Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

قاچاق وړونکي د مرمرو د ډبرو کان د ځان په گټه کاروي

مخالفان ترخپلې ولکې لاندې سیمو د کانونو له ايستلو څخه پيسې اخلي.
By Gul Ahmad Ehsan
Marble on display at a specialist shop in Afghanistan. (Photo: USAID Afghanistan/Wikimedia Commons)

دهلمند چارواکو گوت څنډنه کړې چې قاچاق وړونکو د افغانستان د مرمرو د ډبرو په يو لوی کان چور  گډ کړی او له لاسته راغلو پيسو يې د طالبانو له ځايي ډلو سره مرسته کوي.

په سويلي ولايت هلمند کې طالبان او حکومت دواړه د مرمرو د پروت کان د ملکيت دعوه کوي. قرار داديان له دغه پريمانه کان څخه د مرمرو ډبرې راوباسي او طالبانو او حکومت دواړو ته پيسې ورکوي.   

په دغه ډول طالبانو ته له دغه لارې ډېرې زياتې پېسې په لاس ورځي.

د هلمند ولايت د امنيې قوماندان، عبدالفغار ساپی آی ډبليو پي آر ته وويل: «موږ ته د دغه ستونزې له امله په سلگونه مرگ  ژوبله اوړي، ځکه د کانونو د عوايدو ډېری برخه د وسله والو مخالفانو لاس ته لويږي. نوموړې ډلې پر دغو عوايدو وسلې پېري او بيا له حکومت سره پرې جنگيږي.»

په ٢٠١٤ کال کې د ملگرو ملتونو د يوې څارونکې ډلې د اټکل له مخې د هلمند ولايت د مرمرو د ډبرو له پلورلو له امله هر کال د ١٥ مليونو امريکايي ډالرو شاوخوا درې برخې د طالبانو لاس ته ورځي.

تېر کال له گارډين ورځپاڼې سره په خبرو کې په هلمند کې د ولسمشر استازي، عبدالجبار قهرمان وويل، د هغه په اند دا شمېره نوره هم لوړه ده. مخالفان د ورځې د مرمرو د ډبرو له پلورلو څخه د ٥٠ – ٦٠ زرو امريکايي ډالرو په کچه، چې په کال کې له اتلسو مليونو امريکايي ډالرو څخه اوړي،  گټه تر لاسه کوي.      

د هلمند د مرمرو کان په ديشو ولسوالۍ کې پروت دی. دا سيمه د سورداگ په نامه ياديږي او د ولايت د مرکز لښکرگاه لويديځ ته ٣٤٠ کليومتره وړاندې پرته ده.

په ١٩٦٢ کال کې ايټالويانو په دغه سيمه کې د پروسس يوه فابريکه جوړه کړې وه، په تېره بيا په هغه ځای کې چې ارزښتمنې يو رنگه ډبرې پکې معلومېدې. دغه ډبرې تر ننه پورې ايستل او توږل کيږي.

د فابريکې رئيس، لعل محمد کاريگر د هغوی په وړاندې پر پرتو ستونزو رڼا واچوله. هغه وويل، د ناقانونه ډبرو ايستل د هلمند ولايت اقتصاد ته ستر زيان اړوي او پېټی يې حکومت پر خپلو اوږو وړي.

هغه ويل: «حکومت پر دغه کان کنترول نه لري او قاچاق وړونکي پريږدي چې له قاچاق څخه گټه پورته کړي.»

هغه وويل: «د خپگان خبره، دا ده چې قاچاق وړونکي مرمر په غير معياري ډول راوباسي او له امله يې کان ته ډېر ضايعات رسيږي. ډبرې په سم ډول نه ماتيږي... ټوټه ټوټه کيږي او له کاره وځي.»

کاريگر وايي افغانستان بايد د مرمرو د ډبرو په صنعت کې بنسټيز بدلون راولي او وايي چې دا کار  ډيرې پانگې اچونې ته اړتيا لري، تر څو د پروسس نور ځايونه هم رامنځته شي.

نوموړي يادونه وکړه، په هلمند کې يوازې يوه فابريکه موجوده ده، په داسې حال چې د پاکستان په کراچۍ ښارکې، چې زياتره افغاني مرمر د پروسس لپاره هلته وړل کيږي، له شلو زياتې فابرېکې لري.   

هغه په دوام وويل: «زموږ په پرتله پاکستان له دې کان څخه ډېره گټه تر لاسه کوي. زموږ د مرمرو ډبرې پاکستان ته وړل کيږي چې له پروسس وروسته د پاکستاني توليد په نامه نړيوالو مارکيټونو ته صادريږي. دا د افغانستان پر اقتصاد دروند گوزار دی.»

«که چېرته قاچاق بند شي او د نورو هېوادونو مخه ونيول شي او گټه ترې پورته نه کړي، نو په سلگونه خلک به دلته په کار وگومارل شي. دمگړۍ يوازې ٤٩ تنه کارگران په هغې کې کار کوي.»

د مرمرو د ډبرو د فابريکې يو کارگر، ميرويس وويل: «په فابريکه کې د کار په پيلولو زما په ژوندانه کې ډېر بدلون راغلۍ دی.»

هغه وويل: «حکومت ته ښايي چې د دغه کان د ناقانونه کيندنې او قاچاق مخه ونیسي ،  د دې پرځای چې نور هېوادونه له هغې گټه پوته کړي، باید افغانستان له خپلو کانونوڅخه په خپله گټه واخلي.»

«که کانونه دحکومت تر ولکې راشي او سم مدیریت شي ، د دې هېواد هر اوسيدونکي ته به د هغې عايد ورسيږي او ډېر ځوانان به پر دندو وگومارل شي.»

د هلمند ولايت د کانونو او پتروليم رئيس، محمد نعيم صميم وويل، شپږ شرکتونه له موږ سره ثبت دي چې کان په قانوني ډول استخراج کړي. خو نور بېشمېره شرکتونه په خپل سر کار کوي او کوم رسمي توافق له حکومت سره نه لري.  

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: «دا په سيمه کې تر ټولو لوی کان دی او زموږ د اټکل له مخې کېدای شي درې نيم مليونه ټنه مرمر ولري. کېدای شي تر دې هم زيات وي.»

«ما څو څو ځله د هلمند امنيتي چارواکو او اړوندو وزيرانو ته د غيرقانوني استخراج په اړه معلومات ورکړي، خو لا تر اوسه کوم گام پورته شوی نه دی.»

د هلمند ولايت د ولايتي شورا مشر، محمد کريم اتل هم وويل، پکار ده چې د غيرقانوني استخراج د مخنيوي لپاره جدي گامونه پورته شي.

هغه وويل: «سيمه ييز او مرکزي حکومت په دې نه دی توانيدلی چې د هلمند د مرمرو کان وساتي. هيڅ گام په دې اړه پورته شوی نه دی.» هغه په دوام وويل، يو شمېر حکومتي چارواکي بډې اخلي او په وړاندې يې پر دې موضوع سترگې پټوي.

د هلمند د مدني ټولنې د همږۍ د مرکز مشر، نظر محمد رودي وويل: «حکومت بايد د هلمند د مرمرو د ډبرو د کان په گډون د هېواد په هرې سيمه کې د کانونو د ساتلو لپاره له خپل ټول وس څخه کار واخلي»

هغه وويل: «دغه ډبرې ارزښتمن ملي عايد دی، غلا او قاچاقول يې د هېواد اقتصاد ته لوی زيان رسوي.»

د هلمند والي حيات الله حيات په ٢٠١٥ کال کې د قومي مشرانو يوې غونډې ته وويل، د کانونو د ساتنې او خونديتوب لپاره به له هرې ممکنې لارې چارې گټه واخيستل شي.

هغه وويل، له هوايي ځواک څخه به د مرمرو د کان په ساتلو کې گټه پورته شي  او حکومت به «قاچاق وړونکي د هوا له لارې تر بريد لاندې ونيسي او پر هر هغه موټر به بريدونه وکړي چې په ناقانونه توگه بهر ته د مرمرو ډبرې وړي.»

صميم وويل، دغه موضوع عملي شوې نه ده.

هغه وويل: «موږ په دې باورو وو،  پر هغو لاريو به د هوايي بريدونو له لارې د قاچاق مخه ونيول شي چې د مرمرو ډبرې پکې بار وي او په ناقانونه ډول يې بهر ته وړي. پر دې موضوع خبرې شوي، خو تر اوسه يې عملي جامه اغوستې نه ده.»

د هلمند د والي وياند، عمر ځواک آی ډبليو پي آر ته وويل، دا موضوع لا تر اوسه تر پام لاندې ده.

هغه وويل: «سيمه ييز او مرکزي حکومت دواړه په گډه کار کوي چې ناقانونه قاچاق ته د پای ټکی کيږدي او يوازې هغه يو ته اجازه ورکړل شي چې د مرکزي حکومت له خوا د کانونو د استخراج سم اجازه ليک ولري.»

د روان کال د اپرېل په مياشت کې افغان ولسمشر، اشرف غني هم د هېواد د ملي سرچينو د ساتنې او خوندي کولو ژمنه کې وه.

هغه ويلي وو: «موږ د هېواد په څلور کلن امنيتي پلان کې د خپلو طبيعي سرچينو د بېرته کنترول تر لاسه کول شامل کړي دي. له هغې څخه به د افغانستان د راتلونکو نسلونو د گټو لپاره کار واخيستل شي.»

له دغه راز ډاډ سره سره د دېشو د ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، هيڅ کوم توپير رامنځته شوی نه دی.

د فابريکې د ډبرو يوه توږونکي، راز محمد زياته کړه: «حکومت ته لازم دي چې تر ټولو لومړی په هېواد کې امنيت تامين کړي، ځکه تر دې کار پرته اقتصاد هيڅ پرمختگ نشي کولای.»

هغه وويل: «د مرمرو د ډبرو قاچاق او ناقانونه استخراج د دغه خبرې ښه بېلگه ده. که چېرته  امنيت ښه شي، نو د مرمرو د فابريکو له خاوندانو سره به د خپل توليد لپاره د نړيوال مارکيټ په موندلو کې مرسته وکړي.»

د مرمرو د ډبرو يوه قاچاق وړونکي د نامه د نه ښودلو په شرط آی ډبليو پي آر ته وويل: «سره له دې چې موږ پوهيږو د کوکنارو کرل او په خپل سر د مرمرو د ډبرو رايستل ناقانونه کار دی، خو خلک مجبور دي چې دا کار وکړي.»

هغه وويل: «لامل يې دا دی چې حکومت نه دی توانيدلی بل کوم روزگار پيدا کړي او يا زموږ د ژوند د ښه والي لپاره کوم گام پورته کړي. موږ اړ يو چې خپل ځان ته پخپله کارونه پيدا کړو.»

«که چېرته حکومت د هغو پلانونو په جوړولو کې پاتې راشي چې وکړای شي له خپلو طبيعي سرچينو څخه گټه واخلي، نو خلک حق لري  کارونه په خپل لاس کې واخلي او د مرمرو ډبرې په خپله راوباسي.»

د سردار ولي په نامه د لښکرگاه د ښار يو هټيوال، چې د مرمرو راز راز ډبري پلوري، آی ډبليو پي آر ته وويل: «که چېرته حکومت زموږ د مرمرو لپاره د استخراج او پروسس يو اغېزمن پلان ولري، زه په زغرده وړاندوينه کولای شم چې په سلگونه دندې به ځوانانو ته پيدا شي.»

هغه وويل: «دغه کان تر دې کچې لوی دی چې اټکل کوم که سل فابريکې ورته جوړې کړو بيا به هم د کلونو کلونو لپاره د مرمرو ډبرې په خپل ځای پاتې وي.»

«هغه په پای کې وويل: «که موږ دا کار وکړ، د هلمند د مرمرو توليد به د افغانستان هرې يوې څنډې او آن نړۍ ته ورسيږي. دا به زموږ اقتصاد وغوړوي او د دې نښه به وي چې هېواد مو سم لوري ته روان دی.»