سيمه ييز پوليس د زياتو سرچينو غوښته کوي

سيمه ييز پوليس د زياتو سرچينو غوښته کوي

سيمه ييز پوليس د زياتو سرچينو غوښته کوي

سيمه ييز پوليس د زياتو سرچينو غوښته کوي

Village elders gather for a weekly meeting called a shura to discuss issues of local governance. (Photo: Chris Hondros/Getty Images)
Village elders gather for a weekly meeting called a shura to discuss issues of local governance. (Photo: Chris Hondros/Getty Images)

په پکتيکا ولايت کې سيمه ييز پوليس وايي، د طالبانو په وړاندې د هغوی د وروستي برياليتوب په مقابل کې غواړي معاشونه يې لوړ او درنې وسلې ورته چمتو شي.

سيمه ييز پوليس  چې په پيل کې د کلو د ملېشو په توگه راڅرگند شوي وو، له ملي پوليسو سره توپير لري. د سيمه ييزو پوليسو د ٢٠١٠ کال نوښت د ملېشو دغه ډلو ته نوی جوړښت او بڼه ورکړه او د کورنيو چارو د وزارت تر واک لاندې يې تنظيم کړل.

هغسې چې سيمه ييز پولیس په ځايي ټولنو پورې اړه لري، د ځايي خلکو زيات باور او ډاډ يې تر لاسه کړی دی.   

د پکتيکا د امنيت مرستيال، خليل الله ضيايي وويل، د سيمه ييزو پوليسو واحدونه د دغه ولايت په ١٩ ولسواليو کې جوړ شوي دي.

نوموړي وويل، هر واحد د يوې سيمې په يوې ټاکلې کورنۍ يا قوم پورې تړلی، چې له امله يې په خپله سيمه کې د نورو حکومتي ځواکونو په پرتله د امنيت د چمتو کولو تر ټولو ښه فرصت لري.

له دې خبرې سره پوځي کارپوه، توريالی موافق دی، وايي: «د سيمه ييزو پوليسو پياوړتيا دا ده چې هغوی په خپله د هغې سيمې اوسيدونکي دي. هغوی له ځايي دود او دستور سره بلد دي او له خلکو سره لازمه مرسته کولای شي.»

له دې امله سيمه ييز پوليس په پکتيکا کې د ملي پوځونو په پرتله، په تېره بيا د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو کې، ډېر اغېزمن ثابت شوي دي.

يوه بېلگه يې د يحيی خېلو ولسوالي ده، چې دمخه د وسله ولو مخالفانو په لاس کې وه. د سيمه پوليسو تر جوړښت وروسته طالبان تيت او پرک شول.

توريالي وويل: «د سيمه ييزو پوليسو رامنځته کېدلو له امله د عادي خلکو او حکومت تر منځ تشه له منځه لاړه، ځکه سيمه ييزو پوليسو دمخه په هغو سيمو کې چې د طالبانو تر اغېز لاندې وې، له حکومت سره کومه همکاري نه درلوده. خو اوس د نژدې تړاو ... له مخې خلک کولای شي خپلې ستونزې او برياوې له حکومت سره شريګې کړي.»

د يحيی خېلو په ولسوالۍ کې د مټه خېلو د کلي دسیمه ییزوپولیسو قوماندان، عبدالسلام د دې پخلی کوي چې د هغه تر لاس لاندې ځواکونو د سترو برياوو له امله د ځايي خلکو ملاتړ تر لاسه کړی دی.

هغه وويل: «دلته د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو دمخه طاللبانو په شلو ورځو کې شاوخوا شل تنه قومي مشران ووژل او له اتياوو زيات مشران، ځوانان او حکومتي کارکوونکي يې اړ ايستل له سيمې ووځي. له هغې وروسته خلکو وپتېله د لا زياتو وينو د توييدو د مخنيوي لپاره د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په وړاندې راپاڅيږي.»

سيمه ييز پوليس وايي، پر پوره معاش سربېره هغوی د زغره والو گاډو تر څنگ پرمختللو وسلو ته اړتيا لري. هغوی وايي، پر محدودو امکاناتو، چې اوس د هغوی په لاس کې دي، نشي کېدای مخالفان وځپل شي.  

د يحيی خېلو د کلي اوسيدونکی، بسم الله له تېرو درېو کلونو راهيسې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې کار کوي. له هغوی سره تر يوځای کېدو دمخه د هغه په ياد دي چې څوک يحيی خېلو ته د ډاره نشوای تللی.

هغه وويل: «طالبانو د سيمې زيات شمېر قومي مشران، حکومتي کارکوونکي او نور ځوانان ووژل.» هغه زياته کړه، سيمه ييزو پوليسو وضعه بدله کړې ده. اوس خلک کولای شي خپل ورځني کارونه په سوله او بشپړ ډاډ سرته ورسوي.  

بسم الله په پای کې وويل: «موږ شپه او ورځ هلې ځلې کوو او د سيمې د امنيت لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوو. حکومتي چارواکي کفايت نه لري، موږ ته پوره معاش نشي راکولای، د خپلو مخالفانو په څېر درنې وسلې نه لرو، لاسونه مو تش دي.»

د سيمه ييزو پوليسو يو بل غړي، شېر احمد وويل، په خپل معاش د کورنۍ ٢٢ تنو غړو ته اعاشه او اباته چمتو کوي.  

