افغاني مناظرو رسنۍ محاسبې ته راکښلې

ويناوال وايي د ولس اعتماد په ډېر لوړ مهارت ترلاسه کېدای شي.

افغاني مناظرو رسنۍ محاسبې ته راکښلې

ويناوال وايي د ولس اعتماد په ډېر لوړ مهارت ترلاسه کېدای شي.

په افغانستان کې د رسنيو د سکتور غوړېدا په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر نسکورېدو راورسته په هېواد کې د يادونې وړ بريا په توگه وستايل شوه. 

له هغه مهاله په راوروسته کلونو کې بې شمېره ورځپاڼې، مجلې، ويب پاڼې او تلويزيوني کانالونه راوټوکېدل، سره له دې چې څرنگوالی (کيفيت) له څومره والي (کميت) سره تل د پرتلنې وړ نه وي.  

تېره مياشت د آی ډبليو پي آر له خوا د کندهار، زابل، فراه، لغمان، ميدان وردگو او خوست په ولايتونو کې د جوړو شوو مناظرو د لړيو ويناوالو پر يو لړ رسنيو د نه مسلکي والي له امله نيوکه وکړه.

په ميدان وردگو ولايت کې آزاد خبريال، محب الله شريف  زوي وويل، ناپيېلتوب اړينه خبره ده.  

هغه وويل: «د دې لپاره چې رسنۍ خپلو مينه والو ته د تر بحث لاندې يوې موضوع په اړه هر اړخيز معلومات چمتو کړي، ښايي په هغې کې ښکېل ټول اړخونه په مساوي توگه په پام کې ونيسي.»

عبدالسميع غيرتمل په افغانستان کې د «نی» په نامه د رسنيو د ملاتړ د مؤسسې مشر دی.

 نوموړي د کندهار د مناظرې برخوالو ته وويل، يو شمېر رسنۍ له پلويتوب څخه کار اخلي او په خپلو رپوټونو کې هيڅ رښتينې نه دي.  

د کندهار د مدني ټولنې فعال، محمد ناصر مبارز د هغه له دې خبرې سره موافق و. نوموړي گوته وڅنډله چې د رسنيو په اړه د ولس اعتماد د دغه راز غيراخلاقي کړنو له امله له منځه ځي. 

د فراه په غونډه کې ويناوالو پر ځايي رسنيو غږ وکړ چې د رښتيا او دروغو په توپيرولو کې دې زياته هڅه وکړي. د خوست د ويناوالو ډلې هم وويل، رسنيو ته پکار دي چې خپلو ژورنالستيکې معيارونو ته وده ورکړي.

په خوست کې د کليد د راديو خبريال نورجان بهير وويل، ځايي رسنۍ د مسلکيت د کچې د ټيټوالي له امله ډېرې شاته پاتې دي.   

نورو ويناوالو وويل، حکومتي چارواکي د ځايي رسنيو د ډارولو هڅه کوي، بايد له دې امله ښايي دموکراسۍ ته د زيان د رسولو مسؤوليت پر غاړه واخلي.

په لغمان ولايت کې ځايي خبريال، انقلابي ځوان وويل، چارواکي خبريالانو ته يوازې هغه معلومات ورکوي چې خپل اجراات يې پکې په مثبت ډول ارزولي وي. 

هغه وويل: «حکومتي چارواکي هيڅکله رسنيو ته د خلکو د ستونزو يا د لغمان ولايت په حکومتي ادارو کې د فساد په اړنه څه نه وايي.» 

په زابل کې ويناوالو هم گوته وڅنډله، چارواکې رسنيو ته ناسم معلومات ورکوي، ترڅو د حکومتي کارکوونکو ناسم انځور پکې سم وښيي.

د زابل ولايت يوه خبريال، محمد نعيم ستوري وويل: «د زابل ولايت يو شمېر چارواکو پر رسنيو فشار راوړی چې ځايي خبرونه د هغوی له غوښتنو سره سم خپاره کړي.

Afghanistan
Media
Frontline Updates
Support local journalists