نورو زياتو سوداګرو په څېرغواړي چې د برياليتوب په راز يې څوک پوه نشي.

هغه وويل: ((تر ټولو ناوړه داده چې سړی د يو شتمن په نامه ياد شي.)) نوموړی وايي دا خبره ددې معنا لري چې چاته د خپل ځان د برمتې بلنه ورکړې.

((ما خپل ټول کوچنيان له هيواده بهر ايستلي دي. زه مجبور يم چې په مزارشريف کې د خپل کار و بار لپاره دلته پاتې شم. که کارونه همداسې دوام ومومي، ښايي زه هم [له هېواده] ووځم.))

د بډايو اوشتمنو خلکو برمتې او شوکې د بلخ ولايت د مرکز، مزارشريف په ګډون د شمال په نورو برخو کې په عادې ډول مخ په زياتيدو دي. څارونکي ګوته څنډي چې د کار و بار پر مشرانو بريدونه ځايي اقتصاد ته زيان رسوي.

د فارياب ولايت د ميمنې د ښار د يو درملتون خاوند، محمد ظريف خپله کيسه کوي، چې څنګه د اکتوبر پر اتلسمه د سړي تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

ماښام مهال کورته د تګ پر مهال هغه ګوري چې د يو څو نفرو له خوا تعقبيږي. هغه پوليسو ته خبر ورکوي. کله چې کور ته ورسيد او له موټر راکښته شو، مخپټو سړيو ورمنډې کړې، چې ويې نيسي، خو پوليس لا له وخته هلته رسيدلي وو او سړي تښتوونکي په تېښته بريالي شول.

د محمد کريم په نامه يو هټيوال د بلې يوې ناکامې تښتونې کيسه کوي، چې پرخپلو سترګو يې ليدلې وه:.

هغه وويل: ((ما خپله هټۍ تړله چې شل متره وړاندې مې د کلاشينکوف ډزې تر غوږه شوې. څو تنه مې وليدل چې له موټره راکښته کيږي. هغوی وتښتېدل، خو يو نفر يې ونشو تښېدای. هغه خپله تومانچه پوليسو ته ورواچوله او د تسليميدو غږ يې وکړ.))

ظريف وويل، شپږ مياشتې دمخه هغه پخپله له يوې ورته پېښې بچ شوی و.

هغه وويل: ((له هغه وروسته ډېر اندېښمن يم. ځکه دا خلک پياوړې ډلې لري او هر څه کولای شي.))

په نورو راوروسته پېښو کې د بلخ يو سوداګر شامل دی، چې په سپتمبر کې وتښتول شو او د پوليسو له لټون څخه څو ورځې وروسته خوشې شو. يو بل تن د اسمعيل جمشيدي په نامه د تېلو يو سوداګر و، چې د بلخ په ولايت کې وتښتول شو او د څلور سوه زرو ډالرو په بدل کې خوشې شو. .

د محمد ګل لوګري په نامه د جمشيدي يو کارکوونکي شکايت وکړ او ويې ويل: ((موږ ته پته ولګېده چې پوليس ونه توانيدل هغه خوندي راخوشې کړي. موږ د هغه د راخوشې کېدو په بدل کې تښتوونکو ته د پيسو له ورکولو بله لاره نه درلوده. که نه، نو ښاغلی اسمعيل به يې وژلی وای.)):

افغان پوليس دا مني چې د پيسو په وړاندې په سړي تښتونې کې زياتوالی راغلی دی.

د بلخ ولايت د جرايمو د څانګې مشر، صالح الدين سلطان وايي دلته د ٢٠١٠ کال په لومړيو اوو مياشتوکې د سړي تښتونې او شوکې ٦٠ پېښې ثبتې شوې دی. تېر کال په همدې مودې کې ددې پېښو شمېره ٤٢ ته رسېده. سږنۍ شمېرې د ثبتو شوو جرايمو اووه سلنه زياتوالی په ګوته کوي.

سلطان وويل: ((نيول شوو جنايتکارانو پخپلو اعترافاتو کې څرګنده کړې چې د بېوزلۍ او بېروزګارۍ له امله دې کار ته اړ شوي دي.))

هغه وړاندوينه وکړه چې ښايي پر سوداګرو بريدونه لا زيات شي، ځکه ((د فابريکو په تړلو او د کاروبار په ودرېدو به خلک د خپل ژوند د پرمخ وړلو لپاره جرمونوته لاس واچوي. په دې توګه به جرمونه ډېر شي او په راتلونکي کال کې به تېری او تجاوز زيات شي.))

يو سړی تښتوونکی، چې د فارياب په ولايت کې له بندي کيدو وروسته د رسنيو يوې غونډې ته راوستل شوی و، وويل، هغه دا عمل د نهيلۍ له امله سرته رسولی دی.