هغه وويل، د مخالفانو په وړاندې د خپلې دفاع لپاره سيمه ييز پوليس د لوړ معاش تر څنگ درنو وسلو ته اړتيا لري.

هغه وويل: «موږ اوس يوازې کلاشينکوفونه لرو، آن (پي کا) درنې مشينگڼې نه لرو. په ټوله قطعه کې يوازې يوه دهشکه او سرشانه يي راکټ لرو، هغه مو هم په خپلو پيسو اخيستی دي. که چېرته پر وسلو ښه سمبال شو، پر خپلې سيمې سربېره به په نورو سيمو کې هم د امنيت په خوندي کولو کې ونډه واخلو.»

ضيايي د هغوی د وسلو د نه لرلو خبره بابيزه وبلله. ويې ويل: «موږ هغوی ته زيات وسايل چمتو کړي دي، خو د معاشونو د زياتولو په برخه کې کومه پرېکړه نشم کولای، ځکه دا د لوړو چارواکو په لاس کې ده.»

د ملېشو د رامنځته کولو خبره د جوړښت او کنترول د نشتوالي له امله لا له هماغه پيل څخه تر اختلاف لاندې وه. زياتره افغانان له وسله والو ډلو ټپلو څخه ناوړې خاطرې لري، ځکه د هغوی غړي د ١٩٩٠ کلونو په کورنۍ جگړه کې په تاوتريخوالي، لوټ، چور او چپاول کې ښکېل وو.

د سيمه ييزو پوليسو د مسلکې پوهې د نشتوالي له امله هغوی زياتره پر ناسم چلن، سرغړونې او فساد پړ بلل کېدل.

توريالي دا ومنله چې سيمه ييز پوليس د قانون او پوليسي تخنیکونو په اړه د لږې زده کړې له امله يو څه نيمگړتيا وې لري خو دا ستونزه د هغوی د روزنې له لارې له منځه تللا ی شي.    

هغه وويل: «هغوی پر پوځي او قانوني اصولو نه پوهيږي. که چېرته دا کمزوري ټکي پياوړي شي، نو سيمه ييز پوليس کولای شي له خپلې سيمې پرته په نوروسيمو کې هم امنيت خوندي کړي او ولس به له جنگ جگړې او تاوتريخوالي څخه خوندي شي.»

ضيايي وويل،  قانون د سيمه ييزو پوليسو پر غړو هم پلي کيږي، هر څوک چې کومه سرغړونه سرته ورسوي، له قانون سره سم ورته سزا ورکول کيږي.   

هغه وويل: «دمخه تر دې چي يو سيمه ييز پوليس عملا د پوځي ځواکونو له ليکو سره يوځای شي، د پوځي روزنې تر څنگ هغوی د سم چلند او نورو مقرراتو په اړه روزنه تر لاسه کوي، معلومات ورته ورکول کيږي، ترڅو د خپل خدمت په اوږدو کې دغه معيارونه په عمل کې پلي کړي.»

پر دغو کليوالي ملېشو د ناسم چلند تر څنگه د فساد تورنه هم پورې شوي دي. په افغانستان کې، د خیالي پوليسو په اړه، چې فزيکي شتون نه لري تل رپوټونه ورکړل شوي چې معاشونه يې  شخصي جيبونو ته ځي.  

د پکتيکا د ولايتي شورا غړي، نعمت الله بابري هم  دسيمه ییزو پوليسوغیر مسلکی توب  ته گوته ونيوله. هغه وویل دغه پولیس د جگړې وړتياوې ترڅنګ قانوني پوهه نه لري. هغه وويل، خیالي پوليس په دغه ولايت کې يوه رښتينې ستونزه ده.  

نوموړي  زیاته کړه ، د معاشونو د استحقاق په جدول کې د سيمه ييزو پوليسو شمېر او په گزمه کې د هغوی اصلي شمېره سره سمون نه لري.

هغه وويل: «د دغو خیالي پوليسو معاشونه د مفسدو چارواکو جيبونو ته ځي. موږ داسې يو شمېر پوليس لرو چې میاشتویې، معاشونه، نه دي اخيستي او موږ ته د شکايت لپاره راځي.»

ضيايي له دې څخه انکار کوي چې د هغه تر لاس لاندې پوځونو کې خیالي پوليس شته دي هغه وويل، مياشتني معاشونه په روڼ ډول د کابل بانک او د تليفون د ايم پيسه له لارې وېشل کيږي.  

هغه وويل، يوازې د وازې خوا، گومل، په لرې پرتو ولسواليو کې معاشونه د افرادو له لارې وېشل کيږي.

دمگړۍ داسې بريښي چې سيمه ييز پوليس ټاکلو ځايي ستونزو ته د ځواب ويلو يوه لاره ده.

د پکتيکا ولايت د خيرکوټ د ولسوالۍ يوه قومي مشر، نور محمد وويل: «خلک له سيمه ییزو پوليسو څخه خوښ دي، خلکو سره ډېره مرسته کوي او خلک هم وروسره همکاري کوي. موږ له حکومت څخه غواړو هغوی ته د لا پياوړتيا په موخه پوځي روزنه چمتو کړي.»

Frontline Updates
Support local journalists