Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

سیمه ییز پولیس پر شوکو تورن دي

د افغانستان د سویل ختیځې ناکرارې سیمې په یوې کوچنۍ ولسوالۍ کې شاوخوا دوه سوه تنه ملېشې فعالیت کوي.
By Hamidullah Ezat
سیمه ییزې ملېشې د افغانستان په سویلی برخه کې فعالیت کوي. (عکس: Wally Santana-Pool/Getty Images /Getty Images)

د آی ډبلیو پي آر د یوې دوې میاشتنې پلټنې په پایله کې څرگنده شوه چې د غزنی ولایت په یوې ولسوالې کې د سیمه ییزو پولیسو یو واحد د کلو له خلکو څخه پیسې او په کرنیزو حاصلاتو کې خپله برخه غواړي.

سیمه ییز پولیس، له ملي پولیسو څخه جلا د کلو له ملېشو څخه یوه جوړه شوې ډله ده. سره له دې چې په ۲۰۱۰ کې د افغانستان د ملي پولیسو په نوښت هغوی د کورنیو چارو د وزارت تر کنترول لاندې راغلل، خو بیا بيا داسې تورونه اوریدل شوي چې دغه ځواک په خپل سر فعالیت کوي.  

آی ډبلیو پي آر د غزني ولایت د مقر د ولسوالې له ۴۰ تنو سره مرکې کړي دي، چې ویل يې د تېرو څلورو کلونو راهیسې یې هغوی ته نغذې پیسې او همدرانگه په منظم ډول د کرنیز حاصلات، وچه مېوه، جوار او لوبیا ورکړي دي.  

د سیمه ییزو پولیسو محلی قوماندان ومنله چې افراد یې پیسې او خواړه له خلکو اخلي، خو په ټینگار يې وویل، دا د هغه خدمت په وړاندې د خلکو سوغاتونه او بخشش دی چې د ټولنې د امینت د تامین لپاره يې د مکافاتو په ډول ورکوی.

د افغانستان د نورو گڼو پښتون مېشتو سیمو په څېر، په سویلي ولایتونو کې طالبانو د ۲۰۰۱ کلونو را په دې خوا په غزنی کې هم خپل اغېز پراخه کړی دی. خو د هغوی د سخت دریځۍ له امله، چې د بیارغاونې کارونه په ټپه ودرېدل او ښوونځي وتړل شول، د هغوی د وروسته پاتې والي لامل شول. د ۲۰۱۲ کال د اپرېل په میاشت کې د اندړو د ولسوالې د قدیم خېلو د کلي اوسیدونکو خپلې ملېشې جوړې او مخالفان يې له سیمې وشړل.

تر دې وروسته د مقر د ولسوالې په گډون د غزني په یوې بلې ولسوالې کې ورته واحدونه جوړ شول او دغه بې نظمو ځواکونو په گډه د ملي پاڅون غورځنگ رامنځته کړ. په سلگونه جنگیالي په دغه غورځنگ کې راټول شوي او وايي، امنیت يې ډاډمن کړی او ښوونځي کلینیکونه یې بېرته پرانیستي دي.     

سیمه ییزو پولیسو ته درې اوونۍ روزنه ورکول کیږي. په دغه روزنه کې له خلکو سره د چار چلند څرنگوالی او بشري حقونو ته درناوی شامل دی. د سیمه ییزو پولیسومیاشتنی معاش ۱۴۰ امریکايي ډالر دی. د معاش دغه اندازه د ملي پولیسو له معاش څخه څه ناڅه ۳۰ ډآلره لږه ده.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمی وویل، دمگړې د افغانستان په ۲۰۰ ولسوالیو کې ۳۰ زره تنه سیمه ییز پولیس پر دنده بوخت دي.

سیمه ییز پولیس له محلي ټولنو څخه راوتلي او له امله یې د ځایي خلکو د ډاډ وړ دي. په هېواد کې د جگړو اوږد تاریخ ته په پام، چې زیاتره به پکې د ملېشو خپلسرې ډلې ښکېل وې، د دغو ملېشو په وړاندې زیات حساسیت موجود دی. د قوماندې، دسپلین او مسؤولیت په اړه اندېښنې په خپل ځای پاتې دي. چارواکي او همدارنگه ځايي خلک غوښتنه کوي چې د فساد او ناوړه چلن د مخنیوی لپاره گامونه اوچت شي.

د مقر ولسوال، غلام حبیب وویل، سیمه ییز پولیس د مقر ولسوالې د ۱۶۰ کلو له ډلې څخه په ۵۰ کلو کې فعالیت کوي. د مقر ولسوالي د غزني ولایت د مرکز سویل ته شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره وړاندې پرته ده او څه ناڅه ۱۶۰۰۰۰ تنه اوسیدونکی لري.

ځايي خلک وايي، ۲۰۰ تنو سیمه ییزو پولیسو په ۱۵ کلو کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړې دی. په هرې یوې پوستې کې شاوخوا لس تنه افراد فعال او په کلاشینکوفونو او درنو ماشینگنو سمبال دي.

په مقرکې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان، عبدالمتین وویل، د هغه د افرادو معاش د هغوی بنسټیزې اړتیاوې نشي پوره کولای، له امله یې، د هغه په وینا، د کلیوالو خیرغوښتونکو په مرستو چلیږي. متین زیاته کړه، د هغه افرادو خپل سرونه د خلکو د امنیت د تامین لپاره په لاس کې نیولی دي، وايي، په تېرو څلورو کلونو کې یې له طالبانو سره په جگړه کې ۱۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.  

نوموړي ۴۵ کلن سړي له دې څخه غاړه وغړوله چې گوندې د هغه افراد له خلکو څخه پیسې شکوي، خو د دې پخلی یې وکړ چې تر خپلې قوماندې لاندې افرادو ته يې ویلي دي، له هغو پیسو او د غنمو، ممیزو یا لوبیاوو په څېر د خوراکي توکو له اخیستلو څخه مخ وانه اړوي، چې خلک یې ورکوي.

د مقر د ولسوالې د کوهبند د کلي اوسیدونکي، ۳۰ کلن حضرت الله د متین تر قوماندې لاندې د سیمه ییزو پولیسو یو غړی دی. هغه وویل، په کال کې درې ځلي پیسې او نور توکي ټولوي او د مقر په بازار کې پلوري. لاسته راغلې پیسې متین ته سپارل کیږي او هغه یې وروسته پر خپلوافرادو ویشي.

ځايي خلک وايي، خلک په خپله خوښه مرسته نه کوي. هغوی آی ډبلیو پی آر ته وویل، هغه خلک چې دغه راز مرسته ونه کړي، ورڅخه دوه یا درې برابره پیسې یا توکي اخیستل کیږي. نورو خلکو ته سخته سزا ورکول کیږي، د سیمه ییزو پولیسو پوستې پرې پاکیږي او یا پرې ودانې ترمیمیږي.    

هغوی وویل، د اوړي په فصل کې غنم ټولیږي او ممیز او لوبیا د مني په فصل کې راټولیږي. سربېره پر دې هره کورنې باید د ژمي په موسم کې سیمه ییزو پولیسو ته لس، لس ډالره ورکړي.

آی ډبلیو پي آر د کلو په درېو برخو کې څه دپاسه دوو برخو سره مرکې وکړې چې ویل يې سیمه ییز پولیس له خلکو څخه د ټوپک په زور پیسې شوکوی. هغوی له هغې وروسته چې سیمه ییز پولیس جوړ شول، وسله وال افراد ټولو کورنو ته واستول او د کلو له اوسیدونکو څخه يې وغوښتل چې په ځايي جومات کې په یوې غونډې کې د گډون لپاره راشي.  

په دغه غونډه کې کلیوالو ته وویل شول، باید سیمه ییزو پولیسو ته پیسې او کرنیز حاصلات ورکړي، که چا ورنه کړل، جریمه کیږي او له نورو سزاگانو سره مخ کیږي.

د سیمې اوسیدونکو وویل، د سیمه ییزو پولیسو شوکه منظمه او سیستماتیکه ده. د ټولو ۵۰ کلو استازو ته دنده ورکړ شوې چې له خلکو څخه پیسې راټولې کړي.  

آی ډبلیو پی آر له هغو دوو کلیوالو سره مرکه وکړه چې د سیمه ییزو پولیسو لپاره د پیسو او خوراکي توکو د ټولولو دنده ورکړل شوې وه.

د چمبران د کلي اوسیدونکي، پنځوس کلن عبدالرحیم وویل، د تېرو نهو میاشتو راهیسې یې له ۴۵ ځايي کورنیو څخه ۴۰۰ ډالره نغد، یو زر کیلو گرام غنم، ۲۱۰۰ کیلو گرام ممیز او لوبیا راټول کړي دي.

د اخوند خېل د کلي یوه هټېوال، ۳۵ کلن احمدشاه وویل، په ورته وخت کې هغه ۳۲۰۰ کیلو غنم، ۱۲۸۰ کیلو لوبیا او ۹۶۰ کیلو ممیز راټول کړي دي. هغه دا مواد په یوه تراکتور کې بار او د اخوند خېلو د پولیسو مرکز ته یې وړي دي.

د چهار کلا د کلي اوسیدونکي ۵۲ کلن محمد ابراهیم آی ډبلیو پي آر ته وویل، له هغه څخه په زوره د کال لس ډالره محصول او د حاصل څه دپاسه نیمایی برخه اخیستل شوې ده، چې ۲۸ کیلو ممیز، ۴۲ کیلو لوبیا او ۱۰۶ کیلو غنم پکې شامل دي.

هغه وویل: «ټول کال سخت کار کوم، خو پولیس راڅخه د هر حاصل نیمایی برخه په زوره اخلي.»

له دغو ادعاگانو سره سره د غزني چارواکي وايي، د مقر په ولسوالې کې د سیمه ییزو پولیسو په اړه ورته کوم شکایت نه دی رسيدلی.  

د غزنی د والي ویاند، عارف نوري او د پولیسو قوماندان محمد زمان دواړو وویل، د شوکې په اړه ورته هیڅ ډول شکایت نه دی رسیدلی.

د مقر ولسوال، غلام حبیب وویل، د سیمه ییزو پولیسو له چار چلڼ څخه د ځايي خلکو له خپگان څخه خبر دی.

هغه وویل: «خلک ماته په شکایت راځي، خو زه هیڅ نشم کولای.» هغه وویل، واک نه لري چې د سیمه ییزو پولیسو په وړاندې کوم اقدام وکړي. غلام حبیب وویل، غواړی د خلکو یوه شورا په دې موخه جوړه کړي، ترڅو په سیمه ییزو پولیسو فشار راوړي.

له متین څخه وپوښتل شول چې په پیسو يې څه وکړل. هغه وویل، د خپلو افرادو شاوخوا سل زره ډالره مالي بار نشی پورته کولای. متین وویل، د سیمه ییزو پولیسو ناروغو او ټپي افرادو او هغه چا ته چې پوروړي وي د پور د ادا کولو لپاره دا پيسې ورکړي دي.

نوموړي په دوام وویل: «زما افراد لا تر اوسه د مقر د هټیوالو ۷۰ زره ډالره پوروړي دي او زه باید خپلو افرادو ته له هغو پیسو څخه د هغوی د پور پیسې ورکړم، چې خلکو د بسپنې په توگه راکړي دی.»

د سیمه ییزو پولیسو غړي وايي، دا یوازنی ښه کار دی چې ځايي خلک يې د هغوی د ساتلو لپاره کوي.

محب الله چې د چهار کلا د کلي په امینتي پوسته کې د متین تر قوماندې لاندې کار کوي، وویل، هغه څه چې يې ورته ځايي خلک ورکوي، قانونی دي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ شپه او ورځ د دې کلي د خلکو ساتنه او دفاع کوو، له دې امله ښايي هغوی موږ ته پیسې راکړي.»