هغه وويل: ((زه په بشپړ ډول نهيلی شوی وم. له دې امله مې وپتېله چې يا به خپلو ماشومانو ته نفقه پيدا کوم او يا به ځان مړ کوم. ما دا جرم د خپلې غوښتنې له مخې سر ته رسولی نه دی.))

سوداګر د خپل خونديتوب په اړه اندېښمن دي.

: په مزارشريف کې يو سوداګر چې خپل دفتر ته له ساتونکو سره روان و، وويل: ((د يو افغان سوداګر په توګه د خونديتوب احساس نه کوم. نه مې کورنۍ خوندي ده او نه مې دلته اچولې پانګه خوندي ده.))

هغه وويل، په داسې يوې فضا کې چې استوګنه ((ځان وژنې)) ته ورته وي، د ساتونکو درلودل يوه اړينه خبره ده، ځکه امنيتي ځواکونه د هغه او د هغه د کورنۍ امنيت نشي ساتلی.

اقتصاد پوهان وايي د شمال سوکالي په امنيت پورې تړلې ده. د سوداګريزو فعاليتونو خطر لا له ورايه احساسيږي.

اقتصاد پوه، عبدالستار نعيمي وويل: ((د سوداګرۍ د کچې راټيټيدل پر مصرفوونکو باندې مستقيمې اغېزې لري. هغوی تر فشار لاندې راغلي، ځکه اړتياوې (تقاضا) زياتې او عرضه راټيټه شوې ده او بيې يې تر تاثير لاندې راوستې دي.))

په مزارشريف کې د هټيوال محمد ابراهيم په څېر سوداګر وايي، لا له وخته د بيو د لوړېدو له امله تاواني شوي دي.

هغه وويل، شپږ مياشتې دمخه عمده بيې د ډاډ وړ وې او کېدای شول په پور مالونه واخيتسل شي. اوس ((په عمده پلورنځيو کې مالونه لږ دي او هټيوال يې په لوړه بيه پلوري او په پور يې نه ورکوي. کله چې مال په لوړه بيه رانيسو، نو له دې پرته، چې په لوړه بيه يې وپلورو، بله چاره نه لرو.))

د بلخ ولايت د سوداګرۍ د خونو د صنايعو اوصادراتو د رئيس، محمد حسن انصاري په وينا((سړي تښتونې پر سوداګرۍ باندې ډېره منفي اغېزه لري... د هرې ورځې په تېرېدو سوداګري رالويږي.))

انصاري وويل، د امنيتي موسسو له هڅوسره سره بريالي سوداګر اوس ددې احساس کوي چې د شخصي ساتونکو له ګومارلو پرته بله چاره نه لري، سره له دې چې له دې لارې هم د يو چا پوره ساتنه نشي کېدلای.

هغه وويل: ((يو مشهور سوداګر له هغې سره سره وتښتول شو، چې وسله وال ساتونکي ورسره وو. د کابل بانک څانګه شپږو وسله والو ساتونکو په موجوديت کې ولوټل شوه او مجرمين لا تر اوسه ازاد ګرځي. د ساتونکو درلودل ددې کار ښه چاره نه ده.))

د افغانستان د پوليسو د شمال زون امر، جنرال داود داود د سړي تښتونې پېښې هغومره جدي ونه بللې.

هغه وويل: ((آن په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې جنايي ډلې شتون لري چې جرمونه سرته رسوي.)) نوموړي زياته کړه، له دې پېښې سره د مقابلې لپاره لازم ګامونه اوچت شوي دي. ((ډېر ژر به پوليس خلکو ته د ٢٤ ساعته تليفون شمېرې ورکړي، ترڅو د پېښو په اړوند خلک پوليسو ته خبر ورکړای شي. د جرمونو مخنيوی شوی او خلک د خونديتوب احساس کوي.))..

د دفاع او امنيتي چارو ماهر، حبيب الله حبيب وويل، د افغانستان په شمال کې د ځايي ملېشو د قوماندانانو ډلې تر پوزې وسله والې دي او د بشپړ مصؤونيت احساس کوي.

هغه وويل د حل لاره داده چې د جنايتکارانو په وړاندې ډېر جدي چال چلن وشي.

هغه وويل: ((کله چې يو جنايتکار بندي شي، بايد رسنيو ته وښودل شي او سخته سزا ورکړ شي. له دې لارې به د جنايتونو په شمېرکې کموالی راشي.))

((له بده مرغه له هغه ځايه، چې جنايتکارن په حکومت کې له څرګندو لوړپوړو چارواکو سره تړاو لري، له يوې دروازې بند ته ننوځي او له بلې دروازې وځي.)) 

Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists