په هلمند کې د رايو ورکولو بهير د بريدونو تر اغېز لاندې راغى

په داسې حال کې چې (د هلمند) په ولايت کې د پراخه جګړې مخه نيول شوې وه، خو لږ شمېر افغانان د رايو ورکولو لپاره (د رايو مرکزونو ته) راغلل.

په هلمند کې د رايو ورکولو بهير د بريدونو تر اغېز لاندې راغى

په داسې حال کې چې (د هلمند) په ولايت کې د پراخه جګړې مخه نيول شوې وه، خو لږ شمېر افغانان د رايو ورکولو لپاره (د رايو مرکزونو ته) راغلل.

Afghans load ballot boxes into a helicopter in Jaghatu, Afghanistan. (Photo: US Air Force Staff Sergeant Joseph Swafford/ISAF)
Afghans load ballot boxes into a helicopter in Jaghatu, Afghanistan. (Photo: US Air Force Staff Sergeant Joseph Swafford/ISAF)
Tuesday, 21 September, 2010

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالان، محمد الياس داعي ليکنه

د افغانستان د تر ټولو ناکراره ولايت، هلمند په زياترو برخو کې د سپتمبر د اتلسمې نېټې په پارلماني ټاکنو کې هغه مهال د درغلۍ او تاوتريخوالي رپوټونه ورسېدل چې خلک د رايو مرکزونو ته لاړل.

سره له دې چې په هلمند کې د لويې نښتې ډار رښتيا نشو او ولايتي چارواکو دا د بري ورځ وګڼله، خو د رايه ورکوونکو شمېره لږه وه او زياتره خلک د طالبانو د بريدونو له ډاره په خپلو کورونو کې پاتې شول.

د لښکرګاه لويديځ ته د هلمند د تر ټولو ناکراره سيمې، مارجې ولسوالۍ کې طالبانو د لويي چهارارهي سيمه دوه ځلې تر بريدونو لاندې راوسته.

د ټاکنو د ورځې د بريدونو په بهيرکې، د مارجې د ولسوالۍ يو کارکوونکي، چې آى ډبليو پي آر ته يې د خپل نامه له ښودلو ډډه وکړه، وويل: "زه له لويې چهارارهي څخه يوازې يو کيلومتر وړاندې يم. (اوسيږم) دا دويمه پلا ده چې پر دې ځاى له نژدې څخه بريد کيږي. د اوږو د سر راکټونو ډزې هم اوريدل کيږي. دا يو سخت بريد و. په تېرو دوو مياشتو کې مې داسې سخت بريد نه وو ليدلى."

هغه وويل، ددې نښتې له ډاره خلک په کورونو کې پاتې شول.

نوموړي زياته کړه: "له سهار راهيسې مارجه داسې تشه توکړه ښکاري، لکه هيڅوک چې پکې نه وي. طالبانو په منفي کمپاينونو خلک ډارولي دي. هيڅوک په ټاکنو کې ګډون نه کوي."

افغان چارواکي په مارجې کې د بريدونو پخلى کوي، خو وايي هغومره جدي نه دي، لکه چې يې رپوټ ورکړ شوى و.

د ملي اردو يو ډګروال، چې د نامه د نه ښوولو په شرط يې خبرې کول، وويل: "په ګرشک، سنګين، موسى کلا او مارجې کې زموږ پر پوستو باندې زيات بريدونه وشول، خو د خداى(جله جلاله) احسان دى مرګ ژوبله يې رامنځته نه کړه. زموږ سرتېري ټپي نشول او ټاکنې په ښه توګه سرته ورسېدې."

امنيت په لښکرګاه کې ټينګ و، يوازې پر سړکونو يو څو موټرونه ليدل کيدل. څرخي الوتکې په هوا کې ګرځېدې.

د شاه ببو په نامه يو زړه مېرمن د (افغاني) سرې مياشتې د څانګې مخې ته ولاړه وه، ويې ويل، خوشحاله ده چې ويې شو کړاى په ټاکنو کې ونډه واخلي.

نوموړې په داسې حال کې چې خپله په رنګ شوې ګوته يې وښوده، يعنې رايه يې ورکړې ده، وويل: "خوشحاله يم چې يو ښه سړي ته مې رايه ورکړې.هيله ده نورو مېرمنو هم په سم ډول يو ښه سړي ته رايه ورکړي وي. ما شمس الله صحرايي ته رايه ورکړه.، هغه يو ښه نوماندى دى."

د مرکزي ټاکنو دفتر وويل،څلور عشاريه درې مليونو يا د راجستر شوو خلکو ٤٧ سلنې د ولسي جرګې د ٢٤٩ غړيوپه ټاکلو کې ونډه واخيسته. تمه نه ده چې وروستۍ پايلې دې د اکتوبر د مياشتې له وروستيو څخه دمخه په ډاګه شي.

د هلمند والي، محمد ګلاب منګل تر ټاکنو دمخه خبريالانو ته ويلي وو، د امنيتي اندېښنو له امله به د دې ولايت له ديارلسو ولسواليو څخه په شپږو هغو، واشېر، باغران، ديشو او خانشين (...) کې ټاکنې ونه شي.

منګل وويل، د هلمند په سويل کې د خانشين په ولسوالۍ کې د رايې اچونې د شپږو مرکزونو امنيت د ولايت له خوا نيول شوى، خو د ټاکنو چارواکو د هغو د تړلو پرېکړه وکړه.

د خانشين ولسوال، بسم الله بلوچ شکايت وکړ، دې پرېکړې خلک د رايو ورکولو له حق څخه بې برخې کړل.

هغه وويل: "موږ امنيتي تدبيرونه نيولي وو، خو زموږ په زرګونه خلک د هغوى د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې شول. موږ نوماندي لرو، خو نشو کولاى هغوى ته رايې ورکړو. هر چا، چې دا پرکړه کړې، ښه يې نه دي کړي."

د لښکرګاه لويديځ ته د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير د کلي د ټاکڼو د څارونکو مشر، توريالي آى ډبليو پي آر ته وويل، د ورځې په بهيرکې ټولو ٢٥٠ تنو خپلې رايې ورکړې.

هغه وويل: "په چاه انجير کې خلکو د رايې د ورکولو جرات نه کاوه. هغوى له طالبانو ډارېدل."

د طالبانو سرچينو رسنيو ته وويل، د هېواد به بېلا بېلو برخو کې يې ٢٣٩ بريدونه سرته رسولي او په زياترو سيمو کې د ټاکنو د ګډوډولو موخې ته رسيدلي دي.

د قاري يوسف احمدي په نامه د طالبانو يو وياند پر رسنيو تور پورې کړ چې د هغوى پر بريدونو يې په لاسي ډول سترګې پټې کړي دي. يو شمېر خبريالانو دا ومنله اقغان حکومت رسنيو ته لارښوونه کړې وه، چې د ټاکنو په ورځې د امنيتي ستونزو له رپوټ ورکولو څخه ډډه وکړي.

په هلمند کې د لښکرګاه سويل ته د ناوې ولسوالي يوازينۍ سيمه وه، چې بريد پرې شوى نه و.

د اسدالله په نامه يو ځايي اوسيدونکي وويل، د داسې کرار اتموسفير تمه نه وه.

هغه وويل: "دا د حيرانيتا خبره ده چې د ناوې په ولسوالۍ کې آن يوه ډزه هم وانه اورېدل شوه او ټاکنې سرته ورسېدې. امريکايانو ښه امنيتي ګامونه پورته کړي او خلکو له حکومت سره مرسته کړې وه. له دې امله طالبانو ونشو کړاى يوه ډزه هم وکړي."

لوژستيکې ستونزو هم په هلمند کې د رايو بهير غړند کړى و.

د رايو اچولو مرکزونه، چې د ښځو لپاره بېل کړاى شوى وو، له پلان شوي وخت څخه دوه ساعته وروسته، د سهار په نهو بجو، پرانيستل شو.

د رايې د اچونې د يو مرکز اداره کوونکي، د نامه د نه ښوولو په شرط وويل، پړه د ټاکنو د کميسون د کارکوونکو په غاړه ده چې په خپل وخت يې د رايو اچولو بکسونه مرکز ته نه وو راوړي.

هغې وويل: "زه يوه ښځه يم. له ناسمې وضعې سره سره خپل کار ته د سهار په اوو بجو راغلم. اوس دادى اته بجې دي او تر اوسه يې راته بکسونه راوړي نه دي. ښځې موږ ته نارې وهي او راڅخه غواړي چې ژر وکړو.هغوى وايي وضعه ښه نه ده، موږ کورونو ته ځو. دا زما ستونزه ده او که د کميسون؟"

د هلمند ولايت د ټاکنو د کميسون مشر، قدرت الله نقشبندي د يو څه ځنډ پړه پر غاړه واخيسته، زياته يې کړه: "زه وايم چې مرکزونه ناوخته پرانيستل شول. دا د کميسون نيمګړتيا وه. ستونزه د لېږدونې (د کارکوونکو د ځنډ) له امله وه چې نه وو توانيدلي پر خپل مهال دندې ته راشي."

په هلمند کې د ملي امنيت دفتر وويل، له ښځينه رايه ورکوونکو څخه يې د رايې ورکولو دوه سوه درغل کارتونه نيولي، خو په اړه يې لا تر اوسه څوک نيولي نه دي. د هلمند د والي وياند، داود احمدي زياته کړه، يوه ښځه د رايو ورکولو د لست له ٥٠٠ درغلو کارتونو سره نيول شوې ده.

د هلمند والي، ګلاب منګل خبريالانو ته وويل: "سره له دې چې موږ د درغلۍ د مخنيوي لپاره يو فعال کميسون جوړ کړى، خو بيا هم مو هم نژدې ٣٠ درغل کارتونه ترلاسه کړي دي، چې زياتره يې د درغلې رايې اچونې په کارتونو پورې اړوند وو."

د پوليسو يو ځايي کارکوونکي، د نوم له ښوولو يې ډډه وکړه، وويل د درغلۍ له امله زيات شمېر خلک بنديان شوي دي، خو ويې وويل چې له لوړ پوړو سره تړلي افراد بېرته خوشې کړاى شوي دي.

سره له دې چې د افغانستان په نورو برخو کې هم رايه ورکوونکو د ګوتې د رنګ له کيفيت څخه شکايت درلود، ترڅو له بيا رايې ورکولو مخه ونيولاى شي، خو په هلمند کې رنګ له ګوتو څخه نه پاکېده او له دې امله د طالبانو له خوا د ګوتې د پرې کېدو له خطر سره مخامخ وو. بيا هم په مارجې او نادعلي کې زيات شمېر خلکو وويل، پر ګوتوباندې د رنګ د پاتې کېدو د خطر له امله يې رايې نه دي ورکړي.

د نادعلي د ولسوالۍ اوسيدونکي، شاکر ذبيح الله وويل: "که چېرته کميسون د رايه ورکوونکو پر ګوتو رنګ نه پورې کولاى او يا طالبانو هغو ته سزا نه ورکولاى چې ګوتې يې په رنګ شوې وې، نو په زرګونو خلکو به رايې ورکړې واى. موږ د [ټاکنو په اړه] درغلي ... نه کوو.کليوال ساده خلک دي. هغوى يوازې خپلې رايې ورکولې."

د مسعود نورزي په څېر پارلمان ته نوماندي له ستونزو سره سره د ټاکنو ورځ يو برى وګاڼه.

نورزي وويل هغه له بهيرخوشحال دى. د کميسون لومړنيو پايلو نوموړى تر ټولو مخکې بولي.

هغه وويل: "زه په لښکرګاه او نادعلي کې لومړى شوى يم. زه ګټونکى يم." 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists