افغانستان: د IWPRد وژل شوي همکار روح ته دعا وشوه

دا وژنه په هېواد کې د ژورنالیستانو لپاره په تر ټولو خونړۍ ورځ بدله شوه

افغانستان: د IWPRد وژل شوي همکار روح ته دعا وشوه

دا وژنه په هېواد کې د ژورنالیستانو لپاره په تر ټولو خونړۍ ورځ بدله شوه

Ahmed Shah (right) receives a certificate on completing a three-day IWPR training in investigative journalism in October, 2017. (Photo: IWPR)
Ahmed Shah (right) receives a certificate on completing a three-day IWPR training in investigative journalism in October, 2017. (Photo: IWPR)
Ahmad Shah, dressed in white, at an IWPR workshop on investigative journalism in October 2017. (Photo: IWPR)
Ahmad Shah, dressed in white, at an IWPR workshop on investigative journalism in October 2017. (Photo: IWPR)

د روانې اوونۍ په لومړیو کې د هېواد په سویلي خوست ولایت کې د IWPR د ۲۹ کلن خبریال، احمدشاه د مړینې په خاطر د ډاډګیرنې مراتب وړاندې شول.

د نوموړي همکارانو هغه یو با انرژي او د زیات درناوي لرونکي خبریال په توګه معرفي کړ چې په وینا یې په ټولنیز عدالت او د بشر د حقونو په مسایلو کې یې ځانګړې علاقه درلوده.

نوموړی چې په ۲۰۱۳ کال کې د IWPR له خوا روزل شوی و، په تیرو پنځو کلونو کې یې له IWPR سره د ډېرو رپوټونو په چمتو کولو کې مرسته کړې او په ورته وخت کې یې له بي بي سي سره هم کار کاوه.

احمدشاه په هغه ورځ چې په تاریخ کې د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ ورځ وه، ووژل شو. د کابل ښار د شش درک په سیمه کې په غبرګو ځانمرګو بریدونو کې چې د اپریل په ۳۰مه نېټه سهار وختي وشول، شاوخوا ۲۹ کسان پکې ووژل شول، چې له هغې ډلې نهه وژل شوي کسان خبریالان وو. له لومړي ځانمرګي برید وروسته دویم ځانمرګي بریدګر چې کیمره یې په لاس او ځان یې خبریال معرفي کاوه په همدې لټه کې وه تر څو امنیتي سرتیري او خبریالان په یوه ځای کې سره را ټول شي.

(د افغان رسنیو لپاره د خونړۍ ورځې رپوټ ولولئ).

که څه هم ژورنالستان په افغانستان کې زیاتره وختونه له ځورونې او زورزیاتي سره لاس او ګریوان دي، خو د احمد شاه پلار، میرویس بیا IWPR ته وویل چې زوی یې هېڅکله د خپل ځان په اړه د کومو ګواښونو څخه شکایت نه و کړی.

نوموړي داسې وویل: « کله چې مې د احمدشاه د مړینې خبر واورید، لومړۍ پوښتنه چې زما ذهن ته راغله هغه دا وه چې هغه ولې ووژل شو هغه خو هېچاته زیان نه و رسولی نه یې هم دوښمنان لرل؟»

هغه پسې زیاته کړه چې زوی یې په سیمه کې ډېر مشهور او خلکو ورته درناوی درلود.

خو د هغه پلار، میرویس بیا وویل چې ښایې زما د زوی د ژورنالیستي فعالیتونو له کبله ځینې خلک د هغه دښمنان ګرځولي وي.

په دې اړه د احمدشاه پلار وویل: «موږ تل له احمدشاه څخه پوښتنه کوله چې که چیرته ستا ژوند ته کوم ګواښ وي نو موږ  هم پرې خبر کړه، خو له کومه وخته چې ده خپل مسلکي کار پیل کړی، تر وروستۍ ورځې پورې یې داسې کومه اندېښنه له خپلې کورنۍ سره نه ده شریکه کړې.»

میرویس له افغان حکومت څخه غواړي تر څو یې د زوی قاتلین پیدا او عدالت ته یې راولي.

د خوست امنیه قومندان، عبدالحنان وویل چې احمدشاه د دې ولایت د مندوخېلو په سیمه کې وژل شوی و.

هغه وویل: «چې د دې وژنې علت تر اوسه پورې معلوم نه دی، خو په اړه یې څېړنې روانې دي.»

د احمدشاه پخوانیو او اوسنیو همکارانو د هغه د مړینې په اړه خپل خپګان او ټکان څرګند کړ.

د IWPR لوړپوړي سیمه ایز ایډیټر، حفیظ الله ګردش له ۲۰۱۳ کال راهیسې له احمدشاه سره کار کړی دی، چې د تیرو کلونو په درشل کې یې په ګډه سره په یو لړ روزنو کې هم ګډون کړی دی.

له IWPR سره د هغه وروستی فیچر په خوست ولایت کې د سیمه ایز حکومت له لورې د ژمن شوي سوداګریز پارک په جوړولو کې پاتې راتللو په اړه و، چې ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۵ نېټه خپور شوی و.

(همداشان ووینئ افغان متشبثین د دولتي ملاتړ د نشتوالي له امله افسوس خوري).

ګردش چې د هغه په یادولو سره یې په سترګو کې اوښکې راغلي داسې وویل: «کله چې مې د احمد شاه د مرګ خبر واورید، نو سمدلاسه مې په ذهن کې د هغه انرژي، د هغه غوښن مخ، سپین کالي، درنې سترګې او موسکا را تیره شوه.»

ګردش زیاته کړه: «احمدشاه داسې یو خوارې کښ او زبردسته ځوان سړی و چې په رښتیا به یې هم هر ځای ته تګ کاوه او د افغانستان په رسنیو کې یې یو ډېر لوړ شهرت تر لاسه کړی و.» نوموړي پسې زیاته کړه چې احمدشاه د هغو ناویل شویو کېسو په پيژندنه کې ځانګړی مهارت درلود کوم چې د عامه پاملرنې وړ وي.

د ګردش په وینا، احمد شاه ډېر با انرژي ځوان و. په خپل کار کې ډېر چابک و..... په رښتیا هم هغه یوه مسلکي ژورنالیست و.

احمدشاه د خوست د شیخ زاهد په پوهنتون کې د ژورنالیزم په برخه کې زده کړې کړي وې او په ۲۰۱۱ کال کې ترې فارغ شوی و. نوموړې د خپلې کاري تجربې په لړ کې د خوست ولایت د کلید راډیو لپاره د یوه کال په مخه د پروګرام منیجر په توګه دنده هم تر سره کړې وه.


د کلید مشر، نوراجان بهیر وویل چې د ټولنیز عدالت او د بشر د حقونو په اړه د احمد شاه علاقه هان د هغه د دندې په مصاحبه کې له ورایه ښکاریده.

بهیر زیاتوي: «هغه یو ډېر زیارکښ و، له خپلې دندې سره یې مینه لرله او تل به یې موږ ته په ډېر لوړ کیفیت سره کار کاوه. نوموړي په ځانګړې توګه ډېره علاقمندي لرله تر څو په خپلو رپوټونو کې د محرومو خلکو غږ واوسي.»

د بهیر په وینا چې نوموړی یو ډېر معتدل، مودب او محتاط کس و.

احمد شاه په خوست کې له بېلابېلو رسنیزو ادارو لکه ستا راډیو، ځوان غږ راډیو او خدمتګار ورځپاڼې سره همکاري لرله. نوموړي د خپل مرګ په مهال له څه باندې یو کال راهیسې له بي بي سي سره کار کاوه.

د بي بي سي د نړیوال سرویس مشر، جیمي انګوس دا مړینه یوه « له زیانه ډکه ضایعه» وبلله.

د احمد شاه ملګری او په خوست او پکتیا ولایتونو کې د پژواک خبریال، ساحل منګل هم وویل چې هغه یو ډېر زحمت کشه خبریال و او د مهمو مسایلو د پوښښ لاندې راوستلو لپاره یې ډېر ژور کار کاوه.

هغه وویل: «ما څلور کاله وړاندې له احمدشاه سره په یوه خبري غونډه کې ولیدل او همغه شیبه مې داسې احساس وکړ لکه زه او هغه چې له ډېر پخوا نه سره ملګري وو. خو په را وروسته کلونو کې موږ له یوه بل سره مرستې وکړي. هغه د ډېر نرم زړه څښتن و او هېڅکله یې د چا په اړه له کېنې ډک توری نه کاراوه.»

Afghanistan
Journalism, Media
Frontline Updates
Support local journalists