افغان پوليس طالبانو ته وسلې پلوري

.د غزني ولايت چارواکي وايي امنيتي ځواکونو غړي پوځي تجهيزات دښمن ته ورکوي

افغان پوليس طالبانو ته وسلې پلوري

.د غزني ولايت چارواکي وايي امنيتي ځواکونو غړي پوځي تجهيزات دښمن ته ورکوي

A selection of insurgent weapons seized by Australian troops in Kandahar, June 2010. (Photo: ISAF Public Affairs)
A selection of insurgent weapons seized by Australian troops in Kandahar, June 2010. (Photo: ISAF Public Affairs)

په غزنى ولايت  کې د سيد رحمت الله عليزاده ليکنه

د غزني ولايت چارواکو او د [ولايتي] شورا ټاکل شوو غړو طالبانو ته د ناقانونه وسلو د ليږد په اړه اندېښنه څرگنده کړې. هغوی وايي، پوليس په ډېره خوښۍ خپلې وسلې پر هغه چا پلوري، چې ښايي په هغې يې وولي.

د غزني ولايت د والي مرستيال آی ډبليو پي آر ته وويل: "د لاسته راغلو شواهدو له مخې موږ په بشپړ ډول د دې خبرې پخلی کوو. له بده مرغه هغه اندازه وسلې او مهمات چې زموږ اردو، پوليسو او امنيتي ادارې ته ځانگړي شوي، اوس زموږ د مخالفانو په لاس کې دي."

غزنی، د پلازمينې کابل سويل ته پروت دی، طالبان په زياترو سيمو کې فعاليت کوي او د يوه خطرناک ولايت په توگه گڼل کيږي. له دې امله حکومتي ځای په ځای شوو امنيتي پوځونو ته په پرتله ييز ډول زياته اندازه مهمات ورکول کيږي، خو دا مهمات لاس په لاس کيږي، يا نېغ په نېغه د معاملې په توگه "ډالۍ"کيږي؛ يعنې د ځان ساتنې په موخه ورکول کيږي او يا د امنيتي پوځونو په ليکو کې د طالبانو د نفوذ او ورننوتلو له لارې [مخالفينو ته] ليږدول کيږي.

احمدي وويل، يوازې د اندړو په ولسوالۍ کې پوليسو ونه کړای شول د ٨٠ زرو  گوليو درک ولگوي،  يوه گولۍ يې هم فير شوې نه ده او په يوې لنډې مودې کې تری تم شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "نه يوازې گولۍ او پوځي تجهيرات په ځينو ولسواليو کې زموږ مخالفينو ته ورکول کيږي، بلکې د موټرو، جنراتورونو او لمريزو برښنايي تختو په گډون سورټ شوې او پرمختللې موټرې هم د طالبانو لاسونه ته ورځي."

د ولايتي شورا يوه غړي، حميدالله نوروزي آی ډبليوپي آر ته وويل، د وسلو د پلورنې په اړه "په بېلابېلو وختونو کې له بېلابېلو سرچينو څخه"باوري رپوټونه ترلاسه شوي دي.

نوروزي وويل: "د لاسته راغلو رپوټونو له مخې دا پوليس دي چې پر حکومتي مخالفو وسله والو ډلو وسلې پلوري. موږ د غزني  ولايت په يوې ولسوالۍ کې، چې نه غواړم نوم يې واخلم،  پلټنې وکړې. کله چې د وسلو موجودې وشوه، نو په پايله کې څرگنده شوه چې د کلاشينکوف اته زره گولۍ نه وې، په سيمه کې هم کومه نښته شوې نه وه."

هغه وويل: "موږ له هغوی څخه د کمبودلامل وغوښت چې په مرميو څه شوي دي، خو ويې نه کړای شول پته او درک يې معلوم کړي. له دې څخه معلوميږي چې يا يې مرمۍ پلورلي دي او يا يې طالبانو ته ډالۍ کړي دي."

د افغان ځايي پوليسو يوه همغږي کوونکي، خالد هوتک وويل، دا ناقانونه سوداگري تر ټولو د غزني ولايت د اندړو، آب بند، قره باغ او گيلان په ولسواليو کې ډېره ده.

هغه وويل، د کلاشينکوف يو صندوق  گولۍ تر درې سوه ډالرو پورې پلورل کيږي، په داسې حال کې چې د پي کا ماشينگڼې او DShKدرنې ماشينگڼې گولۍ لږه بيه لري. 

هوتک د مهماتو د لېږد يوه لاره بيان کړه چې د مستقيمو اړيکو نيولو ته پکې اړتيا نشته.

هغه وويل: "موږ لاسوندي لرو چې د شپې له خوا طالبان د يو روزل شوي خر پړی خوشې کوي او د تالاشۍ پوستې ته يې استوي. خر هلته ودريږي، پوليس د مهماتو بکسونه راوړي او پر خره يې باروي او بېرته يې په راغلې لاره سموي. [خر] هغه طالبانو ته رسوي."

د غزني ولايت د پوليسو مشر، غلام محی الدين سروري وويل، هغه خبر دی چې مهمات پر ياغيانو پلورل کيږي، خو کوم کره سند يي  نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي زياته کړه: "موږ ځينې لارې چارې ترغور لاندې نيولي چې پر مخالفينو د مهماتو د پلورلو مخه ونيول شي."

په غزني ولايت کې د پوځې څارنوالۍ رئيس، ډگروال محمد حنيف وويل، زموږ اداره نه يوازې له دې ستونزې خبره ده، بلکې د هغو خلکو د شمېر له زياتېدولو څخه ډاريږو چې په يوه دليل يا بل دليل طالبانو ته وسلې ورکوي.   

حنيف وويل، د هغه ادارې په ده يک ولسوالۍ کې د افغان سيمه ييزو پوليسو څخه درې  دوسېې تر لاس لاندې لري چې پر طالبانو يي اسلحى خرڅې کړي دي او د تالاشۍ د پوستو کنترول ورته سپارلي .

د ولايتي شورا يوه بل غړي، حميدالله دانش اندېښنه څرگنده کړه، په اسانه توگه د وسلو او مهماتو تر لاسه کول دا څرگندوي چې د افغان دولتي ادارو دننه له طالبانو سره د تړاو، خواخوږۍ او استازيتوب يوه پراخه شبکه وجود لري. 

هغه وويل: "د حکومت مخالفين د خپلو پروگرامونو له لارې خپل اغېز ته د حکومت په دننه کې لار پيداکوي. د وسلو سوداگري په ورته لارې سرته رسيږي. په حکومتي وسله وال پوځ کې داسې افراد شته چې د [حکومت] او وسله والو مخالفينو تر منځ اړيکي جوړوي."

دانش وويل، د افغانستان د ملي امنيت اداره او همدارنگه محاکم بايد د دا راز سرغړوونکو مخه ونيسي، ترڅو په ١٩٩٢ کال کې د کورنۍ جگړې په څېر پېښو د بيا رامنځته کېدو مخه ونيسي، چې له امله يې حکومتي وسله وال پوځ ټوتې ټوټې شو او وسلې يې د بېلابېلا تنظيمونو لاس ته ورغلې.

ورته کيسې په نور سيمو کې هم اورېدل کيږي. له غزني څخه ختيځ ته پاکستان ته په غځېدلې لاره، ننگرهار کې د مخالفو لورو تر منځ د راکړې ورکړې رپوټونه اورېدل شوي دي.

د ننگرهار د سره رود د ولسوالۍ اوسيدونکی، برهان وايي، نن سبا د اپينو په پرتله د وسلو لېږدراليږد ښه سوداگري ده. هغه وويل: "زما يو خپل، چې پوليس دی، [تر دې پرته] بل کار نه کوي."

برهان آی ډبليو پي آر ته وويل: "زموږ په سيمه کې يو کلی دی چې د سيد صادق کلا نوميږي. هلته په منظم ډول د وسلو سوداگري روانه ده. پوليس د وسلو د قاچاق کوونکو په لاس وسلې او کارتوس ليږي. طالبان د شپې په خپلو موټرونو کې راځي، وسلې اخلي او له ځانه سره يې وړي. ولسوالي پرې خبره ده، خو کوم گام يې نه دی پورته کړی."

سيد رحمت الله عليزاده په غزني کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists