په هرات کې د ښځينه نوماندو په وړاندې ستونزمنه مبارزه

د پارلمان هيله منې غړې هڅه کوي سياسي ډګر ته د ښځو د راننوتلو د پراخ مقاومت په وړاندې مبارزه وکړي.

په هرات کې د ښځينه نوماندو په وړاندې ستونزمنه مبارزه

د پارلمان هيله منې غړې هڅه کوي سياسي ډګر ته د ښځو د راننوتلو د پراخ مقاومت په وړاندې مبارزه وکړي.

په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمد شفيع فيروزي ليکنه

دهرات ولايت ښځينه نوماندي شکايت کوي چې  ډارول، د ښځو په وړاندې ناوړه چلن او د پيسو نشتوالى د سپتمبر د اتلمسې نېټې پارلماني ټاکنو ته د هغوى هڅې غړنده کوي.

د ناهيد احمدي فريد په نامه يوې قانون جوړوونکې وويل: "کاشکې ځان مې نه واى نومولى." د نورو زياتو هيله منو ښځينه نوماندو په کتار کې د نوموړې د کمپاين پوسترونه د هغه کسانو له خوا  څيرې شوي او يا پرې رنګ شيندل شوى دى، چې په سياست کې د ښځو له ګډون سره مخالف دي..

هغې وويل: "زموږ دين، قران او زموږ پيغمبر ښځو ته دا حق ورکړى چې په ټولنيز  ژوند ونډه واخلي، خو زموږ د خلکو زوړ بنسټپال نظر د ښځو رول کمزورى کړى دى."

فريد د هرات ولايت د کرخ په ولسوالۍ کې د يو ملا بېلګه وړاندې کړه، چې د هغې په وينا، "[نوموړي ملا اعلان وکړ] که هرچا ښځو ته رايه ورکړه نو د کافرو په سترګه به ورته وکتل شي. خلک د ملا پر خبره باور کوي او داسې انګيري چې هغه رښتيا دي."

هغې د ټاکنو پر پوسترونو د بريد په مخنيوي کې پر حکومتي امنيتي ارګانونو پړه واچوله او ويې ويل: "دا کار د شپې له خوا تر سره کيږي. امنيتي موظفين دنده لري چې مجرمين ونيسي."

د هرات ولايت د پوليسو (د قوماندانۍ) مطبوعاتي دفتر وويل، په دې وروستيو ورځوکې څلور تنه د نوماندو د عکسونو د څېرولو په تور نيول شوي دي.

د ونډې له مخې د افغانستان د پارلمان له ٢٤٩ څوکيو څخه ٦٨ څوکۍ مېرمنو ته بېلې شوې دي. په هرات کې د ١٥٣ نوماندو په ډلې کې ٢٥ مېرمنوځانونه نومولي دي. په پارلمان کې د هرات  ولايت ټوله ونډه  ١٧ څوکۍ ده چې دهغې له ډلې څخه پنځه څوکۍ ښځو ته بېلې شوې دي. .   

په پارلمان کې د هرات ولايت استازي، سعادت فتاحي، چې بيا يې ځان نومولى دى، وويل، که چېرته مېرمنې زياتې رايې وګټي، نو کولاى شي تر پنځو زياتې څوکۍ تر لاسه کړي.

نوماندي وايي په خلکو کې د ژوروعقيدو او باورنو له مخې داسې بريښي چې زيات شمېر خلک له کوره بهر د ښځو له کار سره مخالف دي. يو شمېر ديني او مذهبي عالمان او روحانيون هم په دې باور دي چې په سياست کې د ښځو ښکېلېدل د اسلامي شريعت مخالف عمل دى.  

د فيض محمد په نامه يو ملا ګوته وڅنډله، دا غير اسلامي کار دى چې ښځينه نوماندې  خپل سينګار شوي رنګه انځورونه (د لارو او کوڅو پر سر) وځړوي. نوموړي وويل: "په سياست کې د ښځو داخليدل او ټاکنې نه مذهبي (صبغه) لري او نه په افغانستان کې د منلو وړ دي."

نوموړي زياته کړه: "هغه څوک سم کار کوي چې ښځو ته رايه نه ورکوي."

دا چلن په نارينه ګانو او همدارنګه  ښځو کې هم ليدل کيږي. 

شل کلنې زهرا ګلې وويل: "ما په تېرو ټاکنو کې د پلار د لارښوونې له مخې يو چا ته رايه ورکړه. زه هغه چاته رايه ورکوم، چې پلار مې راته ووايي، ځکه نارينه د ښځو په پرتله زياته پوهه لري.  د هغې تر څنګ يې د ژوند ډېرې خوږې او ترخې تجربې ليدلي دي. د هغوى هره پرېکړه زموږ په ګټه ده. زموږ د کورنۍ پرېکړه زما د پرېکړې په پرتله زيات ارزښت لري."

يو شمېر نور بيا وايي په اسلام کې داسې څه نشته چې له مخې يې ښځې له سياسي ډګر څخه وايستل شي.

دوه ويشت کلنه فرشته، چې له يوې مذهبي کورنۍ سره تړاو لري او حجاب يې اغوستي، وايي، هغه څوک پوره اسلامي پوهه نه لري، چې په سياست کې د ښځو له ګډون سره مخالفت کوي. 

هغې وويل: "ما، زما مور او زما ټولو خويندو پتېلې چې د خپلې خوښې يوې ښځينه نوماندې ته رايه ورکړو. ځکه نارينه له بډو اخيستو، فساد او توکم پالنې  پرته پر نور څه نه پوهيږي.

"د ټولنيزو او سياسي چارو شنونکى، محمد ناصر کبيري وايي، داسې يو شمېر عوامل شته چې  په افغاني سياست کې د ښځو په زيان پاى ته رسيږي.  

هغه وويل: "په دې ډګرونو کې د ښځو حضور لا تر اوسه يو نوى شى دى. ځکه  هغوى ته په سياسي او دولتي چارو کې د ګډون چانس يوازې د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو وروسته ورکړ شوى دى.  نارينه ښځو ته د ډېر مهم موجود په سترګه نه ګوري. داسې افراد خپلې کورنۍ او خپلوان ښځو ته له رايو ورکولو منعه کوي. هغوى په خپلو کورنيو زور راوړي چې د هغوى د خوښې نوماند ته رايه ورکړي."

هغه وويل، داسې دود په کلو او باند کې ډېر برلاسى دى. هغه وويل چې فساد هم يو څه رول لوبوي.

هغه وويل، شتمن نوماندي "بانفوذه قومي مشرانو او مذهبي اشخاصو ته پېسې ورکوي؛ هغوى په پېسو اخلي او دنده ورکوي چې هغوى ته کمپاين وکړي او خپلو کورنو ته څېرمه د رايو ورکولو په مرکزونو کې ورته رايې راټولې کړي. ښځې نشي کولاى د پېسو د نشتوالي له امله جنګ سالاران واخلي  او د کمپاين دنده ورته وسپاري.":

د محمد خالق دقيق په نامه يو بل شنونکي هم ددې نظر پلوي وکړه.

 هغه وويل: "ښځې پوره پيسې نه لري. هغوى ډېرې موټرې نه لري،چې د ښار لرې سيمو ته پکې لاړې شي. تر هر څه وړاندې ښځې نشي کولاى سم کمپاين وکړي او خپله وړتيا څرګنده کړي. له دې امله زيات شمېر وړ مېرمنې قانون جوړونې يا نورو ملي ځايونو ته لار نشي پيدا کولاى."

نوموړي زياته کړه، ددې نيمګړتياوو په څرګندولو کې رسنيو د پام وړ رول لوبولى دى.

هغه وويل: "په دې برخه کې رسنۍ ډېر اهميت لري، ځکه کولاى شي چې په ټولنيزو او سياسي ډګرونو کې خلک.د ښځو د حضور له ارزښت څخه خبر کړي."

د هرات ولايت د بشري حقونو د کميسون د ښځو د چارو مشرې، ثريا دقيق وويل  هغه يو شمېر ښځو نوماندو ته يې سلا مشوره ورکړې چې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په هرات کې ټاکنو د خپلواک کميسون يو استازي، وکيل احمد صديقي وويل، هغوى هم په خپل وار  له ښځو نوماندو سره لازمې مرستې کوي.

 هغه دا ومنله چې ښځې په سياسي ډګر کې له يو څه ننګونو سره لاس او ګرېوان دي، خو زياته يې کړه چې وضعه مخ په ښه کېدو ده.

هغه وويل: "ښځې بايد بې زړه نشي. په پارلمان کې موجودو مېرمنو ډېرې زياتې وړي او نورې به اوس پارلمان ته لاره پيدا کړي."

هغه وويل: "زما په اند په ښځو کې اوس د بې باورۍ روحيه لږه شوې او په هرات ولايت کې ستونزه ورو، ورو هواريږي."

د صديقي د وينا له مخې د ټاکنو ولايتي کميسون د خلکو د پوهاوي د لوړولو کمپاين کوي، "[د هرې ولسوالۍ په کچه] دوه نارينه او دوه مېرمنې د نوماندو په اړه د معلوماتو د ورکولو دنده لري.هغوى همدارنګه د ښځو د وړتيا او ظرفيت په اړه هم ويناوې کوي."

د شهناز همتي په نامه د پارلمان يوه استازې، چې د دويم ځل لپاره يې ځان نومولى دى،  خوشبينه وه او ټينګار يې کاوه چې کېداى شي زياتې مېرمنې څوکۍ وګټي.

هغې وويل: "په پارلمان کې مېرمنې د خپل شمېر په زياتوالي ټولنې ته زيات کار کولاى شي او په ښه توګه د محرومو نارينه او ښځو له حقونو څخه دفاع کولاى شي؛ ځکه هغوى د نارينه ګانو په پرتله زياتې رښتينې او له فساد او بډو څخه ډېرې لرې دي."

همتي وويل د پيسو نشتوالى او لرې سيمو د تګ نه امکانات د ښځو د کمپاين په وړاندې پراته خنډونه دي. هغې وويل، په ځينو ځايونو کې د ښځينه نوماندو هيڅ هرکلى نه کيږي.

هغې وويل: "په باوري توګه د نارينه ګانو په پرتله  ښځې زياته وړتيا، ذهني ځواک، پوهه او رښتينولي لري. که چېرته ښځو، د نارينه ګانو په څېر زيات اقتصادي امکانات درلوداى، نو هرو مرو به يې له نارينه ګانو څخه زياتې رايې وړى واى."

Afghanistan
Women
Frontline Updates
Support local journalists