افغانان په ارزګان کې د پروژو [له کار] څخه شکايت کوي

سودا ګر شکايت کوي چې د مارکيټونو په جوړولو کې بهرنۍ مرستندويه موسسې د هغوی سلا مشورې په پام کې نه نيسي.

افغانان په ارزګان کې د پروژو [له کار] څخه شکايت کوي

سودا ګر شکايت کوي چې د مارکيټونو په جوړولو کې بهرنۍ مرستندويه موسسې د هغوی سلا مشورې په پام کې نه نيسي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمدشاه جواد ليکنه

د افغانستان د ارزګان ولايت اوسيدونکي وايي د بهرنيو غير حکومتي موسسو او سيمه ييز حکومت ترمنځ  کمزورې همغږي د مرستندويه پروژو اغېزمنتوب راټيټوي. 

يوه پروژه چې په ځانګړي ډول د  ناکرارۍ لامل شوې، د چورې په ولسوالۍ کې د وچو مېوو يو مارکيټ دی، چې سږکال د جرمني هېواد د مرستندويه موسسې   GiZله خوا جوړ شوی دی. دا موسسه پخوا د GTZپه نامه يادېده.

سوداګر وايي دا پوښل شوی مارکيټ، چې د کاروان سرای په نامه ياديږي، له ټيټ کيفيته خامو توکو؛ خټو او لرګيو څخه جوړ او چت يې په پلاستيک پوښل شوی دی. هغوی وايي دا ودانۍ د توند اقليم په وړاندې مقاومت نه لري. 

د محمد داود په نامه د بادامو يو سوداګر وويل: «کاروان سرای لا د ودانولو د کار له بشپړېدو دمخه د ورانېدو په حالت کې دی. په ودانۍ کې ټولې کارېدلې ستنې کږې شوې او چتونه رالوېدلي دي. موږ نه غواړو ددې ودانۍ په کارولو خپل کاروبار له خطر سره مخامخ کړو.»  

د چورې ولسوالۍ يوه قومي مشر، عبدالقيوم وويل، د اصلي تړون  له مخې د کاروان سرای مارکيټ بايد له کانکريټو څخه جوړ شوی وای، خو اوس دادی له خامو خښتو جوړ شوی دی.

په ارزګان کې د GIZموسسې مشر،  مارکوس لانګې دا ادعاګانې ردې کړې چې ګوندې کارول شوي توکي وراسته او بې کاره دي.

هغه وويل: «نوموړی مارکيټ د انجينرۍ د اصولو له مخې، چې کولای شي شل کاله دوام وکړي، خټو ته له ورته موادو څخه جوړ شوی. هغه ډېر ښه جوړ شوی دی.»   

لانګې وويل، GIZد ودانۍ د کار له پيل څخه دمخه له ځايي خلکو سره له سلا مشوره کړې، خو د کار د سم پرمختګ په اړه کومې موافقې ته نه وو رسيدلي. 

هغه د خپلو خبرو په دوام وويل: «زما د کار دفتر له خټو څخه جوړ شوی دی او زما ډېر خوښيږي. ما کاروان سرای په همدې دليل جوړ کړ. دا يوازې  زما خوښه نه ده. د چورې ولسوالۍ زياتره کورونه له خټو څخه جوړ شوي دي. موږ د اقليم اغېز هم په پام کې نيولی دي. که هغه مو له کانکريټو څخه جوړ کړی وای، نو په ژمې کې به سوړ او په اوړي کې به تود و.»   

په عمومي ډول د مارکيټ په اړه د موافقت او مخالفت خبرې په ارزګان کې د سيمه ييز حکومت او نړيوالو غيرحکومتي موسسو تر منځ داړيکو غړندوالی څرګندوي.  

د نوموړي ولايت د اقتصادي چارو د دفتر رئيس، خدای رحيم وويل،  GIZهيڅکله هم د خپلو فعاليتونو او بودجې په اړه رپوټونه وړاندې کړي نه دي.

هغه وويل: «غيرحکومتي موسسې بايد په هرو شپږو مياشتو کې د خپلو فعاليتونو رپوټ موږ تهراکړي، خو هغوی [GIZ] دا کار هيڅکله نه دی کړی.» 

لانګې د GIZد مالي چارو په اړه له خبرو څخه سر وغړاو.

هغه وويل: «زه د بودجې په اړه معلومات نشم درکولای. خو دا ويلای شم، چې [د] چورې [په ولسوالۍ] کې زموږ فعاليتونه د اوسيدونکو په ګټه دي. کاروان سرای د يوه کال په دننه کې جوړ شو. سلو تنو مزدورانو هره ورځ په هغې کې کا رکړی. دا ددې ولسوالۍ د اوسيدونکو لپاره يو ښه کاري فرصت و.»     

د چورې ولسوال، محمد عظيم د GIZپه وړاندې په ډاګه دښمني وښوده، ويې ويل دلته د هغوی د ودانۍ پروژې، چې د سړکونو جوړول او همدارنګه د کاروان سرای مارکيټ پکې شامل دي،«مازې يو سمبوليک کار دی، نه د ولسوالۍ د اوسيدونکو په ګټه.»    

ځايي خلک د مارکيټ د کار په اړه د شکايت لپاره د ارزګان والي، محمد عمر شېرزاد ته ورغلي وو. هغه د پلتڼې ژمنه وکړه. هغه وويل چې بهرنۍ مرستندويه موسسو د خپلو پروژو د کار په اړه زياتره هغه په تياره کې پريښی دي.  

هغه وويل: «کله چې خلک ماته راغلل، يوې کمېټې ته مې دنده وسپارله او ورته مې وويل چې د کاروان سرای پلان تر لاسه کړي او ويې ګوري چې آيا په تړون کې د هغې په جوړولو کې کانکريټ نومول شوي، که خټه. زه به زيار وباسم، ترڅو ډاډ تر لاسه کړم چې آيا کار له پلان سره سم  سرته رسيدلی او که نه. که هغه له پلان سره سم نه و، نو په اړه به يې قانوني ګامونه پورته کړو.»

د فضل کريم  په نامه د چورې د ولسوالۍ يوه اوسيدونکي وويل، کله چې شېرزاد د مارکيټ د بشپړې شوې ودانۍ د پرانيستلو لپاره راغی، ورته وويل شول چې [د مارکيټ د ودانۍ] کار ستاينه ونه کړي او شاباسی ورته ونه وايي، خو هغه پرې غوږونه کاڼه واچول.     

کريم وويل: «موږ ډاډمن يو چې د پروژې بودجه له دوو يا درېو مليونو ډالرو څخه ډېره وه. که دا ټولې پيسې د مارکيټ په ودانۍ لګيدلی وای او ټولې ودانۍ له کانکريټو څخه جوړې شوی وای،   نو اوس به هر څه سم و.» 

په ارزګان کې د محمد الله په نامه يوه اقتصاد پوه وويل، افغان حکومت بايد د ټولو بهرنيو موسسو له کار او فعاليت څخه پوره خبرتيا ولري.

هغه وويل: «د حيرانتيا خبره ده چې پيسې افغانستان ته د ودانولو په نامه  راځي، خو سره له هغې حکومت خبر نه دی چې دا پيسې له چا سره دي، چېرته لاړې او څه پرې وشول.

Economy
Frontline Updates
Support local journalists