د فراه د شین کوریزو خونو [Greenhouse] اقتصاد

تمه ده چې په سویلی ولایت کې به نوې لارې چارې د کوکنارو د کرکیلې ځای ونیسي.

د فراه د شین کوریزو خونو [Greenhouse] اقتصاد

تمه ده چې په سویلی ولایت کې به نوې لارې چارې د کوکنارو د کرکیلې ځای ونیسي.

Afghan farmers work together to build a greenhouse. (Photo: ResoluteSupportMedia/Flickr)
Afghan farmers work together to build a greenhouse. (Photo: ResoluteSupportMedia/Flickr)
Wednesday, 17 January, 2018

د فراه ولایت کروندگر او چارواکي وایي، د شین کوریزو خو [گرین هوزونو] جوړول د هغوی کرنیز اقتصاد ته په دې هیله وده وکوي چې د کوکنارو د کرکیلې يو ښه بدل شي.  

د فراه ولایت د کرنې، اوبو لگولو او مالدارې رئیس، عبدالمنان متین وویل: «په فراه ولایت کې له ۱۰۰ زرو څخه زیات گرین هوزونه موجود دي، چې د فراه ولایت د خلکو، په تېره بیا د کروندگرو،  د اقتصاد په وده کې یې ستر رول لوبولی دی.»

د دغه ولایت څه دپاسه ۱۱ زره تنه په دغه صنعت کې په کار بوخت دي. په دغه شمېره کې شاوخوا لس سلنه ښځې دي. یوازې سږکال په دغه ولایت کې ۳۰۰ زره ټنه رومي بادنجان او بادرنگ تولید شوي، چې ۹۵ سلنه يې د افغانستان په نورو ولایتونو کې پلورل شوي يا بهر ته صادر شوي. متین وویل، گرین هوزونه په مرکزي برخو، په تېره بیا د فراه ولایت د پشترود او بالا بلوک په ولسوالیو کې ډېره ښه نتیجه ورکړې ده.   

د دغه کار په پایله کې د دغه ولایت کروندگرو  ۲۲ ملیون ډالره عایدات تر لاسه کړل. د هغه د اټکل له مخې به دا مقدار د دې کال تر پایه ۳۰ ملیونو ډالرو ته ورسیږي.

گرین هوزونو د سیمه ییزو خلکو لپاره د کار زمینه هم چمتو کړې ده. عبدالهادي آی ډبلیو پي آر ته وویل، دمخه يې په ایران کې د یو کډوال کارگر په توگه خپلې کورنې ته اعاشه او اباته پیدا کوله. هغه وویل، نه یوازې لږې پیسې به یې گټلې، بلکې په بهر کې د اوسیدو پر مهال به له تاوتریخوالي او ځورونې سره هم مخ و.

نوموړی ۳۶ کلن سړی اوس په یوه گرین هوز کې کار کوی او وایی، خوشال دی چې بېرته خپل هېواد ته راغلی دی.

هغه وویل: «په خپل وخت معاش او درې وخته ډوډې راکول کیږي او د تاوتریخوالی پر ځای راسره ډېر ښه چلن کوي. زه پر هغو خلکو غږ کوم چې د کار لپاره ایران تللي، ترڅو بېرته راشي او په گرین هوزونو کې کار وکړي.»

د فراه ولایت د کار، معلولینو او ټولنیزو چارو رئیس، عبیدالله صافي وویل، د گرین هوز سکتور د عبدالهادي په څېر په زرگونو خلکو ته د کار زمینه چمتو کولای شي.  

هغه وویل: «گرین هوز د کروندگرو لپاره یو ښه فرصت دی ترڅو آن د حاصلاتو له مهال پرته هم ښه محصولات لاسته راوړي.»

گرین هوزونه په ځانگړي ډول د فراه په تودې او وچې هوا کې ډېر ښه حاصل ورکوي، ځکه گرین هوزونه د نباتاتو د ودې لپاره ثابت او پاییدونکی چاپېریال رامنځته کوي.

په منځنۍ ډول گرین هوزونه نهه متره پلن او درې متره لوړ جوړ، له دایروي المونیومو چمتو کیږي او چت يې له پېړ او د لمر په وړاندې د مقاومت لرونکو توکو او د هغې دپاسه سپک پلاستیک اچول کیږي. اوږدوالی يې توپیر کوي. معمولا ۴۰ – ۶۰ مترو پورې رسیږي. نباتاتو ته هره ورځ اوبه ورکول کیږي. د دې لپاره چې لږې اوبه وغواړي، د باران په توگه ورباندې شیندل کیږي.    

د یوه پنځه سوه متر مربع گرین هوز جوړول ۴۰۰۰ امریکايي ډالره بیه لري. سره له دې چې بیه يې لوړه ده، خو په پرله پسې ډول حاصل ورکوي.  

سردار ولي په فراه ولایت کې شپږ گرین هوزونه لري. هغه وویل، په تېرو دولسو میاشتو کې یې د هغې له حاصلاتو څخه ۷۳۰۰ امریکايي ډالره ګټه لاسته راوړې ده.

هغه وویل: «زه له محلي چارواکو څخه غواړم چې د کرنیزو تولیداتو د صادراتو په اړه له بهرنیو هېوادونو سره یو تړون لاسلیک کړای شي، ترڅو زموږ حالات په اسانه ډول له هېواده بهر وپلورل شي.»

عبدالصمد چې په فراه کې د کرنیزو توکو پېر او پلور کوي، وویل، سره له دې چې کسب او کار مې ښه دی، خو د ترانسپورت لپاره د خامو او خرابو سړکونو او د خراب امنیت د موجودیت په څېر له یو شمېر ستونزو سره مخ یم. د دغو ستونزو له امله سابه په لاریو کې پاتې او خوسا کیږي.

د فراه ولایت د سوداگرې د خونو د صادراتو د پراختیا رئیس، شاکر وویل، د کرنیزې زېربنا په جوړولو کې ټینگ او اوږده گامونه پورته شوي دي.

هغه وویل: «په سلگونه ملیونه امریکايي ډالر د گرین هوزونو په جوړولو کې پانگه شوي دي. د گرین هوزونو پروسه ډېره گړندې پرمخ روانه ده.»

نوموړي ومنله چې د بهرني مارکیټ په اړه لا ستونزه پر ځای پاتې ده. یوازې سږکال ۶۰۰ ټنه بادرنگ او رومي بادنجان پر پاکستان پلورل شوي دي.

هغه وویل: «زموږ لویه ستونزه د اورگاډي د پټلې نه درلودل دي چې زموږ کرنیز تولیدات بهر ته انتقال کړي.» هغه زیاته کړه، یوه ممکنه لاره شته، چې د ایران د چاه بهار له لارې هند ته د هغې صادرول دي.  

د مدني ټولنې فعالان وايي د کرنې په برخه کې پانگونه، په تېره بیا په گرین هوزونو کې، به په افغانستان کې پر کار باندې د گومارلو فرصتونه زیات کړي. پروسږکال د کرنې وزارت د هېواد په کچه له اتو سوو څخه زیات گرین هوزونه او سږکال له زرو څخه زیات جوړ کړي دي.

د فراه چارواکي، چې د وگړو شمېر يې یو ملیون او دوه سوه زرو تنو ته رسیږي، یادونه کوي، کوکنار د ولایت په لرې پرتو سیمو کې په پراخ ډول کرل کیږي.

په فراه ولایت کې له نشه یی توکو سره د مبارزې رئیس، لعل محمد عزیز وویل، د گرین هوزونو جوړول به د کوکنارو د کرکیلې په وړاندې یو ښه بدیل وي.

هغه وویل: «گڼ شمېر کروندگرو د بېوزلۍ او اقتصادي اړتیاوو له امله د کوکنارو او نورو نشه یي توکو کرکیلې ته مخه کړې ده. د گرین هوزونو او نورو ورته پروژو جوړول به په فراه ولایت کې د کوکنارو د کرکیلې په وړاندې یو ستر بدیل وي.»

Support our journalists