افغاني مناظره - د بغاوت د مخنيوي لپاره د بېوزلۍ له منځه وړل

حکومت ته پکار ده له هغو عواملو سره مقابله وکړي چې ځوانان جگړې ته هڅوي.

افغاني مناظره - د بغاوت د مخنيوي لپاره د بېوزلۍ له منځه وړل

حکومت ته پکار ده له هغو عواملو سره مقابله وکړي چې ځوانان جگړې ته هڅوي.

IWPR debate in Khost province, November 2015. (Photo: IWPR)
IWPR debate in Khost province, November 2015. (Photo: IWPR)

په روانه مياشت کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو د گډون کوونکو په وينا افغان حکومت ته پکار ده چې د سولې له هڅو سره په پرله پسې ډول د بېوزلۍ، بې روزگارۍ او وروسته پاتې والي په څېر بنسټيزې موضوعگانې هوارې کړي.

د خوست ولايت د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د يوې مناظرې په بهير کې ويناوالو وويل، ځوانانو ته بايد د جگړې په بديل کې ډېرې دندې چمتو شي.

د قلم په نامه د يوې ناحکومتي موسسې مشر، نقيب الله سيال وويل، حکومت ته پکار ده چې د پراختيا لپاره په پانگونه کې د ولس راتلونکي ته پام وکړي. نوموړي د بنسټپالنې تر شا د بېروزگاري پر هڅوونکي ځواک رڼا واچوله. 

د استخباراتو مشر، حيات الله له دې ټکې سره موافق و، ويل يې، په سيمه کې زياتره مخالفان د بهرنيانو په پرتله ځايي اوسيدونکي دي.

هغه وويل: «دا بې روزگاره خلک دي،  بله چاره نه لري، له دې امله له مخالفانو سره يوځای کيږي.»

سياسي شنونکي، سيف الله هم وويل، حکومت بايد خپل پام پراختيايي پروژو ته واړوي او همدارنگه ډاډ تر لاسه کړي چې کفايت لرونکي اشخاص د مسؤوليت پر څوکيو وگورمارل شي او قانون پر ټولو هېوادوالو يوشان پلی شي.

په بېلابېلو مناظرو کې په دې اړه دگډون کوونکونظريات توپير درلود چې نړيواله ټولنه دمگړۍ څه رول لوبولای شي. د غزني ولايت د گيلان په ولسوالۍ کې په يوه غونډ ه کې ځينو گډون کوونکو ويل، د افغانستان په بيارغاونه کې بايد بهرني دولتونه خپل مـسؤوليت له ياده ونه باسي. د اسد الله ځير په نامه يوه سياسي شنونکي وويل، جگړه پر افغانستان تپل شوې، له دې امله متحده ايالتونه او سيمه ييز قدرتونه بايد د هغې پای ته رسولو په موخه خپله ونډه سرته ورسوي.

خبرو اترو د سولې د عالي شورا له رول سره هم اړيکې ونيوې چې له طالبانو سره د جگړې د پای ته رسولو دنده لري.  

دلغمان  مدني ټولنې فعال محمد نادر مخور وويل، د سولې د عالي شورا غړي بايد په ډېر ځير وټاکل شي. 

هغه وويل: «کله چې د دوو ډلو تر منځ منځگړتوب کيږي، منځگړی بايد دواړه لورو ته د منلو وړ وي. دا هغه راز خلک دي چې بايد حکومت يې د سولې شورا ته راولي.»

د لغمان ولايت د سولې د عالي شورا غړي، عبدالغفور خميني د سولې د کمپاين لپاره د پراخ ولسي مشارکت غوښتنه وکړه.

هغه وويل: «د جگړې ناوړه اړخونه بايد په هرې غونډې، هر ښوونځي او هر ډگر، هر منبر او هرې مدرسې کې وغندل شي.» 

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists