چيچينيا: هيڅ ځای د کور په څېر نه دی

يو پخوانی کډوال د لالهانده ژوند له اوږدو کلونو څخه وروسته اوس له خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځاييږي، چې په جګړې ځپلې چيچنيا کې د ژوند د ورځينو خطرونو په وړاندې زړه ور دی.

چيچينيا: هيڅ ځای د کور په څېر نه دی

يو پخوانی کډوال د لالهانده ژوند له اوږدو کلونو څخه وروسته اوس له خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځاييږي، چې په جګړې ځپلې چيچنيا کې د ژوند د ورځينو خطرونو په وړاندې زړه ور دی.

له لسو کلونو څخه زياته موده کيږي، چې د 1994 کال د دسمبر په يوه ورځ تيمور سلطانوف ګروژني ته څېرمه له خپل کور څخه د روسي الوتکو په غړمبار کې وتښتېد.


هغه لارۍ چې خواجه تيمورسلطانوف د خوشحالۍ په ورځو کې چلوله او کورنۍ ته يې د هغې لارې ښی پيسې پيداکولې اوس بار شوې او تګ ته چمتووه.


کله چې هغوی له کوره وکوچېدل يو لوړ درز يې تر غوږو شو. تيمور سلطانوف له ډار او وارخطايۍ د خپل زړه کتره له ياده ايستلي وه. هغه پنځه مياشتنی محمد صالح و، چې د اوو نوڼو له پاسه، له ډېر انتظار وروسته ورته خدای ورکړی و. هغوی هغه د بمبارۍ له ډاره په زېرخانه کې پټ کړی و.


د هر لوري اور او د ګوليو لمبي راروانې وې. هغوې کوڅې ته منډه کړه، چې ماشوم وژغوري او بيا له


ګروژني ووځي. لکه د چيچينيا د نورو زرګونو کورنيو په څېر د تيمور سلطان د کډوالی دوره له استوګنځي، شته منيو او يا د شيانو له درلودلو پرته په لالهاندۍ او کړاو تېره شوه.


هغوی د چيچين په لومړیۍ جګړې کې لومړی د داغيستان په شمال او بيا د آذربايجان په باکو کې د خواجه له ملګرو سره مېشت شول.


تيمور سلطانوف په 1996 کال کې د خاساوريوت له تړون وروسته بېرته ګروژني ته راستون شو. هغه د يو شمېر نورو په څېرپه دې اند و، چې جګړه نوره پای ته رسېدلې او کورته د ستنېدو لپاره يې زړه ټوپونه وهل. سره له دې په لومړې سرکې هر څه ښه و، 28 کلنې ملکې تيمور سلطانوا وويل ږيره ور


عربان په کوڅو کې ښکاري او د وهابيږم تبليغ کوي. شرعي محکمې پيل شوې.


په دې توپاني او له الې ګولې ډک پېر کې، يوه پيښه د ملکې ښه په ياده ده. ((دوو جنګياليو وروڼو، چې په چيچينيا کې مشهور خلک و، خپله خور ووژله. د وژلو لاره ډېره ډاروونکې وه. هغه ژوندۍ ښخه شوه. په دې بېوزلې نجلۍ له يو پردې سړي سره د ليدني ګومان شوې و. له څېړنې پرته هغوی په هغې باندې پخپله محکمه جوړه کړه او له هغې وروسته يې هغه په دې تور تورنه کړه.))


بانډيتان په ګروژني کې ګرځېدل، د غلا او برمته کولو اوازې خپرې وې. خواجه بيا د تيښتې هوډ وکړ. دا پلا په سهيلې روسيې کې نالچيک ته لاړ، چې لا تر اوسه هم هلته زياتې کورنۍ پاتې دي.


ملکه يوازينۍ ښځه ده، چې بيرته کورته ستنه شوې ده. اوس ګروژني ته څېرمه په ارګون کې اوسيږي. هغه په ګروژني کې د يوې ورځپاڼې خبرياله ده. لور يې په ځايي ښوونکي کې لوست وايي. هغه له نا ډاډمن امنيتي حالت سره سره، چې د سرتېرو له خوا د ياغيانو د لټون له امله لا پسې کړکېچن شوی اود ځوانانو د تري تم کېدو لامل کيږي، وايي، چې په راتګ خوشحاله ده.


هغه وايي: ((ايا دا ماته سخته ده؟ البته، خو له هغې سره سره خوشحاله يم. ځکه د لالهاندۍ په اوږدو کلونو کې د لومړي ځل لپاره ما احساس وکړ، چې ځمکه مې تر پښو لاندې ده.))


هغه وايي: ((دلته هرچېرته بېوزلتوب او ويجاړي ده، خو دا زما کور دی، دا زما ځمکه ده، دا زما خلک دي. او زه په رښتيا دلته د خوښۍ احساس کوم. په ازاده توګه سا اخلم. په خپلې دندې کې ښه والی ګورم، د خپل کار مېوه خورم او د ژوند لپاره ليواله يم.))


د ارګون يو بل استوګن د انديښنې او تشويش په حالت کې اوسيږي. 34 کلنی عشرت بتالوا وويل: ((تېره اوونۍ هغوی (عسکر) زما کور ته راننوتل. هغوی ته ناسمه پته ورکړ شوې وه. هغوی له ګاونډ څخه (تښتېدلي) وهابيان لټول.))


د راستنېدونکو سمه شمېره لا څرګنده نه ده، خو څېړونکي وايي، چې په 1999 کال د تښتېدلو زياتره هغه يې راستنانه شوي، چې ګاونډي انګوشيتيا ته تښتېدلي و، خو ډېر ناوړه شرايط لري.


هېواد کنډواله پاتې دی. هغوی په خپل هېواد کې کورني بېځايه شوې کورنۍ دي، چې تر 30 زرو پورې په موقتې مرکزونو کې اوسيږي. سره له دې روسيه ادعا کوي، چې وضعه عادي شوي ده.


زيات شمېر يې خوشحاله نه و، چې وژلو، شکنجې اوتري تم کېدوته ته بېرته راستانه شول، خو ډېر لږ چانس يې درلوړد، ځکه د انګوشيتيا وروستي کمپ د 2004 کال د جون په مياشت کې وتړل شو.


يو شمېر يې جګړې ځپلې هېواد ته د ستنېدو لپاره د هغوۍ د وران ويجاړ هېواد د او د هغوی د لوټ


شويو شتمنيو د جبران لپاره د روسيې د حکومت د ١٤ ملياردو روبلو د ورکولو په غوړو ژمنو وغولېدل. خو دا کار ډېر ورو روان دی او داسې ادعاګانې شته، چې هغه د فساد او ګډوډۍ خامار وخوړې، په دې مانا چې يوازې يو څو کورونه جوړ شول او بس.


ملکه وايي: "ژما خويندو او ورور په نالچيک کې خپلو زده کړوته دوام ورکړ. زما مور او پلار ژوندې دي او روغ دي. هغوې غواړي بېرته خپل کور ته راستانه شي. خو نه شي راتلای، ځکه چې کور يې وران ويجاړ دۍ. .. او د خپل وران شوي کور لپاره د خسارې جبران نه ورکول کيږي."


د تيمور سلطانوف کور په لومړى جګړې کې د يوې ګولۍ دلګېدو له امله نيمايي وران شوى و او د دويمې جګړې پر مهال لوټ شو او له خاورو سره خاورې شو.


ملکه وايي، سره له دې چيچنيان لومړى په نالچيک کې له تاوده هرکلي سره مخامخ شول، خو دا کار ژر پای ته ورسيد، ځکه د حکومت بودجه پای ته ورسېده. په هغه سناتوريم کې چې هغوۍ استوګنه درلوده وتړل شو اوه د کډوالو له نورو کورنيو سره د سړک په غاړو اوسېدو ته اړ ايستل شول.


جګړه خپل اوج ته رسيدلې وه او له بلې خوا ژوند په نالچيک کې ستونزمن شوى و، تيمورسلطانوف پاتې شو اوپه يوې کوډلې کې يې د سړک په غاړه استوګنه غوره کړه. هغوی په اور پخلی کولو او له يوې څېرمې ودانۍ څخه يې اوبه راوړلې. يو پلا کوچني محمد صلاح له خپلې خور څخه وپوښتل، چې هغوى ولې بهراوسيږي، خور يې ځواب ورکړ، "ځکه موږ کور او وطن نه لرو."


په هغې پسې نورې ترخې ورځې هم راغلې. يوه هغه يې چې د ملکې په ياد پاتې ده، هغه، هغه ورځ ده، چې هغې خپلې خويندې او ورور په نالچيک کې ښوونځي ته يوړل. په ښوونځي کې ښوونکي ته دجمهوريت د چارواکو له خوا لارښوونه شوې وه، چې چيچنيايان په ښوونځي کې ونه نه يسي. هغې وژل، خو ښوونکي له لارښوونې څڅه غاړه وغړوله او هغوی يې شامل کړل، سره له دې چې وروسته بيا دا لارښوونه باطله شوه، خو تريخ ياد يې لا د هغې په ذهن کې پاتې دى.


په نالچيک کې ستونزمنو شرايطو او پېچلتياوو ملکه په مرګونې ناروغۍ اخته کړه. هغه سخته تبه لرله او د درملنې لپاره ښار ته يوړل شوه، چې ناروغي يې بيا وروسته د وينې پرمخ تللې سرطان وبلل شو. هغه وايې.، زما په ياد دي، چې د روغتون په يو بستر کې پرته وم، کله به په سد او کله به بېسده شوم. د ډاکټر خبرې مې اورېدې، چې زما پلار ته يې ويل ، تاسو هغه په نالچيک کې ښخوئ او يا يې په چيچينيا کې په خپلې پلرنۍ هدېرې کې؟ هغې لارښوونه وکړه، چې يو امبولانس چمتو کړاى شي او ويې ويل: "هلته به د څه شي په باره کې سوچ وکړئ."


کله چې ملکې ولېدل د بسترې ترڅنګ يې د پلار په سترګو کې اوښکې روانې دي او په پټه ژاړي،


دومره ځواک يې وموند چې کيني. او ووايي: "مه ژاړه، پلاره! زه نه مړه کيږم. زما په څېر خلک ځمکه نه قبلوي."


سره له دې چې هغه ژوندۍ پاتې شوه،خو کار، پيسې يا زده کړه يې ونه موندله، ژوند ورته سخت شو. عمر، مېړه يې هم وزګار و. دوى دواړو په ١٩٩٣ کال کې له تيليفونې ملګرتيا او پېژندنې وروسته واده کړۍ و . ملکې به کله ناکله عمر ته تليفون کولو.


د هغې پلار اومور د خواجه د زړه ته نژدې لارۍ په ګډون خپله ټوله شتمني وپلورله، ترڅو خپلې اړتياوې پرې پوره کړي او د ملکې په درملو يي ولګوې.


ملکه په دې اند ده چې د هغې د ناروغۍ ريښې د هغې د لور جميلې د زيږېدو پر مهال هغې ته پېدا


شوې وې، چې په ١٩٩٤ کال کې د ګروژني په سختې بمبارۍ کې له اوبو څخه په ډکې زېرخانې کې زېږېدلې وه.


په زېرخانې کې دومره ځاى نه و، چې د هغې لور يا ملکه په کې واچوي. له دې امله : "څو تنو زړو مېرمنو سره لاسونه ورکړل او زه يې په خپلو لاسونو باندې اوچته ونيوم او يوې بلې ښځې زما د ماشوم له زېږېدو سره مرسته وکړه. هغې د ماشوم د نوم غړى په خپلو غاښونو پرې کړ او د خپل تن په لمنې کيې راتاو کړ."


له دې ټولو ناخوالو سره سر ه مور اوماشوم ژوندې پاتې شول او جميله اوس يوه لايقه زده کوونکې ده. هغه لکه د ملکې په څېر هيله منه ده، چې د لالهاندۍ اوږده کلونه اوس تېر شوي دي.


Frontline Updates
Support local journalists