افغان سوداگر د چټکې ترانزيتې لارې د جوړېدو غږ کوي

ډېر کا رته اړتيا ده چې پاکستان ته د خوست ولايت بندر په يوې لويی سوداگريزې لارې واړول شي

افغان سوداگر د چټکې ترانزيتې لارې د جوړېدو غږ کوي

ډېر کا رته اړتيا ده چې پاکستان ته د خوست ولايت بندر په يوې لويی سوداگريزې لارې واړول شي

Although mountainous, Khost province offers a direct way into Pakistan. (Photo: Capt. John Severns/US Air Force/Wikimedia Commons)
Although mountainous, Khost province offers a direct way into Pakistan. (Photo: Capt. John Severns/US Air Force/Wikimedia Commons)
Thursday, 20 February, 2014

په افغانستان کې د احمدشاه ليکنه

په خوست ولايت کې د سوداگرو مشرانو پاکستان ته د غځيدونکي لويې لارې د بيا پيل کېدو هرکلی کوي، خو وايي مرکزي حکومت ته پکار ده چې په رسمي کچه د دې لويې لارې د پېژندو ډاډ ترلاسه کړي.

خوست ولايت پاکستان ته د تېرېدونکو لويو مهمو لارو څخه يوه لار ده، چې په کندهار کې د سپين بولدک او په ننگرهار کې د تورخم تر منځ په ډېر ښه موقعيت کې پرته ده.

د نوموړي ولايت سوداگر او سيمه ييز چارواکي شکايت کوي چې افغان حکومت د خوست له بازار څخه په پوله کې د غلام خان تر پوستې پورې ٣٢ کيلومتره لارې له جوړولو څخه خپلې پښې ايستلې دي. اوس هره ورځ په دې سړک شاوخوا درې سوه موټر تگ راتگ کوي. هغوی وايي حکومت ته ښايي دا سړک له پاکستان سره د يو تړون له مخې جوړ کړي او د گمرک اداره پکې فعاله کړي چې له يوې خوا به مناسب زېربنايي کار وي او له بلې خوا به پرې زيات شمېر موټرې په اسانه تگ راتگ وکړای شي.   

په خوست کې د هتيوالو د اتحاديې مشر، کرامت خان خپلواک آی ډبليو پي آر ته وويل: "په لسگونو سوداگرو څو، څو ځلې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي او غوښتنه يې ترې کړې چې غلام خان په يوه ترانزيتي بندر واړوي. ولسمشر د دې کار ژمنې کړې، خو تر اوسه يې يوه هم سرته نه ده رسېدلې."

د نوموړي سړک د جوړولو کار په ٢٠١٣ کال کې د متحده ايالتونو په مالي مرستې د لس نيم مليونو ډالرو په لگښت په رسمي ډول پيل شو، چې په اوولسو مياشتو کې به يې د رغېدو چارې بشپړيږي. په تړون کې په بندر کې د "دوستې دروازې"او د "گمرک"جوړول شامل وو. 

په خوست کې ټولگتو چارو رئيس، مامورشاه وويل، د نوموړي سړک د جوړولو کار له وخته پيل شوی دی.

هغه وويل: "د سړک د جوړولو کار ... له نړيوالې کچې سره سم روان دی. سړک به يوولس متره سور ولري، چې د منځ اووه متره به يې سفالټ او دواړو غاړو ته د اوبو ويالې وکنل شي."

د نوموړي ولايت د گمرک د رئيس، فضل الله  فاضل په وينا "موږ به بشپړ ډول ترانزيتي سړک ته چمتو يو، ځکه موږ د يو ښه سمبال نوي گمرک د جوړولو په درشل کې يو. په دې پروژه به د متحده ايالتونو د حکومت په مرسته پنځه نيم مليونه ډالره ولگيږي. د گمرک ودانۍ به له نړيوال معيار سره سم ټول تاسيسات ولري."

د خوست ولايت  د سوداگرۍ د خونو رئيس، نواب اميرزي وويل، نوی گمرک او نوی بندر د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزارت گډ رسمي تفاهم ليک ، لاسليک ته اړتيا لري.

اميرزي وويل: "دا سړک تر هغه، چې د افغانستان او پاکستان دواړو حکومتونو له لوري په رسمي توگه د ترانزيتي سړک په توگه نه وي اعلان شوی، د ترانزيتي لارې حيثيت نشي پيداکولای. څنگه چې سړک تر اوسه په رسميت نه دی پېژندل شوی، له دې امله دمگړۍ نشو کولای په دې لارې له منځنۍ اسيا څخه پاکستان ته او يا له پاکستان څخه د منځۍ اسيا هېوادونو ته [سوداگريز] مالونه ولېږدوو."

نوموړي زياته کړه، له پولې هاخوا د خيبر پښتونخوا د سوداگرانو مشرانو هم د غلام خان د سړک ارزښت ليدلی دی.

اميرزي وويل، د غلام خان بندر رسمي موقف به د دې بندر له لارې د وارداتو او صادارتو تگلارې ته لاره پرانيزي. هغه وويل، دمگړۍ سوداگر ځکه په دې لارې د مالونو له وړلو راوړلو څخه ډډه کوي چې لومړی بايد خوست ته لاړ شي او هلته رسمي پړاوونه ووهي. پر دې سربېره به د نورو بندرونو په پرتله په دې بندر د هرو شلو ټنو زياتې بار په وړاندې ٣٠٠ –٥٠٠ ډالر ورکوي.

سوداگر دا مني، که يو ځل ټول کارونه بشپړ شي، خوست به د نورو بديلو لارو په پرتله لنډه او ارزانه لاره شي.

د خوست ولايت د پرچون پلورونکو د اتحاديې مشر، حاجي دين ولي وويل، د څېرمه پکيتا او پکتيکا ولايتونو سوداگري، د دې پرځای چې د غلام خان بندر له لارې وشي، اوس په ننگرهار کې د تورخم بندر له لارې سرته رسيږي.

هغه وويل: "کله چې د دې سويلي ولايتونو سوداگر پاکستان ته ځي، بايد يوه شپه په کابل او ښايي لږ ترلږه دوې شپې په ننگرهار کې تېرې کړي، ترڅو خپل مالونه پاکستان ته ورسوي او يا يې له هغه هېواد څخه راوړي. دا سفر هر سوداگر ته په سلو ډالرو پرېوزي، خو د غلام خان له لارې به يوازې دېرش ډالره تمام شي."

د افغانستان د سوداگرۍ د خونو مرستيال، خان جان الکوزی دا مني چې د خوست لاره پاکستان ته نېغه وتلې ده.

هغه وويل: "غلام خان بندر تر تورخم لاره  کراچۍ بندر ته ٤٥٠ کليومترهلنډه  لاره ده؛ يعنې د ننگرهار د تورخم له بندر څخه و ډېره گټوره ده."

الکوزي يادونه وکړه، د د ې لارې موضوع د دوه اړخيز ترانزيتي سوداگرۍ په تړون کې راغلې ده.  

د خوست ولايت يو شمېر چارواکي شک کوي چې گوندې له دې لارې سره دې کابل مينه ولري، په تېره بيا د ماليې وزارت، چې د هميانۍ تار يې په لاس کې دی.

اميرزي وويل: "په مرکزي حکومت کې د خوست ولايت د لږ استازيتوب له امله دې ولايت ته لږ پام اړول کيږي. سربېره پر دې، که غلام خان سوداگريز بندر شي، نو ننگرهار به خپل پخوانی اهميت له لاسه ورکړي اوعايدات به يې راولويږي."

د ماليې وزارت وياند، عبدالقادر ځواک دا خبره رد کړه چې گوندې د خوست په اړه دې کوم بد نظر موجود وي او ويې ويل، د ماليې وزارت په بشپړ ډول د دې لارې ملاتړی دی.

هغه وويل: "د ماليې وزارت د هرې ملي پروژې ملاتړ کوي او له هرې ملي پروژې سره به خپل قوي ملاتړ[ته دوام] وکړي."

د خوست يو اقتصاد پوه، عبدالقيوم نصرت وايي دا ولايت او نور گانډي ولايتونه به ډېرې گټې لاسته راوړي.

هغه وويل: "که چېرته دا ترانزيتي لاره په کار پيل وکړي، نو د خوست او پکتيا ولايتونو اقتصاد به وغوړيږي، د بېوزلۍ کچه به ټيټه شي، تگ راتگ به وده ومومي او خلکو ته به کاري فرصتونه پيدا شي. د تېلو ټانکونه، هوټلونه، هټۍ، د موټرو د ودرېدو پارکونه به جوړ شي. کله چې خلک په سوداگرۍ بوخت شول، ترهگري به کمه شي، ځکه خلک به د جگړې پر ځای خوشحاله ژوند وکړي."

احمدشاه په کابل کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

Pakistan, Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists