ځینې کلي د برښنا مزي ویجاړوي

ځايي خلک په غوسه دي چې د برښنا مزي يې په ځمکو کې تېریږي، خو هغوی برښنا ته لاسرسی نه لري.

ځینې کلي د برښنا مزي ویجاړوي

ځايي خلک په غوسه دي چې د برښنا مزي يې په ځمکو کې تېریږي، خو هغوی برښنا ته لاسرسی نه لري.

Electric power lines are vulnerable to sabotage and failure. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images) An electrician works on power lines in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Electric power lines are vulnerable to sabotage and failure. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images) An electrician works on power lines in Kabul. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

د آی ډبلیو پي ار څېړنې جوته کړې،  په افغانستان کې هغه برښنا چې دوه لوی ښارونه نښلوي، د اعتصاب کوونکو له غوسې سره مخ شوي، چې پخپله برښنا ته لاسرسی نه لري.

هغه مزي، چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د نغلو له بند څخه د ننگرهار ولایت د جلال آباد ښار ته برښنا رسوي، کله نا کله د دولت مخالفینو او دسیمو دخلکو له خوا پرې کېږي .

د لغمان ولایت کلیوالو وویل، هغوی خپه دي چې په ځمکه او کلو کې يې د برښنا گڼې پایې درول شوي، خو هغوی له برښنا څخه بې برخې دي.. نوموړو دعوه وکړه، هغوی مازې د دې لپاره بریدونه کوي چې لرې سیمو ته د برښنا په رسولو کې د حکومت پاتې راتگ ورته په گوته کړي.

د لغمان د بادپښ د ولسوالۍ د گړوچ د کلي مشر، نعمت الله له آی ډبلیو پي آر سره په مرکې کې د هغو رپوټونو پخلی وکړ چې د کلو اوسیدونکي او مخالفان دواړه بریدوونه کوي.  

هغه وویل، ځايي اوسیدونکي له دې امله په غوسه دي چې هغوی تر اوسه برښنا نه لري، نوموړي ژمنه وکړه، چې که حکومت غواړي د تل لپاره د برښنا له ویجاړولو څخه بېغمه شي، نو د هغوی سیمې ته دې برښنا ورکړي.

هغه وویل: «زه حکومت ننگوم چې دلته راشي او د سیمې خکو ته دې برښنا وغځوی. که هغوی بیا هم دا کار وکړي نو بیا دې راشي او زما سر دې پرې کړي.»

د حاجي سراج الدین په نامه د کلي یو بل مشر وویل، د ۲۰۱۳ کال راهیسې د برښنا مزي له سروبي څخه را تېر شوي دي. خو حکومتي چارواکو د سیمې اوسیدونکو ته د برښنا د غځولو په اړه خپله ژمنه پوره نه کړه.   

سراج الدین وویل: «د برښنا د مزو د پرې کیدو لامل دا دی چې حکومت په خپله ژمنه کې پاتې راغلی.» هغه دعوه وکړه، کلیوال او مخالفان دواړه مزي پرې کوي. هغه زیاته کړه: «ملېشه هم په دې سیمه کې ژوند کوي. هغوی هم غواړي چې برښنا ولري.»

د لغمان د برښنا رسولو مسؤول انجنیر، اکرام الله عابد وویل، د برښنا د مزو په پرې کېدو حکومت زیات عواید له لاسه ورکوي.

هغه وویل: «کله چې مزې پرې شي، حکومت ته په یو ساعت کې ۷۰۰۰۰ ډالره زیان رسیږي.»

له کابل څخه ننگرهار ته د برښنا د مزو د غځولو کار په ۲۰۱۱ کې پيل شوی او د غځولو کار يې د افغانستان د برښنا شرکت (DABS) په غاړه اخیستی و.

شپېته میله اوږد مزی ۲۳ ملیونه ډالره لگښت لري او د نغلو له بند څخه د سروبي ولسوالۍ د اوزبین له سیمې او په لغمان کې له بادپښ څخه تېريږي. له هغه ځایه څخه سویل ختیځ ته تاویږي او د ننگرهار ولایت مرکز، جلال آباد ته رسیږي.  

د برښنا په تگلوري کې د برښنا ۳۶۹ پایې نصب شوي، د لغمان ولایت مرکز، مهترلام ته شپږ میگاواټه او جلال آباد ته ۳۶ میگاواټه برښنا ورکوي.

دمگړۍ په لغمان ولایت کې ۱۵۰۰۰  کورونو په گډون، په جلال آباد ښار کې ۳۰۰۰۰ کورنۍ او سوداگریز ځایونه له برښنا څخه برخمن دي.

د ننگرهار ولایت د ولایتي شورا منشي، ذبیح الله زمري آی ډبلیو پي آر ته وویل، د برښنا پرې کول ستر زیان رسوي، په تېره بیا د اوړي په موسم کې چې د تودوخې درجه ۴۵ ساتیگرادو ته رسیږي.  

هغه وویل، هغه کورنۍ چې یخچال لري، هغې ته برښنا نشي رسولای او په ښار د یخ جوړولو فابريکې له کاره لویږي. هغه یادونه وکړه، د یخ پر سر لاسونه اچول یوه غیرعادي خبره نه ده. یو مهال آن د مرگ لامل شوه.

د ننگرهار ولایت اوسیدونکي، عبدالرازق وویل: «د تېر کال په اوړي کې د چپرهار د ولسوالۍ د للمې په سیمه کې خلک د یخ د نشتوالي له امله په خپلو کې ونښتل.په نښته کې درې تنه ووژل شول او دوه نور ټپیان  شول.» هغه وویل، هر کال دغه راز نښتې رامنځته کیږي.

د افغانستان د برښنا شرکت د انجنیرانو او چارواکو په وینا هغوی ته معلومه شوه چې د نوموړو دوو ولایتونو یو شمېر ولسوالیو ته د برېښنا مزي غځول کیږي.

هغوی وویل، د موضوع د سمون لپاره کار روان دی او په پام کې ده چې د ۲۰۱۸ تر پایه پورې د بادپښ او سروبي ولسوالیو ټولو برخو ته برښنا وغځول شي.

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي وویل: «موږ به خلکو ته خپلې ژمنې پوره کړو. د برېښنا د مزو د پرې کولو ستونزه به د تل لپاره هواره شي.»

آی ډبلیو پي آر د طالبانو له ځايي قوماندان سره هم اړیکې ونیولې چې په دغو بریدونو کې هغوی هم لاس لري او که نه.

هغوی د تبصرې کولو لپاره له پرله پسې غوښتنو سره سره کوم غبرگون و نه ښود. ذبیح الله مجاهد دمخه پژواک خبريی آژانس ته ویلي وو، طالب جنگیالیو هیڅکه هم په لاسي ډول د برښنا پر مزو بريد نه دی کړی.

هغه وویل، په سیمه کې د جگړې له امله په غیر ارداي ډول د برېښنا مزو ته زیان رسیږي. له هغه وروسته د طالبانو سیمه ییز قوماندان د برېښنا شرکت انجینرانو ته اجازه ورکړې چې د برېښنا مزي وتړي. هغه وویل، افغان پولیس د مزو په پرې کېدو کې لاس لری، ترڅو پر طالبانو پړه واچوي او نوم يې بد کړي.

Frontline Updates
Support local journalists